د فلشمن له یادښتونو څخه/ څوارلسم لړ

همایون دوست

54
د فلشمن له یادښتونو څخه
انګلیس پوځ د لوی ماتې په درشل کې
څوارلسم لړ
… ایلفنسټون چې مکناټن د وژل کیدو کیسه اوریدله، هغه د وجود ټول غړې، د سر نه نیولي تر پښو پورې رپیدل او د روحي ناروغانو په څیر یو خالي ځای ته کتل … او د خولې نه په غیر ارادې توګه ووتل چې: وه خدایه!، څومره ویرجنه پېښه، څومره لویه بدبختي! ښاغلی مکناټن!، وه خدایه! ته موږ ته لار راوښایه!، چې موږ په کومه لاړ شو؟ موږ ستا لارښودنې ته اړتیا لرو، څه وکړو؟ وه خدایه! موږ ستا مهر او شفقت ته اړتیا لرو! ( د څه شیبو ورسته بیرته په هوښ شو او ما ته یې راوکتل او ویې ویل)، دا ام د خدای شکر دی، دا ام د خدای رحم دی، ښاغلي فلشمن! چې لږ تر لږه ته ژوندی یې! (خو، هغه ګومان کاوه چې زه ټپي شوی یم او له ما یې وغوښتل چې) ته فعلاً د اضطراری غونډې په اړه، زما امر لوړ پوړو افسرانو ته ورسوه، بیا به ډاکټر ته لاړ شئ…. (‌هغه د ګنګستیا په اړه که ووایم، نو مکناټن په هغه باندې تاکید کړی ؤ، چې سهار چای څکلو د وخت نه مخکې سرتیري چمتو کړه، مګر ده د غرمنی د خوړلو مخکې نه اقدام کړی ؤ).
… اصلاً د ټولو زیاته ویره له دی وه، چې ښایې په بل ګام کې، اکبر په چوڼۍ باندې یرغل او ټول قتل عام کړي او د دې عمل د مخنیوي په موخه مونږ د افسرانو غوڼډه منسجمه کړه، … مګر زموږ د ناستې په جریان کې، شیبه په شیبه ګډوډې اوازې اوریدل کیدلي، یوه داسې اوازه ام خپره شوه چې مکناټن روغ رمټ دی او اکبر د خبرو اترو د دوام پاره له ځان سره کوم ناڅرګند ځای ته بیولي دی او ایلفنسټون د همداسې خوږو دروغو د ریښتیا کیدو په احتمال باور کاوه، نو ځکه موږ کوم قاطع تصمیم نه شو نیولي او غوڼډې له ختمیدو لا ډیره موده نه وه تیره شوې چې اکبر، لارنس او مکینزي خوشې کړل… هغوی مکناټن د وژني خبر تایید کړ … په چوڼۍ کې سربیره له دې چې د غم او د ماتم فضا واکمنه شوه، د دې له پاسه اکبر خان د احتمالي برید اندیښنه ام لا موجوده وه او موږ خپل دفاعي مورچلونه لا پسې مظبوط کړل….
په هر حال د دې غملړی پیښې په بله ورځ اکبر یوه ډله مخور سپین ږیري مکناټن د وژل کیدو په بخښنې او غمرازی په مناسبت چوڼۍ ته راواستول، که څه ام هغوې دا وژنه یو غیر قصدی عمل وګاڼه او د ډاډګيرنې او خواخوږی سربیره ام هغوې موږ ته په زغرده اخطار راکړ چې، که چیری تاسو پرته د قید او شرط څخه، موږ ته خپلې درندې او سپکې وسلې، خپله خزانه او افغانستان ته د امیر دوست محمد خان په ګډون د نورو یرغمل شوو سردارانو تر عودت پورې، یو شمیر متاهل افسران د میرمنو سره د یرغمل په توګه وسپارئ، په هغې صورت کې موږ ستاسو امنیت د نیولو تظمین کولی شوو او د دې شرطونو د نه منلو په غیر د هری ناګوارې پیښې د پیښیدو مسؤلیت ام ستاسو پخپله غاړه دی، همدا شان دوې په کلکه ټینګار کاوه، که څومره ژر او بې له ځڼډه کابل تخلیه کړئ، هغومره مو په خیر ده… په ضمن کې هغوې د خبرو اترو او جوړ جاړی د چاڼه وهلو پاره د خپلې خوا دړه پرانیستلي پريښوده. … ( دا وړاندیز سره له دې چې په خپل ماهیت کې د تسلیمېدو وړاندیز ؤ، مګر زموږ بې وسه او مریض قومندان لکه سیلاو وړې چې هر زګ ته لاس اچوي، همهغسې هغه چمتو ؤ چې د اکبرخان هر ډول شرط ته غاړه کیږدي او د دې اقدام د ګډې پریکړې پاره یې بله فوق العاده اضطراري غوڼډه راوغوښتله. ..
د دې غوڼډۍ په پیل کې ورسته له هغې چې ایلفنسټون ګډونوالو ته، زه د خپل دستیار په حیث ورپیژندم… هغه لا د خپلي وینا په سر کې هڅه وکړه چې وښایې کوم بل چانس او انتخاب نشته، پرته له دې چې د اکبرخان غوښتنو ته مثبت ځواب ور نه کړو او هغه ان متاهل افسرانو ته وړاندیز وکړ چې، هر هغه افسر چې رضاکارانه د اکبر سره ځان برمټه کړي، هغه د لالهاندی او تکلیف معاوضه به په نغدو روپیو او نورو مادي مکافاتو ادا او جبران کړي …، لاکن د دی غوښتنې په وړاندې د لوی درستیز شلټن په ګډون اکثرو افسرانو ستوغ اعتراض او چیغې کړي چې، دا د انګلیس افسرانو ته مرګونی سپکاوی او توهین دی، په موږ کې داوطلب بې ناموسه کسان نشته … موږ ته بهتره ده چې خپلي میرمنې ووژنو نسبت په دی چې د افغانانو سره یې برمټه کیښنوو. … او ځینو افسرانو خو لا بیخې ایلفنسټون هڅاوه چې د بالاحصار ماڼۍ ونیسي او له هغې ځای څخه شاهي کورنۍ وشړي او هلته په کافي اندازه د خوراکې توکو دومره زیرمي شته چې دا ژمۍ ګوزاره په وکړو، مګر قوماندان دا نظر رد کړ … د دې ټولو ستونځو د پاسه چې جنرال ورسره لاس په ګریوان ؤ، څنګه چې وای «سنګ در پای لنګ»، په دې ورځ هغه د یوې بلې بدبختې سره ام مخ شو. هغه داسې چې په ورستیو ورځو کې، هغه د احتیاط پاره له ځان سره تومانچه ګرځوله او په خبرو، خبرو کې پام یې نه ؤ چې تومانچه یې ډکه ده او په غلطې کې یو ډز ورنه وشو چې نیږدې وه ځان سمدم په همهغه نرم ځای کې ژوبل کړي. په دی کې شیلټن، چې لا له پخوا نه هغه ته زړه ډک ؤ، هغه ته زړه د سپکولو پاره خدای ښه سوژه او فرصت په لاس ورکړ او هغه په ملنډو ویل چی اکبر مو د سر سړي وژني او نورو ته وایې چې ښځې مو دلته د وینځو په صفت موږ ته پریږدئ او تاسو زموږ د هیواد نه ورک یږئ، مګر زموږ قوماندان بیا د دی په خاطر چې د مسؤلیت څخه ځان خلاص کړي، هغه په خپلي کونې ډزې کوي…
د ده په غبرګون مکینزي، ګرچې د ایلفنسټون سره چندان جوړه ام نه وه، هغه په شیلټن رانیغ شو، هغه ته یې په جدیت سره وویل چې
مکینزي:- ته په ځای د دې چې د کړکیچ نه د وتلو په اړه فکر وکړئ، اصلي ستونځه دې پریښې او په مشرانو خندې او نخرې کوی، ته لطفاً اصلاح شه…
شیلټن:- ستا په کې څه کار دی چې بیځایه مداخله کوئ ؟، ما ته خندی خوند راکوي او خندي به کوم (او هغه سمدلاسه وخندل).
له بده مرغه چې د هغې ورځې غوڼډه په دا ډول ګډوډۍ، ریشخند او لانجو سره بې ټاکلي مثبتې پایلي ختمه شوه. …🇦🇫🇦🇫🇦🇫
انځور د هغه مهال د کابل بالاحصار ماڼۍ ښایې.

د فلشمن له یادښتونو څخه/ دیارلسم لړ

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

Dawat Media 24

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.