د بې هویتۍ په زندان کې

لیکنه: نقیب احمد قریشي

330

یادیږي به مو چې څو کلونه وړاندې به یو شمېر افغانان د غونډو او ناستو پاستو په محافلو کې د ملي سرود د احترام په وړاندې بې تفاوته ول، ځينو نورو بیا د هیواد په یوې بیخې کوچنۍ او گوښه سیمه کې د وطن ملي درې رنگه باحیثیته او باوقاره بیرغ نه پرېښودی او د خپلې جنگي ډلې بیرغ به یې حتا په جمهوري ودانيو راځوړند کړی و.

لیکوال: نقیب احمد قریشي

کټمټ د هغې سیمې په څېر دا مهال افغانستان د بې هویتۍ له یو لوی بحران سره مخ دی، لکه د ملي ارزښتونو په نوم چې هیڅ هم نه لري.

دا غيرشعوري کارونه نه ول چې زموږ څخه کیدل، بلکې په لوی لاس موږ د خپلو ملي ارزښتونو څخه بغاوت کاوه او د دې ماجراجوی بغاوت نتیجه دا شوه چې دا مهال يې درست وطن په دې رنځ ککړ کړی دی.

موده مخکې د یوې نسبتاً اوږدې او ستړي مسافرۍ څخه د سپين بولدک پر فرضي کرښې وطن ته راغلم، د را اوښتلو سره سم متوجه شوم چې دېخوا ته د طالبانو پر امنیتي موټرونو حتا د دوی پر لاسونو د یوه لیري او بیخې پردي وطن ملي بیرغ نښول شوی و، پر شخصي موټرونو خو تر حد زیات دا بیرغ راځړول و، داسې ښکارېدل لکه موږ چې هیڅ ملي هویت او ملي ارزښتونه نه لرو.

د جمهوریت پر مهال به هم د حزب التحریر او نورو جنګي ډلو ټپلو د بیرغونو تر څنګ د سیکولاري ترکیې ملي بیرغ او د اردغان عکسونه تاو بالا کیدل.

ډیموکراسي او دیکتاتوري چې د یو بل اضداد دي دواړه هله ماتیږي چې ستا د ملي هویت ځای د پردي هویت له امله رنځمند شي.

په دواړو حالتونو کې دا کار د افغانستان په زیان و، دی او وي به.

ځکه چې موږ هیڅکله بې هویته نه و، په لوی لاس مو خپل ځان خپله یو ځل بیا له یوې لويي بې هویتۍ سره مخ کړی دی، گنې هیڅکله به د یوه هیواد ښاري او متمدن”!” ایرانستاني زموږ د پاسپورټ د پاره_ پاره کولو جرئت نه وای کړئ.

ومو لیدل چې موده مخکې د ایران ځواکونو زموږ د مهاجرو افغانانو پاسپورټونه چې زموږ د ملي هویت برخه ده، څیري کړل او دوی یې د وخت له خورا لوی ذلالت سره مخ کړل او تر دې مهاله يې درې سوه زره افغانان ردمرز کړي دي.

د دې لويي رنګزردۍ پوښتنه تر وسه هم چا و نه کړه.

دا یواځنی لوی رنځ نه دی چې موږ له بې هویتۍ سره مخ کړل شوي یوو، تر هغه لوی حماقت دا دی چې پر خپل کور، موټر، موټرسايکل او بایسکل پردي هویتونه راځړوو، مخکې د ترکیې اوس د دې بل…سبا ګوره…!

د امنيت تر ټولو غوره تعریف دا دی چي؛

هیڅ جگړه نه وي، د هر انسان انساني کرامت، فردي، ټولیزه او ټولنیزه ازادي او کاروباري/وظیفوي ژوند په بشپړ ډول امن، خوندي او له ثباته برخمن وي او نور هیوادونه ستا ملي ارزښتونو ته په احترام قایل وي.

په دې کې که یو جزء هم کم وي، هغه بشپړ امنیت نه گڼل کیږي.

او د امنيت مفهوم زما تر دې تعریف په مراتبو پراخ او سنگین دی.

د دې ټولو کیسو په لیدلو سره انسان دا وفهموي چې موږ اصلاً یو ملت نه یوو، موږ یو پراگنده، پاشل شوی او خودکش بېگانه پرور ولس یوو ځکه؛

په شلو کلونو کي پر یوه هویت سره راټول نه شوو.

په څلورو کلونو کې په خپل هیواد کې د ملي ارزښتونو “ملي بیرغ، ملي سرود، ملي ورځو، اساسي قانون او…” نمانځني او شکراداینې ته پرېنښود شوو.

زیات وخت مې یو څه نور هم سره وخوري او له ځان سره وایم چې که په آخرت “د محشر په ورځ” احیاناً افغانستان ته د انسان غوندې وجود ورکړل شي نو هغه به زموږ په مخونو را تف کړي.

نو دا وطن ځکه نه جوړېږي چې؛

موږ د افغانستان ازار وهلي یوو.

نقیب احمد قریشي

١٠ سرطان ١٤٠٣ هجري شمسي کال.

زما خاطرې: مارشال شاه ولي خان

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.