پروجيکشن

اجمل ښکلی

38

دا سمه ده، چې د بشر د شخړو تر شا به اقتصادي او سياسي لاملونه وي؛ خو رواني لاملونه هم پکې نشو هېرولای، چې زموږ ورته پام نه ورګرځي.

د دوو وګړيو سوړ او تود جنګ تر شا رواني لاملونه هم وي او دا لاملونه ښايي د دوو هېوادونو په شخړو کې هم لاس ولري. پر هېوادونو هم انسانان حاکمان دي، چې د مخالفانو پر ضد پرېکړې يې پر نورو لاملونو سربېره رواني علتونه لري.

د پروجيکشن نومونه په ارواپوهنه کې په لومړي ځل فرويډ وکاروله او بيا پرې انا فرويډ نور کار وکړ. دا نومونه د بل د ګرم ګڼلو مانا لري، لکه يو رخه ناک وګړی چې فکر کوي، چې زما خبرې واقعيت دی او هغه کس رښتيا هم داسې دی.

پروجيکشن لاشعوري ريښه لري، چې د فرويډ په اند، د شخصيت د دفاع ميکانيزم جوړوي. داسې وګڼئ، چې يو ځوان شاعر دی، ښه شعر ليکي، په ادبي کړيو کې يې ځان ته ځای پيدا کړی؛ خو بل پلو ته يو مشر شاعر دی، که دی داسې فکر وکړي، چې د ځوان شاعر شهرت او شعر به يې تر سيوري لاندې راولي؛ نو څرنګه چې دی نه غواړي، چې د ده اېګو تر سيوري لاندې راشي او دی حاشيې ته شي؛ نو له ده سره درې لارې دي:

يوه دا چې دا د زمانې طبيعي بهير وبولي او ووايي، چې يو وخت زما راج و، اوس د ده دی او بل وخت به د بل وي. داسې دا تجربه ځان ته د زغم وړ کړي.

دويمه لار دا ده، چې پر خپله شاعرۍ لا کار وکړي، د نوې او زړې شاعرۍ لا ښه مطالعه وکړي او خپل شعر ښه کړي. دا د شاعر په توګه د ده شخصيت سالمه دفاع ده، چې له سيالۍ او خوارۍ نه پيدا کېږي.

درېيمه لار دا ده، چې شاعر نه لومړي واقعيت ته تن ږدي او نه د خوارۍ شيمه لري؛ خو د ځان او د خپلې اېګو دفاع ورپه غاړه ده، په داسې حال کې دی رخې ته مخه کوي، په ادبي مجالسو کې دا رخه د ده په غيبتونو کې راښکاره کېږي. په غيبت کې دی پخپله هم خپلې خبرې واقعيت بولي او مخاطب ته هم وايي، چې د ده په خبره يقين وکړي، همدې ته پروسې ته پروجيکشن وايي.

له چا سره رخه کول او د هغه بد ويل، له اخلاقي پلوه بد کار دی؛ خو انسان د پروجيکشن په وسيله دا بد کار توجيه کوي او وايي، چې دا خو رښتيا دي او رښتيا ويل ښه کار دی؛ نو خپل ناسم کار ورته بېخي سم ښکاري او په يوه ډول خپلې اېګو ته تسکين ورکوي.

خو پروجيکشن يوازې د رخې د احساس زېږنده نه وي، نور مخونه هم لري. که له خپله ژونده راضي نه يو، د دې پر ځای چې د ښه والي هڅه يې وکړو، مور و پلار يا د کورنۍ نور مشران تورنوو، چې خپلې خوښې ته يې نه وو پرېښي، که نه ژوند به ډېر ښه و. موږ دې ته نه متوجه کېږو، چې ژوند ايډيال نه وي او که رښتيا مو هم ژوند سم نه وي؛ نو زموږ د کړنو لاس به هم پکې وي؛ خو زموږ اېګو په لاشعوري توګه محکوميت نشي زغملای، ځکه له دې سره زموږ شخصيت، چې اېګو يې ساتنه کوي، له تزلزل سره مخېږي او د سوپر اېګو(وجدان) او اېډ(غريزې) تر بريد لاندې راځي؛ نو موږ د خپل خراب ژوند د توجيه لپاره يو بهرنی لامل پيدا کوو، په اصطلاح يو بوت توږو، چې په ماتولو يې د خپل لاشعور ينه يخه کړو.

انسان د پروجيکشن په مرسته د خپل ذهني ناهوساينې خځلې د بل چا کور ته غورځوي او ځان د ارستو په اصطلاح تطهير يا چاڼ کوي، چې ارام ومومي. اورنګزېب چې د اقتدار د ترلاسي لپاره خپل وروڼه ووژل؛ نو داسې دلايل يې وتراشل، چې واقعيت يې نه درلوده، مورخان، چې درباري خلک او د شاهانو په خدمت کې وو، دې دلايلو ته د رښتياوو رنګ ورکړ، مثلا دارشکو چې پلار ته ګران و او پر هند د اقتدار د چلولو چل ورته، د اورنګزېب امېج ته زيان رسولای شو؛ نو هغه يې په بې دينۍ او هندوتوب تورن کړ. دا خبرې د هغه وخت په تاريخونو کې راغلې او ورپسې نسلونو پرې باور وکړ؛ خو څوک د اورنګزېب هغه اضطراب ته متوجه نشول، چې د دې دلايلو تر شا په ناکراره و، اورنګزېب ته به هم دا کار ښه نه وي ښکاره شوی؛ خو د ده اېګو ورته د توجيه د لټولو هڅه کوله، چې په يوه ډول د ده شخصيت له بې ثباتۍ او ناارامۍ بچ کړي.

د اورنګزېب په اړه مورخان ليکي، چې له پلار او وروڼو سره چلن پکې دا وېره پيدا کړې وه، چې مبادا دی هم له ورته برخليک سره مخ نشي؛ نو خپل زامن يې همېشه له ځانه په لرې لرې صوبو کې ګومارل؛ خو چې څه کېدل، هغه وشول، د اورنګزېب په جوړه کړې لار د ده زامن هم ورغلل او په هند کې د مغولو واکمني مخ په زوال شوه.

په ارواپوهنه کې پروجيکشن په انفرادي توګه مطرح کېږي؛ خو دا قومي او ملي رنګ هم لري، ځکه يو ملت هم لکه يو شخص يو ډول فرهنګ، موخي او اړيکې لري او يو خوی پکې لکه يو ميکروب چې د بدن بېلابېلو اړخونو ته لېږدي، د ملت افرادو ته انتقالېږي. د افغانانو په بربادۍ کې ګڼ بهرني او داخلي لاملونه لاس لري، له دې نه انکار نه کېږي؛ خو په دې بربادۍ کې خپله ښکېلتيا دوی د بهرنيو علتونو په پروجيکشن کې هېره کړې ده، ځکه دوی دا نشي زغملای، چې ګنې د دوی خپلو کړنو ، ايډيالوژيو، ناپوهيو او د دوښمن په لاس لوبېدو يې هم د افغانستان په بربادۍ کې لاس درلوده، که داسې وکړي، نو بيا خو يې اخلاقي وجود او ايډيالوژي، چې ده ته تر وطن او خلکو مهمه ده، تر پوښتنې لاندې راځي.

له چا سره زياتی، پر يوه چا تېری، د چا مخه نيول، قتل، لوټ او… ټول هغه شيان دي، چې انسان ځوروي؛ نو له دې ځور نه د خلاصون او له اختلال نه د ځان د ژغور لار پروجيکشن ده، چې ځان ته ووايې، چې پلانی خو به مو ځکه واژه، چې د وطن دوښمن و. پروجيکشن انسان ته د تېښتې يوه موقتي لار ورکوي، پوهان وايي، چې دی په اصل کې له خپل يو ناسم عمل نه په دې طريقه انکار کوي او پر نورو يې وراچوي؛ خو دی له پرله پسې اضطراب سره مخ وي او ده ته د خپلو اضطراب د کمولو يوازنۍ لار پروجيکشن ښکاري.

انسان د پروجيکشن په مټ ځان له تناقض نه ژغوري او په ځان کې فکري ثبات پيدا کوي؛ خو کله ځينې خاطرې دومره شديدې وي، چې پروجيکشن يې پر وړاندې د شګو بند ثابت شي او انسان په رواني ګډوډيو اخته کړي، ځکه پخپله پروجيکشن تر پوښتنې لاندې راشي او فرد پر خپل هر قضاوت شک پيل کړ او په هر کار کې ورته ځان پړ ښکاري.

د دې پرعکس هم شونې ده. پر ځينو افرادو پروجيکشن دومره حاکم وي، چې فکر کوي، چې د ده د هر عمل او د ده هرې ناسمې تجربې تر شا د نورو لاس دی، دی پر خپل فکر باندې فکر نه کوي، بلکې فکر کوي، چې د نورو د محکومولو په اړه د ده فکر سم دی او رښتيا هم ستونزه په ده کې نه، نورو کې ده، دې حالت ته په ارواپوهنه کې پارانوييد وايي. موږ په خپله ټوله کې داسې ګڼې بېلګې ليدلی شو، چې د کورنۍ يو غړی له ده سره د هر زياتي تر شا د بل لاس ويني او د هغه انځور يې په ذهن کې دومره منفي او داسې حک شوی وي، چې د نورو ټولو لاملونو مخه يې ورپناه کړې وي.

له پروجيکشن نه خلاصون شونی نه دی، ځکه دا د ځان د دفاع طبيعي ميکانېزم دی؛ خو چې افراطي نشي او له نورو سره انصاف وکړو؛ نو پکار ده، چې: ۱. پر خپلو قضاوتونو فکر وکړو، چې څومره رښتيا دي، ۲. د يوه شخص په اړه يو راز او شديد احساسات ښايي له پروجيکشن سره اړيکه ولري، چې بايد وپېژنو، ۳. د بل يا مخالف په هېنداره کې خپل فکر او خپل چلن ته وګورو، چې زما په اړه د هغه قضاوتونه څومره رښتيا دي او زما دا قضاوت له رښتياوو سره څومره اړيکه لري؟، ۴. د نورو په اړه خپل قضاوتونه وليکو يا يې له ملګرو سره شريک کړو او د هغوی نظرونه پرې واخلو، ۵. فرويډي ارواپوهنه وايي، چې پروجيکشن هله پېښېږي، چې د انسان اضطراب د وتو لار و نه مومي؛ نو ښه دا ده، چې د پروجيکشن تر شا خپل اضطراب تشخيص کړو، د پوښتنې په بڼه يې تر پوښتنې لاندې راولو او بيا يې وشنو. ۶. يو لار يې تمرين او سالمه سيالي ده. په موږ کې د پروجيکشن د زياتوالي يو لامل لټي هم ده، ځکه پخپله خواري نه کوو؛ خو بل چې خواري کوي، له هغه سره رخه کوو او دا رخه توجيه کوو.

په افغاني ټولنه کې د خپلو ناسمو کړنو پروجيکشن په فرهنګ اوښتی دی، چې ټولنه يې خرابه کړې. که يو ملت اتوم و نه لري، له زوال سره نه مخېږي؛ خو له اخلاقو او انساني چلنه بېزاره شي او د خپلو ناوړه کړنو پروجيکشن پيل کړي؛ نو پايله يې زوال ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.