هغه سړی چې خاندي

لیکنه: نقیب احمد قریشي

305

لیکوال: وکټور هوګو

لیکنه: نقیب احمد قریشي

دا د ویکټور هوګو تر “بېنوایان” وروسته تر ټولو مشهوره آثر دی، چې مرحوم سیف الرحمن اشنا په ۲۷۱ مخونو کې ژباړلی دی.

که څه هم دا فلسفي ناول څه ناڅه سخت راژباړل شوی دی، خو که د لوستنې پر مهال تمرکز و نه بایلو زیات نوي څه ترې زده کولای شو.

دا کتاب نه یوازې دا چې داستان دی، بلکې د هغه وخت د انګلستان د شاهي کورنۍ د غټانو، کشیشانو او فقیرانو څېرې داسې انځور ښوي چي انسان دې ته اړباسي چې پر انسان بیرته له سره فکر وکړي.

څو پېړۍ مخکې انګرېز انسان وحشي ځناورو ته پاته کېدی؛ خو اوس یې د انسان حیثیث او وقار معراج ته رسولی دی او زموږ پښه په پایڅه کې بنده ده.

تر دې وروسته د دې کتاب بله ځانګړنه د ناول ده او درېیمه برخه یې طبقاتي ناوړه توپیرونه بیانوي او پر فسلفي افکارو راڅرخي، فلسفه څه ته وایي؟ تعریفونه یې لکه د زمان، مکان، عقل، اراده، کمیت او کیفیت او د ورته

موضوعاتو توضیحات دي.

دا چې فلسفي افکار په کایناتو کې په پړاونو وېشل کیږي، نو د سمندرونو پر مخ هم اوبازي/لامبو نه وهي، تل ته یې رسوي او د نسبي حقیقتونو په لاره کې ژور فکر انسان ته ورښيي او لږ تر لږه یې له غریزې او ځانغوښتنو “نارسیزم” له ناروغیو ساتي.

د هوګو دا ناول باید د افکارو د استقرار په حالت کې ولوستل شي، ځکه که چیري څوک د افکارو د استقرار وس و نه لري، نو د تکل مخه یې نیول کیږي او د منفرد تحلیل په لاره کې یې خنډونه پېښېږي.

دا هم له دې شهکاره ځینې یاداښتونه:

لومړی:

زه یې سیند ته غورځولی وم چې د هغه په تل کې ښخ شم، خو زه په یوازیوالي سره ښخ نه شوم؛ بلکې د حقیقت په نوم ملغلرې مې له ځان سره راوړلې، زه پر خبرو راغلی یم چې ټول شیان تاسې ته ووایم.

زیاتې تجربې مې تر لاسه کړي دي، یخونه مې لیدلي، د قحطۍ او لوږې مزه مې کتلې ده، د نورو پېغور او تحقیرول مې زغملي دي، د کړاو او بې کسۍ په حالت کې را لوی شوی یم او…

نو تاسې پر خپل ځان رحم وکړئ، دنیا همېشه یو شان نه

وي، افسوس! اربابانو پر سد شئ او پر خلکو رحم وکړئ.

ــــــــــــــ

دویم:

زه بدمرغه غریب یم، تاسې غټان یاست، قدرت لرئ شتمني لرئ او د بخت لمر ستاسې تاریکو مخونو ته رڼا در اچوي، له خوبونو یوازې ګټه اخلئ او نور خلګ مو هېر کړي دي او زما په فکر دا یوازنی واقعیت دی چې تر تاسو اوچت دی.

ـــــــــــــ

درېیم

د افکارو پرېشانې د انساني روح د مسمومیت نښه ده او که د خوبونو او خیالونو نړۍ ورسره ملګرې وي انسان په جوارۍ/قمار اړوي؛ دلته بې پروایي پیل کیږي، د طرحې جوړولو ته لاره هواروي، انساني خیالونه جذبوي او د تباهۍ ګرداب ته یې ور ټېل وهي.

ــــــــــــ

څلورم:

دوه شیان په یاد ولره:

لویان کار نه کوي، تر لاس لاندې خلک خبرې نه کوي، باید خپل بدرنګ مخته فکر وکړې او دا په یاد ولرې چې د بې

وزله سړي ملګري یوازې د ده چوپتیا ده، بې وزله یوازې “هو” وایي آن د قاضي په مخکې هم…

کله چې لویان “نه”وایي، پروا نه کوي دا د هغو حق دی، که هو ووایي، د هغوی له شان سره په ټکر کې کیږي.

ـــــــــــــ

پنځم:

د بشر نفس لکه په خپله د طبیعت په شان له خلا څخه تښتي او په هغه کې د مینې او محبت پر ځای کرکه او کینه شیندي. بې دلیله کرکه وحشتناکه کلیمه ده، خو واقعیت دا دی چې نفرت د نفرت لپاره، لکه هنر د هنر لپاره په طبیعت کې مطرح دی.

نامعلومه کرکه او بې دلیله کینه تر یوې اندازې کېدلای شي ارضا کوونکې وي، خو باید دلیل ورته پیدا شي، څرنګه چې بې دلیله کرکه او هوايي کینه، فضا ته د ډزو کولو په مانا ده، په بل دلیل انسان نه شي کولای د کرکې په وجه له خلکو نه کرکجن وي؛ باید یو کار وسي؛ چې له کینې او کرکې څخه یو پر مځکه راوغورځول شي.

ـــــــــــــ

شپږم:

خندا او خوشحالې هغه ساري ناروغې ده، چې هیڅوک

ترې نه ډارېږي.

او د بډایانو د جنت ډبره بیا د غریبانو پر دوږخ ایښودل شوې ده.

ــــــــــــ

اووم:

ړوند طبیعت تل بې ګناه او کمزوري کسان تر خپل قهر او غضب لاندي نیسي.

ــــــــــــ

اتم:

مرګ که هر څومره ښه او خوږ وبولو، خو بیا هم یو بد او تریخ واقعیت دی.

ـــــــــــــ

نهم:

د واقعیتونو د چینې خوږې اوبه غوړه مالان ناجوړه کوي.

که غواړئ چې هوسا واوسئ؛ نو دا اوبه پر دېوال وپاشئ.

“هغه سړی چې خاندي”

نقیب احمد قریشي/کندهار.

د بې هویتۍ په زندان کې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.