د افغانستان کرېکټ بورډ د تازه پرېکړې له مخې، چې د سریلانکا پر وړاندې یې د راتلونکو لوبلړیو لپاره د افغان ملي لوبډلې نوملړونه اعلان کړي، له شل اوریزو سیالیو د لوبډلمشرۍ راشد خان لرې شوی او پر ځای یې ابراهیم ځدراڼ د نوي لوبډلمشر په توګه ټاکل شوی دی.
خو د دغې پرېکړې له اعلان وروسته د ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول د افغان کرېکټ مینه والو ترمنځ پراخ غبرګونونه راپورته شوي دي.
ګڼ شمېر کاروونکي وايي چې راشد خان د افغان لوبډلې یو له تر ټولو بریالیو لوبډلمشرانو څخه و او د هغه لرې کول باید له قناعت ورکوونکو دلایلو سره مل وای.
ځینې نور بیا باور لري چې د یو شمېر لوبغاړو د نوملړ ته اضافه کېدل او یا له لوبډلې لرې کېدل هم روښانه دلیل نه لري او کرېکټ بورډ باید په دې اړه نور وضاحت ورکړي.
د کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر احمد شاه سلیمانخېل ویلي، راشد خان د لوبډلمشر په توګه افغان لوبډلې ته مهمې بریاوې خپلې کړې دي، خو د اوږدمهاله ستراتیژۍ له مخې پرېکړه شوې چې د شل اوریزو سیالیو په رهبرۍ کې بدلون راوستل شي.
بل خوا ځینې کرېکټ شنونکي وايي چې د لوبډلمشرۍ بدلون ښايي د کرېکټ بورډ د اوږدمهاله پلان برخه وي، څو د راتلونکو نړیوالو سیالیو لپاره د لوبډلې په رهبرۍ کې نوی جوړښت رامنځته شي.
راشد خان د افغانستان د کرېکټ په تاریخ کې یو له بریالیو لوبډلمشرانو بلل کېږي.
ABN
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.