اغېزناکه مطالعه

لیکوال: عجب ګل تـکل

209

اکسون مجله، نهمه مقاله

سریزه
متمدنه نړۍ تل د هغو کسانو هرکلی کوي، چې د هرې زمانې او پېړۍ په علومو او مهارتونو تر ډېره خبر او برلاسي وي. هره پېړۍ خپلې غوښتنې او اړتیاوې لري. په کومه زمانه کې چې انسانان ژوند کوي، مجبور دي، چې د خپل عصر غوښتنو او پوښتنو ته ځوابونه او د اړتیاوو پوره کولو ته یې سمې حل لارې پیدا کړي او په کومه پېړۍ کې چې د علومو، هنرونو، کسبونو… تنوع زیاتېږي، په همغه کچه ور سره د غوښتنو او اړتیاوو دایره پراخېږي.
بې له شکه؛ په اوسني عصر کې هم تر بلې هرې زمانې د علم، ټکنالوژۍ او پرمختګ دایره ورځ تر بلې پراخېږي، طبیعي ده، چې هممهاله ور سره د غوښتنو او اړتیاوو دایره هم پراخه شي. که غواړو؛ چې د هر وخت پوښتنې مو ځواب، غوښتنې مو پوره او اړتیاوې مو رفع شي؛ نو باید د هر عصر له پرمختګ او علمي یون له کاروانه پاتې نه شو. دغه یون یوازې او یوازې په علم پورې اړه لري، علم او پوهه په کتابونو او نورو علمي سرچینو کې ده او په کتابونو د پوهېدو لپاره، تر بل هر وخت ډېر زیات ضرورت د مطالعې محسوسېږي.
هغه ملتونه او ټولنې، چې مطالعه کوي، نه به یې د تاریخ بدې پېښې او جریانونه تکرار شي او نه به د ژوند سختې بیا ـ بیا درد او تجربه کړي؛ خو همدغه مطالعه، چې پرې ځان، رب، انسان او په ټوله کې ټول کاینات پېژندل کېږي، د ژوند د بلې هرې چارې او فن په څېر لویه پوهه او لوی کار غواړي.
کلـیدي لغتونه: لوستل او مطالعه کول، فکري تمرکز او ثبات، مقلد مطالعه کوونکی، بدیله نظریه، حقیقي او اغېزناکه مطالعه.
اغېزناکه مطالعه
زیاتره وخت لوستل او مطالعه کول په یوه مانا مفهوم شوي او لا کېږي؛ خو دواړه یو تر بله زیات توپیر لري. د نړۍ زیاتره خلک لوستل کوي، نه مطالعه کول.
په دهخدا وېپانګه کې د مطالعې لغت داسې مانا شوی، ((هر شي ته نظر اچول، چې په هغو باندې واقف او خبر شو. تأمل، تفکر، اندېشه، په دقت سره نظر.)) او د خواندن یا لوستل لغت داسې مانا شوی ((قرائت کول، تلاوت کول))
مطالعه: یو فردي عمل دی، چې یو کس د کتاب او یا د نورو لیکنو متن په چوپه خوله لولي او له هغه څخه مفهوم لاسته راوړي. یانې د مطالعې (چوپ لوستنې) کار او فعالیت د متن له مانا او مفهوم سره دی؛ څو له متن څخه ماناییزه او مطلوبه پایله تر لاسه شي.
لوستل: د لیکنیز او چاپې متن له مخې لوستل او درک کول دي. یانې د لوستلو (له مخې لوستل) کار او فعالیت یوازې د لیکل شوي او یا چاپ شوي متن مخ لوستنه ده، لکه زده کوونکی چې په ټولګي کې د نورو زده کوونکو پر وړاندې ودریږي، د کتاب متن په لوړ غږ لولي او ښوونکی یې په همغه وخت کې یوازې د کلمو سم ویل ور زده کوي. (۱: ۱۶ مخ)
شاید تاسو هم له دري ژبو د مطالعې او لوستنې اړوند دا ډېر اورېدلي وي، چې: «کتاب را نخوانید که بخوابید، بلکه کتاب را بخوانید که روحاً و ذهناً بیدار شوید.»
هغه چې کتاب لوستنه کوي، خوب یې وړي؛ هغه چې کتاب مطالعه کوي له خوبه یې را بیداره وي. لوستل را زده کوي، چې چاپ شوی متن څنګه له مخې ولولو، قرائت یې کړو، حفظ یې کړو، د متن له مفهوم او له هغه څخه د فکر کسبولو او حقایقو سره یې کار نه لري؛ خو مطالعه بیا یوه داسې لوستنه ده، چې د متن له مغز او زړي سره کار لري نه له پوټکي سره.
له یوه دیني عالمه مې اوریدلي دي، چې ډېری مسلمانان یوازې د قران ذاکرین دي، نه مفکرین. رښتیا ده؛ که د الله سبحان تعالی سپېڅلي کتاب (قران کریم) پاڼې په ډېر غور سره را واړوو، ځای ـ ځای به د (تذکُر)، (تفکُر) او (تدبُر) کلمو سره مخ شو. قاريان او حافظان د قران ذاکرین (لوستونکي) دي، که لږ په غور سره فکر وکړو، په دې به مو سر خلاص شي، چې قران یوازې د تلاوت او حفظ لپاره نه دی نازل شوی؛ بلکې د تفکر کولو او تدبر کولو (مطالعه کولو) اړخ یې لا ډېر ټینګاري او بارز دی.
له پورتنۍ بېلګې دا هم جوتېږي، چې یوازې د چپټرونو او کتابونو حفظول (لوستول) مطالعه نه ده؛ بلکې پر کتابي متنونو تدبیر او فکر کول مطالعه ده. له دې وروسته باید هر یو په دې غور وکړو، چې موږ لوستل کوو او که مطالعه کول.
مطالعه که د ذوق په موخه وي، که د معلوماتو او یا د یو بل هدف په خاطر وي؛ خو چې فکري ثبات په کې نه وي، په سمه توګه حواس په کې شامل او راټول نه وي، ذوق خړوبولی نه شي او معلومات ترې نه اخیستل کېږي. ذوق پالل ساده خبره نه ده، ځینې معیارونه لري، معیار پېژندنه معلوماتو ته اړتیا لري او معلومات بې له مطالعې نه ترلاسه کېږي. د بېلګې په توګه؛ که د شعر، لنډې کیسې، رومان… مطالعه که ذوقي مطالعه وبولو، د دوی غایه یوازې ساتېري، احساسات پارول او ذوق خړوبول نه دي، بلکې د ملتونو، ټولنو او په ټوله کې د ټولې نړۍ د خلکو عقایدو، فرهنګونو، رواجونو، سیاست، اقتصاد او داسې نورو ښکارندو حلول کړی.
مثلاً که د خوشحال خان خټک منظوم اثار مطالعه کوو، د ذوق د تسکینولو ترڅنګ په کې د عقیدې، تاریخ، فرهنګ، سیاست، اقتصاد او د داسې نورو پدیدو معلومات یا په مستقیمه او یا غیرې مستقیمه توګه هم حاصلوو. هدف دا چې، که مطالعه متمرکزه نه وي، ذوق هم نه شي خړوبولی، متمرکزه مطالعه مستقماً غور او فکري تمرکز ته اړتیا لري. فکري تمرکز” په لغت کې تراکم او د یوې ټولګې لنډیز ته وایي او په اصطلاح کې په ارادي توګه د یادولو او ساتلو وړتیا درلودل او پاملرنې ته فکري تمرکز وایي.» (۲: ۴۵ مخ)


ځینې داسې بهرني او داخلي لاملونه دي، چې د مطالعې پر وخت ذهن بلې خوا ته اړوي، د بهرني او داخلي فکري تمرکز ثبات موندلو لپاره د هغو لاملونو له منځه وړل مهم دي، چې د مطالعې جریان ټکنی کوي. هر هغه څه چې د مطالعې پر مهال د مطالعې په جریان کې ځنډ او خنډ پیدا کوي او یا ذهني ګډوډوي رامنځته کوي، هغه که د بهرني عواملو له وجې وي، که د مطالعه کوونکي داخلي عواملو له وجې وي. له پېژندلو وروسته له منځه وړل یې مهم دي، څو مطالعه ښه او متمرکزه شي. په بهرني عواملو کې د مطالعې ځای او چاپېریال راځي، د مطالعې چاپېریال باید په کامله مانا داسې جوړ او چمتو وي، چې د مطالعې په جریان مثبت تاثیر ولري. په داخلي عواملو کې د انسان فزیکي او رواني حالت راځي، باید مطالعه کوونکی له فزیکي او رواني پلوه روغ او چمتو وي.
محمد تقي شریفی وایي: «زه لس ساعته مطالعه کوم، څو یوه وینا وکړم، ځینې یو ساعت مطالعه کوي او لسو غونډو کې خبرې کوي.»
سقراط وایي: «ته په یوه شپه کې دغه کتاب مطالعه کوې، خو ما د دغه کتاب په لیکلو کې د خپل سر وېښته سپین کړي دي. (۳: مخ ۴۴ـ ۴۵)
پورتنۍ ویناوې دا راښیي، چې مطالعه څومره دقت، تمرکز او فکري ثبات غواړي.
مطالعه هغه وخت ګټوره وي، چې له تقلیده ازاده وي. مقلد مطالعه کوونکی د محکوم ذهن څښتن وي، د خپل استاذ او اېډیال اشخاصو تر تاثیر او د فکري اسارت لاندې وي، بې له ثبوته د اېډیال هره خبره ورته د کاڼې کرښه او محک ښکاري. په اکثره مجالسو او بیانو کې یې د نمونې په توګه وړاندې کوي. حتا مقلد مطالعه کوونکی نه شي کولی چې هر ډول متن (کتاب) ته د سالم نقد په سترګه هم وګوري.
د لارښود استاذ او یا د بل کس لارښوونه باید تر دې حده وي، چې د مطالعې لپاره علمي سرچینې او یا کتاب په ګوته کړي او یا د مطالعې ځینې روشونه وښيي؛ خو برداشت، تایید، رد او… د مطالعه کوونکي قضاوت دی.
که هدف له مطالعې دا وي، چې یوازې د نورو نظریې، افکار، تفسیرونه، برداشتونه… مغز ته انتقال او کاپي شي، د نوې ټکنالوژۍ، ګوګل او میموریکارډ په شتون کې څه ضرورت، چې وخت پرې ضایع او مغز پرې وخوړل شي؟
مطالعه باید د تفکر، نقد، تحلیل… سبب وګرځي. مقلد ته پکار ده، چې هر هغه څه هم مطالعه کړي، چې ورته بد معرفي او ترې منعه شوي وي. مطالعه کوونکی باید حاکم افکار وننګوي په دلایلو د تایید او رد صلاحیت ولري؛ څو په حقیقي مانا مطالعه کوونکی شي، نه مقلد لوستونکی.
زما خپله تجربه او نظر د مطالعې اړوند دغه دی، چې مطالعه باید د متن (کتاب) او د مطالعه کوونکي تر منځ یو داسې جریان وي، چې په مطالعه کوونکي کې له متن سره د تأملي چلند او ښکېلتیا ظرفیت او استعداد پیدا کړي؛ مطالعه باید متن په علمي او منطقي چلند سره له مختلفو زاویو وننګوي؛ مطالعه باید دا ځانګړنه ولري، چې د کتاب څو پاڼو په مطالعه کولو سره، د ټاکل شوي کتاب پر وړاندې د مطالعه کوونکي په ذهن کې لږ تر لږه یو څو پوښتنې را پیدا کړي؛ مطالعه باید په مطالعه کوونکي کې دا وړتیا را پیدا کړي، چې د کتاب هرې برخې ته په تأملي نقد او په alternative idea) بدیلې نظریې) وګوري؛ په دې مانا چې مطالعه باید په مطالعه کوونکي کې داسې استدلال پیدا او وروزي، چې د متن له ننګولو او نقدولو سره ـ سره نقد شوي متن ته بدیله نظریه ولري؛ بدیله نظریه هغه وخت پیدا کېږي، چې نقد شوی متن یوازې لوستلی شوی نه؛ بلکې مطالعه شوی وي. همدغه مبادله نظریه دې، مطالعه شوي کتاب له اصلي متن سره خوله په خوله پرتله شي.
که پایلې یې؛ علمي، منطقي، مثبتې… وې؛ نو موږ مطالعه شوي کتاب په حقیقي مانا مطالعه او نقد کړی دی او که پایلې یې منفي وې؛ نو موږ یوازې او یوازې حافظان او لوستوونکي یو.
زما پورتنی شخصي نظر او تجربه، شاید د غوره مطالعې له پاره یوه ښه لاره ثابته شي؛ څو د متن لوستلو دود، د مطالعه کولو په دود بدل کړي.
حقیقي او اغېزناکه مطالعه هغه ده، چې مطالعه کوونکی د ژوند په ټولو چارو کې د ټولنې له نور قشرونو یو څه متفاوت کړي، د فکر او دید زاویه ور بدله او لویه کړي، د شعور سطحه، کلتوري پوهه او ټولنیزې اړیکې یې پراخې کړي، په ټولنه کې مناسب دریځ ور په برخه کړي، د نوښتګر فکر استعداد په کې پیدا کړي، د افقي او عمودي معلوماتو سطحه یې اوچته کړي، د ښکلا او هنر ذوق یا استیتکه قریحه یې سرشاره او وروزي، په ځان یې باوري کړي، په ټولنه کې یې د یو فعال شخص په توګه مفید او مؤثر تمام کړي او په ټوله کې یې د ژوند په فلسفه وپوهوي.
پایله:
که غواړو، چې د متمدنې نړۍ برخه وګرځو، په تاریخ کې مو بدې پېښې او جریانونه تکرار نه شي، د ژوند سختۍ او دردونه بیا ـ بیا تجربه نه کړو. د نننۍ نړۍ چټک پرمختګ او ټکنالوژۍ څخه بې برخې نه شو، د نورو له علمي یون سره هم کاروانه شو او په ټوله کې په نړۍ کې د یو فعال ملت په حیث څرګند او په هر وخت کې هر ډول ثبات ولرو؛ نو باید زده کړې، کتاب او مطالعې ته مخه کړو.
ajabgultakal2022@gmail.com
اخځلیکونه:
۱ـ مریم مجله، څلورلسمه ګڼه،( مخ: ۱۶)، مسوول مدیر، ملیح مریم، ۱۳۸۹ل.
۲ـ د مطالعې غوره لارې چارې، (مخ: ۴۵)، ډاکټر مجاب منصور، ژباړن: آرمل جاني خیل، د ذهنیت جوړونې مرکز، ۱۳۹۴ ل.
۳ـ د مطالعې غوره لارې چارې، (مخ:۴۴ـ ۴۵)، ډاکټر مجاب منصور، ژباړن: آرمل جاني خیل، د ذهنیت جوړونې مرکز، ۱۳۹۴ ل.
۴ـ مطالعې لارې، سرکوټوال محمد عمران، ګودرخپرندویه ټولنه، ۱۴۰۱ ل.
۵ـ فورمل، عزیزي نقیب احمد، ۱۳۹۸ ل.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.