د کابل په استالف کې د ممیزو د پروسس کارخونه پرانیستل شوه

116

نن چارشنبه(د زمري اتمه ) د کابل ولایت په استالف ولسوالۍ کې د ۱۰ زره ټنه کلني ظرفیت لرونکې د ممیزو د پروسس یوه کارخونه پرانیستل شوه.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍویلي؛ ملا عبدالغني برادر آخوند د دغې کارخونې د پرانستې په مراسمو کې د دې کارخونې د فعالیت پيل د کرنیزو محصولاتو د ارزښت لوړولو په برخه کې مهم ګام یاد کړ او څرګندوي؛ له دې کارخونې سره به د سیمې اقتصاد پر حرکت راشي، صادرات به معیاري بڼه غوره کړي او سلګونو هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره شي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړې، اسلامي امارت د نورو برخو ترڅنګ د کرنې سکټور ته هم ځانګړې پاملرنه کړې او د کرنیز اقتصاد د ودې په هدف د اوبو مدیریت بېلابېلې پروژې پیل شوې. نوموړي ویلي؛ اسلامي امارت د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د کرنیزو محصولاتو د صادراتو لپاره آسانتیاوې رامنځته کړي، دغو محصولاتو ته یې د بازارموندنې لپاره نندارتونونه جوړ کړي او پر هغو وارداتو یې تعرفې لوړې کړې، چې په کور دننه تولیدېږي.

همداراز هغه وایي؛ اسلامي امارت د کرنې سکټور د پياوړتیا لپاره د کورنیو کرنیزو محصولاتو کارولو ته لومړیتوب ورکړی، د اوبو لګولو سیستمونو د ښه والي، سړو خونو د ایجاد او د پروسس او بسته بندۍ خونو د جوړولو په برخه کې هم پرمختګ شوی.

هغه بهر ته د کرنیزو محصولاتو د صادراتو پر کیفیت او بسته‌بندۍ ټینګار وکړ او دا کار یې د افغانستان د اعتبار او سوداګریزو اړیکو لپاره مهم وبلل.

ملا عبدالغني برادر آخوند ویلي: اسلامي امارت د سوداګرۍ کچې زیاتېدا لپاره پر سیمه‌ییز اتصال ډېر تمرکز کړی او له نیکه‌مرغه اوسمهال د افغانستان د اوسپنې‌پټلۍ شبکې پراختیا موندلې، چې پرمټ یې له ډېرو هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې ټینګې او پراخې شوې دي.

هغه وایي: اسلامي امارت هڅه کوي؛ د لاجوردو دهلېز په بشپړ ډول فعال شي او په دې اړه یې د ایکو ټولنې په وروستۍ غونډه کې هم د دغه دهلیز له ښکېلو هېوادونو سره خبرې کړي، چې افغانستان د اروپا بازارونو ته لاسرسی پيدا کړي.

د ممیزو د دې کارخونې د پرانیستې پرمهال د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د هېواد په اقتصادي وده کې د خصوصي سکټور او پانګوالو هڅې اړینې بولي او وایي، چې پانګوالو ته یې په بېلابېلو برخو کې آسانتیاوې رامنځته کړې دي.

د دغه فابریکې له لوري پروسس او بسته‌بندي شوي ممیز به روسیې، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، هند، کاناډا، امریکا، برېټانیا او د ختیځې آسیا هېوادونو ته صادر شي.

ملا برادر د ممیزو د پروسس کارخونې د مسوولینو د پانګونې او فعالیت له پيل د هرکلی ترڅنګ زیاته کړې؛ ټول پانګوال کولی شي، چې پر کرنه او صنعت سربېره د کانونو، انرژۍ، مخابراتو، ټرانسپورټ او خدماتو په برخو کې پانګونه وکړي او د کمیت پر ځای کیفیت او معیاري پروسس او بسته‌بندۍ ته لومړیتوب ورکړي.

د یادونې ده، چې د ممیزو د پروسس فابریکه په ۱۲۸ جریبه ځمکه کې جوړه شوې؛ ۸ میلیون ډالر پانګونه پرې شوې او په کلني ډول د ۱۰ زره ټنه ممیزو د پروسس وړتیا لري.

آریانانیوز

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.