اوکراین د روسیې الوتونکو بمونه په هوا کې سربداله کړي –او د جګړې بڼه بدله شوې ده

213

(فبروري ۲۷، ۲۰۲۵)د اوکراین دفاعي ځواکونه د روسیې د سپوږمکۍ له لارې هدایت کېدونکو بمونو (KAB او UMPK) د مخنیوي لپاره پرمختللي الکترونیکي جنګي (РЭБ) وسایل کاروي.

دغې پرمختګ د جګړې په ډګر کې د روسیې یوه مهمه برتري له منځه وړي ده،د فوربز مجلې تازه راپور له مخې د اوکراین لپاره یوه ستراتیژیکه لاسته راوړنه بلل کېږي.

یو کال وړاندې د روسیې جنګي الوتکې هره ورځ سلګونه سپوږمکی هدایت کېدونکي بمونه غورځول، چې د ۸۰۰ میله اوږد محاذ په اوږدو کې یې اوکرایني دفاعي کرښې ته دروند زیان اړاوه.

دا بمونه چې له ۲۵ میله یا زیات واټن طی کولی شي، د روسانو لپاره “معجزه‌يي وسلې” ګڼل کېدې، ځکه چې اوکرایني ځواکونو د هغوی د مخنیوي وس نه درلود.

خو اوس وضعیت بدل شوی. د روسیې د هوایي ځواک په اړه؛ ټیلیګرام چینل Fighterbomber اعتراف کړی: “د UMPK زرين عصر ډېر دوام ونه کړ.”

د اوکراین پرمختللي الکترونیکي جنګي وسایل دومره اغېزمن شوي چې د روسیې بمونه د سپوږمکۍ له سیستم (GLONASS) سره اړیکه له لاسه ورکوي. دا د دې لامل کېږي چې بمونه له هدفه منحرف شي او پر بې‌ هدفه ځایونو ولګېږي.

فايټرزبمبي ټيلګرام چينل زياتوي: “اوس باید ۸ یا ۱۶ بمونه وغورځول شي، تر څو یو هدف وویشتلی شي.” دا د روسیې هوایي ځواک ته ستره ضربه ده، ځکه چې د هر بم قیمت ۲۵ زره ډالره دی، او جټ الوتکې چې دا بمونه غورځوي، ډېرې قیمتي او کمې دي.

د روسیې پوځ تر اوسه ۱۲۰ جنګي جټ الوتکې له لاسه ورکړي، او د اوکراین دا پرمختګ به د روسیې هوایي ځواک ته نور هم زیان ورسوي.

همداراز د اوکراین دا جمرونه نه یوازې د روسیې بمونه ګډوډ کړي، بلکې د روسیې بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه) یې هم غیرمؤثره کړي دي.

د روسیې پوځ اوس اړ شوی چې د تار له لارې کنټرول کېدونکي (fiber-optic) ډرونونه وکاروي، کوم چې ډېر قیمتي دي.

د اوکراین پرمختللي هدایت‌يي وسلې، لکه JDAM (امریکایي) او Hammer (فرانسوي)، د GPS ترڅنګ اضافي هدایت سیستم (INS) هم لري، چې د جمرونو اغېز پرې نه کېږي.

په برعکس، د روسیې د INS هدایت سیستمونه کمزوري دي، چې د دې هېواد د توغندیو او بمونو دقت کموي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.