لنډۍ، د ثبتولو ستونزه- ۳۳۸مه‌برخه

آصف بهاند

98

پۀ تورو سترگو مې ړنده کړې

چې جانان نه‌شته، زۀ یې ولې تورومه

 

ټپه ټپه خال به دې ښکل کړم

غزل غزل سترگو ته مه‌نیسه لاسونه

 

کور که د غره په سر کې جوړ کې

غل چې له خپله کوره وې تالا به شينه

 

د کابل باده راشه راشه

د پېښور گرمۍ په اور سيزلې یمه

د لنډیو د دې برخې له‌پاره تاسو درنو لوستونکو ته دا لنډۍ راټولې شوې دي:

په سپینه خوله مړېدل نه‌شته

د سپینې خولې وږي به خاورې مړوینه

 

پۀ سرکې سترگې گنهگارې

زړۀ چې مین شي، سترگې څۀ گناه لرینه

 

پۀ غم شریک جانان مې ولید

د خوږ زړگي زخم مې بېرته ناسور شونه

 

په خولۀ دې هېڅ راته ونۀ وې

پۀ تېغ د سترگو دې ستي او څیرې‌کړمه

 

پۀ تصور مې زړگی شین شو

څو د لیدو مهال راځي خاورې بۀ یمه

 

پرځان مې تور‌څادر راخپور کړ

د بــېــــلــتــانـه تـبـې دې بـیـا نـیـولی یمه

 

پۀ تورو سترگو مې ړنده کړې

چې جانان نه‌شته، زۀ یې ولې تورومه

 

بې اوره وسومه ستي شوم

ملالو سترگو پۀ ما اور ولگاونه

 

بې ادبي له مانه وشوه

پۀ بې امرۍ مې د یار مخ ته وکاتنه

 

ټپه ټپه خال به دې ښکل کړم

غزل غزل سترگو ته مه‌نیسه لاسونه

 

نن مې همځولې مېلمنې دي

وریزې خېشتې دي، چرگان لاس نه‌راوکوینه

 

ناترسه یاره چېرې لاړې

زه د دادا انگـړ کې گوښې ناسته‌یمه

 

تر خولې مې سېل د وينو راغی

د بېلتانۀ لړم پۀ زړۀ خوړلې يمه

 

تېر شوی عمر به رانه‌شي

کۀ وچې څانگې په ژړا زرغونې کړمه

 

ته مې له حاله نه‌خبرېـږې

زما زړگی مدام کوي د ویردردونه

 

وعده دې وکړه، بیا رانه‌غلې

بېگاه مې ټوله شپه نوکان خوړلې‌دينه

 

ورځه، ورځه ترغرونو واوړه

موږ د کم‌اصلو خلکو نه‌کړو ارمانونه

 

د کابل باده راشه راشه

د پېښور گرمۍ په اور سيزلې یمه

 

د لالي کور کې ډزې وشوې

یا یی واده دی، یا بې ځان وژلی‌وینه

 

د بېلتانه ماښام مې وژني

له کوره تللي خلک ولې نه‌راځینه

 

د کافر گل په شان کږه شوې

چي را سمېـږې ورځ به نيمه تېره‌وينه

 

دا خو انصاف نه دی جانانه

چې دې مئين کړم اوس مې نه کړې ټپوسونه

 

د بېلتانه کیسې شروع دي

ما د لالي لاسونه کلک نیولي دینه

 

د سرپناه سړى مې ته وې

تشو مېرو ته دې يواځې پرېښودمه

 

د لاس ورغوي مې تاوده دي

نیکي چې چا سره کوم، بدي راوړینه

 

د لالي کال‌کېـږي د بل دی

زما نمجنې سترگې لا‌نمجنې دینه

 

سترگې دې پورته که راگوره

لکه د نوې مياشت کږه ولاړه يمه

 

کور که د غره په سر کې جوړ کې

غل چې له خپله کوره وې تالا به شينه

 

له مانه پاتې شوې وطنه

لکه مرغۍ پر بوټو شپې درته کومه

 

مور دې له بریتو نه کوربان شه

په تناره دې جینکۍ صفت کوينه

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.