غلطې پالیسۍ پاکستان نابودوي

شاه ولی ارین

66

موږ وار، وار تاکید کړی چې  پاکستان یو تاریخي واقعیت نه دی بلکه، د استعماري تاقتونو د ستراتیژیکو موخو د عملي کولو په خاطر په ۱۹مه پېړی کې د استعماري انګلیس له لورې راوزیږول شو او بیا وروسته له امریکا سره د نظامي تړون له مخې د پورتنیو هیوادونو د سترتیژیکو موخو او رقابتونو د عملي کولو په خاطر چې په سیمه کې ترې ګټه پورته کړي په ډېره کمه موده کې یې په سیمه کې په یو ځواکمن نظامي ځواک بدل کړ چې د اتومی وسلو د لرلو تر کچې ورسید.

د هغه وخت شوروي اتحاد سره د افغانستان اوږده سرحدي پوله او د ښه ګاونډیتوب اړیکې او د یو ځواکمن افغانستان موجودیت هم غربیانو په سرکې امریکا ته او هم ګاونډي هېواد پاکستان ته د منلو او تحمل وړ نه وو، همدا علت و چې د داودخان د جمهوریت پر ضد یې تحریکات پیل کړل، او یو شمېر هېواد پلورونکو کړیو ته یې د برهان الدین رباني، احمدشاه مسعود، ګلب الدین حکمتیار په ګډون نظامي کمپونه جوړ کړل.

د شوروي اتحاد د بې شرمانه یرغل وروسته غربیانو او پاکستان ته نوره هم ښه پلمه په لاس ورغله په لسګونه نور کمپونه یې جوړ د پورتنیو هېواد دښمنو تر څنګ یې حضرتان، پیران، مولوی محمد نبی، مولوی خالص، او رسول سیاف هم پر ورانونکو وسلو سنبال کړل.

د افغانستان د وخت حکمتونو چې هرڅومره په نړیوال ستیچ نارې سورې وهلی چې پاکستان زموږ مخالفین روزی، وسلې ورکوي، نظامي روزنه ورکوي او د ورانکاریو له پاره یې رالیږی، نه نړیوالو دغه چیغه اوریده او نه هم پاکستان په ډېره سپین سترګۍ دغه عینی واقیعیت ته غاړه کیښوده.

د شوروي اتحاد د ناسمو پالیسیو او غیر عادلانه تجاوز په نتیجه کې هم غربیان او هم امریکا خپلو موخو ته ورسیدل، شوروي اتحاد مات، ټوټې، ټوټې شو او هم پاکستان خپلې یو شمېر موخې تر لاسه کړي، چې د خپلو روزل شوو اجنټانو په لاس یې په خاص ډول برهان الدین ربانی او احمد شاه مسعود د هېواد ټول مادي او معنوي ارزښتونه له خاورو سره خاورې کړل د هېواد پیاوړی نظامي ځواک یې دړې وړې کړ، نظامي تجهیزات او وسایل یې د یوه پروتوکول له مخې په سالم ډول او کباړ توګه پاکستان ته د الوتوکو په ګډون و سپارل. او ګران هېواد یې له هر څه نه بې برخې کړ.

درنو لوستونکو، د پورتنیو حقیقتونو څرګندونه به کافي وي، نو ځکه که له تیرو حوادثو تېر شو او راشو اصلي مطلب ته هغه دا چې پاکستاني مقاماتو په خپله تل ټینګار کړی چې ګویا دوي طالبان روزلي، مرستې یې ورسره کړي او قدرت ته یې رسولی دي، که ریښتیا هم همداسې وي نو ولی بیا سره په جګړو لاس پورې کوي؟.

بله خبره خو داده چې پاکستاني طالبان هم د پاکستان نظامي جرنیلانو او( ای اس ای) د خپلو نیابتی جګړو او ګټو د لاسته دراوړلو په خاطر روزلي دي نو بیا ولی دوي هم ورسره مخالف شوول؟

هو، اصلي خبره خو داده هر څوک چې د نورو د سوزیدو په خاطر اور بلوي، یوه ورځ به یې حتمآ لمن اور اخلي.

د پاکستان د دغو غلطو پالیسیو په نتیجه کې یې اوس لمن اور اخیستی او نور دوام یې له تجزیې او نابودۍ سره مخ کولای شي.

ټولو ته معلومه ده چې پاکستان د ټولو نړیوالو نورمونو پر خلاف څو واره زموږ د هیواد حریم نقض او پر ملکی اوګړو یې وژونکي بمونه وغورزول.

خو د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر پر نهمه شپه لومړی وار و چې پاکستاني جېټ الوتکو، د پلازمېنې کابل هوایې قلمرو هم نقض کړ. همدا ډول په سپین بولدک کې د پاکستان تېري طالبان دې ته اړویستل چې په متقابل ځوابیه عمل لاس پورې کړی، نو ځکه افغان زمریو سرتېرو د فرضی کرښې څیرمه پر پاکستاني پوستوګذارونه پیل او له غاښ ماتونکو ځوابونو سره یې مخ کړل، ډېرې پوستی یې ترې ونیولي، پاکستاني مقامات یې دې ته اړویستل چې د اوربند اواز او چیغې راپورته کړي. د جګړې د پای ته رسیدو او دایمي اوربند په خاطر د قطر او ترکیې په منځګړیتوب په دوحه کې د افغانستان او پاکستان د هیآتونو تر منځ پراوربند موافقه وشوه. دغه ناسته او د افغانستان د دولت د هیآت ناسته د یو سیال هیواد په توګه د پاکستان سره یو ستر بریالیتوب یادولای شو.

درنو لوستونکو، افغانان که هر څومره په خپلو منځو کې سره ستونزی هم ولری، له خپلو حکمتونو نه نارازه هم وي، ولی د ملي ګټو، د هیواد د ارضی تمامیت د ساتلو او دفاع په خاطر سره یو موټی کیږی، او هر ډول قربانۍ ته حاضریږی. چې ښه مثال یې له پاکستان سره د جګړی په وخت کې ټولو هېواد والو په یوه غږ له خپل نظام او وسله وال پوځ نه ملاتړ اعلان کړ، مګر د ګوتو په شمار یو شمېر هېواد پلورونکو په ډېره بې شرمۍ او سپین سترګۍ د پاکستان د هوایې بریدونونه خپل ملاتړ اعلان کړ، چې تاریخ او هېواد وال په د دغو کسانو کرغیړني چېری هېرې نه کړي.

دغه لنډ مهاله جګړې و ښوده چې، د یوه هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا ، د ملی نوامیسو د ساتنې، استقلال او حاکمیت د حفظ له پاره د ځواکمن امنیتي ځواک  په خاص ډول هوایې قوت او رادار ته ستره اړتیا شته.

هوایې ځواک او د فضایې حریم د ساتلو او کنترول له پاره د رادارو د عصری سیستم جوړول د یوه هیواد اساسی اړتیا ده چې طالبان باید ورته خاصه پاملرنه وکړي.

طالبانو ته همدا اوس د یوه دولت په توګه اړتیا شته چې یوه منظمه، پیاوړې، په جګړه ایزو مهارتونو او د مسلکي کادرونو له موجودیت سره خپل نظامي او امنیتي ځواکونه تکمیل کړي.

البته داسی یو ځواک هغه وخت جوړیدی شي، چې د طالبانو د ځواکونو په لیکو کې د دوي تر څنګ  پخواني مجرب مسلکي افسران، هوابازان  او نور قوتونه په خاص ډول هغه افسران چې د امریکا د غلطو پالیسیو او د امریکایې سیاستونو د عملي کولو په لار کې ورسره توافق نه درلود او هغوي یې تقاعد ته سوق کړي وو، بیرته باید اعاده حقوق شي او د وسلوال پوځ د لیکو په پیاوړتیا کې ترې ګټه پورته شي.

بله مهمه خبره داده چې طالبان باید د افغانانو د دې شهامت او وفادارۍ پور چې په یوه غږ او ملی یووالي یې د خپل له نظام او وسله وال پوځ نه خپل ملاتړ اعلان کړ ادا کړي، د ولس غوښتنو او اړتیاوو ته پاملرنه وکړي، د هیوادوالو پر مخ د مکتبونو او زده کړو دروازی پرانیزی. د مسلکي کادرونو له پاره د کار شرایط برابر کړی، د ټولو هېوادوالو د مکلفیتونو او اړتیاو په هکله ملی دریځ غوره کړي، په دولت او حکومت کې ملی او هېواد پالو کسانو ته د کار زمینه او د ګډون شرایط برابر کړي.

پای

چې څه کری، هغه به ریبې- (شلمه برخه)

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.