د یوه شاعر مړینه

نور محمد لاهو

260

د یوه شاعر مړینه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د شاعر مړینه داسې نه ده
چې ته وا یو غږ و لاړو , ویده شو
د یوه شاعر مړینه داسې ده لکه په یوه داسې وطن کې لمر ووژل شي
چې هلته ټول څراغونه بادونو وي غلا کړي .

هغه لاړو
کټ مټ د هغې مرغۍ غوندې په اوږده سفر روان شو
چې قفس کې د خپلې وروستۍ سندرې په ویلو سره چوپتیا ماتوي
شونډو یې لاهم د وینو بوی کاوه
له ډيره زوره یې چې د انسانیت او آزادۍ کلمه لکه زخم په غاښونو وه ژوولې

زړه یې نه ګولۍ وواژه
او نه هم له وطنه لیریوالی او تبعید .
زړه یې هغو بی درمانه زخمونو مړ کړ چې خلک یې ورسره عادت شوي و
او هیر کړي و چې له زخمه باید چیغې ووهل شي
او
دی د هغې ونې یوه څانګه و
چې که ریښې یې پرې هم شي بیاهم لکه ګلونه شعرونه کوي
هغه لاړو
جسم یې خاورو ته ډالۍ کړ
خو غږ یې لکه د زنګ انګازې

د دیوالونو حافظه کې پاتې کیږي

وینه مه تویوئ

 

 

 

Donate زموږ مرسته وکړئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.