د مطیع الله تراب په مړینې
نه پوهیږم چې می ځــان لاړ که جانان لاړ
دومره پوه شوم چې دنیا نه لوی انسان لاړ
چـې مـــو زړونه په تدبـــیر د ده ،ډاډه ول
د دي جمعی نه یو داسي ښکلی ځـوان لاړ
چې یې تل د معرفــــت ســـره وه میــــــنه
دي ټولـــــني نه نن داســــــي ًقــدردان لاړ
چې وینا کښي یې د هرچــا د زړه درد وو
له بازار د عـــلم و فنه نکـــــــــته دان لاړ
له ارزښــــته به یې ، څــــــه ووایـــم تا ټه
یو ګوهر وو چې له لاسـه مــو ارزان لاړ
چې اسـرار د دي چـمن ورته ښـــکاره وو
له رازونـــــو نه خـــبر یــــو راز دان لاړ
چې په شـــونډو یې مسـکا وه ټول عالم ته
لدې چمه یو زړه ســــــوانده مــهربان لاړ
د مرګي نه یې پـــــــروا نه وه، هیــــڅکله
د اجل په لور بی ترســـه، خـــــرامان لاړ
په وینا چې یې، دردمن زړونه روښان ول
زمونږ له څنګه نن یو داسي ســخندان لاړ
زمــونږخــــوله وره، ســـخــــــنوره تراب
د وطــــن په درد وغم کښی پریــــشان لاړ
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
پرون سهار چې د ۲۰۲۵ کال د جولای ۱۴ نیټه وه.د فیسبوک په ډیرو پسټونو کښي د حماسي او ویښتیا د سنګر بیدارونکی شاعرمطیع الله تراب د مرګ خبر خپور شوي وو.لکه څرنګه چې ډیر ځله د ډیرو نورو په هکله خبر غلط ختلی ، ما ویل: خدای دي وکړي چې دا هم غلط وي ،خو دا چې په ډیرونورو پسټونو کښی او د اعتباری کسانو او سر چینو له خوا هم خپور شوي وو بیا می یقین وکړ.
چې مطیع الله تراب اوس زمونږ په مینځ کښي نشته ،ما مرحوم تراب له نژدې نه وو لیدلی خو په فیسبوکونو او ټلویزینونو کښی می د ده شعرونه اوریدلي وو. د ده په شعرونو کښي خصوصیت او ځانګړتیا دا وه ، چې هر چا د خپلي خوښي ټکي او موضوع په کښي پیدا کولای شو.
یعنی ده په خپل اشعارو کښي د هر چا د زړه درد بیانولو .هر چا خپل درد د ده په شعر کښي لیده د فارسي ادب په اصطلاح دی یو صاخبدل انسان وو .شعر یې په ساده ژبه او بی له نوټې لوسته چې دا بله د ده ځانګړینه وه .او د حق وینا باندی خو په لر او بر پښتنو کښي مشهور وو ، په خپلو خلکو باندی ګران شاعر وو ډیر خلک یې په مړیني غمجن شول ،په چارواکو یې په هره دوره کښي بیدریغه نیوکي کولي ،د نیوکو تر څنګه یې تل د اصلاح لارې ښودلي ډیر ځله یې د تعلیم په هکله په تیره د انجونو د مکتبونو د تړلو په هکله نیوکي کړي دي یو اصلاح طلبه انسان وو. د وطن د سوکالۍ او پرمختګ مئین وو .د ده اروا دي پاک رَب ښاد لري او یاد یې تل پاتي وي.
. 
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.