عبد العلي مزاري

درنو لوستونکو او په هېواد او ولس مینو هېوادوالو، کله، کله تاريخ عجیبې نوې پیښې وزیږوي چې د تېرو تراژېدي پیښو او د هغه وخت د جنایت کاراونو کړه وړه تر سیوری لاندې راولي او د ولس له ذهنه لری شي، نو ځکه خپل مسؤلیت مې وګڼه چې یو ځل بیا دغه تورې څېرې او کړنې یې د هېوادوالو او په خاص ډول ځوان نسل ته ورپه ګوته کړم، تر څو بیا د دوی او د دوی د لارو اولادونو باندې یې باور ونه کړي.او په ښه توګه یې وپیژني.
افغانستان یو اسلامي هېواد دی او د دغه هېواد اکثریت وګړي د اسلام د مبارک دین پیروان دي. له دې سره د دغه هېواد ۹۰ سلنه وګړي سني مسلمانان دي. د نړیوالو حقایقو د کتاب پر بنسټ د دغه هېواد له ۸۴.۷ څخه تر ۸۹.۷ سلنه وګړي سني مسلمانان او له ۱۰ سلنه څخه تر ۱۵ سلنه یې شیعه مسلمانان دي. په نورو آئینونو باندې د باور لرونکو کسانو کچه د ټولو وګړو نږدې ۰.۳ سلنه برخه جوړوي.
د تاریخ په اوږدو کې په دغه سیمه کې چې نن ورځ د افغانستان په نوم یادېږي ګڼ شمېر مذهبي بدلونونو شتون لرلی. په لرغونې او کلاسیک دوره کې د زردشت آئین، هندوئېزم او له هغو وروسته بودېزم د دغې سیمې له لومړنیو آئینونو څخه وو. اسلام د لومړي ځل له پاره د ۷مې میلادي پېړۍ پر مهال دغې سیمې ته د خلفای راشدینو د خلافت په ترڅ کې د یو شمېر برخو له فتح کولو وروسته راورسېد او په تدریجي بڼه د دغې سیمې په اصلي دین واوښت، مګر د ایران د جاسوسي شبکو ملاتړلي دغه غلام عبد العلی مزاري ناکامه هلې ځلې کولی چې شعیه مذهب ته په هېواد کې لومړیتوب ورکړي او حتی د هزارستان په نامه د هېواد د تجزیې شوم پلان عملی کړي.
عبدالعلی مزاري په ۱۹۴۶ عیسوی کال کې د بلخ ولایت د چارکنت ولسوالۍ د نانوای په کلي کې زېږېدلي دي. خپلې زده کړې یې له مدرسې پیل کړې او بيا وروسته ېې د ايران هېواد په قُم ولایت کې نورې زده کړې تر سره کړي دي . عبدالعلي يوعام سړی و، خو کله چې یې له ايرانيانو سره تماس ونيو نو دی ېې د شيعه ايزم په ولولو کې د سونيانو په مقابل کې پیاوړی او ودراوه . عبدالعلي مزاري د سخت دريځو شيعه هزاره گانو مشر و چې د وحدت تنظیم په نامه ېې ډله جوړه کړه . دغه ډلې برسېره پر اتوو نورو تنظیمي ډلو د ايران د استخباراتو په مرسته خپل فعاليتونه په افغانستان کې تر سره کول.
۱۹۷۹عیسوي کال د شوروي د یرغل وروسته عبدالعلي مزاري د النصر ډلې په نامه د یو نوې بنسټ ډبره کېښوده. وروسته بيا د ايران په مرسته د نهو شيعه گانو ډلې يو ځای شوې او د وحدت د ډلگۍ په چوکاټ کې راټولې شوې، چې د مشر په توگه ېې عبدالعلي مزاري تعین او ونومول شو.
د مزاري ټينگار پدې و چې هزاره گان پنځه ویشت سلنه د افغانستان د وگړو شمېره جوړوي او د وحدت تنظیم د دوي د حقوقو ملاتړې ډلگۍ بلل کېږي. مزاري پدې هم ټينگار لاره چې يو په څلورو د ولسي جرگې سيټونو څخه دې د دوي هزاره ډلو ته ورکړل شي . کله چې برهان الدين رباني په کال ۱۹۹۲ ز کې د افغانستان د جهادي ډلو په مشرۍ ولسمشر شو نو ېې د کورنيو چارو وزارت د امنيت څانگه د وحدت ډلې ته ورنه کړه او دا ېې رد کړه چې مزاري د هغه مرستيال خدایداد هزاره په هغه پوست کې گوماره. نو په همدې باندې د مزاري د ډلې غړو او د رباني له خوا د ډلې غړو کابل کې اخ و ډب پیل کړ، چې نورو اووه ډلو چور او چپاول وکړ او کابل کې د ۶۵۰۰۰ څخه زیاتو وگړو په مرگ ژوبلو تمامه شوه.
ویل کېږي چې مزاري دېر یو وحشیانه زندان درلود چې د« کوتي ګاني » په نامه یادیده، د برچې دښتې په شاوخواکې دغه زندان قرار درلود، چې په زرګونو انسانانو په کې سختي شکنجې لیدلي او دېرو کسانو په کې خپل ژند له لاسه ورکړي، ویل کېږی چې سړي خوړونکي سپین یې هم تربیه کړي و.
د افغانستان په کورنيو جگړو کې يو تر ټولو په بې پرنسيبه کړنو کې بنسټگره ډلې د وحدت تنظیم، جنبش ملي چې د اوزبک جنگسالار رشید دوستم او د احمد شاه مسعود په مرسته د عبدالرب رسول سياف تنظیم شمېرل کېږي. د دې ډلو په مقابل کې د عبدالرب رسول سياف، برهان الدين رباني او احمد شاه مسعود غړو د بې شمېره افغانانو کورونه ړنگ او زورواکيو ته ېې لاره اواره کړه. د دې برسېره د حزب اسلامي مشر حکمتيار د اوزبکانو د ډلې مشر رشيد دوستم او مزاري تر منځ منځگړی شو او سره يو لاس په کابل کې د دريو نورو ډلگيو په مقابل کې وجنگېدل .
مزاري د ۱۹۹۵ میلادی کال د مارچ په ۱۲مه نیټه د چاراسياب په سيمه کې چې د کابل څخه پنځه ویشت کيلو مټرۍ کې پرته ده د طالبانو لخوا هغه وخت ونيول شو کله چې مزاري غوښتل د رباني د جنگياليو څخه د لوېديځې سيمې خواته وتښتي. دی د رباني په پلوۍ جگړه مارو تر هغه په جگړه کې وساته تر څو طالبان پرې راورسېدل او دی ېې ژوندی ونيو. او وروسته یې و واژه.
نور بیا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.