پر تازه مېوو د پاکستان لوړې ګمرکي تعرفې؛ سوداګر: ا.ا دې د دغو تعرفو کمولو برخه کې اقدام وکړي

203

پر تازه مېوو د پاکستان لوړې ګمرکي تعرفې؛ سوداګر: ا.ا دې د دغو تعرفو کمولو برخه کې اقدام وکړي

کندهار (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴): کندهار کې د انګورو ځيني سوداګر وایي، پاکستان د افغانستان پر تازه مېوو ګمرکي تعرفې لا هم د پخوا په څېر لوړې ساتلې چې له امله یې دوی له زیان سره مخ دي او غوښتنه کوي چې اسلامي امارت دې د دې ستونزې د حل لپاره ګام پورته کړي.

کندهار د افغانستان له هغو ولایتونو دی چې د انګورو د تولید له اړخه شهرت لري؛ د دغه ولایت وچ او لمرین اقلیم، حاصلخېزه ځمکه او د بڼوالۍ دودیزې طریقې د دې لامل شوي چې د هېواد تر ټولو ډېر او لوړ کیفیت لرونکي انګور تولید کړي. هر کال له کندهاره شاوخوا ۲۰۰ زره ټنه انګور ترلاسه کېږي چې ډېره برخه یې د چمن له بندره پاکستان او له هغه ځایه نورو هېوادونو ته صادرېږي.

د انګورو یوه سوداګر رحمت‌الله وویل، له تېر کال مخکې به د ۲۰ ټنه انګورو تعرفه له څلور تر پنځه لکه کلدارې پورې وه، خو اوس دا پیسې ۱۴ لکو ته پورته شوې او سږ کال هم همدا تعرفه اخیستل کېږي، هيڅ بدلون نه دی په‌کې راغلی.

هغه زیاته کړه: «تېر کال د لوړې تعرفې له امله موږ تر شل میلیونه افغانۍ ډېر زیان کړی، سږ کال هم د ګټې تمه نه لرو، له رسمي تعرفې سره سره په چمن بندر کې له هر موټره په غیرقانوني ډول له ۱۰۰ زره تر ۱۴۰ زره کلدارو پورې روپۍ اخیستل کېږي چې دا یو بل فشار دی.»

بل سوداګر محمدالله چې هر کال د انګورو باغونه اجاره کوي وایي، له تېر یوه کال راهیسې یې کاروبار له دوامداره زیان سره مخ دی.

هغه زیاته کړه: «سږ کال مې بیا هم باغونه اجاره کړي، هیله لرم چې لږ تر لږه خپلې پيسې په جوړې کړم، له دې سره مې سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده خو اوس دا ټول له خطر سره مخ دي، موږ کومه خوا وکړو، دغه مو کار دی.»

سیدالله چې د انګورو په راټولولو بوخت دی وایي: «کله چې به تعرفه کمه وه او انګور به ښه پلورل کېدل، موږ ته به له درې تر درې‌نیم سوه افغانۍ مزدوري راکول کېده، اوس چې بازار خراب دی، دوه سوه افغانۍ هم نه راکول کېږي.»

د کندهار د تازه مېوو اتحادیې مشر حاجي نانی اغا وایي چې دغه وضعیت نه یوازې سوداګرو، بلکې د باغونو اجاره‌کوونکو ته هم جدي تاوانونه اړولي دي.

هغه پژواک ته په خبرو کې وویل: «موږ له مسوولینو سره څو ځلې خبرې کړې دي، خو تر اوسه ستونزه نه ده حل شوې، سږ کال هم خبرې روانې دي، خو کوم عملي اقدام نه دی شوی.»

د هغه په وینا، افغان چارواکو ورته ویلي، پر یوه داسې پلان کار کوي چې له مخې یې د افغانستان او پاکستان پر مېوو په مساوي ډول تعرفه وټاکل شي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجینر عبدالباقي بینا بیا وایي چې د انګورو صادراتو له پیله مخکې یې د پاکستان له کونسل سره خبرې کړې، هغوی ژمنه ورکړې چې دا موضوع به له خپلو مشرانو سره شریکه کړي.

هغه وویل: «موږ تېره اونۍ د هېواد د سوداګرۍ ریاست له مرستیال او هم مو د پاکستان له کونسل سره مجلس وکړ، هغوی ژمنه وکړه چې دا موضوع به له لوړپوړو چارواکو سره شریکه کړي څو حل‌لاره ورته پيدا شي.»

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست ویاند محمدحنیف حقمل وایي، د کندهار له باغونو هر کال شاوخوا ۲۰۰ زره ټنه انګور ترلاسه کېږي خو دا کچه ځیني کلونه توپير کوي.

دی وایي، تېر کال د ورښتونو او افتونو له امله د انګورو حاصلات کم وو او ۱۹۰ زره ټنه ترلاسه شوي وو، خو سږ کال حاصلات ښه دي او اټکل دا دی چې تر ۲۰۰ زره ټنه به ډېر شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ  د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې له یو شمېر سوداګرو سره په لیدنه کې له پاکستان سره د ترجيحي تعرفو په اړه ډاډ ورکړی و.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.