مخکي هم د پاکستان د جوړیدو ځینو لاملونو ته اشاره شوي وه، خو حقیقت همدا دی، کله چې انګریزان دې نتیجې ته ورسېدل چې نور د تیر په شان دوي نه شي کولای په مستقیم ډول د هند پر لویه وچه واکمني وکړی، په دې سوچ کې شول چې هند تجزیه کړي او د ډیورنډ کرښې سره موازي د لوی افغانستان په یوه برخه کې، د روسانو د پرمختګ د مخنیوي او له بله پلوه د خپلو استعماري راتلونکو موخو له پاره، د پاکستان په نوم یو مصنوعي او جعلي هیواد را منځته کړي، نو ځکه اصلی حقیقت خو دا دی، چې د انګریز په لاس د پاکستان د جوړیدو پرمهال د پښتنو او د هغوی مشرانو لکه فخرافغان باچاخان، عبدال صمدخان او نورو خدایي خدمتګارانو ته چې په مسلمانانو کې یوازې د دوي په مټ، انګریز د هند د لویې وچې پریښودو ته اړشوي وو هیڅ پاملرنه ونه شوه او د پیرنګي په نوي جوړ شوي پاکستان کې واک د محمدعلي جناح په مشرۍ هغه مسلمانانو ته چې د هند په خپلواکۍ کې یي نه یوازې دا چې برخه نه وه اخیستې، بلکې د خپلواکۍ غوښتونو په ځپلوکې یي ونډه له انګریزانو هم درنه او شرمونکې وه، ولیږدول شو.
د ډیورنډ کرښې راتلونکی برخلیک، د پنجاب له پاره چې بې له هغې هم په کور دننه د بلوچستان او سندیانو د خپلواکۍ له غورځنګونو سره لاس او ګریوان دی او له بله خوا د کشمیر پر سر له هند سره دایمې شخړه او دوښمني د اوس له پاره پاکستان له سختو ستونزو سره مخ کړي دی.
ولیدل شول چې د پښتنو پر ضد د پاکستان د تعصب، جبر او بیلا بیلو خائنانه پالیسیو په عملي کولو سره پښتانه نور راویښ شوول، دا دی اوس د پښتون ژغورنې غورځنګ پر ازادۍ مین ځوان او تکړه پیاوړي مبارز منظور پشتین په مشرۍ او ورسره یارانو یې پنجاب ولړزاوه، ددغه غورځنګ د مبارزو لړۍ اوس په یوه نړیواله غورځنګ بدل شوي دی.
همدا اوس حتی خوب وړي پښتانه هم په دې پوه شوول چې، پنجاب د پښتنو اوبو، انرژۍ او نورو زیرمو نه چې په اصل کې د دوي قانوني ملکیت دی یوازې د پنجاب د ابادۍ له پاره ترې استفاده کوي او پښتانه خوار، زار بې برخې پاتې شوي دي. پنجاب له بهتره ژوند، فابریکې، پوهنتونونه، روغتونونه او نور هر راز اسانتیاوو نه برخمن دي، اما پښتانه هیڅ ډول د معشیت وسایل او امکانات په لاس کې نه لري او د پنجاب د تربیه شوو افراطیت په دام کې را ګېرو ماشومانو ته یې یوازې په دینې مدارسو کې د تروریزم او افراطیت روزنه ورکول کېږي کلونه تېرېږي چې په لکونو پښتانه وژل کېږی لا درک کېږي، هم یې پنجابي واکمنان خپله په مدرسو کې تربیه کوي او هم پرې خپله دوی د تروریزم او افراطیت ټاپې وهي.
لیدل کېږی، هر هغه پښتون چې لږ هم ، د پنجابې واکمنانو د ظلم نه پرده پورته کوي او د پښتونو د حقوقو د تر لاسه کولو غږ پورته کوي، یا په بیلا بیلو طریقو وژل کېږی او یا هم زندانونو ته استول کېږي، چې شهېد ارمان لوڼي، نقیب الله مسید، کاکړ عثمان لالا، ګیله من او مفتي شاکریې عیني بیلګې دي او د علی وزېر خو زندان په هستوګنځای بدل شوي دي.
حقیقت خو دا دی، چې کله نا کله د پاکستان هم پخواني او اوسني واکمنان په بربنډ ډول اعتراف کوي لکه چې، پرویز مشرف، اسد دراني، حمیدګل، بینظیر بوټو، عمران خان او نور وایې چې طالبان او مجاهدین دوی روزلې او زیږولې. دي، چې همداسې هم ده، دا دی اوس یې خپله روزلي له کنترول نه وتلي او رڼا ورځ یې پرې توره شپه ګرزولی ده.
ټولو ته روښانه ده چې ۱۳۲۸ لمریز کال رادیخو د پښتونستان ورځ چې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون د ورځې په نامه یادېږي په افغانستان کې په شاندارو مراسمو تجلیل کیده. د ډیورند د کرغېړنې کرښې د دواړو خواوو پښتنو او بلوڅو د کلونو، کلونه راهیسې د یوه او بل سره د ورونو په شان ژوند کړي او د دوي دښمنان به هیڅکله په دې و نه توانېږي چې دغه دوه ورونه ملتونه سره جلا کړي. د ځواشېنۍ ځای دی، چې نن سبا دغه دواړه په ازادۍ مین ملتونه چې د ډیورند د کرښې دواړو لورو کې پراته دي په بیلا، بیلو نومونو د روانې نیابتي جګړې قربانیان دي.
دا یو څرګند حقیقت دی، چې د کرښې دې غاړه پښتنو او بلوڅو د تاریخ په اوږدو کې د ازاد پښتونستان او ازاد بلوچستان د حقه حقوقو د غوښتنې غږ پورته کړی او دغه مبارزه کې یې سختې قربانۍ ورکړي دي.
په ریښتیا هم چې یوازې جنرال ضیاوالحق د اته زره بلوڅانو په وژلو کې لاس درلود. د بلوڅو یو مبارز مخکښ مشرحیر بیارمري وایې:
«بلوڅانو له دېرې پخوا نه د خپلې ازادۍ له پاره مبارزه کوله خو په ۲۰۰۶ ز کال چې یې په سیمو کې پوځي عملیات پیل شول او د دوي سپین ږېری ملتپال مشر نواب اکبر بګتي پاکستاني پوځ د عملیاتو په ترڅ کې و واژه د هغه په عکس العمل کې بلوڅان په قهر شول او په وسلواله مبارزه یې لاس پورې کړ او هوډ یې کړي، چې تر هغه مهاله به وسله کېنږدي چې بلوچستان یې آزاد کړی نه وي.»
ریښتیا هم لیدل کېږي چې د پنجابی جرنیلانو د غلطوپالیسیو، ظالمانه تګلارو په نتیجه کې نن سبا د بلوڅو غورځنګ د ډاکترې ماهرنګ بلوچې په مشرۍ په یو لوی ځواک بدل شوي دی.
لیدل کېږي چې سره له دې ټولو بې شرمیو بیا هم پاکستاني جرنیلان او د ای اس ای مشران د هېواد د اوسني نظام پر ضد چې په هېواد کې یې تر ډېره حده ثبات او امنیت ټینګ کړي، اقتصادي پروژو او ساختماني چارو ټه پاملرنه روانه ده، د موجود حاکمیت له هغو تورمخو مخالیفینو سره چې هېواد یې د تباهۍ او راز، راز مصیبتونه سره مخ کړی وو، پټې او بربنډې غونډې کوي تر څو د موجوده ثبات په لار کې خنډونه رامنځته کړي. پنجابي واکدارانو د تاریخ په اوږدو کې زموږ د ګران هېواد افغانستان پر ضد له هر ډول د ښمنانه دسایسو، توطیو او لاسوهنو کار اخیستي دی او د بهرني استعماري قدرتونو چې په سرکې یې امریکا او انګریزان قرار لري تل د یو ځواکمن او با ثباته افغانستان د جوړیدو او موجودیت مخه ډب کړی ده.
د دې ورځې په تمه چې پنجابي جرنیلان د خپل عمل، عکسل العمل وګوري او څه یې چې کرلي دې هغه به ریبي.
نوربیا
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.