فتاوی عالمګیریه:
د سیاسي واک، ټولنیز کلتور، حدیثي منهج او د معاصر تطبیق تر اغېز لاندې فقهي تولید
سریزه
فتاوی عالمګیریه (الفتاوى الهندية / العالمگيرية) د حنفي فقهې له سترو مُدَوِناتو څخه ده چې د مغولي امپراتور اورنګزېب عالمګیر (م 1118هـ) په امر د نامتو علماو یوې علمي ډلې لخوا تدوین شوه. دا اثر که څه هم د فقهي تدوین له پلوه ستر علمي ارزښت لري، خو په عین حال کې د خپل تاریخي، سیاسي او ټولنیز سیاق محصول دی.
د دې لپاره چې دغه اثر د معاصر اسلامي اجتهاد او ټولنیزو اړتیاوو په رڼا کې درک شي، لازمه ده چې دا مجموعه یوازې د فقهي نصوصو یوه مجردہ ټولګه ونه ګڼل شي، بلکې د سیاسي واک، ټولنیز عُرف، حدیثي منهج او د زمان او مکان د بدلون اغېز لاندې یو علمي تراث او سند و گڼل شي او د ھمدې اړخونو په رڼا کې، تحلیلي څیړنه پر وشي.
تاریخي او سیاسي سیاق:
فتاوی عالمګیریه د هغه تاریخي پړاو محصول دي چې مغولي سلطنت له داخلي پاڅونونو، مذهبي تنوع او د واک د مشروعیت له جدي ننګونو سره مخ و. اورنګزېب عالمګیر هڅه کوله چې شریعت د دولت رسمي قانون په توګه تثبیت کړي، څو مرکزي واک پیاوړی او ټولنیز نظم ټینګ شي. همدې سیاسي اړتیا فقه د سلطاني نظم د تنظیم وسیله وګرځوله، او فقهي تدوین یې له عملي سیاست سره نږدې وتاړه.
ھسې خو محمد محی الدین یا اورنگزیب عالمگیر ( ۱۶۱۸م – ۱۷۰۷ م ) په ھندوستان کې د مغولو شپږم مقتدر امپراتور، پخپله ھم د اصولي سني مسلمان په توگه، په ډیرو مواردو کې د اسلامي شریعت پابند و، لیکن بیا ھم ھغه مھال د سیاسي واک د استحکام لپارہ د مسلمانانو متحد ساتل یوہ بنسټیزہ اړتیا وہ او دا اړتیا یواځې او یواځې شرعي نظام پورہ کولای شوہ، ځکه په لوی کثیر الملیتي ھندوستان کې د مسلمانانو د مختلفو قومونو تر منځ د اتحاد او یووالي رمز دین و، که نه د مغول او پنجابي، پښتون او بنگالي او نورو مسلمانانو تر منځ ھیڅ رنگ نسلي، ژبني، سمتي، کلتوري او نورو مشترکاتو وجود نه درلود.
سیاسي فقه او د سلطاني منطق اغېز:
په فتاوی عالمګیریه کې د اطاعت، بغاوت، تعزیراتو، حدودو، جهاد، اهل ذمه او د قضا نظام اړوند احکام د مرکزي دولت منطق انعکاسوي.
که څه هم دا احکام د حنفي فقهې له معتبرو روایتونو اخیستل شوي، خو د انتخاب، ترجیح او تنظیم بهیر یې د سلطاني نظم اړتیاوو سره همغږی ښکاري. دا واقعیت څرګندوي چې فقه دلته یوازې د نصوصو تفسیر نه دی، بلکې د سیاسي واک د ثبات یوه فقهي اله هم ګرځېدلې ده
ټولنیز او کلتوري اغېز: د هندي عرف نفوذ
د عالمګیریه محتوا ټولنیزه مطالعه ښئيي چې ګڼ شمېر مسایل د خالص فقهي اجتهاد تر حده محدود نه دي پاتې شوي، بلکې د هندي ټولنې کلتوري جوړښت، عرفي دودونو او ټولنیزو ذهنيتونو اغېز پکې څرګند دی. په ځانګړي ډول، د کورنۍ نظام، طبقاتی تفکر او پدرسالار دودونه د فقهي احکامو په بڼه کې انعکاس مومي. دا وضعیت څرګندوي چې فقه په عملي تدوین کې کله ناکله د نصوصو تر څنګ د عرف تابع ګرځي، نه دا چې عرف د نص تابع پاتې شي
د ښځو مسایل: فقهي حکم که ټولنیز تصور؟
په فتاوی عالمګیریه کې د ښځو اړوند احکام د علمي نقد وړ دي. ځینې احکام د قرآن د قطعي اصولو لکه انساني کرامت، عدالت او د تکلیف په اصل کې د مساوات سره سمون نه لري. دغه احکام د ټولنیز چاپېریال محصول دي چې ښځه یې د تابع عنصر په توګه انګېرله. له همدې امله، دا ستونزه یوازې فقهي نه ده، بلکې ژوره ټولنیزه، کلتوري او سیاسي بڼه لري
حدیثي منهج او د استدلال ستونزه:
په فتاوی عالمګیریه کې د احادیثو د صحت او ضعف معیارونه د محدثینو له معیارونو سره سم نه دي مراعات شوي. ځینې احادیث ضعیف، مرسل موضوع ( امام ابن حجر العسقلاني، نزهة النظر، د ځینو ضعیفو مرسلو او موضوعي احادیثو یادونه کړی همدا راز امام شمس الدین الذهبي پخپل کتاب ميزان الاعتدال کې ھم د دی یادونی کړي ) د استدلال وړ ځواک نه لري، خو بیا هم پرې فقهي احکام استنباط شوي دي. چې دا وضعیت د فقه او حدیث ترمنځ د منهجي توپیر یوه مهمه ستونزه راڅرګندوي.
د زمان او مکان بدلون او د معاصر تطبیق ستونزه:
فقهي قاعده وایي: هغه احکام چې پر سیاست، عُرف او مصلحت ولاړ وي، د زمان او مکان له بدلون سره بدلېږي. فتاوی عالمګیریه د اوولسمې پېړۍ د هند د سیاسي، ټولنیز او حقوقي جوړښت محصول دی.
نن ورځ، د معاصر اسلامي اجتهاد لپارہ خورا اړینه ده چې د ملي دولت د تحکیم لپارہ اساسي قانون، نړیوال بشري حقوق، د ښځو حقوق، د اسلام په دائرہ کې مدني ازادۍ، او د اوسني ټولنیز-سیاسي چاپیریال ټول اړخونه په پام کې ونیسي.
د دې فتاواو لفظي تطبیق کَمَا ھُوَ، په معاصر عصر کې د شریعت د مقاصدو پر ځای د هغو د نقض د خطر جدي احتمال لري.
نو ځکه، معاصر تطبیق باید لاندې اصولو ته لومړیتوب ورکړي:
1. قرآني قطعي اصول:
د عدالت، کرامت، مساوات او حقوقو په رڼا کې.
2. صحيح مسنون معیارونه:
د احادیثو صحت او د فقهي استدلال مضبوط معیارونه.
3. د مصلحت او عُرف فقھي معیارونه:
د عصر د ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي شرایطو سره په همغږۍ کې.
4. نړیوال معاھدات او توافقات : لکه د بشر د حقوقو نړیواله اعلامیه، د ښځو د حقونو کنوانسیونونه، دیپلوماتیک نورمونه او د معاصرو قوانینو نور ټول ھغه چوکاټونه چې د اسلامي شریعت له اصولو سرہ په تضاد، تناقض او مغایرت کې نه وي.
تحلیلي پایله
فتاوی عالمګیریه د حنفي فقهې یو ستر علمي میراث دی، خو دا میراث یوازې د خپل تاریخي، سیاسي، ټولنیز او حدیثي سیاق په رڼا کې درک کېدای شي.
علمي او منهجي دریځ دا ایجابوي چې دا مجموعه د فقهي تاریخ او اجتهادي تجربې په توګه ولوستل شي، نه د معاصرې ټولنې لپاره د یوہ الزامي شرعي سند په توګه.
معاصر اسلامي اجتهاد مکلف دی چې د قرآن قطعي اصول، د صحیح سنت معیارونه او د شریعت مقاصد د تاریخي عُرف، سلطاني سیاست، کمزورو روایاتو او د نن ورځې ټولنیزو او نړیوالو معیارونو په رڼا کې تطبیق کړي، څو فقه د عدالت، کرامت، بشري حقوقو او انساني ارزښتونو استازیتوب وکړي.
و الله المستعان
_________
دکتور عبید الله برھاني
کالیفورنیا- امریکا
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.