وایي یو سپي ژرنده څټله او بل سپي هغه سپی څټه. اوس په اکثره افغانانو او د هغوي په ځینو نامه مشرانو باندې همدغه حالت حاکم دی.
ځیني وایي چې پاکستان سره باید د روابطو نوی فصل پرانیزو خو دا فصل څوک باید پرانیزي؟ ځکه د یو هیواد نوې فصل یو مشروع او قانونمند حکومت پرانیزي. که کومه ډله یا شخص د یو بل هیواد سره نوي فصلونه پرانیزي، هغوي د یو ملت استازولي نشي کولې او بلکې دا فصل د جاسوسې او استخباراتي لوبو لپاره پرانیستل کیږي.
افغانستان د همدغه نوي فصلونو او استخباراتي لوبو قریاني دی چې یو شمیر ډلې او افراد د افغانستان د ملي ګټو په وړاندې په تیرو څو لسبزو کې استخدام شول.
که یوه سیاسي معلومه پروسه د یوې معتبرې ادارې لکه د ملګرو ملتونو لخوا، اعلان شي، بیا په هغه صورت کې افغانان او یا سیاسي ډلې په هغه پروسه کې باید برخه واخلي او څه فرق نه کوي ځکه خبره به پټه نه وي.
البته د سیمې او نړۍ د رقابتونو له امله ځای او هم د منازعاتو او سیاسي حل په اړه همیشه د منځګړي اعتبار، رول او ځای مهم دی.
د اسلام اباد د غونډې نه د پاکستان هدف دا دی چې غواړي د افغانستان حاکمه او هم مخالفه ډلې او افراد په خپل واک کې وساتي.
د اسلام اباد د ناستې نه پاکستان پیغام افغانانو، سیمې او نورو نړیوالو ته دا دی چې د افغانستان حاکمه او هم د هغوي ځیني مخالفین د دوی په واک کې دي. د هر یو نه په خپل وخت په خپله خوښه استفاده کولې شي.
پاکستان غواړي چې د اسلام اباد د ناستې ګډونوالو او تاید کوونکو مخونه په خپلو چټلیو رنګینه کړي ځکه دغه کسانو لپاره هیځ معیار ارزښت نه لري.
پاکستان یو مشکل لري چې دا کسان هر څوک کرایه کولې شي او که بل چا ورته لوړه کرایه ورکړله، نو بیا دوی د هغوي په خدمت کې دي.
پاکستان اوس د کرایه ورکولو لپاره زیات امکانات نه لري خو کوښښ کوي چې کومه پروژه واخلي او دوی ته هم روز مزدوري ورکړي.
یو بله خبره چې مهمه ده دا کسان د کاغذي ببر په شان دي چې نه په خپلو سیمو او خلکو کې نفوذ لري او نه د پخوا پشان ښه خدمت کولې شي ځکه زاړه یې د مرګ په حال کې دي او نوې نسل د پخوانیو غوندې شناخت په خپل هیواد او خلکو په منځ کې نه لري چې د نورو لپاره د پخوا پشان ښه خدمت وکړې شي.
بس ګنده بازي روانه ده خو ښه خبره دا ده چې پاک او ناپاک سره جدا شي او د ولس لپاره هم بدیل پیدا شي چې په کومه خوا حرکت وکړي.
متل دی وایي:
د سوکړک او سبو جنګ و
په منځ کې دل شول د مرچکو غوندې لعلونه
مشکل دا دی چې په دغه ګنده لوبو کې ولس زیان ګوري. زما په اند، هغوي چې نور هیڅ نشي کولې، باید په دغه ګنده بازې کې برخه وانخلي او نه یې تاید وکړي.
نوټ:
دا تاریخي عکس پخپله د دې ثبوت دی چې د افراد او ډلو نوې فصلونو پایله څه وه. ازموده را ازمودن خطا است
شاه محمود میاخیل
د ننګرهار پخوانۍ والي او د جمهوري غوښتونکو د خوځښت د سیاسي اړیکو مسوول.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.