د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنېټ وايي، په دغه هېواد کې د بشري حقونو کړکېچن وضعیت لا ژور شوی او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال “جنسیت پر بنسټ سیستماتیک ظلم” نور هم پراخ او بنسټیز شوی دی.
بنېټ په خپل تازه راپور کې، چې ټاکل شوې سبا (د فیبرورۍ ۲۸مه) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۸مې غونډې ته وړاندې شي، ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د قانون پلي کولو له امله د بشري حقونو سرغړونې بېساري کچې ته رسېدلې دي. د نوموړي په وینا، دا وضعیت په نړۍ کې ساری نه لري او د بشري جنایتونو ترسره کولو ته زمینه برابروي.
د راپور مهم ټکي
دا شل مخیز راپور، چې د فیبرورۍ په ۲۶مه خپور شوی، د ۲۰۲۴ کال د اګسټ له لومړۍ د ډیسمبر تر ۳۱ پورې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت ارزوي.
- پر ښځو او نجونو محدودیتونه: راپور وايي، د طالبانو د زده کړو بندیزونه د نجونو لپاره د بدیل فرصتونو نشتون ته لار هواروي، ځکه مدرسې، انلاین پلیټفارمونه او نورې لارې د زده کړو تشې نه شي ډکولی. دې محدودیتونو د کم عمره نجونو د ودولو کچه هم لوړه کړې ده.
- مدني فعالیتونه له منځه تللي: په راپور کې راغلي چې مدني فعالیتونه په ډراماتیک ډول کم شوي، د رسنیو او مدني ټولنو ازاد فعالیتونه محدود شوي، او خبریالان، لیکوالان، هنرمندان او اکاډمیک وګړي له خپلسرو نیونو او ناوړه چلند سره مخ دي.
- د لږکیو وضعیت: راپور وايي لږکي څنډې ته شوي او د تبعیض، کم استازیتوب او نه خوندیتوب له ستونزو سره مخ دي، همدارنګه د بینیټ په وینا پخواني حکومتي چارواکي او امنیتي ځواکونه بیا د غچ اخیستلو له ګواښونو سره مخ دي.
- اقتصادي او ټولنیزې ستونزې: په راپور کې ټولنیزو ستونزو یادونه هم شوې ده او وايي، د طالبانو واکمنۍ تر سیوري لاندې افغانان د روغتیایي خدمتونو نشتوالي، اقتصادي کړکېچ، د ازادیو محدودیتونو او طبیعي پېښو له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.
د افغان مېرمنو غبرګون
یوه افغان مېرمن، چې د کونړ ولایت اوسېدونکې ده، د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې خپور شي. هغې ازادي راډیو ته وویل:
“دې حالاتو زموږ پر ژوند ډېر منفي اغېز کړی، ان ښځې یې له رواني ستونزو سره مخ کړې. زموږ غوښتنه دا ده چې طالبان دا بندیزونه لرې کړي او خلک دې عادي ژوند ته پرېږدي.”
د بامیانو ولایت یوې بلې مېرمنې، چې د بشري حقونو فعاله ده، وویل:
“دلته یې پر ښځو ژوند دومره تنګ کړی چې موږ هره ورځ د ځان وژنو راپورونه اورو. زه فکر کوم چې ملګري ملتونه باید طالبانو سره د خبرو فرصت برابر کړي او قناعت ورکړي چې نور د بشري حقونو له سرغړونو لاس واخلي.”
طالبانو تر اوسه د دې راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې د ریچارد بنېټ راپورونه “له حقیقته لرې” بللي او په ۲۰۲۴ کال د اګسټ کې یې افغانستان ته د نوموړي پر سفر بندیز لګولی و.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
		د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
		له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668 
Account for international payments: NO15 0530 2294 668 
Vipps: #557320
 
			 
						

Comments are closed.