!په کتابتون کې به یې وموندلای شې

بریال حبیبي

295
((کله چې سایا پیغام رالېږي، نوی ملګری یې پیدا کړی دی، سمدستي یې په ځواب کې لیکم:
څرنګه سړی دی؟
خو هغه یوازې لیکي:
ډاکټر دی!
د ظاهر، شخصیت او په دې اړه چې څه ډول ډاکټر دی، هیڅ معلومات نه راکوي؟
مطلب مې دادی چې ممکن هغه په هره رشته کې دوکتورا اخیستې وي، همداسې نه ده؟ خو حقیقت دادی چې پوهېږم، چې له ډاکټر نه یې هدف څه دی؟
دندې کېدای شي، د افرادو د شخصیت له نخښو نه وي؛ د هغوی د توصیف هغه تر ټولو لنډه لاره، خو یوازې په یو محدود او کلیشوي شکل.
دغه پیغامونه ددې سبب ګرځي، چې فکر کې ډوبه شم؛ خلک به زما د دندې پر اساس زما په اړه څه فکر کوي؟ زما دنده زما د شخصیت او نورو ځانګړنو په اړه څه وایي…؟))
په ((په کتابتون کې به یې وموندلای شې!)) د جاپانۍ لیکوالې ـ میچیکو آویاما ناول دی، چې په (۲۰۲۰) زېږدیز کال کې چاپ شوی.
کتاب پینځه څپرکي لري او هر څپرکی په بېل بېل ډول، خو په ورته مهال له یو و بل سره په اړیکه کې د یوه یوه کرکټر کیسه وړاندې کوي؛ په لومړي څپرکي کې د توموکا په نوم یوه نجلۍ له یوې کلیوالې سیمې نه توکیو ته په درس لوستلو پسې ځي، له پوهنتون نه فارغېږي او همالته له ډېرې مایوسۍ وروسته دنده مومي؛ خو څرنګه چې یې له یوې خوا دا دنده په زړه نه لګېږي او له بلې خوا له دې سره سره چې پر ځان یې باور نشته، څه ناڅه وېرېدونکې او فردي بې نظمي هم لري.
ریو په دویم څپرکي کې د یو شرکت د حسابداري برخې د مسؤل په حیث کار کوي؛ نوموړی چې کله ماشوم وو، ښار کې په یوې عتیقه فروشۍ ور برابرېږي؛ د کورنیو ستونزو له امله هماغه ځای دده پناه ځای ګرځي او اوس چې راځوان او یوه شرکت کې دنده هم لري، غواړي هماغسې عتیقه فروشي جوړه کړي؛ خو لکه موږ چې یې افغانستان کې وینو، که یوازې همهغه کار ته مخه کوي، نو هغومره به نه شي موندلای چې ماښام به یې وخوري او که اوسني کار ته دوام ورکوي، نو هماغه له ده سره رالویې شوې هیلې به یې له خاورو سره خاورې کېږي.
ناتسومي کلونه کلونه له یوې مجلې سره د ایډیټرې په توګه دنده سرته رسولې او دې دنده کې یې پر ځان سربېره مجلې او ګڼو لیکوالانو ته نوم او بریالیتوبونه ګټلي؛ خو کله چې دا د امیدوارۍ دوره کې له دفتر نه رخصت اخلي، دفتر یې پر ځای داسې څوک ګوماري چې دې برخه کې یې تجربه او… په هیڅ سره حساب دي؛ ناتسومي بلې برخې ته تبدیلېږي او دا نو اوس په دې کې دوه زړې ده، چې دنده پرېږدي او که دوام ورکړي؟
کله نا کله خپلې ماشومې ته غوسه وي؟
کله نا کله یې له خاوند سره ورځ نه تېرېږي او کله… .
په څلورم څپرکي کې هیرویا له ښکلو هنرونو نه نقاشي کې لېسانس لري، خو نقاشۍ یې دده په فکر هغسې نه ده، چې د خلکو پام دې ور واوړي او دده ژوند دې پرې روان شي؛ یو ځای د کتابتون مسؤله ورته وایي:
((ـ غواړم، یو د ریاضي درس درکړم!
ـ څه شی؟
ـ د سلو کسو په اړه؛ یو کس له سلو نه کېږي، یو په سلو کې؛ سهي شو؟
ـ سهي شو!
ـ خو هاغه یو کس چې له دوی نه د خپلې خوښې کار کوي، هماغه یوازې ته یې، چې مانا یې کېږي یو کس له یو کس نه او دا بیا کېږي سل په سلو کې!
ـ آ؟
ـ نو خو یو د سل په سلو کې چانس شته!))
پینځم څپرکی د تقاعد شوي پینځه شپېته کلن ـ ماسایو په ژوند غږېږي؛ ماسایو پخپل کاري ژوند کې یوازې له یوه شرکت سره کار کړی او اوس چې تقاعد شوی، کاري اړیکې یې پای ته رسېدلې او له مېرمنې پرته په فردي ډول په ټول ښار کې د سلام سړی نه شي موندلای؛ خو نوموړی د کتاب وروستۍ برخه کې، چېرته چې دی هم د کتابتون د مسؤلې په مرسته د خپل تېر ژوند په حقیقت  او د روان ژوند په چل پوهېږي، یوه ورځ ورنه دوی ته د کتاب د انتخاب له څرنګوالي نه پوښتي؛ هغه ورته وایي چې:
((په تصادفي ډول)) او بیا زیاتوي:
((ځکه چې لوستونکي د لیکونکي له موخو پرته له کلیماتو سره خپله شخصي اړیکه ایجادوي او هر یو یې خپل ځان ته ترې یو ځانګړی درک اخیستلای شي!))
www.dawatmedia24.com/?p=175778#

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.