تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ایرانه د هرات له لارې څه باندې ۳۱ زره افغان کډوال راستانه شوي
هرات (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۴): هرات کې سیمهییزې سرچینې وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ایرانه د اسلامکلا بندر له لارې څه باندې ۳۱ زره افغان کډوال راستانه شوي دي.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ او کډوالو ته د رسېدو کمېسيون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي د پلاوي رییس مولوي احمدالله متقي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د یادو راستنو شوو له ډلې ۲ زره او ۳۵۲ کورنۍ چې ۱۸ زره او ۸۱۶ کسان پهکې شامل دي، په زور له ایرانه هېواد را ایستل شوي شوي.
د سرچینې په خبره، ۷۴۹ کورنۍ چې ۵ زره او ۹۹۲ کسان دي، په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
پر دې سربېره، ۲ زره او ۶۳۹ مجرد کسان په زور او ۳ زره او ۸۵۶ نور په خپله خوښه راستانه شوي دي.
متقي زیاته کړه چې د کډوالو په راتګ کې د بېسازي زیاتوالي ترڅنګ ۲۷ بېسرپرسته ماشومان هم پېژندل شوي او له خپلو کورنیو سره د یوځای کېدو لپاره د افغانستان د کلیوالي بیارغونې ادارې (RRAA) دفتر ته معرفي شوي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدو کمېسیون رییس ویلي چې د اسلامي امارت د طرزالعملونو له مخې، د مخکنیو راستنو شوو په ګډون ۳ زره او ۵۸۳ کورنیو ته په مستقیم ډول مرستې وېشل شوې دي.
دغه راز، ۷۹۶ کسان کډوالو د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (IOM) له روغتیايي او ۱۹۰۵ کسان د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) له خدماتو برخمن شوي دي.
د یادونې ده، د ښځو د ټولنیزو خدماتو موسسې (WASSA) د معیشت برخه کې ۲۰ زره ۸۶۰ کسانو ته خوراکي توکي وېشل شوي دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.