د دعوې تر شا انسان

د غیاث‌الدین د دعوو د ارواپوهنې، ټولنیزې ارواپوهنې او رواني طب  علمې شننه

د لیکوال یادونه

کله چې د حق او باطل ترمنځ کرښه د غوغا په دوړو کې پټه شي، نو د قلم مسؤولیت درنېږي. 

دا لیکنه د همدې مسؤولیت له احساسه شوې ده، څو موضوع له تعصب پرته، خو له وضاحت، عدالت، او علمي توازن سره وڅېړل شي

لنډیز

په دې لیکنه کې هغه دعوې څېړل کېږي چې په ټولنیزو رسنیو کې غیاث‌الدین ته منسوبې شوې دي؛

لکه د الله تعالی د لیدنې ادعا، له حضرت جبرئیل علیه السلام سره د خبرو یادونه، او د ځانګړي آسماني مقام احساس.

دا مقاله د ارواپوهنې (Psychology)، ټولنیزې ارواپوهنې (Social Psychology) او رواني طب (Psychiatry) له لیدلوري د دغو دعوو علمي شننه وړاندې کوي.

د اسلام له نظره دا ډول امتیازي نبوي او وحي‌نما دعوې مردودې دي [۱۱][۱۲]؛

خو د شرعي رد تر څنګ دا هم اړینه ده چې د داسې ادعاوو تر شا د رواني ناروغۍ، عصبي اختلال، د باور د ناسم تعبیر، یا د ټولنیز نفوذ امکان په علمي ډول وارزول شي [۱][۲].

د مقالې اساسي ټینګار دا دی چې د دین حرمت، احکام او عزت باید هم ومنل شي او هم وساتل شي، خو د ناروغۍ امکان هم باید جدي وکتل شي.

همدا متوازن دریځ د افغاني ـ اسلامي ارزښتونو او علمي امانتدارۍ تر ټولو مناسب درناوی کوي.

۱. سریزه

په افغاني ټولنه کې د دیني ژبې هره دعوه ژر د خلکو پام ځان ته رااړوي.

کله چې یو څوک د خدای، فرښتې، الهام، یا ځانګړي مأموریت نوم واخلي، عامه غبرګون ډېر ځله یا له بې‌احتیاطه منلو سره مل وي او یا له توند رد سره.

علمي لاره دا ده چې لومړی شرعي حکم روښانه شي، بیا دا وکتل شي چې ایا د داسې ادعاوو تر شا رواني ناروغي، عصبي ستونزه، ټولنیز فشار، یا د شخصي تجربې ناسم تعبیر شته که نه.

په معاصرو علمي لیکنو کې مذهبي محتوا لرونکي هذیانونه او هلوسېنېشن نااشنا پدیده نه بلل کېږي.

څېړنې ښيي چې د دغو تجربو ژبه او بڼه د کلتور، مذهب، او ټولنیز چاپېریال له مخې بدلېږي؛ خو کلینیکي هسته یې تر ډېره ورته پاتې کېږي [۱][۲].

په ډېرو ثبت شويو قضیو کې د داسې دعوو په جوړښت کې د غیرعادي او ژورې شخصي تجربې احساس، د ځانګړي پیغام یا تماس د ادعا بڼه، او پر خپل تعبیر کلک یقین لیدل کېږي [۲][۵].

همدا ټکی د نړیوالو بېلګو علمي اهمیت هم روښانوي، ځکه د دعوې ژبه بدلېږي، خو بنسټیزه رواني بڼه په بېلابېلو ټولنو کې ورته پاتې کېږي.

۲. د بحث موخه او حدود

دا مقاله د یوه شخص په اړه قطعي طبي تشخیص نه صادروي.

په رواني طب کې معتبر تشخیص یوازې هغه وخت ممکن وي چې د مریض بشپړ تاریخچه، ذهني معاینه، د خوب اندازه او مخدره موادو د استعمال ارزونه، عقلي – عصبي معاینه، او اړوند لابراتواري یا طبي شواهد موجود وي.

له همدې امله، دلته د شخص پر ځای د دعوې بڼه، ژبه، او محتوا تحلیلېږي.

نو ځکه، هره تشخیصي اصطلاح په دې مقاله کې د ممکن تفسیر او تفریقي تشخیص په معنا کارول شوې ده، نه د وروستي او قطعي حکم په معنا.

دا احتیاط هم علمي صداقت دی او هم د انساني کرامت درناوی.

۳. د اسلامي موقف لنډ بیان

له اسلامي نظره نبوت د رسول الله صلی الله علیه وسلم په بعثت او خاتمیت سره پای ته رسېدلی دی [۱۱][۱۲].

له همدې امله، هره هغه دعوه چې ځان د نوي نبوي مقام، ځانګړي آسماني مأموریت، یا داسې مستقیم تماس څښتن معرفي کوي چې د خلکو پر ایمان او اطاعت اغېز ولري، شرعاً مردوده ده [۱۱][۱۲][۱۳].

خو دلته یو مهم تفکیک شته: شرعي بطلان د ناروغۍ امکان نه ردوي.

کله ناکله باطله دعوه په عین حال کې د رواني یا عصبي اختلال نښه هم وي.

نو متوازن دریځ دا دی چې دعوه رد شي، خو د شخص د حالت ارزونه په سپکاوي، تمسخر، او بې‌له طبي او مسلکي معاینې قضاوت بدله نه شي.

۴. مهم علمي مفاهیم

د هذیان (Delusion) تعریف

هذیان هغه ناسم، ثابت او کلک باور ته وایي چې انسان یې ریښتیا ګڼي، حال دا چې له واقعیت سره سمون نه لري، او که هر څومره دلیل هم ورکړل شي، بیا هم  ناروغ خپل باور نه بدلوی.

او دغه حالت د شخص د عادي کلتوري او مذهبي چوکاټ برخه نه وي [۲].

د هذیان مثالونه

• ناروغ وایي: “خلک ما تعقیبوي او زما د وژلو پلان لري.”

• وایي: “ټول خلک زما په اړه خبرې کوي.”

• وایي: “زه ځانګړی الهامي قدرت لرم.”

• وایي: “زما مېرمن/خاوند ما سره خیانت کوي”، حال دا چې هېڅ ثبوت نه وي

د هلوسېنېشن (Hallucination) تعریف

هلوسېنېشن هغه حالت ته وایي چې انسان یو شي ویني، اوري، بوی کوي، احساسوي یا خوند یې کوي، حال دا چې په حقیقت کې هغه شي شتون نه لري [۱][۲].

د هلوسېنېشن مثالونه

• یو څوک غږونه اوري، خو شاوخوا هېڅوک نه وي.

• یو څوک وایي: “ما یو سړی ولید چې په کوټه کې ولاړ و”، خو هلته هېڅوک نه وي.

• ناروغ احساس کوي چې د بدن پر پوستکي یې څه روان دي، خو حقیقت کې هېڅ نه وي.

• ناروغ داسې بوی احساسوي چې نور خلک یې نه احساسوي.

لنډه یادونه

هلوسېنېشن د ادراک اختلال دی، یعنې ستونزه په لیدلو، اورېدلو، احساس کولو کې وي.

د هذیان او هلوسېنېشن ترمنځ توپیر

• هذیان = ناسم باور

• هلوسېنېشن = ناسم ادراک/احساس

نور مفاهیم

مانیا (Mania) هغه حالت دی چې پکې خوب کمېږي، خبرې او فعالیت زیاتېږي، مزاج لوړېږي، ډېر خو شاله او کله کله ځان‌لویي او رواني علایم هم ورسره یوځای کېږي [۳].

مذهبي هذیان هغه هذیان دی چې ژبه او سمبولونه یې مذهبي رنګ ولري؛ لکه د ځانګړي الهي تماس یا مأموریت دعوه [۱][۲].

ګډ هذیان هغه حالت دی چې یو کس خپل هذیاني باور بل یا څو نورو ته هم ولېږدوي [۴][۶].

۵. د رواني طب له نظره ممکن تفسیر

که هغه ادعاوې سمې وي چې په عامه روایتونو کې  د غیا ث الدین  په هکله نقل شوې دي، نو د رواني طب له نظره څو مهم احتمالي علمي ـ طبي چوکاټونه مطرح کېږي.

۱. رواني اختلال له مذهبي محتوا سره.

په داسې حالت کې شخص خپلې داخلي تجربې د مطلق آسماني حقیقت په توګه تعبیر کوي او د مخالفت په وړاندې هم له خپل باور څخه نه اوړي [۱][۲].

۲. مانیا له رواني علایمو سره.

که له دغو دعوو سره کم خوب، ډېرې خبرې، شدید جوش، بې‌وقفې دعوت، او ځان‌لویي هم وي، نو دغه احتمال پیاوړی کېږي [۳].

۳. د ځان‌لویۍ هذیاني اختلال.

په دې بڼه کې د شخص نورې خبرې تر ډېره منظمې وي، خو د خپل ځانګړي مقام په اړه یې باور کلک او نه ماتېدونکی وي.

۴. عضوي یا عصبي علت.

ځینې وختونه تشنج، delirium، د مخدره موادو استعمال، یا نور عصبي او طبي اختلالات هم د داسې تجربو تر شا واقع کېدای شي.

له همدې امله، عضوي او روحي ـ عصبي عوامل باید هېڅکله له پامه ونه غورځول شي [۳].

۶. د ارواپوهنې له نظره

ارواپوهنه دا پوښتنه کوي چې شخص خپله تجربه څنګه تعبیر کړې ده. هره غیرمعمولي تجربه ناروغي نه وي؛

خو هره غیرمعمولي تجربه هم حقیقت نه شي بلل کېدای.

د سالم باور او ناروغ باور تر منځ یو مهم توپیر دا دی چې سالم انسان د شک، بیاکتنې، او د بل نظر لپاره لږ تر لږه څه ناڅه ځای پرېږدي؛

خو هذیاني باور عموماً کلک، ځان‌مرکزي (ځان‌محوره)، او نه ماتېدونکی وي [۲].

په دې ډول دعوو کې درې نښې ځانګړې مهمې دي:

د واقعیت ازموینې کمزوري کېدل، ځان‌لویي، او فکري سختي.

یعنې شخص خپلې داخلي تجربې له بهرني واقعیت سره نه تلي، ځان د عادي مؤمن پر ځای د ځانګړي آسماني روایت په مرکز کې ږدي، او هر مخالف نظر د دسیسې، حسد، یا باطل په معنا اخلي.

۷. ټولنیز ـ رواني اړخ

د داسې دعوو خطر یوازې د یوه فرد تر کچې نه محدودېږي. کله چې مذهبي ژبه له عاطفي اغېز، کاریزماتیک انداز، او د «حق» او «اصلاح» له شعارونو سره یوځای شي، ځینې اورېدونکي یې تر علمي دلیل وړاندې د هویت او احساس له مخې مني [۷].

په داسې حالت کې د پیروانو، کورنۍ، ویډیوګانو، او ټولنیزو شبکو رول ډېر مهمېږي.

د ګډ هذیان ادبیات هم ښيي چې کله یو اصلي کس خپل هذیاني باور نږدې کسانو ته لېږدوي، نو موضوع یوازې شخصي نه پاتې کېږي، بلکې ټولنیز خطر خپلوي [۴][۶].

په افغاني چاپېریال کې دا مسئله لا حساسه ده، ځکه دلته دیني ژبه ډېر ژر د اعتماد، تقدس، او عامه نفوذ رنګ اخلي.

۷-الف. اوږدمهاله تنهایي او انزوا

که دا خبره سمه وي چې نوموړی غیاث‌الدین د اوږدې مودې لپاره یوازې اوسېدلی یا له ټولنیز ژوند څخه لرې پاتې شوی، نو دا ټکی علمي اهمیت لري.

معاصرو څېړنو تنهایي، ټولنیز انزوا، او یوازې اوسېدل سره بېل خو یو له بل سره تړلي مفاهیم بللي دي [۸][۱۰].

اوږدمهاله انزوا له خپګان، اضطراب، منفي عاطفې، د شکمن تعبیر له زیاتېدو، او د واقعیت د ټولنیز ازمېښت له کمزورۍ سره تړاو موندلای شي [۸][۹][۱۰].

علمي احتیاط ایجابوي چې دې اړیکې ته د قطعي علت په سترګه و نه کتل شي؛

خو دا ویل معقول دي چې اوږدمهاله تنهایي کېدای شي د نښو د راپیدا کېدو، تشدید، یا دوام لپاره مساعد چاپېریال جوړ کړي.

۸. د دغو دعوو نړیوالې بېلګې او د هغو علمي اهمیت

د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو او کلتوري چاپېریالونو کې داسې بېلګې ثبت شوې دي چې پکې اشخاصو د خدای، فرښتې، جِن، الهام، یا ځانګړي الهي مأموریت دعوې کړې دي [۳][۴][۵].

د پاکستان، لبنان، مصر، ایټالیا، او نورو ټولنو اړوند علمي – طبي ادبیات دا ښيي چې دا ډول دعوې یوازې د یوې سیمې، یوې عقیدوي فضا، یا یوه ملت ځانګړنه نه ده، بلکې په مختلفو دیني او کلتوري بڼو کې راڅرګندېدلی شي [۱][۲][۳][۴][۵].

همدغه نړیوال تنوع دا روښانوي چې د دعوې ژبه مذهبي او کلتوري رنګ اخلي، خو تر شا یې رواني، روان‌طبي، او کله ناکله عصبي تفسیر هم موجود کېدای شي [۱][۲][۵].

د نړیوالو بېلګو ارزښت یوازې د مثال راوړل نه دي، بلکې دا دی چې د مقالې استدلال پراخوي، لوستونکي ته د پدیدې نړیوال بُعد ورښيي، او دا ثابتوي چې ورته تجربې په نورو هېوادونو، نورو کلتورونو، او نورو دیني چاپېریالونو کې هم ثبت شوې دي.

د بېلګو له جملې څخه په پاکستان کې د «jinn possession» په بڼه وړاندې شوې قضیه د مسلکی- متخصصو لیکوالانو له خوا د delirious mania په توګه تشریح شوې ده [۳].

په ترکیه کې د «Seven Sleepers» له دیني-کلتوري روایت سره تړلې قضیه د folie à deux یا shared psychotic disorder په چوکاټ کې راپور شوې ده [۴].

په لبنان کې مذهبي هلوسېنېشن او دیني محتوا لرونکې تجربې د schizophrenia په ناروغانو کې مطالعه شوې دي [۵].

په ایټالیا کې د لومړي ځل psychosis څو موردونه ثبت شوي چې مذهبي او روحاني delusions او hallucinatory contents یې لرل، او د brief psychotic disorder یا acute and transient psychotic disorder له چوکاټ سره اړخ لګوي [۱۹].

د مصر اړوند مطالعه بیا تر ډېره د رواني ناروغانو په هذیانونو کې د مذهبي او کلتوري محتوا شتون ښيي، او څرګندوي چې megalomaniac او persecutory delusions کله د مذهبي بنسټونو او سمبولونو په ژبه راڅرګندېږي [۲۰].

له همدې امله، لوستونکی ویني چې د داسې دعوو تر شا په نړیوالو علمي او تحقیقې ادبیاتوکې بېلابېل کلینیکي چوکاټونه ثبت شوي دي، نه یوه واحده او ساده توضیح.

۹. تفریقي تشخیص

که موجودې ادعاوې حقیقت ولري، نو تر ټولو مهم احتمالي تشخیصي چوکاټونه دا دي:

مذهبي رواني اختلال، مانیا له رواني علایمو سره، د ځان‌لویۍ هذیاني اختلال، عضوي یا عصبي علت، او ګډ یا القا شوی باور [۲][۳][۴][۶].

د دغو احتمالونو تر منځ توپیر یوازې د دقیق تاریخچی او  مکملی معاینې له لارې ممکن دی.

که خوب خراب وي، خبرې ډېرې وي، مزاج لوړ وي، او ورسره غیبي دعوې هم وي، مانیا قوي کېږي.

که نور عمومي فعالیت تر ډېره عادي وي، خو یوازې د ځانګړي آسماني مقام باور کلک وي، نو د ځان‌لویۍ هذیاني اختلال مطرح کېږي.

که عصبي نښې، ګډوډي، یا شعوري بدلون موجود وي، عضوي علت باید جدي وکتل شي.

۱۰. هغه څه چې لا نه شو ویلای

تر اوسه نه بشپړ طبي تاریخچه شته، نه د خوب کره ارزونه، نه د مخدره موادو د استعمال واضح سابقه، نه عصبي معاینه، او نه د کورنۍ یا نږدې کسانو تفصیلي معلومات.

له همدې امله، دا علمي نه ده چې د یوه مشخص اختلال قطعي نسبت ورکړل شي.

سمه او محتاطه خبره دا ده چې ووایو:

د دعوې بڼه له څو جدي رواني او طبي چوکاټونو سره سمون لرلای شي او مسلکي تخصصي ارزونې ته اړتیا لري.

همدا احتیاط د سپکاوي، بې‌ځایه تقدیس، او ناسمې عامه قضاوت مخه نیسي.

۱۰-الف. یوه بنسټیزه او علمي پوښتنه

دلته یوه بنسټیزه پوښتنه مطرح کېږي:

آیا واقعاً غیاث‌الدین د رواني طب، ارواپوهنې، او ټولنیزې ارواپوهنې له پلوه د باصلاحیته، بې‌طرفه او مسلکي متخصصانو له خوا معاینه شوی دی، که لا هم بحث یوازې پر عامه نقلونو، ټولنیزو انګېرنو، او غیرمسلکي تعبیرونو ولاړ دی؟

تر هغو چې د مسلکي مرکې، د ذهني حالت د معاینې، د خوب او مخدره موادو د استعمال د ارزونې، د عصبي او اړوندو طبي شواهدو، او د تفریقي تشخیص مستند بهیر بشپړ شوی نه وي، له علمي احتیاط، شرعي عدالت، او انساني کرامت سره په ټکر کې ده چې یو انسان په قطعي ډول «لیونی»، «مجنون»، یا د مشخص اختلال لرونکی وبولو.

له همدې امله، دا ډول سختې پایلې باید د ثبوت تر مرحلې پورې د پوښتنې، احتمال، او مسلکي ارزونې په چوکاټ کې پاتې شي، نه د قطعي حکم په بڼه.

۱۰-ب. د اسلام له نظره د جنون، لیونتوب او شرعي مسؤولیت مسئله

په اسلامي شریعت کې «جنون» او د عقل زوال یوه عادي او عوامیا نه اصطلاح نه ده؛ بلکې دا له تکلیف، عباداتو، حدودو، جزایي مسؤولیت، مالي تصرفاتو، سرپرستۍ، او مدني اهلیت سره تړلې جدي فقهي او حقوقي مسئله ده.

له همدې امله، اسلام لکه څنګه چې د باطلې دعوې د رد غوښتنه کوي، همداراز ټینګار کوي چې د ذهني اختلال، عقل‌زوال، او شدیدې رواني ګډوډۍ په اړه باید بې‌احتیاطه، بې‌ثبوته، او غیرمسلکي پرېکړې و نه شي.

د قرآن کریم په رڼا کې، که څه هم د «جنون» ټول تفصیلي احکام په یوه واحد آیت کې نه دي راغلي، خو قرآن د ذهني او عملي ضعف، د اهلیت د کمښت، او د ساتنې د اړتیا په باب بنسټیز اصول وړاندې کړي دي. په سورة البقرة (۲:۲۸۲) کې د هغه چا لپاره چې «سفیه»، «ضعیف»، یا د بیان له بشپړ توان بې‌برخې وي، د عادلانه استازیتوب اصل بیان شوی [۱۴]، او په سورة النساء (۴:۵) کې د «سفهاء» په اړه د مال د ساتنې، رزق، لباس، او نیکې وینا لارښوونه شوې ده [۱۵].

له دې قرآني اصولو څخه څرګندېږي چې شریعت د انسان د اهلیت د کمښت، ذهني ناتوانۍ، او عملي ضعف حالت له پامه نه غورځوي، بلکې د هغه د حق، ساتنې، او کرامت لپاره اصول وضع کوي.

خو د شرعي تکلیف په باب تر ټولو صریح حدیثي اصل د «رفع القلم» حدیث دی، چې له مخې یې قلم له ویده، ماشوم، او مجنون څخه تر هغه وخته پورته دی چې خپل عادي حالت ته راستانه شي [۱۶].

دا نبوي اصل په ډاګه کوي چې د عقل د زوال او شدید ذهني اختلال په صورت کې شرعي تکلیف او جزایي مسؤولیت د پخوا په شان نه پاتې کېږي، بلکې د ادراک، شعور، او اهلیت له حالت سره تړل کېږي.

په فقهي میراث کې د حضرت علي رضي الله عنه او حضرت عمر رضي الله عنه ترمنځ مشهور روایت، چې د مجنونې ښځې له قضیې سره تړاو لري، د همدې نبوي اصل عملي تطبیق ښيي [۱۷].

له همدې ځایه د دې مقالې لپاره مهمه نتیجه دا ده چې د یوه شخص باطله ديني دعوه او د هغه د ذهني یا رواني حالت تشخیص یو شي نه دي.

یوه دعوه ممکن د عقیدې او شریعت له نظره باطله وي، خو دا نتیجه په خپله د دې مانا نه لري چې دعوه‌کوونکی دې حتماً «مجنون» وبلل شي.

د «جنون» یا «لیونتوب» قاطع استعمال تر هغو علمي، اخلاقي، او شرعي اعتبار نه لري څو د اهل تخصص له لوري روښانه تشخیص او تفریقي ارزونه نه وي شوې.

له همدې امله، اسلام هم د باطلې دعوې رد غواړي او هم د ناروغ، معذور، یا ذهني ناتوان انسان په اړه عدالت، ثبوت، او د کرامت ساتنه لازم ګڼي [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸].

۱۱. عقیدوي، شرعي او توضیحي تنبیه

د دې مقالې موخه – نعوذ بالله من ذلك – نه د الله سبحانه وتعالی د ذات، صفاتو، وحدانیت او ربوبیت په اړه د شک پیدا کول دي، او نه د وحي، نبوت، حضرت جبرئیل امین علیه السلام، او د اسلامي شریعت د قطعي حقانیت په باب د کوم التباس رامنځته کول.

برعکس، د مقالې صریح او نه بدلېدونکی موقف دا دی چې الله سبحانه وتعالی واحد، یکتا، بې‌شریک او د عبادت یوازینی مستحق ذات دی، اسلام حق دین دی، قرآن کریم حق کتاب دی، او شریعتِ محمدي صلی الله علیه وسلم د هدایت وروستی او کامل الهي نظام دی.

همدارنګه، نبوت د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خاتمیت سره پای ته رسېدلی، او تر هغه وروسته د هر ډول نوې وحي، نوې نبوي دعوې، یا لازم‌الاتباع آسماني مأموریت ادعا – أعوذ بالله منها – شرعاً باطله، مردوده او د اسلامي عقیدې خلاف ده [۱۱][۱۲][۱۳].

له همدې امله، که هر څوک د الله سبحانه وتعالی د مستقیمې لیدنې، له حضرت جبرئیل علیه السلام سره د ځانګړي خطاب، یا د خلکو لپاره د لازم‌الاطاعت غیبي مأموریت دعوه وکړي – أعوذ بالله منها – نو دا دعوه د اسلامي عقیدې له قطعي نصوصو او اجماعي اصولو سره په ټکر کې ده او هېڅ دینی مشروعیت نه لري [۱۱][۱۲][۱۳].

په دې مقاله کې د دغو دعوو ذکر د تأیید، ترویج، یا نرمولو لپاره نه دی؛ بلکې د همدې لپاره دی چې د هغوی شرعي بطلان په واضح ډول بیان شي.

خو د دې شرعي رد تر څنګ، یوه بله مهمه خبره هم شته:

د باطلې دعوې ردول د ناروغۍ امکان نه نفې کوي.

کېدای شي یو انسان داسې خبرې وکړي چې له عقیدوي پلوه باطلې وي، خو په عین حال کې له رواني، روان‌طبي، عصبي، یا شدیدو ټولنیزو – رواني فشارونو سره هم مخ وي.

نو د اسلام د عدالت غوښتنه دا ده چې باطل باطل وبلل شي، خو انسان بې‌معاینې، بې‌ثبوته او بې‌رحمانه ونه ځپل شي.

په بل تعبیر، د دې مقالې اساسي دریځ دوه اړخونه لري:

لومړی: د دین حقانیت، د الله تعالی وحدانیت، د رسول الله صلی الله علیه وسلم خاتمیت، او د شریعت احکام ثابت، قطعي او نه بدلېدونکي دي؛ نو هره دعوه چې له دې اصولو سره ټکر ولري – أعوذ بالله منها – باید په څرګند ډول مردوده وبلل شي.

دوهم: که د داسې دعوې تر شا د ناروغۍ، اختلال، یا ذهني – عصبي ګډوډۍ احتمال موجود وي، نو باید هغه هم د مسلکي، عادلانه او باوقاره ارزونې له لارې وکتل شي، نه د سپکاوي، تمسخر، او احساساتي غوغا له لارې.

له همدې امله، د دې مقالې صحیح او متوازن فهم دا دی چې:

نه عقیده قرباني کېږي، نه شریعت کمزوری کېږي، نه باطله دعوه د تأویل په نوم سپکېږي، او نه هم د احتمالي ناروغ انسان په اړه له علمي ارزونې پرته ظالمانه وروستی حکم کېږي.

همدا توازن د اسلام د حقانیت، د شریعت د عملي تطبیق، د علمي امانتدارۍ، او د انساني عدالت تر ټولو مناسب او مسؤولانه شکل دی.

۱۲. د تشخیص علمي بهیر او کلینیکي اصول

په داسې قضیو کې د علمي ارزونې تر ټولو مهم اصل دا دی چې تشخیص باید د خبرو د ظاهري حیرانوونکي رنګ پر بنسټ نه، بلکې د بشپړې تاریخچې، د ذهني حالت د معاینې، د خوب او بیدارۍ د نظم، د مخدره موادو د استعمال، د پخوانیو ناروغیو، او د کورنۍ له معتبرو معلوماتو سره یوځای وشي. همدا منظم بهیر ډاکټر ته دا زمینه برابروي چې د هذیان، هلوسېنېشن، مانیا، شدید اضطراب، عصبي ګډوډۍ، او یا د کلتوري باور تر منځ توپیر روښانه کړي [۱][۲][۳].

په عملي ډګر کې مسلکي ارزونه یوازې د ادعا پر متن نه درېدلې، بلکې دا هم ګوري چې ایا د شخص ورځنی فعالیت، قضاوت، خوب، خبرې، عاطفي ثبات، او له خلکو سره اړیکه بدله شوې ده که نه. که د ادعا تر څنګ د فکر ګډوډي، د خوب جدي کمی، پرله‌پسې شور، ځان‌لویي، یا شکمن تعبیر زیات شوی وي، نو کلینیکي اندېښنه پیاوړې کېږي؛ خو که ادعا یوازې په یوه محدود ذهني چوکاټ کې وي او د ژوند نور اړخونه نسبي ثبات ولري، نو ارزونه باید لا دقیق او محتاطه شي [۲][۳].

۱۳. د دیني تجربې او ناروغیزې تجربې ترمنځ د تفکیک اړتیا

په دیني ټولنو کې د خلکو روحي او معنوي تجربې باید په ډېر احتیاط، درناوي، او علمي توازن وکتل شي. د دعا، عبادت، توبې، او د زړه د اصلاح تجربې د دین مشروع او محترم اړخونه دي او باید له ناروغیزو حالتونو سره په بې‌احتیاطۍ ونه تړي.

علمي پوښتنه هغه وخت مطرح کېږي چې له کومې دعوې سره د واقعیت د سنجش څرګنده ګډوډي، د ورځني فعالیت ژور اختلال، یا داسې ادعاوې یوځای شي چې شخص ځان د ځانګړي فوق‌العاده مقام، ځانګړي پیغام، یا د نورو لپاره د لازم منلو وړ حیثیت څښتن معرفي کوي [۱][۲].

له همدې امله، د سالمې دیني تجربې او ناروغیزې تجربې تر منځ تفکیک باید په احتیاط وشي. سالمه دیني تجربه عموماً له تواضع، مشورې، او د شرعي چوکاټ له منلو سره مل وي؛

خو ناروغیزه تجربه ډېر ځله له کلک او نه ماتېدونکي شخصي یقین، ځان‌محور تفسیر، او د واقعیت له سنجش سره د ستونزې له نښو سره یوځای کېږي. نو نه هره غیرمعمولي تجربه ناروغي ده او نه هم هره دعوه بې‌له دقیقې ارزونې د منلو وړ بلل کېدای شي [۲].

۱۴. د کورنۍ، دیني عالمانو او متخصصانو ګډ مسؤولیت

په داسې حالاتو کې د کورنۍ رول تر هر چا مخکې مطرح کېږي. کورنۍ که له احساساتي شور، شرم، او یا بې‌احتیاطه تقدیس څخه ځان وساتي او پر ځای یې د خوب، چلند، وینا، عادتونو، او ناڅاپي بدلونونو دقیق یادښت وساتي، نو د مسلکي ارزونې لپاره ډېر مهم معلومات برابرېږي. کله ناکله همدا کورنی شاهد تر هر بل روایت ډېر معتبر وي.

د دیني عالمانو مسؤولیت دا دی چې د باطلې دعوې شرعي بطلان په وضاحت سره بیان کړي، خو د شخص د ذهني حالت په اړه بې‌ثبوته قضاوت ونه کړي. په همدې ډول، د رواني طب او ارواپوهنې متخصصان باید د دین سپکاوی ونه کړي، بلکې د ناروغۍ امکان، د باور کلتوري بڼه، او د شخص انساني کرامت په پام کې ونیسي.

د کورنۍ، علماوو، او متخصصانو تر منځ همغږي هغه متوازن چوکاټ جوړوي چې هم د عقیدې حرمت پکې خوندي وي او هم د ناروغ انسان حق ضایع نه شي [۱۴][۱۵][۱۶][۱۸].

۱۵. د ټولنیزو رسنیو، تقلیدي نفوذ او عامه ذهنیت اغېز

اوسنی عصر دا ځانګړنه لري چې غیرمعمولي دعوې یوازې په محدود مجلس کې نه پاتې کېږي، بلکې ویډیو، کلیپ، او ټولنیز نشر یې په څو ساعتونو کې سلګونو او زرګونو کسانو ته رسوي. دا چټک خپرېدل کله د حقیقت پر ځای عاطفي اغېز پیاوړی کوي او ځینې کسان د شخصیت، لهجې، یا جذاب شعار له مخې متأثر کوي، نه د علمي دلیل له مخې [۷].

همداراز، کله چې یو تکراري پیغام له مذهبي ژبې، مظلومیت، ځانګړي رسالت، او د دښمن-دوست له ساده وېش سره یوځای شي، نو ځینې اورېدونکي له انتقادي ارزونې پرته ورسره ذهني تړاو پیدا کوي. له همدې امله، د ټولنیزې ارواپوهنې له نظره د ډلې فضا، تاییدي تمایل، او احساساتي همغږي د دعوې د پراخېدو په بهیر کې مهم رول لري. که له دې سره اوږدمهاله تنهایي، انزوا، او محدود ټولنیز تعامل هم مل شي، د نښو تشدید او دوام ته مساعد چاپېریال جوړېدای شي [۸][۹][۱۰].

۱۶. د مداخلې، درملنې او وقایې لارې

که د داسې دعوې تر شا واقعي رواني یا عصبي ستونزه موجوده وي، نو تر ټولو لومړی کار د شخص خوندیتوب، د ځان او نورو د زیان د خطر ارزونه، او د عاجلې اړتیا معلومول دي. وروسته له هغه د مسلکي مرکې، طبي معاینې، اړینو لابراتواري ارزونو، او د مخدره موادو د استعمال د پوښتنې پر بنسټ د درملنې لوری ټاکل کېږي. په ځینو حالاتو کې درمل، نږدې څارنه، کورنی ملاتړ، او رواني – اجتماعي مداخله ټول یوځای اړین وي [۳].

د وقایې له پلوه تر ټولو مهمه خبره دا ده چې ټولنه دې هره غیرمعمولي دعوه نه بې‌فکره تقدیس کړي او نه سمدستي د تمسخر هدف وګرځوي.

د پوهاوي، مسلکي راجع کولو، کورني ملاتړ، او د کرامت‌ساتونکې ژبې رواجول کولای شي د ناروغ د حالت د خرابېدو، د پیروانو د غلط فهم، او د ټولنیزې ګډوډۍ مخه تر یوه بریده ونیسي.

۱۷. اخلاقي، علمي او شرعي پایله

د دې پراخې شننې اساسي پایله دا ده چې د ورته دعوو په ارزونه کې درې واړه اصول باید یوځای وساتل شي:

لومړی، د عقیدې له نظره باطله دعوه باید باطله وبلل شي؛

دوهم، د شخص په اړه باید بې‌معاینې قطعي رواني تشخیص صادر نه شي؛

درېیم، د کورنۍ، ټولنې، او مسلکي متخصصانو ګډ او باوقاره مداخله باید جدي وبلل شي.

همدا درې‌ګونی توازن د علمي انصاف، شرعي عدالت، او انساني کرامت تر ټولو معقول بنسټ جوړوي.

۱۸. پایله

د غیاث‌الدین په څېر دعوې په نړیوالو روان‌طبي او ارواپوهنې ادبیاتو کې بې‌سارې نه دي.

له بېلابېلو ټولنو څخه شواهد دا ښيي چې د خدای، فرښتو، جِن، یا ځانګړي الهي مأموریت دعوې کله د مذهبي هذیان، کله د مانیا له رواني علایمو سره، کله د ګډ هذیان، او کله د عضوي محرکونو له لارې هم تفسیرېږي [۱][۲][۳][۴][۵][۶].

د پاکستان، لبنان، مصر، ایټالیا، امریکا، او ورته نورو ټولنو یادونه د دې لپاره مهمه ده چې لوستونکی درک کړي:

دا موضوع یوازې محلي نه ده، بلکې نړیوال اړخ لري.

له همدې امله، تر ټولو متوازن او باوقاره دریځ دا دی:

دعوه شرعاً رد شي [۱۱][۱۲]، خو د شخص په اړه بدون له معاینې قطعي حکم و نه کړل شي.

د ناروغۍ امکان، د کورنۍ ملاتړ، د ټولنې آګاهي، او د مسلکي ارزونې اړتیا باید جدي وبلل شي.

همدا دوه‌ګونی چوکاټ د دین حرمت، انساني کرامت، او علمي امانتدارۍ تر منځ مناسب توازن رامنځته کوي.

سرچینې او مراجع

[۱] Cook, C. C. H. (2015). Religious psychopathology: The prevalence of religious content of delusions and hallucinations in mental disorder. International Journal of Social Psychiatry, 61(4), 404-425.

[۲] Sofou, N., Giannakopoulos, O., Arampatzi, E., & Konstantakopoulos, G. (2021). Religious delusions: Definition, diagnosis and clinical implications. Psychiatriki, 32(3), 224-231.

[۳] Khan, Q. U. A., & Sanober, A. (2016). “Jinn Possession” and Delirious Mania in a Pakistani Woman. American Journal of Psychiatry, 173(3), 219-220.

[۴] Yazar, M. S., et al. (2011). The Seven Sleepers: A folie à deux case originating from a religious-cultural belief. Transcultural Psychiatry, 48(5), 570-584.

[۵] Fares, R., et al. (2023). Religious hallucinations in Lebanese patients with schizophrenia and their association with religious coping. Middle East Current Psychiatry, 30, Article 14.

[۶] Silveira, J. M., & Seeman, M. V. (1995). Shared psychotic disorder: A critical review of the literature. Canadian Journal of Psychiatry, 40(7), 389-395.

[۷] van Knippenberg, D. (2023). Developing the social identity theory of leadership. Social and Personality Psychology Compass, 17(4), e12739.

[۸] World Health Organization. (2025). From loneliness to social connection: Charting a path to healthier societies.

[۹] Misiak, B., Kowalski, P., Samochowiec, J., et al. (2024). Does social isolation predict the emergence of psychotic-like experiences? Comprehensive Psychiatry, 135, 152521.

[۱۰] Nakou, A., Dragioti, E., Zagorianakou, N., et al. (2025). Loneliness, social isolation, and living alone: a systematic review in older adults.

[۱۱] القرآن الكريم، سورة الأحزاب، آیت ۴۰.

[۱۲] صحیح البخاري؛ صحیح مسلم، د «لا نبي بعدي» احادیث.

[۱۳] القرآن الكريم، سورة البقرة، آیت ۹۷؛ سورة الشورى، آیت ۵۱.

[۱۴] القرآن الكريم، سورة البقرة، آیت ۲۸۲.

[۱۵] القرآن الكريم، سورة النساء، آیت ۵.

[۱۶] سنن أبي داود، حدیث ۴۴۰۳؛ سنن النسائي، حدیث ۳۴۳۲، د «رفع القلم عن ثلاثة» روایتونه.

[۱۷] مسند أحمد، حدیث ۱۱۸۳، د مجنونې ښځې د حد د دفعې روایت.

[۱۸] د فقهي شرح لپاره وګورئ: IslamQA, “He is mentally ill and does not pray or fast; what is the ruling?” او ورته فقهي توضیحات د تکلیف او عقل په باب.

[۱۹] Armando, D., et al. (2020). Brief Psychotic Disorder During the National Lockdown in Italy: An emerging clinical phenomenon of the COVID-19 pandemic. Schizophrenia Bulletin Open / related indexed publication on first-episode psychosis during lockdown.

[۲۰] El Sendiony, M. F. (1976). Cultural aspects of delusions: A psychiatric study of Egypt. Australian and New Zealand Journal of Psychiatry, 10(2), 201-207.

محمد هما یون همت
جرمنې     17.04.2026
https://af.dawatmedia24.com/?p=185070

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: