د رواني روغتیا نړیواله ورځ

87

د اکټوبر ۱۰مه په ټوله نړۍ کې د رواني روغتیا نړیواله ورځ نمانځل کېږي.

اروپايي ټولنې له افغانانو سره یو ځل بیا د رواني روغتیا د ملاتړ ژمنه تایید کړې ده او ویلي چې د خپلو شریکانو له لارې د رواني روغتیا ملاتړ ته دوام ورکوي.

ملګرو ملتونو ویلي، چې له تاوتریخوالي اغېزمنو خلکو له منځه هر پنځم یې د رواني روغتیا ستونزو سره مخ وي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتریش ویلي ټوله نړۍ د رواني روغتیا برخه کې لا هم له جدي مالي کمښت سره مخ ده.

یاد سازمان د خلکو او ټولنو پر رواني روغتیا ساتنې او پام ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېرو شاوخوا پنځو لیسزو کې د وسله والو شخړو او کړکېچنو له امله د افغانانو رواني روغتیا زیانمنه شوې ګڼل کېږي.

افغانان غوښتنه کوي، چې نړیواله ټولنه باید د نورو روغتیایي برخو سربېره، په رواني روغتیا برخه کې پراخ ملاتړ ته دوام ورکړي.

ABN

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.