۱. د بدن د پړسوب کمول:
ادرک کې داسې مواد شته چې د بندونو او عضلو پړسوب (سوزش) کموي. که د ادرک چای وڅښل شي یا ټکور ورسره وشي، نو درد ژر ارامه وي.
۲. د معدې درد او متلې لپاره:
ادرک د معدې درد، زړه بدوالی او باد لپاره ډېر ګټور دی. که ادرک پخ کړای شي او قهوه ترې جوړه شي، نو معده سکون مومي، خاصتاً د سهار زړه بدوالی ښه اثر کوي.
۳. د وینې خراب کولیسټرول کموي:
ادرک د بدن خراب کولیسټرول (LDL) کموي او ښه کولیسټرول (HDL) زیاتوي، چې د زړه روغتیا ته ګټه رسوي.
۴. د شکر ناروغانو لپاره فائده:
که هره ورځ ۳-۴ ګرامه ادرک وخوړل شي، نو د وینې شکر متوازن ساتي او انسولین ښه کار کوي.
۵. د وجود د دفاعي سیستم پیاوړتیا:
ادرک کې قوي انټياکسیډنټ مواد شته، چې د بدن د ناروغیو سره مبارزه قوي کوي او له موسمي ناروغیو ساتنه کوي.
۶. د ذهن آرامتیا:
ادرک د دماغ د کار ښه کوي، د فشار او خپګان کمولو کې مرسته کوي. د ادرک بوی او خوند هم ذهن ته سکون ورکوي.
۷. د ویښتانو لپاره ګټور:
د ادرک اوبه د ویښتانو ریښو ته وینه رسوي، وېښتان له تویېدلو ساتي او غټ، روښانه کوي. که اونۍ کې دوه ځله د ادرک سره ویښتانو ته مساج وشي، نو ډېر ګټه لري.
۸. د ښځو لپاره خاصې ګټې:
د ماشوم زېږېدو وروسته که ښځې د ادرک قهوه وڅښي، نو بدن پړسوب کموي، کمزوري ورکوي او د شیدو زیاتېدو کې مرسته کوي.
د استعمال طریقه:
هره ورځ یو انچ ادرک په چای، قهوه، سلاد یا خوړو کې واچوئ. د قهوې لپاره، ادرک په اوبو کې وایشوئ، بیا شات ورسره ګډ کړئ او وڅښئ.
احتیاط:
که ډېر ادرک وخوړل شي، نو معده سوزوي یا د وینې ستونزی ستونزه راولاړوي. نو اعتدال یا منځنۍ اندازه مراعت کړئ.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.