لکه څرنګه چې هېوادوالو ته څرګنده ده، له غازي امانالله خان څخه تر اوسنۍ دورې پورې هرکله چې په هېواد کې د صنعت، پرمختګ او بنسټیزو پروژو د پلي کېدو پروسه په جدي او منظمه توګه پیل شوې، زموږ د ځینو ګاونډیانو د ورخطا کېدو او اندېښنو سبب ګرځېدلې ده. اوسنی نظام هم په بېسارې چټکتیا او منظم پلان سره د زیربنایي پروژو او ماستر پلانونو د تطبیق په لور پرمخ روان دی او په لنډه موده کې یې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي.
د همدې پرمختګونو له امله دواړه ګاونډیان د اندېښنو سره مخ شوي او هڅه کوي چې د نیابتي جګړو او سیاسي توطئو د بیا راژوندي کولو له لارې زموږ د پرمختګ مخه ونیسي. د افغانانو جبري ایستل، د نظام مخالفو ډلو سره اړیکې او د بهرنیو غونډو تابیا یې روښانه بېلګې دي. دا هېوادونه د افغانستان د صنعتي انقلاب او اقتصادي ودې زغملو توان نه لري، نو د پلمو په مټ زموږ د هېواد پر سرحداتو هوايي بریدونه کوي او پر اوسني نظام بېاساسه سیاسي تورونه لګوي.
بدبختانه، زموږ د هېواد یو شمېر ناکام، تېښتېدلي او تش په نامه پخواني سیاسيون چې د تاریخ له پاڼو څخه ایستل شوي دي، د دغو توطئو پر وړاندې د مبارزې پر ځای، ورسره همغږي ښيي. د هغوی وروستۍ هڅې چې د ګاونډیانو د ملاتړ په لټه کې دي، د ملي وقار او خپلواکۍ سره ښکاره جفا ده.
په همدې لړ کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان په کوربهتوب د غېرطالب سیاستوالو او افغان ښځو په ګډون د یوې جوړېدونکې غونډې په تړاو څرګندونې کړې او دا یې “قصدي پارونه او ناسمه هڅه” بللې ده.
د جمهوري دولت د چارو ادارې پخواني رییس فضل محمود فضلي هم په دې اړه ویلي چې د پاکستان د پوځ د مشر وروستي سفرونه واشنګټن ته د نوو نیابتي ستراتېژیکو پروژو د بازار موندنې په موخه ترسره شوي دي. نوموړی زیاتوي چې اوس د دغو پروژو د تطبیق بهیر پیل شوی او لومړنی نندارتون یې د همدې میاشتې په پای کې په اسلاماباد کې پرانیستل کېږي.
ملي دنده او د وخت غوښتنه
پورته مواردو ته په کتو، د هېواد ټول قشرونه – تعلیمیافته ځوانان، دیني عالمان، روحانیون او قومي مشران – باید د ملي یووالي او ژور سیاسي بصیرت په مټ د هېواد دښمنانو شوم پلانونه شنډ کړي. د نیابتي جګړو او بهرنیو توطئو مخنیوی یوازې د ملي یووالي، باعقله سیاست او د ولسي ارادې په ټینګښت کې شونی دی.
افغان ولس باید یو ځل بیا نړۍ ته وښيي چې د پردیو لوبو او ګاونډیانو د فشارونو پر وړاندې په ګډه ولاړ دی او هېڅکله به اجازه ور نه کړي چې هېواد د ورانوونکو لوبو ډګر وګرځي. د ملي یووالي په سیوري کې به افغانستان د تل لپاره د پردیو د سیاسي او پوځي لوبو څخه وژغورل شي.
د سرلوړي، خپلواک او پرمختللې افغانستان په هيله
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.