نړیوال دریځ، سیمه ییز تعامل او رسمیت پیژندنه

زلمی نصرت -دنمارک

213

افغانستان ته د رسمیت انکار نه، د واقعیت منل پکار دی. په تاریخ کې ځینې پریکړې داسې وي چې د شیبو له حساب نه٬ د نسلونو د برخلیکونو حساب ته تیریږي.

 د امریکې وتل له افغانستانه همداسې یوه پریکړه وه. دا یوازی د عسکرو وتل نه وو٬ دا د یوې اوږدې شل کلنې خونړی جگړې د استراتیژۍ پای ته رسیدل وو٬ چې ناکامه او نیمگړې پاتې شوه. خو ددې هر څه سره٬ سره لا هم د هغو کسانو غږونه اوریدل کیږي٬ چې خپله یې وتل غوښتل او نن د پاتې کیدو خبرې کوي.

ډونالډ ټرمپ چې د دوهم ځل لپاره د امریکا د ولسمشرۍ څوکۍ ته د تگ هڅه کوله، یو له هغو کسانو څخه و چې په خپلو کمپاینونو کې‌ یې له افغانستانه د وتلو خبره بار بار تکراروله او ټینگار یې کاوه چې: «موږ هلته ماته خوړلې، جگړه اوږده شوې، پیسې ضایع شوي، او متحده ایالات نشي کولی چې هلته نور پاتې شي او مونږ نشو کولای چې د افغانستان د وگړو ۵۰ سلنه افغانان ووژنو. ده به ټینگار کاوه چې افغانستان د امریکې نه، بلکې دا  د سیمې د هېوادونو لکه روسیه، چین او هند مسولیت دی چې د افغانستان د وضعیت مسولیت ومني او زمونږ نه وروسته نقش ولوبوي». افغانستان د هغه له پاره نور یو بوج و نه یوه ژمنه.

 خو د  لږ وخت تیریدو سره د هغه دریځ  هم بدل شو او نن ورځ، هماغه ټرمپ، چې پرون ‌یې له وتلو ملاتړ کاوه، بې‌اساسه نیوکې کوي٬ بې اساسه تورونه لگوي٬ او آن دا ادعا کوي او وایې چې٬ چینایان بگرام اډه نیولې٬په داسۍ حال کې چې زلمي خلیلزاد څو وارې دا ادعا رده کړې او نوموړی تل دا وایي چې له افغانستان سره مستقیم او رسمي تعامل د متحده ایالاتو په گټه دی.

 له امریکې وروسته٬ سیمه اوس د یوې سترې ازموینې  سره مخامخ شوې ده. افغانستان شل کاله د یو نړیوال ماموریت  په نوم اشغال و٬ خو نن هغه وخت راغلی چې سیمه ایز هیوادونه باید تصمیم و نیسي.

 اوس سیمه ایز هیوادونه٬ ایا له یوه واقعیت سره  به  رسمی تعامل کوي٬ که به د انکار په تورو عینکو کې سیاست سنجوي او د امریکې سترگو ته به ور گوري؟

 روسیې، له  یو لړ اوږدو سنجشونو  او ارزونو څخه وروسته، د افغانستان اوسنی نظام په رسمیت وپېژاند. دا یواځې یو دیپلوماتیک گام نه و، دا یوه ساده سیاسي پریکړه نه ده بلکې یو ستراتیژیک پیغام دی چې٬  د سیمې د ثبات٬ اقتصادي گټو او ستراتیژیکو اړتیاوو پر بنسټ اخستل شوې پریکړه ده.

افغانستان له ټول درز او درد سره اوس یو واقعیت دی، نه یو خوب او خیال. نه یې انکار ممکن دی٬ نه یې حذف.  افغانستان، له ټولو سختیو سره سره، لا هم پر خپلو پښو ولاړ دی. د خلکو ستونزې شته، اقتصادي چلنجونه هم شته، ټولنیز چلنجونه هم شته٬ سیاسی چلنجونه هم شته٬ نظامي چلنجونه هم شته٬ خو دا هېواد ژوندی دی، د پرمختگ٬ بیا رغونې٬ ثبات او نظم په لور گامونه اخلي، او د رسمي تعامل حق لري.

 هغه نظام چې نن ورځ په کابل کې حاکم دی٬ که هر نوم ورته ورکړ شي٬ په خپل چوکات کې د واک٬ قانون او ټولنیز نظم مرکز دی٬ چې ور سره رسمي تعامل٬ د هغو هیوادونو په ګټه دی چې غواړي د سیمې په راتلونکې کې رول ولري.

 چین چې د سیمې یوه اقتصادې ستنه ده٬ باید پوه شي چې د افغانستان منزوي پاتې کیدل د ټولې اسیا لپاره خظر ناک ثابتیږي. همدارنگه هند چې له تاریخې پلوه یې تل په افغانستان کې یې نفوذ درلود٬ هم باید خپل تاریخي مسولیت ادا کړي.

اوس ددې وخت نه دی چې د تیر ماتې یا بریا حسابونه وکاږو٬ بلکه د واقعیتونو په رڼا کې باید پریکړې وشي او امارت هم باید د نړۍ واقعیتونو نه سترگې پتې نکړي.

رسمیت پیژندنه یوازې یو سیاسي عمل نه دی٬  بلکې یو اعتراف دی٬ اعتراف پر دې چې دا هیواد٬ یعنی افغانستان له ټولو خنډونو او ستونزو سره٬ سره لا هم ولاړ دی٬ ژوندی دی ٬انارشیزم له منځه وړل شوی٬ د بیت المال چور او د چپاول نشته٬ د تجزیې خطر نور گواښ نه دی٬ نو ځکه افغانستان٬ د خبرو٬ تعامل او د تفاهم مستحق دی.

 لنډه دا چې: چین او هند، د سیمې دوه ستر قدرتونه، اوس د انتخاب پر لارو ولاړ دي. یا به د واقعیت غږ ته غوږ نیسي، او له افغانستان سره به رسمي تعامل کوي، یا به د انکار پالیسۍ دوام، د سیمې د بې‌ثباتۍ لامل شي.

د افغانستان منزوي کول نه د حل لاره ده او نه هم د چا په گټه. نه د ټرمپ تورونه د منلو وړ دي، نه د قدرتونو چوپتیا.

۱۶.۰۷.۲۰۲۵

“گم شوید”

 

Donate زموږ مرسته وکړئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.