!رسمیت پېژندنه: هم فرصت، هم ځولانه

عبدالوحید وحید

461

رسمیت پېژندنه تل د باورونو ګراف لوړوي، تعاملاتو ته لاره هواروي او له سیاسي وزن سره محاسبه کيږي، خو معنا يې  تل یوه نه وي. دا چې روسیه اسلامي امارت داسې مهال په رسمیت پيژني چې افغانستان د نړیوالې انزوا، اقتصادي کړاوونو، او کورنیو محدودیتونو له سختو څپو سره مخ دی، یو مهم سیاسي تحول بلل کېږي، خو پوښتنه دا ده: ایا دا رسمیت به د افغانانو د اوږدو دردونو درملنه وکړاى شي او که د نفوذ او ستراتیژیکو محاسبو بله بڼه به وي؟ له امارت سره دا نوې اړیکه به نړيوال تعامل ته دروازه پرانیزي، که به د بنديزونو ځولانه ټينګه کړي؟

د اسلامي امارت او روسیې تر منځ د ژورو ایډیالوژیکي او سیاسي اختلافاتو له شتون سره سره د امارت د رسميت پېژندلو په تړاو د مسکو ګام یو ستر جيوپوليټيکي بدلون ګڼل کېږي. روسیه د نړۍ لومړى ستر او ځواکمن هېواد دى چې د افغانستان اسلامي امارت یې په رسميت وپيژانده او د نړیوالې انزوا کړۍ یې ماته کړه. دا د روسيې لخوا د ځيرکتيا له مخې یو محاسبه شوی، هدفمند اقدام دی چې د امریکا له وتلو وروسته د رامنځته شوې تشې ډکولو، په منځنۍ آسیا کې د نفوذ پراخولو، د لوېدیځو او سیمه‌ییزو سیالیو د مهارولو لپاره ترسره شوی دى.

روسیه هڅه کوي چې د خپلو امنیتي اندېښنو، اقتصادي ګټو، او د افغانستان له جغرافيېوي موقعیت څخه د ګټې اخیستنې او طبیعي زېرمو ته د لاسرسي له لارې خپل ستراتیژیک هدفونه تعقیب او د اسلامي امارت د کورنيو سیاستونو پر جنجالي اړخونو سترګې پټې کړي. مسکو له طالبانو سره د ګډو موخو، لکه د لوېدیځ ضد دریځ، د ترهګري او نشه يي توکو په وړاندې په مبارزه کې همکاري، او سیمه‌ییز ثبات ته د لومړیتوب ورکولو پر اساس د تعامل په رامنځته کولو کې بريالى ښکاري.

د ااا لپاره هم دغه نوښت یو سمبولیک او سیاسي بری ګڼل کېږي چې د چین، ایران، او مرکزي آسیا له هېوادونو سره د تعامل زمینه برابروي. د روسيې دغه ګام امارت ته یوه ډول مشروعیت ورکوي او ښايي له نړیوالو بنسټونو سره د خبرو پر مېز د هغوی دریځ پیاوړی کړي، خو اصلي ازموینه لا مخې ته ده: دا چې آیا دا رسميت د کورنيو اصلاحاتو، په ځانګړي ډول د تعلیم او بشري حقونو په برخه کې د بدلونونو لامل ګرځي او که به یوازې د روان حالت د دوام لپاره د نړیوال تأیید په توګه وکارول شي؟

د افغانستان د اوسني سياسي او اقتصادي وضعیت په هکله د ډېرو اسلامي هېوادونو چوپتیا یوه خواشینوونکې دوه‌ مخي نندارې ته وړاندې کوي. دا چې یو غیرمسلم ځواکمن هېواد له طالبانو سره د ستراتیژیک تفاهم رامنځته کولو او د مشترکاتو د لټون په هڅو کې بريا ترلاسه کړه، خو ډېری مسلمان هېوادونه لا هم نه د رغنده تعامل رامنځته کولو لاره وموندله او نه يې هم د جوړجاړي په موخه د ګډو هڅو د تسلسل څرک ليدل کېږي. داسې معلوميږي چې د اسلامي هېوادونو په بهرنيو تګلارو کې اسلامي ورورولي، اُمّت او ديني مشترکات هسې تشريفاتي الفاظ دي چې معنى نه لري او سياستونه يې د بهرني فشار او جيوپوليټيکي محاسبو له پيچلتياو څخه سرچینه اخلي. که داسې هېواد چې د افغانستان اشغال شاليد او د مذهبي افراطیت له امله يې ژور زخمونه خوړلي دي، کولای شي له طالبانو سره د ستراتیژیکو موخو لپاره تعامل ته لاره پیدا کړي، نو نورې نړۍ او اسلامي هیوادونو ته د تعامل په وړاندې کوم خنډونه مخته پراته دي؟

د لوېديځ هغه تګلاره چې “یا ټول یا هېڅ” پر بنسټ ولاړه ده، يوازې د خپلو هژمونیکو موخو د تحقق لپاره طرح شوې، خو له اخلاقي ارزښتونو سره هېڅ تړاو نه لري. د اسلامي امارت پر وړاندې د فشار، انزوا او بايکاټ تګلاره نه يوازې دا چې د طالبانو په تګلارو کې د مثبت بدلون لامل نه دى شوى، بلکې د هغوی له‌خوا د سخت غبرګون لامل ګرځېدلى او افغان ولس يې له لا ډېرو کړاوونو سره مخ کړى دى. د تېرو تجربو پر بنسټ، نړیواله ټولنه او سیمه‌ییز لوبغاړي باید خپل دریځونه بیا وارزوي او درک کړي چې د مقابل لوري نرمښت د ګواښونو، بنديزونو او پرېکون له لارې نه، بلکې د تعامل، اقتصادي مشارکت او سیاسي تفاهم له لارې ترلاسه کېداى شي.

د ااا لپاره د روسیې په رسميت پېژندل یو فرصت هم دی او ممکن يوه لومه هم وي. دغه اقدام وښوده چې ستراتیژیک اهمیت کولای شي له نړیوال انزوا څخه د راوتلو لپاره لاره پرانيزي، خو له ځان سره نوې ننګونې، فشارونه، او مسؤولیتونه هم راوړي. که ااا دغه پرمختګ د سخت‌دریځه کورني سیاست ته د دوام ورکولو لپاره یو شین څراغ وګڼي، ښايي نه یوازې له نړیوالې انزوا سره بېرته مخ شي، بلکې ممکن د حکومت پر وړاندې د فشارونو کچه هم لوړه شي. همداراز، دغه اقدام د لوېدیځ منفي غبرګون را وپاروي او افغانستان به لا زیات په روسيه باندې اتکا ته مجبور کړي، چې د هېواد د سیاسي توازن، اقتصادي فرصتونو، او د نړیوالو اړیکو د تنوع لپاره به بدې پایلې ولري. البته که طالبان دا فرصت د انعطاف ښودلو لپاره د فرصت په توګه وکاروي، په ځانګړي ډول د نجونو د تعلیم، د بشري حقونو د درناوي، او په حکومتولي کې داسې بدلونونه چې زورواکانو او جنګسالارانو ته د امتيازاتو ورکولو پربنسټ نه، بلکې په نظام کې د پرګنو ګډون او ولسي ملاتړ ته لاره پرانيزي، نو نه یوازې دا چې نور هېوادونه به هم ورته ګام پورته کولو ته تشویق شي، بلکې پرمختیایي مشارکتونه، نړیوال ملاتړ، او د باور فضا به هم رامنځته شي، چې افغانستان ورته اړتیا لري.

عام افغانان د روسيې دغه نوښت او د افغانستان د ډیپلوماټیکې انزوا ماتېدل په نيک شګون مني چې د اقتصادي او بشري ستونځو فشار راکم کړي، خو که له دې سره د سمون او بدلون پروسه رامنځته نشي، نو د روسانو دغه نوښت به په سياسي او اقتصادي برخو کې یوازې د روان اقتصادي حالت د دوام وسیله وګرزي. افغانان، په ځانګړي ډول په معاصرو زده باندي سمبال قشر، باید دا درک کړي چې بهرنیان خپلو ګټو ته لومړيتوب ورکوي. اصلي بدلون باید، زموږ د فکري ويښتابه، مدني تعامل، او د تعلیم، عدالت، او ملي یووالي د رامنځته کولو له لارې د ولس له منځه راپورته شي.

روسیه اوس د خپل نفوذ د پراخولو پر نازکه پوله روانه ده. که‌ یې موخه د ګډو ګټو پرځاى یوازې ستراتیژیک امتيازات ترلاسه کول وي، نو تعامل به لنډمهاله وي. رسميت پېژندنه که څه هم ارزښت لري، خو د ثبات تضمین نه ده.

د طالبانو له‌خوا د روسیې پر لور زیات تمایل، په داسې حال کې چې روسیه خپله له نړیوالو بندیزونو سره مخ ده، کولای شي افغانستان له یو خپلواک اړخ څخه ، یو متکي هېواد او ابزاري جغرافیه وګرزى، نو د فرصتونو نننۍ دروازه  سبا د انزوا دروازه ګرځېدلی شي، ځکه نړیوال سیاست د ارزښتونو پربنسټ نه، بلکې د ګټو پربنسټ روان دى.

روسیې دروازه پرانسته ، خو له دروازې څخه د دقيقو محاسبو په تېرېدل د امارت مسؤلیت دی. دا فرصت یوازې هغه مهال یوې تلپاتې اړیکې ته لاره هوارولاى شي، چې اسلامي امارت هم د مثبت انعطافي اړخ، ګډو ګټو، او ملي مسؤلیت په چوکاټ کې دننه شي. که دا دروازه د  افغانستان د ملي ګټو په چوکاټ کې نه کارول کېږي، نو ښايي همدغه پرانستې دروازه، د راتلونکو ننګونو او محدودیتونو پیل شي. په همدغه حساس تقاطع کې، تصمیم یوازې سیاسي نه، بلکې اخلاقي، ملي او تاریخي هم دی.

جګړه اوس د شجاعت نښه نه، بلکې یو بې‌احساسه مسلک

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.