لنډه کیسه: تور سیوری

لیکوال: نصیب الله سباوون

195

درب شو د کوټې ور له سیمټي دیوال سره په تیزۍولګیده. ناستو خلکو وارخطا د ولاړ سړي طرف ته وکتل. دنګ سړي په وره کې سانیولی ولاړ ؤ. په وچ بدن کې یې د مخ هډوکې راوتلي ؤ. ناستو کسانو ته یې ځغلنده نظر وکړل. یو چڼیور ته یې په ریږدیدونکي غږ وویل: جواد ساب(صاحب) د چنار اکا ښځه او ماشومان یې تښتولي!
جواد اوچت شو. په مزي سره مخ کې یې توروالی پیدا شو.
په قهر یې وویل: دا به څوک وي؟
تیر کال په ابل(هغه بل) کلي کې هم داسې پیښه شوې وه؛ لومړی کلیوال یو څه په توده کې ؤ، خو رورسته یې هیچا هم پوښتنه ونه کړه او د یو غریب کلیوال دوه ماشومانې ورکې شوې.
اوس دادی زموږ په کلي پیښه ده،خو زه به باید دا معما معلوم کړم، ځکه چې زه د کلي سر ګرپ یم. که نن په چنار اکا ده سبا په موږ ده.
زه یې باید معلوم کړم!
جواد ولو ته برګ کوټ واچول ټوپک یې ور واخست. د روانیدو په حال یې وویل زه یوازې ځم. د دوي پیداکول زما کار دی. ذهن ته یې زړه کلا ورغله.
جواد زړور او چالاک سړی ؤ. جنګ یې نه خوښول، خو چې کله به جنګ شو په یوازې سر یې له بسته کلي سره جنګیدل. ده د یو کليوال د ژوغورلو لپاره له یوه کلي سره شخړه وکړه او په یوازې سر یې بسته کلی ماسیره(معاصیره) کړی ؤ په اخیر کې یو قمندان او دری ساتونکي ونیول، د هغوي په خوشی کیدو یې خپل کلیوال وژغورل او په اخیر کې سره دوستان شول او جوړه یې وکړه. په هم دغو کلي کې دوه ماشومان ورک شوي ؤ. کلیوالو یې د پیداکولو هڅه وکړه، خو بریالی نه شول او دری کلیوالو پکې ژوند له له لاسه ورکړل. د دغو کلي ګروپ مشر جواد ته وویلي ؤ، چې تښتونکي یې نورې بلاوې دي، موږ ډیره هڅه وکړه چې هغه پیدا کړو؛ په اخیر کې مو هغه د دښتې په منځ کې هغه لویه کلا ومونده، خو هلته چې لاړو، د مړو ککرۍ مو ولیدي. څو هیبتناکو کسانو په موږ حمله وکړه دری کسان یې را ووژل او موږ په تښته را خلاص شوو. هغې کلا ته تلل ځان وژنه ده، خو جواد له دې فکرو سره روان ؤ، له ځان سره یې ویل زه ځم حتما ځم او هغه رزیلان پیدا کوم. جواد روان ؤ د پښو ښکاله یې تر ډیره اوریدل کیدل، کله کله به یې یوې او بلې خواته په حیرانتیا وکتل. لکه څه چې ګوري. د کلي په اخیر کې د سیدنور کاکا کور ؤ.
جواد د سیدنور کاکا په لور زړه بایللی ؤ، خو سیدنور خپله لور خوریی ته ورکړې ؤ. په پاک زړه کې یې د مینې د لیدو ارزو پیدا شو، خومین يې اوس په بل کور کې شپې ورځ سبا کولي. د مینې خوږ شیبې یې سترګو ته ودریدي. تر ډیره په هم هغه ځای ولاړ وروسته یې سوکه حرکت شروع کړل. د خپلې مینې(ګلابو) ټپه ور یاده شوه.
جانانه زه بې وفا نه یم
د پښتنو فرهنګ مې بل کلي ته وړینه
د وفادارې ګلابو وفا یې زړه خوشحاله کړل له ځان سره دا ټپه په ترنم وویله
د خدای پامان زه درنه لاړم
که ژوند باقي ؤ بیا به وشي دیدنونه
جواد په تیاره کې روان ؤ له لرې ځایونو د ګیدړو کوکې شوي ورپسې د سپو غپا شوه. د شپې شمال د جواد ويښته یوې او بلې خواته کول. جواد ته د کلیوال خبره ور یاده شوه، هغوی نورې بلاوې دي.
په سوچو کې ډوب ؤ. که هر رنګ وي زه هغوي ژغورم. فکر تیر وخت ته ستون کړل. د ژوند ښو شیبو یې زړه خوشحاله کړل. تر ډیر مزل وروسته زړه کلا له لري را ښکاره شوه. د سپوږمۍ رڼا ته له که په فضا سیاره یوازې ښکاریده.
زړه کلا لویه برجور کلا ؤ دیوالونه یې نیم باران وهلي ؤ. په ځینې ځایونه یې کلا ته سري شوي ؤ. لویه دروازه یې  روښانه سپوږمۍ ته مخامخ داسې ښکاریده لکه په ژوند کې چې چا نه وې خلاصه کړي.
د کلا دا بل طرف ته یو شوړه ؤ له هغې څخه څو زاړه پلونه کلا ته تللي ؤ.
جواد هلته ودرید د کلا منځ ته ځیر شو مخامخ یې څو غټې کوټې ولیدي. ویره ورته پیدا شوه. د سوري په خوا روان شوه پښه یې په څه شي کې بنده شوه پړمخي ولوید. سر یې پورته کړل یو او بلې خواته یې وکتل د څه شي څرپا یې تر غوږ شوه. سترګې یې را وختي مخامخ ورته لویه تکه توره پیشې پیدا شوه. پیشي میو کړل. جواد ریږدي واخیست. غوښتل یې شاته ولاړ شي خو خپل تور سیوری ورته بل څه ښکاره شول، ویرې اخیستی ؤ. په نه زړه یې پیشې ته کشي وویل پیشې بیا میو کړل، خو لاره یې چپه کړه سیده یوه برج ته وخته.
جواد د کوټو پر خوا د روانیدو اراده وکړل کړپ شو. شاته یې وکتل. څه شی  نه ؤ روان شو. په پښه یې یو شی ووهل ورته ځیر شو د انسان ککرۍ وه. د کلي د مشر خبر وریاده شوه، چې کلا د انسانانو له ککرویو ډکه ده. سوکه سوکه روان ؤ له کوټې ویرونکی غږ راغی. ور سره د انسان خندا پورته شوه. جواد ماشي ته لاس کړل ور یې په لغته ووهل. شاواخوا یې څه ونه لیدل د څراغ رڼا په دلیز کې خپره شوه مخې ته روان شو. له شا یې په ولو کې درد پیدا شو مخ يې شاته واړول یو چا دوهم ځل کنداغ ورباندې پورته کړل جواد یې لاس ونیو. زور وهل شروع شول. جواد زور ورکړل خو هغه بل ورباندې بر لاسی شو. شاته یې وغورځول. د پورته کیدو پر وخت کې هغه ورباندې کښینوست. جواد یې پر ورمیږ کې لاس ور بند کړل او د شا پر طرف یې وغورځل دستي ور پورته شو. په نس کې یې ګونډې ور ووهلي. مخ ته یې ځیر شو د حیوان غوندي مخ یې لرل. له غټ بدن یې د جواد ویره پیدا شوه، خو پرې برلاسی ؤ. په نس یې څو سوکه ورکړل. غوښتل یې چې نقاب ترې لري کړي، چاد  شا له خوا ور باندې وار وکړل. پړ مخې یې ورغورځل. مخامخ ورته څلور لوی سیوري پیدای شول. سوکه سوکه ورته نیږدې کیدل. جواد یې په منځ کې ګیر شو. ټولو طرفو ته یې انسان ډوله سیوري ول.
د جواد پر تندي نرۍ خولې را ماتي شوي. هم ویریده او هم یې د خلاصون لاره کتله. یوه ورباند وار وکړل. جواد یې مخه ونیوله. په دوهم وار سره جواد ولوید. د پورته کیدو په حال کې دوه کسه نور هم ورته مخامخ ودریدل. لیږ شاته شو، د چپ اړخ کس یې په نظر کې ؤ. ور سره تاو شو په تشو کې یې لغته ورکړه. هغه بل له ښي طرفه په جواد وار وکړل. د جواد پښه په څه شي کې بنده شوه ولوید. دوه کسانو ورته سوکان ونیول. یوه یې سوک خولې ته برابر کړل. د جواد له خولې وینو دار وکړه. له یو څه وهلو وروسته جواد پر ځمکه بې هوښه پروت ؤ او څلور کسه ورته شاوخوا ولاړ وو. یو یې وویل: دا به څوک وي؟
ابل وویل: زما په ګومان د هغې ښکلې میرمنې او دوو ماشومانو خپل به وي.
یوه یې پر نس کې پښه ورکیښوده ویې ویل تا لکه چې موږ نه یو پیژندلي؟
د لمر وړانګې د جواد پر مخ ولګیدي. جواد سترګې نیم کښي کړي شاوخوا یې وکتل له درڅې رڼا را لویدلي ؤ. یو قسم خراب بوي یې تر پوزې شول. د جګیدو هڅه یې وکړه. په لینګي کې یې درد پیدا شو. تیره شپه ور په یاد شوه. فکرونو واخیست. بدن درد یې ورو ورو زیاتیده. پر مخ یې لاس تیر کړل. لوندوالی یې حس کړل رڼا ته یې ونیو. سور ؤ.
سوچ یې بندي ښځې او ماشومان ته شو. ولې یې دا مظلومه ښځه او معصوم ماشومان وتښتول؟
دا خلک پر ښځو او ماشومانو ولې کار لري؟
خوب ورباندې ظالم شو. سترګې یې پټې شوي.
ناڅاپه یې چیغه کړه. پر لاس یې څه شي خوله ور لګولي ؤ. درد یې زیات شو. پورته شو لاس یې رڼا ته ونیو تک سور ؤ د مور خبره یې ور یاده شوه. لړم چې څوک وچیچي هغه ځای تک سور شي او دا هم ور یاده شو چې که کله لړم وچیچلي نو قل ولا(سورت اخلاص) ور باندې چوپ کوه. هم هغسې یې وکړل. درد لیږ کم شو، خو نور بدن یې درد کاوه.
فکر یې د ځوانۍ لوړو ژورو ته شو. په ژوند کې یې ډیرې لوړې ژورې لیدلې وي. له ځان سره یې وویل: انسان چې الله ج پیداکړی دي باید له هر حالت سره مباریزه وکړي. خپله خبره ورباندې ښه ولګیده او بیا یې له ځان سره څو ځله په لوړ اواز تکرار کړه. نوره په مکمل ډول تیاره شو. هیڅ شی نه معلومیدل. د چا غږ یې تر غوږ شو، خو صحیح یې نه کړل. له درڅې ور باندې بل غږ وشو. د مرګ شیبې دې را نیږدي دي!
لیږ وروسته درب شو درڅه خلاصه شو. زندان رڼا واخیست. له د حیواناتو غوجله ښکاریده. جواد یې پورته کړل او په دوو کسو یې له غوجلي بهر کړل. د باندې هم تیاره ؤ. یوې لرې کوټې ته ولاړو. د جواد یې لاسونه یې ور وتړل. وروسته یو وویل: بندې مو راوست.
یو لوی څراغ ولګیدل. څلور کسانو د حیواناتو غوندې مخمونه اغوستي ولاړول. دری کسه نور راغلل دوو یې نقابونه اغوستي وؤ. یو یې بې نقابه ؤ. جواد ته مخامخ ودرید. د چا کس یې او په چا پسې راغلی یې؟ جواد وویل: به یوې مرمنې او دوو ماشومانو پسې.
هغه وویل: ته خبر یې چې دلته څوک راغلي بیا ژوندي نه دې تللي.
هو خبر یم، خو زه به ژوندی له بندیانو سره ځم.
بې نقابه په زوره وخندل ویې ویل: په دا اتو کلو کې مې دومره غیرتي خبرې اوریدلي نه وي.
خو ته لومړی دا کوښښ وکړه چې ځان خلاص کړي نور پریږده. ته لکه چې خبر نه یې چې هغه مې پلورلي دي. که دي نه یم پیژندلی زه پر انسانانو تجارت کوم. پوه شوي که نا.
خپلو کسانو ته یې وویل: په داسې مرګ یې مړ کړئ چې مور یې لا په خوب کې مړی ونه ویني. هغه سل مترۍ څا ته یې وغورځوئ؟
جواد وویل مور مې راته وویلي ؤ چې د مظلوم مرسته لکه لمونځ په هر مسلمان فرض ده. زه به دا فرض حتما سرته رسوم. د مور اورا به خامخا خوشحالوم.
بې نقابه کسه په قهر وویل: دده خوله ور چوپه کړئ؟
یو یې خولې ته سوکان وکښل او څو سوکه یې ووهل. جواد ولوید، خو بیرته پورته شو.
بې نقاب کس خپله وحشي څیره او څیرلې سترګې په جواد کې خښې وي. ویې ویل په ما پسې یې راولئ؟
جواد یې روان کړل. یو کوټې ته ولاړو.
د کوټې د منځ فرش یې پورته کړل. دړه یې لرې کړه اوسپنیز اور یې پورته کړل. له هغې خوا د ښځو او ماشومانو ژړا راووته څراغ یې ورته رڼا کړل. ښځې او ماشومان لکه مړي پراته ؤ. ځینو یې چیغې وهلي. ځینې یې لکه لیونیان جنګیدل. ځینې بیا په هیڅ نه ؤ خبر.
بې نقاب وویل: زما زندان دې ولیدل. ۲۲ ماشومان او ۱۳ میرمنې پکې دې. دا ټول پلورم. ښې پیسې دې پکې!
اوس خو مې درته وښودل. نور نو مرګ درته را رسیدلی دی؟
جواد وویل: مرګ دالله ج په لاس کې دی. موږ به څه ووایو چې د چا مرګ وروسته ده د چا شاته.
بې نقاب مخ سور واوښت کسانو ته یې وویل: دا د جهنم کندې ته وغورځوئ؟
جواد یې تر لاسو ونیو. د باندې د روانیدو په حال کې یې یوه ته لغته برابره کړه. ټوپک د ښځو منځ ته ترې ورسول. بل یې هم ووهل، خو دریم په سر په کنداغ ووهل. جواد سر تاو شو پر ځمکه ولوید. څو نور کنداغه یې هم ووهل. له وهلو وروسته څو کسانو پورته کړل. کسان زیات شول. څو کسانو یې د بې نقابه په امر سل مترۍ څاه چې د زړې کلا څنګ ته وه روان کړل. جواد د خلاصون فکر کاوه هغې سوړې ته ورسید چې ترې داخل شوی ؤ. څلور کسانو ور سره ؤ دوه یې څنګ ته او دوو نور لیږ لرې روان ؤ. یو وویل: دلته سرزوري کسان ور اچوو. چې بیا یې د مرګ او ژوند پته ونه لګیږي. جواد د چنار اکا د ماشومانو او نورو میرمنو لپاره خلاصون غوښت. د لاسو د خلاصیدو هڅه یې شروع کړه. سوکه سوکه یې لاسونه سستول، خو څا را ورسیده.
جواد وویل: که ماته یو دوه دقیقې وخت را کړئ؟ زه د ځان لپاره یو دعا کوم. یوه یې وویل: دوعا هلته کوه خو بل یې وویل: یوه دقیقه وخت به درکو، خو لاسونه نه خلاصیده. یوه وویل وخت دې خلاص شو. جواد وویل: زما لاسونه هم خلاص شو. سمدستې پر یوه حمله کړه. هغه بل کس ورباندې ډز وکړل، خو جواد یې ځان ترې بچ کړل. ډز کوونکي خپل کس وویشت. د وژل شوي ټوپک یې تر لاسه کړل. په نوبت سره یې څلور سره وویشتل.
کلا ته یې ځان ورسول. دوه کسه یې د کلا په منځ کې وویشتل. وروسته یې ځان هغې کوټې ته ورسول. چیرته چې بندیان وو. هلته یو دم څراغونه مړه شول. شاوخوا تپه تیاره شوه. جواد هیڅ نه لیدل. لیږ رڼا شوه. ور سره یو اوږد سوری دده پر طرف را روان شوه.
یو دم یې ورباندې ډز وکړل، خو سیوری نیږدې کیده. حیران شو چې څه وکړي. اخیري پام شو. چې دا لومه ده. یو دم یې خپل لاسي څراغ ته فکر شو. چې څنکه یې رڼا کړه. یو نقاب اغوستونکی یې ولید. ډز یې ورباندې وکړل. څو پر له پسې ډزې ورباندې وشوي. له هغه ځای په منډه ووت. د کلا له خو هم ډزې ورباندې وشي. په منځ کې بند پاتې شو. هیڅ چاره یې نه وه. له څلورو خواوو ورباندې غږونه وشول: تسلم شه ګیر شوی یې: په دې منځ کې څو مرمۍ د جواد مخې ته ولګیدې. د وره په لیخک کې څلور طرفه ګیر وه. د خلاصون یې هیڅ لاره نه وه. د تسلیمدو اراده خو یې بیخې نه وه. په دې فکر کې ؤ. په اوږه کې یې درد حس کړل. وینو داره وکړه. پر دیوال روانې شوې. ټوپک یې لاسه خطا شو. ټول کسان ورته نیږد شول. نور یې د خلاصون هیڅ لاره نه وه. بې نقاب را پیدا شو. د ټوپک خوله یې د جواد تندي ته برابره کړه. په قهر یې وویل: ته خو په رښتیا سرزوری وختي.
اوس د خلاصون یوه لاره هم نشته. ماشي ته یې ګوتې نیږدې کړي. ډز شو  مرمۍ. ټولو ب نقابه ته وکتل. دهغه له لاسه ټوپک ولوید. پر مخ ی وینې را روان شوي چپ اړخ ته بوڅ را واوښت. بل ډز وشو. بل کس ولګیده. جواد هم ټوپک ته لاس کړل او څو پر له پسې ډزې یې وکړي. جواد ټوپک یوې او بلې خواته تاوو کړل. نور نو څوک ژوندي نه ؤ پاتي. یوازې دوه کسه یو جواد او یوه د چنار اکا میرمن په زړه کلا کې وو. د چنار اکا لور او زوی هم  په تیاره کې راغلو جواد په غیږ کې ونیولو. خپل ماشومتوب وریاد شو.
د چنار اکا لور جواد ته وویل: درځئ چې هغه نورې میرمنې او ماشومان هم را سره بوځو.
د سهار شفق را ختلی ؤ. ټول نباتات سهارنې شمال ته نڅیدل. له زړې کلا څخه دوویشت  ماشومان، دیارلس میرمنې، چې تر مخ يې یو ژغورنکی پهلوان شتون لرل روان وو.
یوې ماشومې وویل: موری تا خو ویل، چې موږ نه ژغورل کیږو.
د چنار اکا زوی وویل: چې زموږ جواد کاکا ژوندی وې د داسې ډیرو ظالمانو ځالې به له منځه یوسي. په کلې کې د جواد د میړانې خبر خپور شول. ټولو خلکو  له بامو د جواد ننداره کوله. د جواد پر شونډو د خوښۍ خندا خپره وه.

پای

لنډه کیسه: شرط

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.