سل کلن خوب

نظیفه دفتانی

367

چوپتیا خوره وه، د مازديگر نرمه رڼا له کړکۍ څخه کوټې ته راننوتې وه، ورسره د هوا لږ ګرمه او نرمه څپه د زړو پردو له څنډو تېرېده، او زما نیکه لکه یو زوړ فکر د چوکۍ پر اوږده پشتۍ تکیه وهلې وه. ډنګر لاس يې د څنګ میز پر لور اوږد کړ، د شنه چاي وړه شیشه‌ای پیاله يې ور پورته کړه؛ له چایه تاوده او نرم تاونه پورته کېدل، چای سور و، خو پروا يې ونکړه یو غړپ يې خولې ته کړ، بیا یې ماته مخ راواړوه په نرمې موسکا او لکه له یو پټ راز سره چې آشنا یې وویل:
” بچيه، څرنګه دا پوښتنه درته پیدا شوه؟!”

ما هم موسکا وکړه، سر مې ټیټ کړ او ومې وویل:” بابا جانه، د وطن اوسنی حال مې ځوروي… غواړم پوهه شم ایا پخوا هم همداسې وو، دومره تریخ ؟ او تل له ځان سره وایم سبا به څرنګه وي؟ ”
پیاله يې بېرته په لرګين میز کېښوده، یوه ژوره ساه یې واخیسته، لاسونه يې داسې په ځان راتاؤ کړل ته وا ځان ته غيږه ورکوي، بیا یې پر دیوال راځوړند ساعت ته وکتل؛ فکر کوم حتما يې ځان سره ویلي چې څومره وخت تیر شوی، یا هم څه وختونه وو؟

همداسې چې ساعت ته کتل، وويل: بچيه، نږدې سل کاله کېږی چې پر همدې خاورې قدمونه کږدم، دا خاوره مې تر سترګو تېره کړي، له خاپوړو شروع او اوس بیا تر خاپوړو پکې راورسيدم. اول ځل مې په همدې وطن کې د امان الله خان په واکمنۍ کې سترګي وغړولې، هغه ډیر یو روڼ فکره ځوان و، د وطن په درد خوږېده، غوښتل يې وطن د ناپوهۍ له تیارې راوباسې، ښوونځي یې جوړې کړې، پوهنتونونه يې آباد کړل، ښځو ته یې د انسان په سترګه وکتل او دا يې ورته واضحه کړه چې ټولنه ورته اړتیا لري او پرته له دوی نیمګړي ده.
خو هغه وخت ملايانو ويل “دی کافر دی”، خانانو ويل “دی زموږ زر کلن دودونه ماتوی”، خلک يې پر ضد راپاڅېدل، د همدې ځوان له خوبونو يې تابوت جوړ، او تر خاورو يې لاندي کړ.

هغه وخت پوه شوم چې نه هر نیت کاميابې راولي او نه هم هر ښه کار د خلکو له تود هرکلي سره مخ کيږې.

بیا د نادرشاه او د ظاهرشاه وختونه شول، سوله وه، خو د خلکو غږونه تړل شوي و، د ښونځيو دروازې پرانيستې وې، خو د حق وینا پکې بنده وه.

داوود خان راغی د پاچاهۍ څوکۍ یې ړنګه کړه، او جمهوریت يې راوست. خلکو ته یی ویل چې نور د یو ملت واکمنۍ میراثي نه بلکې د خلکو په خوښه به وي، خو نه، جمهوریت يوازې یو نوم و.

بیا… بیا بچیه، شورويان راغلل،
ورسره لوی لوی ټانکونه، بمونه، بې رحمۍ او زخمونه راغلل، زما وړوکۍ زوی یې راته شهيد کړ، نوي جوړ شوي خټین کور یې په ډیر آسانۍ سره راته ړنګ کړ، بی کوره یې کړو ما په ډیر کم وخت کې د کورنۍ غړې، کور او د یوې سترګې لید له لاسه ورکړ،
هغه سخته شپه مې هیڅکله نه هېرېږي، کومه چې تر سهاره مې پکې وژړل،
نه د زوی لپاره، نه د کور لپاره او نه هم د خپلې سترګې لپاره، بلکې د خپل وطن لپاره مې وژړل.

ورسته بیا د جهاد چغې پورته شوی،
بچیه، اول جهاد پاک و؛
خلکو له وطن سره د مینې لپاره، د کفارو د ماتولو او د اسلام د کامیابۍ لپاره د بزم سره میدان ته په میړانه سره تلل،
هرې کورنۍ په وياړ سره شهيد درلود، خو څه موده وروسته، د پیسو، ځواک او قوم نومونه پکې راغلل، او د وطن پالنې احساس پکې له مینځه لاړ.

زويه، هر کله چې جهاد له زړه نه و، نو پوه شه چې د وینو رنګ خوشحالي، آزادي او بریا نشي راوستي.

بوډا یو سوړ آه ویست، او معلومېده چې څومره دردونکي وخت ئې تیر کړي او شاته یې پریښي دي.

بیا يې پسې غبرګه کړه: بچيه، ورسته کابل وسوځېده، د مجاهدینو جګړې زما په ټټر وی، ورور د ورور په ضد، رهبر د رهبر په ضد او قوم د قوم پر ضد سره راپورته شول،
خلک به د جګړي له ویرې په کورونو کې پټېدل خو د هغو د خښتو لاندې په مړه کیدل کومو لاندې چې پناه اخيستې وه.

ما د خپل لمسي مړۍ د خټو لاندې راويست، چغې مې وهلي، لاره رانه ورکه وه، خو چا زما فرياد نه اوریدو ځکه هغوی هم زما په شان چغې وهلي.
هی هی بچيه، وطن مو لکه د يتيم په شان و.

په همدې خړو شپو کې طالبان راغلل، امن يې راوړ خو تریخ امن.
بچیه، امن هغه نه دی چې یوازې د ټوپک او راکټ غږ پکې نه وي، یا هم د خندا، میلو، خوښيو غږونه پکې چوپ شي، ښځي پکې وتړل شې، موسیقي ګناه شی، د نوي عصر کتابونه پکې وسوځل شي، په خپل سر د یو انسان لاس پرې کړل شې، په عام محضر په دار وځړول شې او یا هم په کاڼو او لندو لښتو ووهل شې؛ نه، دا امن ندی،
ماته یې مخ کړ او وویل: هغه وخت دي عمه له ښوونځي راوګرځول شوه، پټه شوه او د ژوند له لویو آرمانونو سره د کور په کونج کې کیناستل شوه، او هغه درد ورکړل شو چې تر اوسه ترې ځوریږې.

بوډا وټوخل، د چای پیالې ته یی وکتل، خالې وه.
زه ولاړه شوم پیاله مې راواخيسته، یو غوړپ سوړ شوي چای مې د کړکۍ خواته ګلدان کې تش کړ، بیا ځلې مې له چایه ورته ډکه کړه او په میز مې ورته کېښوده.

هغه بیا هم پرته له دې چې د چای سوړیدا ته انتظار وباسې یو سور غوړپ يې تري وکړ.
زه هم ورو بیرته په خپل ځاي کښېناستم تر څو پاته خبرو ته غوږ شم.

ذهن مې ټول تاریخ راته انځور کاوه او ډیر بد احساس مې درلوده ،نپوهېږم څه ډول احساس و، له خپل تاریخ شرمیدم؟ خفه وم؟ د راتلونکې تشويش راته ډیر شو؟ او یا هم دا ټول؟!

نیکه مې پیاله په لاس کې نیولې وه، یو څه یې لاسونه هم پوړیدل او له څېرې پوهېدم د دی ټولو یادونو په یادولو سره، هغه هم یو څه نارامه شو.

ماته يې مخ راواړوه او وویل: بیا ورسته د بن… ورته وايې؟ څه وایی؟ کانفرانس وشو، امریکا راغله، زه یو ځل بیا امیدمن شوم، زما لمسۍ پوهنتون ته لاړه، ښارونه جوړ شول،
بیرته ښځو ته د انسان په سترګه وکتل شول، پوهنتونونه اباد شول، سړکونه جوړ شول، په هره برخه کې خدمتونه وشول خو ډیر ژر ادارې فسادونه راغلل، بهرنيانو د خپلو موخو لپاره زموږ هیواد ته راغلل.
د مشرانو په خولو وعدې وي، خو په عمل کې هېڅ هم نه و.

وختونه تېرېدل، خو یو وخت بیا تاریخ تکرار شو، ولسمشر هیواد پريښود، هوایي ډګرونه له خلکو ډک ول تر څو له هیواد ووځي، چا ځان په طيارو را ځوړند کړ او چا هم خپله ټول شتمني په تورو اوبو خرڅه کړه تر څو خپل وطن پریږدي او لاړ شې.

بیا مکتوبونه وتړل شول، ښځې په کور کښېناستې، په رسنیو بندیزونه شروع شول او زه بیا زوړ شوم، دا ځل بی هیلې نه بلکې وارخطا ولاړ یم،
نپوهېږم بیا به څه وشې!؟ ایا همدا درد ليدلی وطن به مې ودان شي؟!

د مازدیګر د آذان غږ شو، بوډا ساعت ته وکتل ویې ويل: د لمانځه وخت شو، ځم لمونځ وکړم؛ هر کله تلې بیا دا خونه درسره قلف کړه چې ماشومان ورته رانه شي.

هغه خپله امسا، چې په دېوال تکیه شوې وه ورواخیسته؛ په لوړ آواز یې وویل ” ياالله ” له چوکۍ ولاړ شو او د وره خواته ورغی. بیا ودرېده ماته یی مخ کړ او ویل:
بچيه… ما دا وطن د خپلو سترګو په اوښکو لوند کړي دی، زه ګیله نه لرم یوازې دا وایم چې ” ملامت ټول یو، ټول ملامت یو…”، هغه همداسې چې له خونې ووت ويل يې ټول ملامت یو او په تکرار سره يي همدا جمله تکراروله ” ټول ملامت یو، ټول….” ور يې بند کړ او ولاړ.
زه لا هماغسې چوپه ناسته وم، له یوې خوا تېر وخت ځورولم، ځکه ډيرې پېښې که نه وای شوي، وطن به ودان وو، نن به افغانستان لکه د سویس په شان و، د جاپان، امریکا، چین… په شان یو صادراتي هیواد، چا به ورته د رحم په سترګه نه بلکې د یو سیال هیواد په سترګه کتل، پرمختګ به و، رڼا به وه او امید؛
او له بلې خوا راتلونکي ځورولم، سبا به څه ډول وي؟! خلک به لا څومره ځان او هيواد وکړوی؟!
پورته شوم، د نيکه چوکۍ مې سمه کړه، پیاله مې په وړوکې پتنوس کې کېښوده تر څو راسره وباسم. دی محال کې مې سترګې د کتابونو په المارۍ کې پر یوه ښکلې کتاب ولګیدې. تر څنګ يې زما د نيکه نور پخوانې توکې هم و، لکه ښکلي جوړ شوی مجسمه، یو وړوکی چاینک، یو د میز د سر ساعت…

پتنوس مې پر ځمکه کېښود او کتاب مې راواخيست. یو څه دوړه هم پری ناسته وه، د خپل ټکرې په څوکه مې پاک کړ او خلاص مې کړ، خو هغه یو کتاب نه وو!
د څو لسیزو یادونه ول، هرې پاڼې یی یوه قیصه درلوده، یو رنګ او بدل خوندونه، هغه یو ښکلی او انتیکه آلبوم وو، زما د نيکه انځورنه ول، د ماشومتوب يې، هغه وخت چې ښونځي کې وو، د هغه د ځوانې چې فکر کوم د پوهنتون په انګړ کې اخیستی وو ورسره څو ښکلي ټولکیوالی چې خپل فراغت لمانځلی، د څو پاچاهانو انځورنه چې له بيلابیلو بهرنیانو سره اخیستل شوي دی، خو د امان الله خان عکس مې په چټکۍ سره وپېژاند،
لاس مې پرې تیر کړ او ومې ویل:” کاش دا ملت ستا په قدر پوه شوي وو”.

پاڼې مې اړولي، یو عکس کې څو تنه په هغه حویلۍ کې ناست دي چې کور یې ویجاړ شوي و، خلک پکې خفه، ستړي او پرېشانه شکاریدل. بیا بل انځور کې یوه ښځه په یوه میدان کې له سپيني چادري سره ناسته ده او بل نفر یی وهي، ډیر خلک ورته په تماشه ناست دي، سم دستې مې البوم بند کړ له سترګو مې بی اختیار اوښکې را روانې شوی، په سختۍ مې د خپلې ژړا غږ کنټرول کړ، تر څو څوک يې وانه ورې.
پوهېدم موږ ظلم کړی دي، د بابا غږ مې لا هم غوږونو کې وو ” ټول ملامت یو، ټول ملامت یو…”

ورسته له څو دقیقو ژړا څخه سترګې مې سرې شوي، بخار يې کاوه دیوال ته مې تکیه وکړه آلبوم مې غیږ کې ونيوي؛ پښې مې سره راټولې کړي او په زنګون مې سر کېښود.

د بابا هره کیسه مې سترګو ته راتله، هره دردونکي یاد مې غوږونو کې انګازې کولې.
د پخوا تاریخ په اړه خفګان او د سبا د راتلو د ویرې سوچونه مې کول، او خوب یوړم.

ناڅاپه یو غږ مې تر غوږونو شو، ویې ویل:”سهار پخير اغلې نظیفې، نن دوشنبه او د کابل هوا ١٦ درجې ده، ستا ټول ورځینۍ پلان چمتو شوي دي، او سبا برابره ده د افغانانو د یوالې ورځ چې 92 کلیزه ده، دا یوه ملې ورځ ده چې په ترڅ کې یو لوی انقلاب رامنځته شو او هیواد یې د سوکالۍ او شیرازۍ په لور بوست. ستاسو سهارنۍ خواړه هم چمتو دي”.

سر مې پورته کړ، زما مخته یوه شیشه‌ای پرده وه، زما د ورځيني کارونو په اړه هر څه ول، څه باید وخورم، چیرې لاړه شم، او حتا زما د تیرې شپې د خوب کېفيت او د زړه حالت يې هم راته ښکاره کاوه.

اوه خدایه!
دا څه دی؟! زه چیرې یم؟! بابا مې چيري دي؟!
نور هماغه کوچنۍ او ساده کوټه نه وه، نه یوازې پاکه شوي وه بلکې هوښياره شوي هم وه. زما د نيکه کتابونه، انتېکه لوښې او توکې،انځورونه، مډالونه… ټول ډیر ښکلې اېښودل شوی و، ته وا د نړۍ تر ټولو ارزښتناکه شیان دي چې په لوړه سطح موزيم کې ساتل شوی دی.

را ولاړه شوم، وېرېدلی وم، پوهېدم دا هماغه کوټه ده چې څو شيبې مخکې زه خوب يوړم؛ خو حيرانه دي ته وم چې ولی دومره زر هر څه بدل شول.

بوټونو ته مې وکتل هغه چې مې ایښې ول، اوس چارچ شوي وو، یوه شنه بټن يې برېښیده او داسې ښکارېده چې د پښو کولو لپاره چمتو دي. زما د نيکه چوکۍ نور هماغه یوه لرګينه چوکۍ نه وه، یو څه لویه شوي وه خو ډیزاین يې سپين او ښکلي ښکارېده، د پښو جای هم درلود کله چې ورنږدې شوم په اټومات ډول راته نوره هم پراخه شوه، یو ډول نرمه موسیقې پکې چالانه شوه، يوي چولې ته یې د مالټې جوس او د چای پياله راپورته شوه او بلې خواته، یو ښکلي کتاب.
غوښتل مې کينم خو هماغه غږ چې زه يې له خوله راپاڅولی وم، وویل: “سهارنۍ ټایم کې د کتاب مطالعه ښکلې انتخاب دی خو تاسو باید لومړۍ خپل سهارنۍ روټین ترسره کړئ! ایا چمتو یاست؟.”
زه لا هم حېرانه او ویریدلی وم، ستوني مې وچ شوي وو او فکر مې کاوه چې نور د خبرو کولو توان په ځان کې نه لرم.

کړکۍ ته مې مڼډه کړه، ښکلې او د کوتې په ډیزان پردې په اتومات ډول خلاصې شوی، د کړکیو ښيښې هم د رڼا ضد فلتر خلاص کړ، پکې يو دوربین مخته راغی او یو کونج کې ودریده، هر څه نوي شوي وو، سر مې ورمخته کړ تر څو له کوټې بهر نړۍ ووینم.
وای خدایه دا څه دی؟!
زه چیرې یم؟! دا سنګه امکان لری؟!
نور هماغه منظره نه وه، نه ټرافیک وو ،نه د موټرانو شورماشور و، نه دوړه او لوګې ول.دا ځل ډیر زیات ښکلي، منظم او پاک ښار وه، زموږ کوڅه ډیره ښکلې شوي وه، دواړو خواته يې ډير ښکلې ګلان او ونې وی، فکر کوم یوې ونې کې څو ډوله میوې وی، سړکونه يې سپين او پاک برېښېدل د کورنو دیوالونه، ورونه کړکۍ هر څه ډیر ښکلې ښکاريدل. زموږ د واټ په سر يو الکټرونیکي سړک و، ځینې وړوکې بی چلوونکې ټکسانې پرته له کوم شور ارام پری روان ول.

هرې خواته نظر یو نوی رنګ درلود، نوي نړۍ وه. د روبوټ غږ شو، ساعت ٠٧:٣٣ دقیقې دي او نن ورځ ورسته له پوهنتون تاسو د ولسمشر لخوا د ځوانانو مشورتې غونډې ته بلل شوي یاست، په حېرانتيا مې وپوښتل: ” پوهنتون، زه ، ولسمشر؟! ”
دا سنګه امکان لری؟ پوهنتونونه خلاص شوی؟!
بیا مې سمدستې ورغبرګه کړه: زه دلته څه کوم؟ دا هر څه ولی دومره زر بدل شوی دي؟

روبوټ لږ رامخته شو، خپله ځیرکه صفحه يې روښانه کړه پکې د يوې جنترې انځور راغی، ٢١٠١ کال د جون څوارلسمه، ده، او تاسو نږدې سل کاله په خوب کې وئ.

په حېرانتيا مې وویل: سل کااااله، دا ډیر زیات دی.
ربوټ وویل: تاسو د عمیق تفکر په خاطر په یو عمیق خوب کې ولاړئ، چې دا سبب شو ستاسو د وجود جوړښت، لویئدل، تفکر، هوش او وده ودریږې او دا یوه نادره پېښه وه چې ورسته له زرګونو کلونو رامېنځته شوه خو اوس د تکنالوژۍ پر مټ او ستاسو د وجود څخه په الهام اخیستلو موږ وتوانېدو د همدې حالت د پیدا کیدو یو ډول درمل پیدا کړو.

شاوخوا ته مې نظر واچاوو بیا مې وویل: سل کاله وړاندې زما کابل ډیر سپېره وه، احساس کوم د هماغه سپيره کابل او افغانستان لاندې د امید تخم پټ وو چې اوس يې سر راښکاره کړ.

رپوټ سمدلاسه انځورنه رامخته کړل وویل : تاسو سم واياست، کلونه وړاندې کابل او افغانستان دومره ښکلې او متمدن نه وه، خلک د زور او اسارت لاندې ول، واک د ټوپک وو نه د قلم، خبره ده واکداره وه نه پوهان، هوساينه د اشرافو وه نه د ټولو.
ومې ویل: دا هر څه څرنګه بدل شول؟ هغه اشراف، واکداران څه شول؟!

روبوټ د یوې لويې غونډې انځورونه راښكاره کړل، چې د لويې جرګې په تالار کې نیول شوي وه، ګڼ کسانو پکې ګډون درلود داسې ښکارېده چې هم د جمهوريت او امارت کسان دی، جالبه دا وه چې ګڼ شمېر ښځو هم ګډون درلود، د هر قوم خلک پکې ښکارېدل، حتا ومې لیدل چې زموږ سک خويندي او وروڼه هم ول. ځینو لونګۍ په سر وی، چا وطنې جامې اغوستې وي، چا پکول کړي وو او څوک هم له دریشې سره ول، ټول ډیر صمیمی ښکاريدل، ماته هغه میلمستیا وي رایاد شوي کومې چې به موږ د اختر په شپو کې او خپل کلې کې نیولې، ټولو کورنو به هغلته حضور پیدا کاوه، او خوشحاله به وه.

ومې ویل: دا د څه غونډه وه؟!
ربوټ وویل: په ٢٠٢٦ کال کې افغانانو یو لوی انقلاب ترسره کړ، چې په ترڅ کې یو ټول ګډونه حکومت رامېنځته شو، سترې پریکړې پکې وشوی، له وطن تللی افغانان خپل وطن ته راوبلل شول، مرور پخلا شول، له کینې ډک خلک آرام شول، واک د عدالت په تله کې وتلل شو، هیواد د سپین‌ږیرو په تجروبو او د ځوانانو په مشورو مخته ولاړ.
دا هغه ورځې دي چې نور تعهد وشو، تریخ تاریخ تکرار نشې، د ټولو موخه د وطن عمران وی، او هغه ورځ چې ټولو په يوه خوله د تکبیر ناره وکړه کومه چې دښمن یې په لړزه راوست، فاسق يې وویراوه، ظالم يې ګوښه کړ او دی نتیحې ته ورسیدل چې یوازې افغانان کولای شې ټپې وطن روغ کړی، خپل ورور ته لاس ورکړی، چپه شوی دیوال اباد کړي او هيواد له سیالانو سره سیال کړي.

او همدا وو چې يو لوی انقلاب د افغانستان په تاریخ کې رامېنځته شو، هر چا پکې خپله ونډه واخیسته، د زړه له کومې خدمت وکړ، بندې دروازي خلاصي شوی، د انسانيت او اسلاميت په چوکاټ کې ټول سره راووتل او خپل دین یې د وطن پر وړاندې ترسره کړ.

همدې شيبه کې مې له سترګو د خوښۍ اوښکې روانې وي؛ ومې ویل:
کاش دا کار مو سلګونه کلونه وړاندې کړي واي، خوبیا هم خوشاله یم چې د تاریخ رنګ مو د تل لپاره وربدل او ښکلي کړ.

پر ښکلې غالۍ مې قدم کيښود، که څه هم د پخوانې وطنې غالیو ظرافت او ښکلا پکې راڅرخېده خو اوس یوه هوښياره غالۍ شوې وه، د انسانانو له ګرځیدا يې انرژې تولیدوله، او د انسانانو له احساساتو سره یو ډول رنګونه بدلیل.

اوس يو څه بیداره شوم، ډار مې تر ډيره ورک شو، یا ووایم یو ډول د ویرې ډک هیجان له مینځه ولاړ خو بیا هم ډیر سوالونه مې ذهن کې ول، له کوره بهر مې بیړه وه، خلکو ته، چاپیریال ته، هغوی به څه ډول شوي وی؟ د خلکو ذهنونه به سنګه وی؟! سل کلن دودونه به لا هم وی؟! فکر کوم زما پر احساس روبوټ سمدستې پوه شو، راته وویل: اغلې نظیفې، له پلان سره برابر نن ورځ تاسو پوهنتون ته ځئ، او همدارنګه مازديګر خواته د ولسمشر لخوا له ځوانانو سره مشورتې ناسته ده. خو لومړۍ ستاسو د ښه روغتیا په پار ښه سهارنې خواړه وخورئ.

همدې وخت کې زما کيڼ اړخ ته نږدې پخلنځی کې په اتومات توګه یو روبوټ لاس په کار شو، لومړۍ زما د بدن یو اسکن واخيست، بیا سمدستې د ګيډې په سر يې يو اسکرین راښکاره شو، او وویل:” تاسو همدا لحظه د فشار لاندې یاست، ښه دا ده چې ځان ارامه او له ویرې او تشویش خالي کړئ، تاسو وزن د BMI له محاسبې سره یو څه کم دی او له همدې امله تاسو د سبوسو ډودۍ، خرما، یوه هګۍ، زيتون، شات او پنیر چمتو کوم، ایا لیواله یاست یا غواړئ کوم څه کم یا زیات کړم؟ “.

یو شېبه چوپتیا وه ما هم حیرانه ورته کتل، سمدلاسه په هوش راغلم ومې ویل:” نه، نه بیخې سعی ده، همدا راکړئ”.
روبوټ وویل:” عالی نظیفه جانې، ستاسو سهارنۍ روټین چمتو دی”
بیا د میز یو خانه خلاصه شوه، پکې رنګین او مزه داره خواړه راښكاره شول، زه هم په منډه پر څوکۍ کیناستم، روبوټ خواړه راته په میز کېښودل ما هم دومره په بیړه بیړه خوړل، که چا لیدلی وم نو هرو مرو يې راته ویل: ” داسې ډوډۍ خوري ته وا سل کاله دي چیشې ندی خوړلي “.
او رښتیا هم ما سل کاله چیشی نه وه خوړلي، همدې سلو کلونو کې می یوازې خوب کړي وو او بس، حیرانه دي ته وم چې څرنګه مې د وجود سلولونو ژوندې پاته شوی دی، او تر ننه يې رارسولی یم.

ورسته له خوړلو د دهلیز دروازې ته نږدې د يوي کوچنۍ کوټې ور خلاص شو، دا یوه عالي او ساده کوټه نه وه، دريو خواوو ته یې کوچنۍ المارۍ وي، د کالو ځانته، د بوټونو او ارایشی توکو ټولو ځانته خانې وی پکې، بیا د کالو المارۍ خلاصه شوه په اوتومات توګه کالی، له کوټبند سره راووتل، پکې زما ټول کالې ول، له وطنې ښکلو جامو نیولې تر ساده او هر رنګه پکې ول،
روبوټ وویل:” نن غواړې څه واغوندې”
بیا مې جامو ته وکتل، خو څه مې د ویلو لپاره نه درلودل، سمدلاسه روبوت اضافه کړه، ستاسو د نن ورځې فعالیتونو سره همدا تور رنګه او ښکلې دیزاین جوړ شوی جامې مناسبه دی، ایا تاسو کوم بل څه خوښ دي که همدا راواخلم؟”

ما بیا هم لکه د یو عاجز او تابع انسان په څیر وویل: ” نا همدا بیخې سعی ده، موافقه یم”.
روبوټ ویل: ډیر عالې، دا ستاسو کالې دی”.

جامې مې له کوټبند راښکته کړی، ډیر ښکلې او نرمه تکه یې وه، پر تن مې کړی، تر څنګ مې ښکلې سپين بوټان هم راواخيستل، یو ښکلی دستکول او ښائسته لاس‌بند مې هم راپورته کړ.
آينې ته ودریدم ځان ته مې له سره تر پایه یو نظر وکړ، او په آينې کې ولاړه نظیفه ډېره ښکلې په نظر راغله. کالې مې پر ځان ډیر ښه جوړ ول. خو ياد مې ندی د همدې جامو اندازه او تکه مې څه وخت عياره کړه، ورسته مې ورته پام شو دا کومې عادي جامې ندی بلکه د انسان د بدن حرارت يې د چاپيریال سره کنټرول کاوه. او تر څنګ يې داسې جوړ شوي وو چې هر ډول بدن سره په هماغه شکل عیار کيدلی.

له شا مې غږ راغی،” ستاسو سپرلۍ تیار ده”
مخ مې ورواړاوه ومې ویل سمه ده، ځمه. خو ته به هم راسره ځی!”

وویل:” زه تل درسره یم، که کومه پوښتنه یا ستونزه مو درلوده، کولای شې ډاډه راته ووايي “.

نرمه موسکا مې وکړه ومې ویل:” ډېره مننه، واقعا که ته نه وی، دد نن ورځې پیل او پوهیدل به راته ډیر ګرانه کار وو”.
ورسته مې بکس راواخيست، ګمان کوم د نيکه د کور یوازې هماغه د المارۍ کتابونه او تزئينی توکې پخوانې ول، نور ټوله د کور نقشه بدله شوی وه، کله چې مې ور پرانیست د کور مخته واټ کې یو کوچنۍ، وړوکۍ سپين موټر ولاړ و، دا ډیر بدل وو نه هماغه پخوانۍ رنګ پکې پاته وه نه هم شکل.
یو څه له ځمکې پورته او په هوا کې معلق و، خو هېڅ ټایرونو هم پکې نه لیدل کېده. سپين موټر له اسمانې رنګه ښيښو سره، پر سر يې وړوکۍ سولر وو چې ترې انرژي اخیستل کېده. هیڅ لوګۍ هم نه درلود. کله چې ورنږدې شوم دروازې راته پرانېستل شوي، یوازې د دوو نفرو ځای وو پکې، روبوټ ته مې په وارخطايي وویل:” څه!، زما خو د موټر چلول ندی زده؟!”
راته وویل: ” اغلې نظیفې، تشویش مه کوئ دا ځيرک موټر دي، خپله ځي؟!”
همداسې ورخطا کېناستم، او لا هم ډاډه نه وم. ډيرې ښکلې او نرمې چوکۍ لرلي، د دواړو چوکیو مخامخ آیپډونه وو چې یوازې پکې کولای شواي الکټرونیکي کتابونه ولولو، تر څنک يې کوچنی یخچال چې پکی بېلابیل خوراکې توکې په پریمانه توګه ایښې وو،
دومره ورو او ښکلي روان وو چې نه یې غږ حس کېده نه یې هم خوځښت.
لاندې مې نظر واچاوو، ښار نقشه ډیره بدله شوې وه، کورونه، ښارګوټې، پارکونه، او سټورونه ټول په منظمه توګه ودان شوې وو، زه یوازې د تلویزیون له غره پوهه شوم چې زموږ کور او همدا کوټه لا په ځای ده او زه په کابل کې یم، خو د ټلويزيون غر په دیجیتلی خونو، سړکونو پوښل شوي وو، کټ مټ لکه د یو ماشین داخلې مرکز او یا هم داسې راته ښکاریده ته وا همدا ټول الکترونیکي ګاډی، روبوټونه، … له همدې ځایه کنټرول کيږې. پر سر يې يوه لويه پایه ولاړه وه، یو سور ګروپ يې په سر وو او شاوخوا وړوکې طیارې د ډرون په شکل ورته تلې او راتلې.
همدارنګه یو ګردي لویه ودانۍ وه، ښکلی سپين رنګ يې درلود، حتا له لري تماشې څخه هم ښکلي او جذابه ښکاریده. پر سر يې ليکلي ول” پخوانۍ افغانستان دلته ژوندۍ دی” ، دا یو موزيم وو چې ټول پخوانې ارزښتمن شیان پکې ساتل شوی وو، هر یوه ته یو ډول روح ورکول شوی وو، د هغوی په لمس سره ستا ذهن ته په ناڅاپه توګه یوه صحنه انځور کېده او دا ټول د ټکنالوژۍ پر مټ ول.

ګوټه سنګې، مې په اول وار لیدلو وپېژندله؛ هماغسې ګرم شور لا پکې وو خو دا ځل پاک، بی د موټرو له اوازونه او لوګو وه. تر څنګ يې مارکېټونه په منظمه توګه ودان شوي و.

دا ځل جوړښت يې تر هغه لس چنده ښکلی وو کوم چې ما سل کاله پخوا لیدلي و، ټول په منظمه توګه او یو ډول په نقشه جوړ شوې و، پر سر يې سولرونه ول، هرې خواته لوی لوی اسکرینونه ول حتا د نيويارک له ښار هم ښکلي ښکارېده، یو تلوېزیون کې د سبا د جشن پېغامونه او مبارکۍ ویل کېدی، کله به پښتو شوه، کله دری، هزارګی او حتا چينايې ژبې هم پکې ګډې وي، د ښکلو سورپرایزونو زیرې پکې راتلل او خلکو ورته چک چکي وهلی.

هر پلورنځۍ ځیرک شوي و، ځینې کوچینې ډرونونه هم ول چې د خلکو آنلاین سفارشونه يې رسول.او په هوا کې په یوه منظمه او ټاکل شوی لیکې باندي حرکت کاوه.

لاندې په پښو روانو خلکو لا هم پخوانې دودونه ساتلې ول، چا لونګۍ په سر وه، چا وطنې جامې، ځینو ښځو او انجونو لا هم هماغه پخوانې جامې په طن وی خو دا ځل له نويو ډیزاینونو سره. او ښار د خلکو په لباسو ډیر رنګین شوي وو.

د هر کور او آپارتمان پر سر وړوکې جنت جوړ شوی وو، شنې باغچې، د نایابه ګلونو خوشبويي، له بېلابیلو میوو ډکې ونې، طبی دواګانو بوټې پکې کرل شوي و، که دی ښار د ورېځو له واټن تماشا کاوه تا به ګمان کاوه چې لاندې یو زرغون او اباد ځنګل دي، کوم چې د خلکو له فکرونو او یوالې يې رنګ اخيستی دي.
د کابل پوهنتون سر ته راورسيدو، ګمان کوم هغه وخت چې ما ليدلي وو ډیر ضعيفه و، لکه د هغه ناروغ په شات وو چې طبيب يې مریضې نا علاجه ښودلی ده، هماغسې له چوپتيا ډک، بې روحه، رنګ الوتي او بی شوره وو، ځکه پرې بندېزونه شوي و، انجونې منع شوي وی، ورته پوره پام نه کېده او ارزښت نه ورکول کېده.

مګم اوس ډیر ژوندۍ ښکارېده، هرې څنډې ته د نويو برخو ودانې جوړي شوي وي، په زر هاوو محصلانو پکې حضور درلود.
دی وخت کې زموږ سپرلۍ غږ وکړ:” تاسو اصلې مقصد ته راورسیدئ، پاته واټن دی ٥ متره”.
ورسته یې د پوهنتون عمومې دروازې کښته شو، دروازې ورو پرانېستل شوي او زه تري راووتم، سترګې مې پر هغه انجونو او هلکانو ولګيدې چې په ډیره لېوالتیا سره زما په شان د پوهنتون انګړ ته ننوتل، د هر یوه په سترګو کې شور او انګېزه وه، د سبا لپاره امید وو، پرته د کوم چا له ویرې یا بندېزونو څخه.

د پوهنتون انګړ څو چنده ښکلي شو وو، ته وا نوي روح اخیستې وي یا هم ټپې زخمونه يې اوس روغ شوی وي. زه د طبې برخې خواته لاړم چیرې چې اوس د طب او ټیکنالوژۍ برخې هم وراضافه شوي وې.

یوې ودانۍ ته ننوتم چیرې چې د راتلونکې ډاکټران روزل کیدل. خو اوس نور هماغه پخوانې درسې میتودونه نه ول، نه هم د هر زدکونکي په لاس کې لوی لوی چپرتونه ول، بلکې بېلابیل روبوټونه ول چې د رهنما په حیث له زده‌کوونکو سره ګرځیدل، د اړتیا په صورت کې هغوی ته په اتومات توګه د کتاب هغه پاڼې راوستل کیدې کومې چې اړتیا ورته برېښیده.

ما ولیدل چې د نړۍ له بېلابیلو هیوادونو زده‌کوونکي راغلي ول، او افغانستان یو له هغه هيوادونو څخه وه چې د وړیا اسکالرشیپونو د لاسته راوړلو لپاره يې زده‌کوونکو ډيرې هڅې کولای. ځکه دوی د ښه راتلونکې لپاره د یو ښه علمې مرکز په لټه کې ول.

همداسې مې صالون کې قدم واهه، لومړۍ په ښي اړخ کې یو د کنفرانس لوی صالون وه چې ځوانانو په طبې برخه کې خپلې تجربې شریکولای، زما نظر هغه ځوانې انجلۍ ځانته واړاوه چې د خپل جوړ شوی واکسين د مثبتې نتیجې په اړه یې زیری ورکاوه کوم چې ویل کیدل انسانان د وینې له سرطان ژغورې او په ډیره کمه موده کې ناروغۍ له مينځه وړې. انجلۍ ډیره خوشحاله برېښیده په صالون کې ناستو پروفیسورانو، زده‌کوونکو او همدې غوندې کې بهرنې ساینس پوهانو چې په آنلاین توګه يې ګډون کړی ؤو ټولو د هغې د لويې لاسته راوړنې په خاطر خپله خوشحالې کله په چکچکو او کله هم په نارو سره ښکاره کوله.

ډیره ښکلې صحنه وه، راوګرځېدم، د صالون بلې برخې ته یوه لویه خونه وه، شاؤخوا الماریو کې بېلابیلو ماشينونو پرزې وی، ځینې جوړ شوی روبوټونه هم ولاړ ول خو بی روحه او خاموشه په انتظار کې ول. د خونې په مینځ کې د یو لوی میز په سر يو بل تازه جوړ شوی روباټ وو چې څو تنه انجونې او هلکان يې په آزمویلو بوخت ول، داسې ښکارېده چې نوی جوړ شوی روبوټ د جراحۍ برخه مخته وړله. ولاړو ځوانانو خپله پیدا کړې پوهه چې د طب برخه کې لاسته راوړې وه، غوښتل يې له همدې نوي جوړ شوي اوسپنیزه ډاکټر او جراح سره هم شریکې کړي.
د هر یوه په سترګو کې د وياړ او ځواک ځلا وه، هیڅ مې باور نه راته؛ په هغه هیواد کې چې سلګونه کلونه کيږې جنګ،تاوتریخوالي او وژنې وي اوس يې ځوانان په خپل لاس يې ډاکټر جوړوي.

بېرته راشاته شوم، همداسې صالون کې روانه وم چې ناڅاپه له شا مې غږ شو:
” وبخښه اغلې”

مخ مې ورواړاوه، یو ښکلې پیغله انجلۍ وه، له جامو داسې ښکارېده چې ډېره بوخته وه، یعنی سپينې جامې یو څه ښرنې شوی وې.
ومې ویل:” مهربانې”.
لومړۍ په نرمه او ښکلي پښتو لهجه راسره ستړې مشې وکړه، بیا یې موټ شوی لاس زما په لور اوږد کړ، او وویل:” دا ستاسو لپاره ده”
موټ خلاص کړ، د زړه اناټومېک په شکل یو وړوکۍ قوطۍ وه، ما په مهربانۍ سره لاس وراوږد کړ، ښکلۍ قوطۍ مې راواخيست، او ومې ویل: ” دا څه دي “.
وویل:” یوه موده کيږې چې د هیلو او موخو په نامه یوه دستګاه جوړوم، داسې چې کله یو نفر اسکن کړي بیا یې موخې راته ښايې، او د موخو په شکل داسې یو شی جوړوي چې هماغه شخص يې په لیدو تل انرژي واخلې یا لا نور وهڅیږې تر څو خپلې موخې ته ورسیږې، ما فکر کاوه چې دستګاه سمه نده خو څو شيبې مخکې تاسو صالون کې تیر شوئ او دستګاه تاسو اسکن کړئ.
فکر کوم د زړه لویه جراحه کیدل ستاسو یوه لویه هیله ده، او دا چې تاسو په ناغوښتلې توګه ماسره ډیره مرسته وکړه ومې غوښتل دا حتمآ تر تاسو درورسوم.
سترکو کې مې اوښکې راټولې شوی، د ویلو لپاره کلمه نه وه راسره، نپوهېدم د ډالۍ په خاطر مننه وکړم، د هغې اتلولي وستایم او یا هم د خپلي لويې هيلي په اړه لا نوره ورسره وغږېږم.
دی وخت کې کوم چا ورته راغږ کړ:” سپوږمۍ څه شوی؟”
دی سمدستې ورناره کړه: ” درغلم”
بیا یې ماته مخ کړ او وویل: ” ښه نو ځم، خوشحاله شوم له لیدو مو”
ومې ویل:” مننه جان له ډالۍ څخه دی، زه هم ستا په څیر د یوې اتلې انجلۍ له پیژندګلوي څخه خوشحاله شوم”.
بیړه یې وه، زما د خبرې جواب يې په موسکا کې راکړ او ولاړه.
زه هم ورو ورو روانه شوم، وړوکې خو ارزښتناکه ډالۍ مې لاس کې وه، مینځ مې خلاص کړ پکې په ښکلې فونت لیکل شوی وو” نظیفه دفتاڼۍ، په نړۍ کې د زړه تکړه جراحه”

واه! څومره خوند پروت و همدې جملې کې، او زما په تن کې د” لا هڅې” په نوم یو څه رابرسېره کړل. خو خوشحاله پر دي وم چې اوس څوک زما مخه نشې نیولای، نه هماغه ټوپک او راکټ شته، نه ظالم واکدار، نه هم امر ثانې او بندیزونه.

په پوهنتون کې زما ورځ ډېره ښه تیره شوه، د ستړیا پر ځای ما هر شيبه انرژې تر لاسه کوله، له ډیرې خوشحالۍ په جامو کې نه ځایدم.
ماسپیښین ته نږدې زما سوارلۍ بیا راغله، او زه یې د ارګ تر ماڼۍ ورسولم.
د پوهنتون په شان اجازه نه وه د حويلۍ محوطې کې ښکته شم، زه يې تر دروازې ورسولم.
هغه ځيرک اسکرین چې زه يې له خوبه راپاڅولم، فعاله شو، او راته وویل:” تر غوندې یوازې لس دقيقې پاته دي، ما تعقیب کړه چې هماغه ځای ته لاړ شو”.

ارګ ته ننوتو، ساختمان يې لا هم هماغه رنګ تو ښکلا درلوده، شاید چا نه غوښتل دا پخوانۍ ودانې بدلون وکړې او باید د پخوا رنګ او بوی ولرې، خو محوطه او سراي يې ځيرک سیستمونه ول، یو روبوټ چې د بزګر دنده يې درلوده ونو او ګلانو ته یې اوبه ورکولي. پورته څو وړوکې روبوټونه ول چې د ډرون شکل يې درلود او د ونو پاڼو ته یې کوم څه پاشل، شاید دوا وه یا هم کوم مغذې مواد.

زه په خپل ځيرک روبوټ پسې روانه شوم، دا لاره تللی وه یو لوی تالار ته، چې مينځ يې په ښکلو هنرې رسمونو ښکلي شوي وو، ما په ټول عمر دومره یو ښکلی او لوی تالار نه وو ليدلای. دوه پوړيز ودانۍ وه، خو مینځ يې خالې وو، په دوهم پوړ کې هم استېج ته مخامخ چوکۍ ایښې وی،

پر دیوالونو د پخوانې پاچاهانو او ولسمشرانو انځورونه نقاشي شوي وو، هر دوه متره ورسته د یو شاه او یا هم ولسمشر څېره ښکاره کیده.

ځوانان ورو ورو راتلل، هر څوک په خپل ټاکلې ځای کیناستل او په څو شېبو کې تالار په منظمه توګه له ځوانانو ډک شو. ډيرې راحته چوکۍ وې، مخامخ ته بیا کوچنې لمسې ټلويزيونونه( آیپډونه ) ايښودل شوي وو، د هرې څوکۍ تر څنګ بیا وړوکې یخچالونه ول چې پکې ساړه څښاک، کوچنې او مزه داره بیسکوټ، ککو تو همداسې ځینې نور خوراکې توکې ایښې وو.

دی وخت کې ولسمشر راغي، سپين کالې او تور واسکټ او نرۍ خندا یې په شونډو وه،شاوخوا ۳۵ کلن ځوان ښکارېده، خو له سترګو يې داسې شعور او وقار توېېده، لکه د اوږدو کلونو تجربه يې تر شا وي.زما شخصې روبوټ چې راسره لکه یو نږدې ملګري شوي وو په ارامه راته وویل: هاغه د سپينو جامو شخص ولسمشر دی، تر څنګ يې هغه پښتنه میرمن مرستیاله ده، او هغه سیک ځوان چې سره لنګوټه یې په سره ده دوهم مرستيال دي. د میرمني کيڼ اړخ ته ولاړ د دریشې ځوان يې سلاکار ده چې له هزاره توکم خلکو دي. روبوټ ټول یو یو راپېژندل، او د خوشحالې ټکۍ په دی کې وو چې ټول سره متحد شوي وو او فکر کوم د همدې بریالې افغانستان راز هم په همدې کې وو.

غونډه ډیره ښکلې او په نظم سره روانه وه، ولسمشر په خپلو ویناو او الهام‌بښونکی غږ کې تل یوالې، زده كړې او مينې ته اشاره کوله. هغه وویل:
“د یو اباد ملت راز په همدې درېيو بنسټونو کې نغښتی دی؛ پوهه، یوالي، او مینه.
موږ که خپل راتلونکی غواړو، باید خپل تیر درک کړو، او د یو بل لاس نیولو ته تیار شو.”

د ولسمشر خبرې راته ډېرې خوږې ولګېدې، یو څه له خوښۍ ډکې، یو څه هم امید لرونکې او ژوری وي. په پای کې ولسمشر له ځوانانو وغوښتل خپل نظریات او کمنټونه په هغه آیپډونو کې ولیکې کوم چې مخ ته اېښودل شوی وو.
بیا یې ډاډګیرنه ورکړه چې کولای شې په بی نومه توګه هم خپلې غوښتنې او وړاندیزونه راته واستوي او دا یې تعهد ورکړ چې هره یوه به خپله څیړې او مخته یې وړې.

غونډه دومره ښه مخته لاړه چې هیڅ پوه نشوو څومره زر ماښام شوی دی،له غونډې راوتو، کابل ښار ته سپوږمیز رڼا لرونکی ماښام وغوړېده. داسې ښکارېده لکه ښار ته چې بیا ځلې تازه سا ورغلې وي.

موټر کې کیناستم، زما شخصي روبوټ لکه تل د خاموش خدمت په حال کې و، خو زه د ماښام ښکلا ته غرقه وم. لاندې ښار ډیر ښکلي برېښیده لکه د یوې ناوې زرين کالې، دا ناوي هر ماښام ښار ته راتله او پر ځمکه یې خپل غمې داره او زرين کالی غوړول.

کوڅې ارامې، خو رڼا ډکې وې، خلک ورو ورو کورونو ته روان وو، خو د هر چا په څېره کې خوشحالي وه، داسې لکه ټول یو خوب ژوندی کړی وي. ونې د رڼاګانو لاندې لکه زرغونې مجسمې ولاړې وې…

کور ته ورسېدم، دروازه ورو پرانېستل شوه، او د کور توده او روښانه فضا مې شاوخوا ته ځان وغوړاوه. چپ لاس ته مې هماغه وړوکی کتابتون یا د نیکه المارۍ وه، ښي لوري ته نرمه چوکۍ ، او کړکۍ مخې ته مې یو شفاف ګلدان ایښی و، چې شپه پکې انعکاس شوې وه.

خپلې بسترې ته ولاړم، رڼا مې ورو مړه کړه، ځان مې په بستر کې واچاوه سترګې مې پټې کړی او د نن ښکلې ورځ چورت مې واهه. هره برخه یې راته خوږه او نه هیریدونکې وه، بیا مې لاس ته وکتل لا هم هماغه ډالۍ مې په لاس کې کلکه نیولې وه کومه چې سپوږمۍ نومې انجلۍ راکړی وه.
خلاصه مې کړه یو ځل بیا مې ولوسته لیکلې وو” نظیفه دفتاڼۍ، په نړۍ کې د زړه تکړه جراحه.” په ویولو مې یو ځل بیا پر خوله موسکا راغله. او ومې ویل :” ان شاءالله.”

دالۍ مې بنده کړه، د ډیرې ستړیا له امله حتا د ډودۍ خوړلو ته مې زړه نه کیده که څه هم د پخلنځې خاص روبوټ غږ راته وکړ چې ستاسو خواړه چمتو دی، او ښکارې چې د ورځې په اوږدو کې مو ډیره انرژې له لاسه ورکړی ده. خو له ډیرې ستړیا مې بیا هم د هغه پروا ونکړه، پر چپ اړخ ډډه شوم. ډالۍ مې لا هم لاس کې کلکه نیولې وه،
ورو ورو مې سترګې درنې شوې…

یو ځل بیا چوپتیا شوه او خوب یوړم. نپوهېږم څومره به ویده شوی وم،
خو کله چې زه له خوبه راویښه شوم.

دا ځل نه رڼا وه، نه هوښیار کور، نه هم پیشرفته ښار، نه هم زما اوسپنیز ملګرۍ او زه د خپل نیکه زړې کوټې ته بېرته راغلې وم. هماغه زړه غالی، هماغه درز درلودونکی چت،
لرګينه زړه چوکۍ، خړه او اوږده المارۍ وه. کوټه تیاره وه خو له کړکۍ رالویدلې د سپوږمۍ رڼا یو څه روښانه کړې وه.

زه حیرانه شوم، شاوخوا مې وکتل، زړه مې یو ډول دروند شو. له ځانه مې وپوښتل:
“ایا دا ټول خوب و؟ دا څرنګه امکان لری؟ دومره واقعې او ژور خوب؟”

لاس ته مې پام شو، لا هم هغه ډالۍ وه راسره کومه چې سپوږمۍ نومې انجلۍ راکړې وه، د زړه درزا مې زیاته شوه، نه پوهيدم څه وکړم او څه ووایم. لاره رانه ورکه وه، د دی سوال ځواب نه وو راسره چې زه واقعا راتلونکې ته تللی وم؟ ایا هغه واقعیت وو؟ ایا راتلونکې غوښتل زه دا پیام اوس وخت ته راورسوم؟

یو ژور سا مې واخیست، او بیرته مې پر غالی ډډه ولګوله.

شاید دا خوب و، شاید نه… خو زه پوه شوم، چې خوبونه کله کله د راتلونکي دروازې وي، او کله نا کله همدلته زموږ تر پښو لاندې واقعیت.

که د مرګ نیټه معلومه وای؟

 

Donate زموږ مرسته وکړئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.