موږ له ډېر پخوا راهیسې لیواله شوؤ چې له تورتم او سمڅو څخه راووځو، او د تمدن او رڼا په لور مو بې پایه سفر روان کړ.ومو غوښتل چې له یخو او ډبرینو خونو ځانونه راوباسو. زړه مو وشو چې ځانونو ته رنګین او ښایسته جامې ورواغوندو، او خپل ژوند ته نوی رنګ ورکړو. نړۍ مو د خپلې تصوری ښکلاوو څخه ډکه کړه، یو ویرانه صحرا مو په یو روښانه ښار بدله کړه. د سړو او تورو خاورینو میدانونو پر ځای مو د رڼو سیندونو او ځمکو په شاوخوا کې خپل آبادۍ جوړې کړې. سپېره خاوره مو په مرمرینه ښکلا بدل کړه.
پورته شوو، غرونه مو راوسپړل کاڼي مو اوبه کړي، او له هغه څخه مو ګټور توکي جوړ کړل. هماغه سختو اوسپنو ته مو حرکت ورکړ، او هغوی مو د خپل فکر او ارادې په خدمت کې راوستل. زړه مو وشو چې په نړۍ کې هېڅ هم رانه پټ پاتې نشي. د ځمکې هره څنډه مو وپلټله، ځانونه مو پوه کړل چې لرې وراهاخوا هم وچې موجودې دي. هغه ځایونو ته لاړو او ځانونه مو پری پوه کړل.
موږ د سمندرونو لاندې ننوتو، نه مو غوښتل چې کوم څه رانه راز او پټ پاتې شي. له بیلابیلو ځناورو او ماهیانو سره مخ شوو، ځینې قیمتي توکي مو هم پیدا کړل، او بېرته په خالي لاس راونه ګرځېدو. خو بیا هم زموږ مزل پای ته ونه رسېد، زموږ طاقت ختم نه شو. وريځ مو لمس کړه، له شنه آسمان څخه تېر واوښتو او سپوږمۍ ته مو ځان ورساوه، او پرې قدم مو وواهه.
له ځمکې وراهاخوا مو هم ځانونه پوه کړل. له فضا څخه مو ځمکه ولیده، ستورو ته مو ځانونه ورنږدې کړل. موږ دا نړۍ په خپله خوښه جوړه کړه، خاوره مو لنده کړه، او ترې مو خښتي جوړې کړې. سر په سر مو واچولې او یو منظم شکل مو ورکړ. بیا مو له خپلې کورنۍ سره تر لاندې ژوند کول پیل کړل. خو زموږ هڅې بیا هم پاتې نه شوې، هغه خونو باندې مو نورې خونې جوړې کړې، رنګارنګ کاڼي مو راټولي کړلي، او په بیلابیلو رنګونو مو کورنو ته ښکلا ورکړه.
د وخت په تيریدو په یوه کور کې نه ځایدلو، هغه کوچنۍ فضا زموږ لپاره راتنګه شوه . یوه بله خونه مو تر څنګ جوړه کړه، بیا بله او بله، چې ترې مو یو وړوکی کلی جوړ کړ. په تدریج سره هغه کلی پراخ شو، او په یو ستر ښار بدل شو.
ځینو ته مو واک ورکړ، د سرو زرو تاجونه مو ورته په سر کړل، او په قصرونو کې مو ځای ورکړ. هغوی ته مو تر ټولو خوندور خواړه ورسول، ورته په تعظيم ودریدو او ومو نازول . ځینې یې د همدې نازونو په قدر پوه شول او خپل خلک او ملک یې آباد کړل، او د خپلو واکمنیو سیمې یې ودانې کړې. خو بیا هم فکر کوم چې ځینې مو له حده زیات ونازول. دوی راپورته شول، قیامونه یې وکړل، د واک په سر یې یو بل ړانده کړل، ژوبل یې کړل، او په پای کې یو بل یې له منځه یووړل.
له سپوږمۍ نه تر کهکشانونو پورې مو خپل سفر وغزاوه، خو زموږ تمه بیا هم پای ته نه رسېده. د ټکنالوژۍ په مرسته مو خپل لاسونه اوږد کړل، له واټنونو او محدودیتونو نه وراخوا مو لیدل پیل کړل.
موږ د خپلو خونو له بامونو نه آسمان ته لاسونه وغځول، داسې ودانۍ مو جوړې کړې چې ستورو ته یې نېږدې کړو. موږ خپل فکرونه په ماشینونو کې واچول، او له هغو مو داسې وسایل جوړ کړل چې د وخت او مکان له قیدونو مو خلاص کړل. پر ځمکه مو نوي لارې جوړې کړې، بحرونه مو وګنډل، او د هوا په څپو کې مو ځانونه واچول. د خپل فکر او ابتکار بریاوې مو له یوې براعظمې نه بلې ته ورسولې، او د نړۍ واټنونه مو را لنډ کړل.
موږ هغه نسل یو چې له تورتمه څخه را وتلي یو، اوس په دې لټه کې یو چې نړۍ نه یوازې د فزیکي جوړښت له مخې، بلکې د فکرونو او نظرونو له مخې هم ښکلاييزه کړو. موږ هڅه کوو چې نه یوازې د ځمکې پر مخ ژوند کولو ته وده ورکړو، بلکې له ځمکې نه بهر هم خپل اغېز ولرو. موږ اوس داسې یو پړاو ته رسېدلي یو چې یوازې پر مادي پرمختګ بسنه نه کوو، بلکې هڅه کوو چې په ټولیزه توګه یو با احساسه، عادلانه او پرمختللی ټولنیز جوړښت رامنځته کړو.
خو لکه څرنګه چې زموږ تېروتنې لا هم له موږ سره پاتې دي، نن هم ځینې کسان چې د واک پر سر یې جګړې کړي، لا هم هڅه کوي چې موږ له خپلې خوښې وړ لار ې څخه را وګرځوي. مګر، موږ اوس پوه شوي یو چې پرمختګ یوازې په نوو وسیلو او لوړو ودانیو کې نه دی، بلکې په دې کې دی چې موږ خپله اراده، اخلاص او انساني ارزښتونه خوندي وساتو.
او په همدې توګه، زموږ سفر دوام لري. موږ لا هم په لټه کې یو، لا نور پرمختګ وکړو، او لا هم په دې فکر یو چې څنګه یو روښانه، منظم او عادلانه نړۍ رامنځته کړو. د تورتم له سمڅو څخه تر ستورو پورې، زموږ د انسانیت کاروان به تل د رڼا او روښنايي په لور پر مخ ځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
		د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
		له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668 
Account for international payments: NO15 0530 2294 668 
Vipps: #557320
 
			 
						
Comments are closed.