یونېسف: د افغان کډوالو له ایرانه پراخ راستنیدل د سرحدي سیمو پر منابعو او بنسټیزو خدماتو دروند فشار راوړی

63

کابل – د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) په یوه تازه راپور کې ویلي چې یوازې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ایران څخه تر ۷۱۴ زرو ډېر افغان کډوال بیرته افغانستان ته راستنیدلي، چې له دې ډلې ۷۰ سلنه زور وویستل شول.

په دې راپور کې چې د جولای ۳۱مه خپور شوی، راغلي چې د جنورۍ له لومړۍ تر د جون تر ۲۹مې، ۲۰۲۵ پورې، ۷۱۴٬۵۷۲ افغانان له ایران څخه راستنیدلي، او یوازې په جون میاشت کې له دې ډلې ۲۵۶ زره افغانان بیرته هېواد ته داخل شوي دي.

راپور وایي چې ۹۹ سلنه راستنیدونکي هیڅ ډول قانوني اسناد نه درلودل، او ۷۰ سلنه د ایران لخوا زور وویستل شول.

یونېسف زیاتوي، پداسې حال کې چې پخوا زیاتره یوازې مجرد نارینه راستنیدل، اوس کورنۍ هم له ایستلو سره مخ دي.

یونېسف خبرداری ورکړی چې دا بې‌سارې راستنیدنه د افغانستان د سرحدي سیمو پر بنسټیزو خدماتو او منابعو سخت فشار راوړی، او د مالي سرچینو شدید کمښت د مرستندویه ادارو د چټک غبرګون وړتیا له ستونزو سره مخ کړې ده.

یونېسف دا هم ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲۳ میلیونه افغانان — چې پکې ۱۲ میلیونه ماشومان شامل دي، یعنې د هېواد له نیمايي ډېر نفوس — بشري مرستو ته اړتیا لري.

په راپور کې دا هم راغلي چې سږ کال له ۸۵۷ زرو زیات ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، د شدیدې خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا لري.

Donate زموږ مرسته وکړئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.