د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو او سېلابونو پېښېدو خبرداری ورکړی دی.
نوموړي ریاست پنجشنبه د چنګاښ پر ۱۹مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼې کې لیکلي چې سبا په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، لوګر، غزني، میدانوردګ، زابل، پکتیا، خوست او پکتیکا کې د ورښتونو اټکل کېږي.
د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د ورښت کچه د ۱۰ او ۳۵ مليمترو ترمنځ ښودل شوې ده.
همدا راز په سوېلختیځو، سوېلي، لویدیځو او مرکزي ولایتونو کې د شدیدو بادونو اټکل هم شوی دی.
په بېلابېلو سیمو کې د بادونو چټکوالی په ساعت کې د ۵۰ او ۹۵ کیلومترو ترمنځ ښودل شوی دی.
په دې وروستیو کې د هېواد په ځینو ختیځو ولایتونو کې سېلابونو ځاني او ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.