که د مرګ نیټه معلومه وای؟

نظیفه دفتانی

521

مرګ د ژوند هغه پړاو دی چې ترې تېښته ناممکنه ده، او انسان باید دا ومني چې هرومرو به د مرګ خوند څکي. دا یو حتمي او ترسره کېدونکي حقیقت دی، یوه ورځ به راورسېږي، چې یو ساعت، یو شېبه او یوه ګړۍ به د انسان لپاره وروستۍ وي.

کله نا کله خلک وایي چې: “کاشکې زه پوهيدی چې کله مړ کېږم.”
ځینې خو آن لا دا هم غواړي چې د مرګ دقیقه نیټه او ساعت ورته معلوم شي!
ایا دا پوهه به موږ ته سکون را په برخه کړی، که به لا نور زموږ اضطراب ته پراختیا ورکړي؟
ایا دا پوهه به موږ وژغوري، که به زموږ دردونه را زیات کړي؟

راځئ پر دې فکر وکړو: که انسانان د خپل مرګ له نیټې خبر وای، نړۍ به څنګه وه؟

لومړۍ فکر کوم که هر څوک پوهېدلای چې کله به مري، شاید مینه به تر ټولو ژوره شوې وای.
د زړونو ماتول به تر ټولو لویه ګناه ګڼل کېده، او هیچا به دا جرئت نه کاوه چې یو بل خفه کړي، ځکه پوهېدل به چې عمر لنډ دی، یا به هم د مقابل لوري د ژوند د پای نیټه ورته معلومه وه.
خو دا به هم یوه غمجنه نړۍ وای.
خلکو به هره ورځ د هغو کسانو لپاره ژړل، چې د دوی له ژوند څخه د تللو په حال کې وه.
زړونه به هره شېبه دردېدل.

ایا دا ژوند به نور خوند هم درلود؟
ایا هيلې به هماغسې خوځنده، ژوندۍ او روښانه پاتې وای؟
شاید نه!

د ژوند اوږدمهاله پلانونه به له منځه تللي وو.
هیچا به د راتلونکي لپاره لوی ارمانونه نه درلودل، ځکه پوهېدل به چې وخت یې محدود دی.
شاید خلکو به د مرغیو په شان ژوند کاوو، یوازې به يې د نن لپاره خواړه پیدا کول او د سبا په اړه به یې هیڅ فکر نه کاوه.

که د مرګ نیټه معلومه وه، خلکو به د خپل ژوند حساب نیوې.
یو به د اتیا کلونو حساب کاوه، بل د شلو، بل د لسو…
ځینې ماشومان به حتا د حساب پر مفهوم هم نه پوهېدل، خو مور او پلار به یې د هرې تېرېدونکې ورځې سره زړونه مړاوي کېدل.

لکه نن چې موږ له یو نوی کس سره مخامخ کیږو نو د نوم، استوګنځي او مسلک پوښتنه يې کوو، که د مرګ نیټه معلومه وای، خلکو به یو بل ته ویل: “ستا څو کاله پاتې دي؟”/ ” تاته څومره ژوند لیکل شوی دي؟”، “څومره ژوند دی ترې کړی ده؟”
او هر یو به د خپلو نږدې کسانو د مرګ ورځ په یاد ساتله، تر څو د هغوي د تلو لپاره چمتو اوسې.

شاید خلکو ته د زده‌کړې شوق نه وای پاتې.
ځکه که ژوند ته امید نه وي، هڅه هم ورسره کمیږي.
د بقا لپاره انسان باید د ژوند اوږدې هیلې ولري!
که هر څوک پوهېدلای چې ډېر ژر به مري، نو چا به خپل ځان ته زحمت نه ورکاوه. هیچا به هڅه نه کوله پوهه ترلاسه کړي.
او په ښارونو کې به ښوونځي، پوهنتونونه او علمي مرکزونه کمېدل.

عبادت به د ګناهونو د بښنې لپاره نه، بلکې د آرامتیا لپاره وای!
شاید خلکو به د عبادت مقصد بدل کړی وای.
که د مرګ نیټه معلومه وای، نو انسان به نه د معافیت په تمه وو، نه د جنت د هیلو سره، بلکې یوازې د دې لپاره چې د ټاکل شوې ورځې سره د روح آرامتیا پیدا کړي یا په هماغه نيټې په ارامه سره خپل روح وسپارې پرته له درد او سخت ځنکدن څخه.

انسان به د مرګ رانږدې کېدو سره کمزوری کېده،
بدنونه به ډنګر او ضعیف کېدل،
شاید د نسلونو په تېرېدو د انسانانو د بدن جوړښت بدل شوی وای، ځکه مسلسل تشویش د انسان په ژنونو منفي اغېزه کوي.

هر انسان به د خپل مرګ له نیټې مخکې وېرېده،
ځینو به هڅه کوله ترې وتښتي. خو دا تېښته به تل بې پایلی وی،
مثلا کله چې به د یوه نفره ټاکل شوی ورځ رانږدې کېده نو له کور به وته د غره غار ته ننوت، تر څو له مرګ پناه واخلې، هلته به یې د خوړو ذخیره هم ورسره ایښي وه، خو د هماغې ورځې یوې زلزلې به هماغه غار پرې بند کړی وو او ژوند ته به يې د پای ټکې کيښود.
څوک به له سختې ویرې له ښاره تښتيدل، خو د هماغې ورځې په یوه ناڅاپي پېښه کې به یې ژوند پای ته رسیده.
یعنې له تقدیر به تېښته نه وه!

زه باور لرم چې نامعلومیت انسان ته قوت ورکوي.
شاید د یو کار پایله ناکامه یا دردونکې وي،
خو تر هغه چې انسان ترې ناخبره وي،
هیلې ورته ژوندۍ ساتي، مبارزه کوي، او ژوند ته دوام ورکوي.

که د مرګ نیټه معلومه وای، ژوند به خاموشه، بې هیلو، بې خوځښته او بې معنی وای.
زه هم ستاسو په څیر نه پوهېږم چې زما د مرګ نيټه څه وخت ده، خو هڅه کوم، تر هغې شیبې پورې په رښتیا ژوند وکړم.

نو دا چې موږ نه پوهېږو، همدا زموږ د ژوند تر ټولو لویه نیکمرغې ده!

نپوهیږم چې زه څوک یم!؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.