د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، افغان اتلان به دمتحده عربي اماراتو په کوربه توب د افغانستان، پاکستان او متحده اماراتو ترمنځ درې اړخیزه لوبلړۍ کې ګډون وکړي.
د کرېکټ بورډ په خبره دا لوبلړۍ د روانې اګسټ په ۲۹ مه شارجه کرېکټ لوبغالي کې پیلېږي، چې د راتلونکې سپټمبر میاشتې ۷ مې نېټې پورې به دوام وکړي.
په دې شل اوریزه لوبلړۍ کې د افغانستان، پاکستان او کوربه متحده عربي اماراتو ترمنځ اووه لوبې ترسره کېږي.
د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي رییس، میرویس اشرف او اجراییوي رییس، نصیب خان دا لوبې په مناسب وخت کې ګڼلې دي او ټینګار یې کړی، چې دا به د افغان لوبډلې لپاره د آسیا جام سیالیو لپاره غوره چمتووالي وي.
بورډ وايي، په همدې موخه د بورډونو ترمنځ سلا مشوره شوې، چې افغانستان د متحده عربي اماراتو او پاکستان پر وړاندې له پایلوبې پرته دوه -دوه لوبې وکړي او له پایلوبې یوه ورځ وروسته به افغان لوبډله د آسیا جام په سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه وکړي.
د یادونې وړ ده چې د دې درې اړخیزې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اګسټ په ۲۹ مه د متحده عربي اماراتو په شارجه کرېکټ لوبغالي کې پیلېږي او هېوادوال پاکستان ته د یوې سختې ماتې د ورکولو په هیله ده.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.