ګډوډ فکر

اجمل ښکلی

33

يوه ملګري له خپل پلار نه سر ټکاوه، چې استاده، څو دندې يې پرېښودې، په پلاني ځای کې يې داسې ښه معاش و، پرې يې ښود، راغی په کور کې کتابونو ته کېناست. ما ورته ويل، دا خو ډېر عجيبه سړی دی، چې يوه ورځ درشم، چې دا د پرېښودو چل ځنې زده کړم، حيران يې راته وکتل. ما ويل، يوه بېلګه خو زه استاد صميم لرم، چې د دندو د پرېښودو ريکارډ لري. ما ترې يوه ورځ پوښتنه وکړه، چې استاده، تاسو دومره دندې پرېږدئ، ګوزاره مو څنګه ده؟ ده په خپل ملايم زړه غږ ستونزی تازه کړ او د خپل يوه کليوال کيسه يې وکړه، چې چا ورته ويلي وو، چې حاجي صاحب دا خېټه دې غټه شوې نه ده؟ هغه ورته ويلي وو، چې ډول(daw∂l) پرې زه نه کوم، نور پکې ډوډۍ ښه ډېره ځايېږي.

په داسې يو وخت کې چې بېوزلي زياته شوې ده او سړی مجرد هم نه وي، په لغته د مادياتو وهل، ډېر لوی ايمان غواړي. پخوا به يې ويل، قناعت پکار دی. اوس قناعت د مرغۍ پۍ شوی دی، ځکه ماديات مهم شوي دي، خلک هغه سړي ته د لېوني په سترګه ګوري، چې لاسته راغلي امکانات له ځانه لرې وغورځوي. پخوا چې چا شته نه لرل؛ نو قناعت يې درلوده يا به داسې و، چې يو ډاډ ورسره و، چې دا نن څرنګه تېر شو، سبا به هم داسې وي، ځکه چې تر انقلاب مخکي د خلکو ژوند په خپلو امکاناتو تېرېده، هر څه له کوره وو؛ نو دا اندېښنه نه وه، چې کال ته به څه حال وي. د سبا په اړه بې اطميناني هم خلک اړ باسي، چې په مادياتو ډېر فکر وکړي او هڅه وکړي، چې ډېرې پيسې راټولې کړي.

زما خو داسې خوښه ده، چې سهار وي، يو چمن وي، ګرچاپېره ګلونه، د لشکۍ، کشمالي او هغه نور سره او ژېړ ګلونه، د لمر پلوشې وي، پرخه پرېوتي وي لکه په چارسه کې د غني خان ډېره. نوره سرګرداني نه وي، بس چې زړه دې وشي، يو کتاب راواخلې، بيا يو څو کرښې وليکې او بيا د طبيعت په ننداره بوخت شې. وايي، چې لېوني ته چا ويلي وو، چې غټ ارمان دې څه دی؟ هغه ورته ويلي وو، چې ژاوله مې په خوله کې وي او په سايکل سپور يم.

هغه د کلبي فيلسوف خبره ده، چې يو ځای سودا ته ولاړ و، چې څومره ښه او ډېر شيان دي؛ خو زما يو هم نه دی پکار، د استاد وحدت او استاد شېراني له نيوکو مې دې خدای ساتي، وايي، ستا غوندې خلک، ټولنه بېوزلۍ ته هڅوي. ما ويل، زه په خپله هم د دې پاڼ او پړانګ ترمنځ ګېر يم، چې دنيا ښه ده؛ خو څومره؟ زه وايم، دومره چې سهار وي، يو چمن وي…. دا نو کومه علمي فرموله نه ده، دا يوازې زما حدس دی. ملګرو ډېر واړولم راواړولم، چې يو څه فعال شه، يو څه پيل کړه؛ خو و دې مه شه، ځکه زما لټي، زما ارام غواړی طبيعت وايي، چېرته پاک ځای پيدا کړه، چېرته يوه خوندوره طبعي منظره پيدا کړه او کرار ورته کېنه.

خو د راتلونکې اندېښنه انسان تر غرونو واړوي، هغه څومره بختور خلک دي، چې يوازې اوسمهال کې اوسيږي، دقيقا په همدې دقيقه کې. ما هڅه کړې، شعوري هڅه مې کړې، چې د چای له هر غړوپ نه، د کتاب له هر لفظ نه، د ګل له لمحه لمحه نندارې نه خوند واخلم؛ خو حال ډېر کوچنی دی، چې ته ورته د خوند ګېر ته شې، ايسته درنه منډه کړي. منلي صاحب د جيمس جويس که د کوم ليکوال ناول ياداوه، چې يوه ساينسپوه پکې ډېر ځيرک روبوټ جوړ کړی وي، دی له خپل څښتن نه ياغي شي او خلکو ته په زيان رسولو لاس پورې کړي، خلک هغه ساينسپوه راولي، چې اوس د ده مخه ونيسه. هغه له ربوټ نه پوښتنه وکړي، چې ته خو د هرې پوښتنې ځواب لرې، دا راته ووايه، چې دقيقا همدا اوس څه مهال دی، هغه چې خوله خلاصوي، مهال تېر وي او له دې ځوره زاره ترکی شي، بس ربوټ دی، چې ځيرکي يې د انسان ده؛ خو زاره ترکي دې هم واخلي. استاد جاج دې خدای وبښي، هغه به موږ ته ويل، چې دا حال دومره ووړ ټکی دی، چې دا وايې: يم، ورپسې به جوخت وايي: وم.

ما خو چې د زړه د ډاډ په اړه څومره مطالعه کړې ده، نو يوې پايلې ته رسېدلی يم، چې له مهال نه ماورا شي سړی، زموږ يوه دوست کيسه کوله، چې زما مېرمن دې خدای ژوندۍ لري، د ورځو تفکيک ورته سخت دی، چې له موږ نه پوښتنه وکړي، نو زموږ چې هره ورځ په ګټه وي، هغه ورته وايو، که نن جمعه وي، ورته وايو، نن سه شنبه ده. په کيسې پسې کيسه راياده شي، قاري صاحب د کومې کيسې خبره کوله، چې پښتون کرکټر پکې له ښځې سره زر خرڅ کړي؛ خو هغې ته ويلي وي، چې هغه هندو زرګر سره مې امانت ايښي دي، ښځه چې ترې هر ځل پوښتنه کوي، دی ورته وايي، چې هغه زرګر حج ته تللی لا نه دی راغلی، ښځه ورته دا نه وايي، چې د هندو يې له حجه سره څه او بيا دا حج خو مياشت يوه نيمه وي، دی کلونه کلونه هلته څه کوي؟ نو خبره مې له مهاله د ماوراتوب کوله، مطلب مې دا و، چې زړه و نه خورو، چې دا نن خوندوره ورځ خو تېره شوه. چې تېره شوه، خو بس تېره شوه، بله به راشي، بلکې ورځې ته د پاملرنې پرځای په هغه طبعيت، بنډار او بله لاسته راوړنه تمرکز پکار دی، چې په دې ورځ کې مو درلوده. موږ چې ښوونځي کې وو؛ نو رخصت په يکشنبه و، د شنبې له مازيګره به مو زړه خپه شو، چې يکشنبه خو نو هغه ده ختمه شوه، د اختر په اول مازيګر به مو زړه خوړ، چې لاړ اختر ختم شو، ځکه ښوونځی راته تر زندان کم نه و، زموږ د خوشحالۍ شېبې د ورځې په جريان کې ډېرې کمې وې، يوازې په يکشنبه او اختر به مو لږه ساه او درناوی ترلاسه کاوه، زه وايم، دا زړه خوراک له همغه ماشومتوب پښتون انسان ته پاتې کېږي.

اوس به بيا د استاد وحدت او استاد شېراني نيوکې وي، چې ته خلک د مهال د درک په ځای د رومانتيستانو غوندې خيال پلو ته هڅوې، زه وايم، په دې څو انتخابه نړۍ کې خو زه د يوه فرد په توګه دومره انتخاب لرم، چې د هغه لېوني غوندې ځان ته يو سهار، يو چمن او … وغواړم، زه به وررته د رحمان به دا شعر ووايم:

خرقه پوشو په خرقه کې دی موندلی
هغه حظ چې په دنيا يې دنيادار کا
چې د غني خان شعرونه لولم، وايم، هغه هم د وخت په تېرېدو ځورېده، ډېر شعرونه يې دي، چې دا ارمان پکې سترګکونه وهي، چې يو ماښام وي، ګلونه وي او هغه نور شيان هم، چې ده غوښتي او زه يې نشم ليکلی، ځکه د غني په شعر کې هم له طبيعت سره شديده مينه وينو، چې شاعر وي او طبعيت سره يې مينه وي، نو د خوشحال خبره په ژبه يې دانې وشه؛ خو د طبيعت ستونزه دا ده، چې پر ځای نه درېږي، څو ورځې پسرلی وي، بيا له ځوره ډک اوږد اوړی، څو ورځې منی وي، بيا له ډيپرېشنه ډک ژمی؛ خو زموږ ستونزه دا ده، چې موږ ته ويل شوي، چې يوازې پسرلی ښکلی دی، يا به وسايل نه لرو، چې د ژمې له سپينو واورو او د اوړي له خوړين لمر نه هم خوند واخلو؛ خو زه وايم، ستونزه زموږ ده، چې ذهن جوړ وي، د ژمي په ماښام کې هم کيف وي او چې ذهن جوړ نه وي، د سهار په لمر، د ګلونو په چمن او … کې هم خوند نه وي او ذهن داسې څيز دی، چې جوړېږي، که په کور کې مو تل د غم او اندېښنو خبرې وې؛ ماشومان به مو له غمګينې طبعې سره رالوېږي او بيا به د اختر د ورځې د خوشحالۍ پر ځای له مازيګره خپه وي، چې دا د خوشحالۍ يو وړوکی فرصت هم لاړ، د پسرلي صاحب په يوه څلوريزه خپل دا ګډوډ فکر راوټولوم؛ خو کاش په دې لومړي بيت کې يې د بدلېدو ځوروونکې خبره نه وای، هغه سهار، هغه د ګلونو چمن او … نه تېرېدای:

انسان په هر دم بيا بيا جوړېږي
وړ يې بدلېږي، لار يې بدلېږي
د سين له ځايه فطرت کوږ نه وي
له مجبوريته کوږ ووږ بهېږي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320