په تشه خېټه د باديانو(سونف) خوړلو حیرانوونکې ګټې

114

په تشه خېټه د سونف ( باديان) استعمال د پخوا نه د یوناني او ولسي طبابت برخه ده. دا یو طبیعي نعمت دی چې د بدن لپاره بې شمېره روغتیایي ګټې لري، او له ډېرو ناروغیو څخه مو ژغوري.

 د حافظې زیاتوالی:
سونف( باديان) دماغ ته قوت ورکوي، ذهني ستړیا کموي او حافظه پیاوړې کوي.

 د بدن یخوالی:
سونف (باديان) بدن له دننه یخ ساتي او د ګرمی اثرات له منځه وړي.

 غذائیت موادو خزانه:
په سونف ( باديان) کې کیلشیم، پوتاشیم، اوسپنه او سوډیم شامل دي، چې د روغ صحت لپاره ډېر ګټور دي.

 خوږه خوشبويي او ذهني سکون:
د سونف (باديان) خوشبويي ذهن ته ارامتیا ورکوي او د اعصابو فشار کموي.

د ګېس او بد هضمۍ مکمل علاج:
که هره ورځ په تشه خېټه سونف وخوړل شي، نو د معدې ګېس، دروندوالی او بد هضمي ختمېږي.

د سترګو د لید زیاتوالی:
سونف (باديان) چې د مصري (قندي) سره یوځای وخوړل شي، نو د سترګو لید زیاتوي – خصوصاً د ماشومانو او مشرانو لپاره ډېر ګټور دی.

 صاف وینه، روڼ مخ:
سونف وینه پاکوي، د پوستکي ناروغۍ ختموي او د مخ رنګ ښایسته کوي.

د وزن کمولو لپاره غوره انتخاب:
که تاسو له چاغوالي څخه کړیږئ، نو د سونف یا د سونف اوبو استعمال وکړئ.
په اووه ورځو کې به د وزن کمېدو څرګند اثر وګورئ.

هاضمه قوي کوي:
هغه کسان چې له ګېس یا بد هضمۍ کړېږي، باید سونف له نيم ګرمو اوبو سره وخوري – سمدلاسه به ارامتیا حس کړي.

سونف(باديان) – د فطرت یو نعمت دي. او یو طبیعي دوا ده چې له کوم جانبي اثر پرته ډېرې ناروغۍ ښه کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.