پیسې یوازې د راکړې ورکړې وسیله نه ده، بلکې ملي شتمني ده. هر افغانی بانکنوټ د هېواد له اقتصاد، زحمت او ارزښت سره تړاو لري. کله چې موږ بانکنوټونه شلولو، لیک پرې کوو، سوځوو یا یې بېپروا کاروو، په اصل کې خپله ملي شتمني زیانمنوو.
وروستۍ راپورونه ښيي چې د افغانستان بانک د مالي راکړو ورکړو د اسانتیا لپاره له بازارونو ۵۸۸ میلیونه او ۱۴۰ زره زړې او له چلښته لوېدلې افغانۍ راټولې کړې او وسوځولې. دا بانکنوټونه د ۱۰، ۲۰، ۵۰، ۱۰۰ او ۵۰۰ افغانیو لوټونه وو. دا کار که څه هم تخنیکي اړتیا ده، خو تر شا یې لوی اقتصادي لګښت پروت دی.
ولې دا زیان دی؟
کله چې بانکنوټونه خراب شي:
دولت اړ کېږي نوي پیسې چاپ کړي
د چاپ، لېږد او ساتنې لګښتونه لوړېږي
ملي بودجه زیان ويني
د اقتصاد پر ثبات منفي اغېز پرېوځي
د حل لار څه ده؟
که هر وګړی:
پیسې پاکې او منظمې وساتي
بانکنوټونه ونه څيري او پرې لیک ونه کړي
پیسې له اوبو، اور او بېاحتیاطۍ وساتي
بټوې يا جيبي بکسې بايد وکارول شي، او لکه څنګه چې بهرنۍ اسعارې لکه ډالر او ايرو په احتياط او درناوي ساتل کېږي، همدارنګه خپل افغاني بانکنوټونه هم بايد په منظم او ښه ډول وساتو.
نو دا ستونزه تر ډېره حده کمېدای شي.
په پایله کې، د خپل ملي احساس له مخې باید درک کړو چې د افغانیو ساتنه یوازې یو شخصي عادت نه دی، بلکې یو ملي مسؤلیت او ګډ مکلفیت دی. که موږ په تېر کې خپلې پیسې په سمه او مسؤلانه توګه ساتلې وای، نن به د هېواد دا ستره ملي شتمني له ضایع کېدو او سوځېدو سره نه مخ کېده. راځئ له همدې نن څخه د افغانیو درناوی وکړو، ځکه د پیسو ساتنه یوازې د بانکنوټونو ژغورنه نه ده، بلکې د ملي اقتصاد، باور او راتلونکې ساتنه ده.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.