پښیماني

رحیمه سهار

37

اجمل د اوولسوکلونو نازک زلمی و؛ د کور مشر زوی او د لسم ټولګي زده‌کوونکی. د هغه په سترګو کې د راتلونکې ښکلي خوبونه و. پلار یې د رکشا چلوونکی و؛ تند، سخت‌زړه او بې‌رحمه انسان، هغه به تل خپلو اولادونوته جزا ورکوله ،وهل، ټکول اوښکنځل به یې کول،دمهربانی نښه پکې هیڅ نه وه د کور فضا یې تل له وېرې او چوپتیا ډکه کړې وه.
یوه شپه، چې ټوله کورنۍ د دسترخوان شاوخوا ناسته وه،پلار یې په غوصه وویل:
“اجمل! ته شرم نه لرې چې مفت ډوډۍ خورې؟ کار وکړه، بیا وخوره! دا ډوډۍ په تا حرامه ده!”
پلار یې د هغه لاس ونیو او له دسترخوانه یې وشړلو.
اجمل، چې لا ځوان و او احساسات یې نازک ول، د پلار د سختو خبرو ځواب ورکړ،خو همدا ځواب د ده د بدمرغۍ پیل شو.دډېرو وهلو اوټکولو وروسته پلار یې له کوره وشړلو.
هغه شپه اجمل وږی، تږی او یوازې د کور تر دروازې ناست و. تر نیمې شپې پورې یې هېله درلوده چې ښايي دروازه بېرته ورته خلاصه شي، خو هېڅ ونه شول.
بالاخره د کاکا زوی یې ولید، حال یې پرې وسوځېد او خپل کور ته یې یووړ. خو اجمل د درد نه ډک زړه درلود؛ سهار وختي له هغه ځایه هم ولاړ.
څو ورځې ورک شو…
بیا، د ستړیا، لوږې او اوږدو مزلونو وروسته د خپلې خالې کور ته ورسېد. خالې یې پلار ته زنګ وواهه او ویې ویل:
“اجمل زموږ کره دی، اندېښنه مه کوه.”
خو پلار یې په سړه سینه ځواب ورکړ:
“که زما زوی مو وساته، بیا له ما ګیله مه کوئ!”
خالې په خواشینۍ وویل:
“هغه څو شپې پلي مزل کړی، دجلال اباد نه کابل ته پلي راغلی ډېر ستړی دی…”
خو پلار یې ونه منله،او وویل همدا اوس یې له کوره اوباسئ .
د مجبورۍ له مخې، خالې هم هغه شپه اجمل له کوره وایست،ځکه هغوې داجمل له پلار څخه ډارېدل
اجمل په ډېره ناهیلي وویل:
“زه خو د شپې لاره نه وینم،زما دسترګو تکلیف ده یو څراغ راکړئ…”
خو ځواب یې لا هم بې‌رحمه و:
“که ښه هلک وای، پلار به دې نه وای شړلی!
اجمل چوپ شو. هېڅ یې ونه ویل. او د شپې په تورو لارو کې ورک شو…
نه موبایل، نه پیسې، نه ملګری—یوازې یو زخمي اوله درده ډکه زړه .
د اجمل له تلو دوه میاشتې تېرې شوې.
پلار یې یوه ورځ د خلکو تر منځ په ویاړ وویل:
«زوی مې د یو شمېر هلکانو سره د ایران تر مرزه رسېدلی!»
خو دا یوازې یوه تېروتنه، یا شاید د حقیقت نه تېښته وه.
زموږپه کلی کې داسې پیښې ډیرې شوې وې چې هلکان به له کوره له خپلو څو ملګروسره تښتېدل اوبیا به له ایرانه زنګ وهلو چې فلانی قاچاقبرته پیسې ورکړئ،موږ اروپا ته بیایي.داجمل پلار هم په همدې سوچ کې وچې ښایي اجمل به هم یوه ورځ داسې زنګ ووهي،خو
اجمل یو کم جرأت ،غریب، ساده او چوپ هلک و—نه یې داسې ملګري درلودل، نه یې د سفر وس. هغه خو یوازې د خپل کور مخې ته ناست هلک و،چې اوس د نړۍ په نامعلومو لارو کې ورک شوی و. کلیوالو به هروخت داجمل پوښتنه کوله خو پلار به یې په فخر ویل :یوه ورځ به خپله له اروپا زنګ وهي.
همداسې اته میاشتې تېرې شوې…
اوس د پلار زړه نرم شوی و. پښېمانه و. هر ځای یې د اجمل لټون کاوه، خو هېڅ نښه یې ونه موندله. شپه او ورځ به تېرېدې، او د اجمل د بېرته راتګ هیلې ورځ تر بلې مړې کېدې.پلار یې هرځای کې داجمل د نادرکۍ خبر خپورکړ، نه یې شفاخانې پرېښودې نه یې لارې، سړکونه هرځای کې ولټول خو داجمل معلومات ونشو چې چېرته و لاړ.
یوه ورځ خبر راغی چې د کابل په یوه شفاخانه کې د سرحدي جګړو څو بې‌هویته جسدونه راوړل شوي دي.
د اجمل پلار او مور هلته ولاړل…
هغوی په وېره او لړزې د جسدونو کتار ته ودرېدل.
ناڅاپه، کله چې د یوه جسد له مخه ټوټه پورته شوه، د اجمل پلار پر ځمکه ولوېد او بې‌هوښه شو…
ځکه چې د اجمل زنه په سپینه ټوټه تړل شوې وه.
دا هغه شېبه وه چې پښېماني نور هېڅ ګټه نه درلوده…
مور یې ورو ورو ورنږدې شوه، د زوی مخ ته وکتل، او بې دریغه چیغه وکړه بیا یې وویل:
“دا زما زوی نه دی… زما زوی خو ښایسته سترګې درلود،دهغه دسترګو رنګ ماشي و..
خو حقیقت بل و…
د غم، درد او صدمې له امله، هغه خپله حافظه له لاسه ورکړې وه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.