ذهني ډاډ

اجمل ښکلی

192

په تېرو څو لسيزو کې د افغانستان د زاړه او نوي کهول ترمنځ بلها ډېر توپيرونه راغلي دي او دا توپيرونه نړيوال او ملي غبرګ لاملونه لري. په نړۍ کې په تېرو دوه درو لسيزو کې چټک بدلون راغلى،ځکه خو د شلمې پېړۍ په وروستيو دوو لسيزو کې زوکړيو وګړيو ته ….. نومونه کاروي، چې دوى هم د زاړه نسل تجربې وليدې او تجربه يې کړې او هم له نوي نسل سره په نويو تجربو کې شريک شو؛ خو دا چې په درېيمه نړۍ کې دا نسل له کوم ذهني کړکېچ(کشمکش) سره مخ شو، د دې پوښتنه چا و نه کړه.

دا نسل که بدن يې په نوې زمانه کې دى؛ خو ذهن يې لا په زړه زمانه کې نښتى او په يوه ډول د زړې زمانې نوستالژيک ارمان کوي، هغه زمانه چې د لاټېن او سپين تور تلويزيون او راديو زمانه وه.

په افغانستان کې بيا په تېرو څه باندې څلورو لسيزو کې د نسلونو ترمنځ د توپير لامل داخلي اړودوړ هم و؛ خو په دې لړ کې مو يوې خبرې ته پام نه ورګرځي او هغه دا چې موږ د شاه د وخت له نسله يوازې په دې بېل نه يو، چې موږ په ډيجېټل او معلوماتي نړۍ کې اوسېږو، بلکې دې مادي امکاناتو له ذهني او رواني پلوه هم له هغوى رابېل کړي يو.

د شاه د وخت د افغانستان او اوسني افغانستان يو لوى توپير دا دى، چې هغه وخت ډاډ و او دا ډاډ له موږ نه تېرو څه باندې څلورو لسيزو وتروړه. دلته مې تر ډېره مراد ذهني ډاډ دى، چې تر شا يې د هغه وخت اقتصادي شرايط وو.

هغه وخت که څه قحطۍ راتلې؛ خو ښېګڼه يې دا وه، چې کورنيو تر ډېره خپل توليد درلوده. هغه وخت نفوس کم و، چې ځمکې ورته که کافي وې نه؛ خو ډېره ستونزه يې نه جوړوله. هغه وخت په کليو کې د کورنيو ژوند په خپل کورني توليد ولاړ و، هګۍ، سابه، غوړي، شيدې، څه نا څه غله او چرګ چرګوړى او څاروى له کوره وو. خلکو ځمکه درلوده او کال و سر پکې خلکو ېوې کولې او هر کال يې همغه حاصل اخيسته. دې کار په خلکو کې يو ډول ذهني ټيکاو پيدا کړى و، چې ژوند همدا دى، تېر کال هم داسې و، سږکال هم او راروانه کال به هم همداسې وي. همدا شيان چې سږکال خورم، کال ته به هم وي.

په ښارونو کې اوسېدونکو خلکو هم که په دولت کې دننه کار کاوه يا يې کوم بل کسب کار کاوه، د يوه ډول ثابت ژوند تکرار پکې ذهني ثبات پيدا کړى و، مامور تنخا اخيسته، کال ته يې د ډېرو هيله هم درلوده او ورسره تقاعد هم دا ډاډ ورکاوه، چې ژوند لږ تر لږه مخ په ځوړ نه دى.

له اقتصادي پلوه دې ډاډ هم د کليو او هم د ښار خلک يو ډول بې غمه کړي وو او له ژوند نه خوند اخسيتلو مجال يې په لاس ورکړى و. په کليو کې خلکو بنډارونه، راشه درشه او مېلې کولې او دې مېلو کې يې بې ثباتۍ خلل نه اچاوه. په ښارونو کې هم خلکو د تفريح ګڼ امکانات درلودل او په علم و هنر پورې تړلو خلکو دعلم و هنر توليد ته ډېر وخت درلوده او په اقتصادي مسايلو يې ډېر چرت نه خراباوه، ځکه د هغوى په ژوند کې خواړه د هوا او اوبو غوندې شوي وو او فکر يې کاوه، چې دا شيان په ژوند کې وي؛ خو اوس د اوبو کمښت لا خلک دې ته متوجه کړي دي، چې ان اوبه د ژوند له کڅوړې نفې کېداى شي، هوا ته لا وخت شته.

پخوانو استادانو او څېړونکو چې په خپل مسلک کې کار او فکر کاوه، يو علت يې ذهني ډاډ و. اوسني چې دا ډاډ نه لري، د مسلک په ځاى د ميلونر کېدو خوبونه ګوري. ممکن د اوسنۍ لټۍ او سطحي علمي کارونو تر شا به ګڼ لاملونه وي؛ خو يو لامل يې دا ګڼلى شو.

د تېرو څو لسيزو بې ثباته ژوند او په تېره ښارونو کې د نوي؛ خو ګرانبيه ژوند په خلکو کې ذهني ناډاډمنتيا وکرله. اوسنى نسل هر څه لري، خو ذهني ډاډ نه لري. که په کسب او فن پورې تړلي خلک دي او که په دولتي دنده يا شخصي کار کې بوخت دي، مطمين نه دي، چې سبا ورځ به هم د نن غوندې وي، که بل ډول وي. راروان کال به زه په کوم حالت کې يم، دنده به مې وي که نه، کاروبار به مې وي، که تاواني دوکان ته به ژېړ مخ ناست يم.
دې ناډاډمتنيا په اوسني نسل کې دا شعور پيدا کړى، چې د ژوند په اړه جدي فکر او لا ډېره خواري وکړي، چې خپل سبا تضمين کړي. دې بې ناډاډمنتيا که په اوسني نسل کې له يوه پلوه د دولت د راټولولو هوس پيدا کړى؛ نو له بل پلوه يې د بېوزله کېدو وېره هم پکې بلا کړې ده، همدا علت دى، چې اوسنى کهول ژوند ته د فلسفې پر ځاى د تجربې له زاويې ګوري، فکر يې عملي دى او د خوند اخيستو فرصت کم مومي.

پخوانو استادانو که په علم فکر کاوه، ذهني ډاډ يې درلوده، اوسني چې په خپل مسلک کې د فکر پر ځاى په ګټه وټه فکر کوي، ذهني ډاډ نه لري او همدا لامل دى، چې اوسنى نسل د نوښت چندان شوقي نه ښکاري.

پخوانو محصلانو په دې ډېر فکر نه کاوه، چې تر پوهنتون وروسته به په خپل مسلک کې ډوډۍ څرنګه پيدا کوم، ځکه هغوى پوهېدل، چې دومره دولتي او نادولتي مرکزونه شته، چې پکې جذب شم او د عمر تر اخره پکې بسيا ژوند تېر کړم؛ خو اوسني په دې انتخاب کې محتاط دي او هغه مسلک انتخابوي، چې د ده سبا تضمينوي، ځکه خو اوسني تر ټولنيزو علومو طبيعي علومو ته لومړيتوب ورکوي.

زموږ پخوانو استادانو به ستونزې درلودې؛ خو د دوى د ژوندليکونو لوست د يوه ذهني ډاډ تصور راکوي. همدا ذهني ډاډ و، چې دوى په خپلو تنخاګانو او حق الزحمو نه غږېدل او نه يې پرې ډېر فکر کاوه. دې ډاډ دوى له ځانه بې نيازه کړي وو او د وطن په ستونزو يې فکر کولو فرصت ورکړى و. دا ذهني ډاډ وي، چې هغوى که به په تحصيل پسې بهر هم لاړل، بېرته به وطن ته راغلل؛ خو اوس دا خبره پرعکس شوې ده.

د ذهني ډاډ يوه بله ګټه دا هم وه، چې له وطن سره يې د خيانت او درغلۍ کچه راکمه کړې وه، ځکه خلکو د مال راټولولو ته متوجه نه وو.

د ټولنې پرمختګ په افرادو پوري تړلى دى او افراد هله د ټولنې په بډاينه کې ګټور نقش لوبولى شي، چې د خپل سبا په اړه له ذهني پلوه ډاډه وي، دا ډاډ د نظامونو مسؤوليت دى، چې که افراد موثر کار غواړي، بايد وظيفوي امنيت او ډاډ ورکړي، چې بېرته د تېر نسل ذهني ډاډ او ذهني ثبات ته ورسيږي، د ځان پر ځاى په وطن او خلکو فکر کولو ته وهڅېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.