«شرم له سپي»
د عبدالمالک بېکسیار «چکـرنامه»
د ۲۰۲۶ ام کال د جنورۍ پر ۲۴مه، د ډنمارک په کوپنهاگن کې د گڼشمېر افغانفرهنگیانو په گډون د بیکسار د دریو نوو چاپشوو کتابونو د مخکاته محفل و. کتابونه خرڅلاو ته اېښودل شوي وو، خو بازار یې لکه تل ځکه سوړ و چې موږ په ټول کې د مطالعېوال نه یو، خو لاپوشاپو کې مخکښان یو. په دې محفل کې ما د ښاغلي بېکسیار نوي چاپ شوي کتابونه ترلاسه کړ.
د ترلاسه کولو په سبا یې لوستلو ته کېناستم، د شعرونو د دوو ټولگو لوستل مې بل وخت ته پرېښودل، لومړی مې د بیکسیار نثر ته تلوسه وه، ځکه مې «شرم له سپي» راواخیست او لوستل مې یې پیل کړل.
په همدې ورځ زه باید له کوپنهاگن نه بېرته د بس په سورلۍ د اوسېدو کلي ته تللی وای او کورته تررسېدو پورې درې ساعتونه او پنځهلس دقیقې وخت لگېده. ما دا وخت د مطالعې له پاره یوزرین چانس وگاڼه او د یاد کتاب لوستل مې پیل کړل. د ککرې په گومبزه کې مې د مؤلف یا شاعر دې شکایتونه هم ازانگې کولې چې څوک کتاب نهلولي، د هغو خاطر ته مې هم پام وکړ.
ما د بېکسیار صاحب منثور کتاب ځکه د لوستلو لهپاره انتخاب کړ چې پخوا مې د ده د شعرونوټولگې له نظره تېرې کړې وې او د شکل او محتوی په باب مې یې د «د بـېکسیار د ډک زړه څپې )د عبدالمالک بـېکسیار د ژوند او شاعرۍ لنډ جاج(» تر سرلیک لاندې یوه مفصله مقاله لیکلې او خپره کړې وه.
د بېکسیار «شرم له سپي» د کتاب لیکلو انگیزه، د ځینو کسانو له خوا د تاریخي پېښو او سترگو لیدلو واقعاتو د نه لیکلو او نه ثبتولو د گیلو په پایله کې، رامنځته شوې او د دې گیلو یادونه تر بېکسیار مخکې استاد سعدالدین شپون کړې ده، شپون د خپلېلیکلې بیوگرافۍ (و نه و، یو شپون و) په ۸۹ ام مخ کې د پوهاند محمدرحیم الهام نوم داسې یاد کړی دی:
«… په کال ۲۰۰۱ کې چې الهام د امریکا په اریزونا کې و، ما په تلفون کې ورته خواست وکړ چې هسې وزگار ناست یې، ولې د خپل ژوند خاطرې نه لیکې. راسره وې هم منله، خو په کال ۲۰۰۳ کې چې د سرطان په ناروغۍ اخته و او ما ورته ډېر تلفون کاوه، یوه هفته یې مرگ ته پاتې وه، لا یې دا کتاب نه و پیل کړی…»
(شپون، سعدالدین، و نه و، یو شپون و، دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۴ ل/ ۲۰۰۵م کال، ۸۹ ام مخ)
الهام صاحب سره څو کاله ما کار کړی دی، د شپېتمې لسیزې د پیل په کلونو کې کله چې الهام صاحب د کابلپوهنتون د علمي مجلې (اجتماعي علوم) مسؤل مدیر و، زه یې مرستیال وم، په همدې وخت کې یوه موده د ده په اجازه د غیررسمي اسیستانت په توگه، د ژورنالیزم پوهنځي هغه ټولگي ته ورسره تلم چې ده د «هنرينقد» مضون تدریساوه، الهام ډېر پوه او ډک سړی و، دی د کلمې په واقعي معنی یوپوهاند و، د ډېرو مهمو پېښو شاهد پاتې شوی و، خو د شپون صاحب خبره یې یا ونه منله، یا نوره ناوخته وه او د نهلیکلو په وجه یې هرڅه گور ته یوړل.
بیکسیار هم د «چکـرنامې» په مقدمه کې د ځینو هغو کسانو د ژوندپېښو د نه لیکلو نه سر ټکولی دی چې د ټولنیز ژوند په هررنگه ناستو کې غږېـږي، د هغو خبرو د لیکلو چې ورته ووايي، بیا وايي چې: «والله پر موږ خو اوس تېره ده…»
دا د بیکسیار خپلې خبرې دي چې د «شرم له سپي» ټولگې په مقدمه کې راغلې دي:
«په هره لویه او وړه راټولېدنه، واده، کوژده، مړی، خیرات، جنازه، فاتحه به چې وربرابر شوې د وزیرانو، ریٔسانو،والیانو، جنرالانو او نورو لوړ پوړو مامورینو او منصبدارانو به هېڅ کمی نه و.
په همدغسې لویو او وړو وړو ځانگړو او شخصي ناستو کې به ډېر ځله داسې خبرې وشوې چې کم له کمه ما به له ځان سره دا ویل چې دا خو د افغانستان د معاصر تاریخ یوه برخه، که برخه نه نو یوه پاڼه، که پاڼه نه نو یو پاراگراف یا حتی یوه لیکه خو کېدایشي.
دا سړی نو دا ولې نه لیکي چې سباني هم پرې خبر شي؟
(بېکسیار عبدالمالک، شرم له سپي، کلاسیک خپرندویه ټولنه، ۱۴۰۴ هـ ل ـ ۲۰۲۵ م کال، لومړیمخ)
خو بېکسیار د خپلو سترگو لیدلو حالونو ځینې برخې ولیکلې، دی د خپلو لیکنو دې ټولگې ته نه د خاطروټولگه وايي، نه یونلیک، بلکې دلته یې یوبدعت کړی دی چې د خپل ژوند د سترگو لیدلو حالونو یوهبرخه یې لیکلې ده اود «شرم له سپي، چکرنامه» نوم یې ورکړی دی. د دې لیکنو په باب ده ما ته وویل چې:
«… داسې ژانر باید په پښتو ادب کې ثبتکړو چې نه خاطره وي، نه سفرنامه؛ دا باید د دواړو په منځ کې یو څه وي.»
د همدې دلیل له مخې ده خپلو لیکنو ته «چکرنامه» نوم ټاکلی دی. دا چې د «چکرنامه» ژانر به څوک ورسره ومني که نه او عام به شي که نه، دا به وخت معلوم کړي؛ خو بیکسیار د خپل ځانگړي ادبي سبک له مخې داسې یو نوښت کړی دی.
د نوو کتابونو تر مخکاته څو ورځې وروسته (۰۴/۰۲/۲۰۲۶) یې د «غیبت» په نامه، د یوه نوي ژانر په باب یونوي وړاندیز هم سرراپورته کړ:
«… وړاندیز مې د غیبت په نوم د یو جلا ژانر رامنځته کول و.»
د «چکرنامه» له خپرېدو سره سم بېکسیار ته ورته د ځانگړيسبک بل لیکوال نعمتالله صدیقي بیا د بېکسیار چکرنامې ته «د نثر یا کالم او تبصرو» ټولگه ویلې ده او د دې ترڅنگه یې ویلي دي چې:
«… دا نور پر جالبو جالبه وه، چې د یوه خورا ښه شاعر د شعر ترڅنګ یې نثر یا لیکوالي هم ښه او عالي ووینې.»
تر پاسنیو خبرو وروسته نعمتالله صدیقي په واضح ډول ویلي دي چې د بېکسیار «چکرنامه» د کالمونو ټولگه ده:
«زه په همدې اساس د بېکسیار دا چکرنامه د ادبي، سیاسي او فرهنګي موضوعاتو هغه کالمونه بولم، چې نه یې د بېلا بېلو موضوعاتو کمی په کې دی او نه یې د نورو ادبي ژانرونو له خونده کمرنګه اخیستنه کړې؛ بلکې بېخي د یوه عالي کالم په توګه عالي بې مثاله کالمونه لیکلي دي.»
نعمتالله صدیقي د بیسکیار «چکرنامه» ځکه کالم گڼي چې په دې لیکنو کې د کالم ټول شکلي اصول مراعات شوي دي او د موضوع له پلوه هم ښه متنوع دی. صدیقي د خپل بحث په ترڅ کې هیله څرگنده کړې ده چې:
«کاش زموږ لیکوال د یوه متنوع او پراخ فورم په توګه کالم لیکنې ته مخه کړي.»
نعمتالله صدیقي د خپلو خبرو په پای کې مبتدي لیکوالو ته د «چکرنامه» د لوستلو سپارښت کوي:
«زه یې د ځوانو او مبتدي لیکوالو لپاره د دې کتاب لوستل ځکه مهم بولم، چې د لیکوالۍ طرز او فکري او شعوري دواړه برخې یې قوي دي او زده کړه ترې کېدای شي.»
د «چکرنامې» د لیکلو سبک د شپون صاحب د «و، نه نه و، یوشپون و» له سبک نه متاثر ښکاري؛ خو د بېلوالي ټکي هم لري.
بېکسیار د «شرم له سپي» په کتاب کې په افغانستان کې او تر هېواده بهر د سترگو لیدلي حالونه، ځینې خاطرې، ځینې اورېدلې کیسې او عیني واقعیتونه، په نړیواله کچه پېښ شوي مسایل او… په لیکلو، د خپل ځانگړي سبک په چوکاټ کله په کمیدي یا تراژیکه بڼه او ډېرځلې په انتقادي بڼه په خوندور هنري نثر لیکلې دي. بېکسیار لکه د شعر، په نثر کې هم د مطالبو او پېښو د بیان له پاره ځانته جلا د بیان طرز لري او پرته د چا د خاطرساتلو او بېلهډاره خپلې انتقادي خبرې لیکلي دي.
د بېکسیار د «چکرنامه» مطالب او پېښې چې ده په هنري بڼه ثبت کړې دي، هماغه مطالب دي چې پخوا به خلکو خاطرې ورته ویلې او په پښتو ادب کې بېلگې ثبت شوې هم دي. د بېکسیار د «چکرنامه» د مطالبو تومنه او د خاطرو د مطالبو تومنه یوه ده د ټولنیزژوند متن او پېښې لیکل یې اړین دی چې هم د انسانانو سترگو لیدلي حالونه او تجربې نورو نسلونو ته ورولېـږدوي او د تاریخ لیکنې لهپاره د لومړی لاس موادو بڼه لري. دلته اړینه بولم چې د خاطرې او خاطره لیکنې په باب رڼا واچوم:
ویل کېږي چې په افغانستان کې د خاطره لیکنې پیل له محمود طرزي نه شوی دی، خو په اوسنۍ زمانه کې د خاطراتو لیکلو ته دومره خلکو مخه کړې ده چې په اوسنيوخت کې یې څوک په لوستلو پسې رسېدای نه شي، خو د ادبي ارزښت لرونکې خاطرې ښايي د گوتو په شمار وي.
خاطره د هر انسان په تېر شوي ژوند کې د هغه تجربې دي، هغه پېښې چې پر شخص باندې د تاثیر په وجه د ده په ذهن کې ثبتېـږي او تلپاتې کېـږي.
د خاطرو په باب داسې نظر هم شته چې تېرژوند ته کېدای شي د خاطراتو ټولگه ووایو، حتی تاریخ ته هم ځینې خلک د تېر ژوند د خاطراتو په سترگه گوري.
تجربو ښودلې چې خاطره لیکنه هم تاریخي ارزښت لري، د انسانانو تجربې اوسني او راتلونکو نسلونو ته لېـږدوي او د نستالژیکي یادونو په وړاندې کولو سره د اوسنۍ او تېرو زمانو عاطفي ارزښتونه د یوه درس په ډول ترنورو پورې رسوي. که دا خاطرې له انساني ارزښتونو سرهمل او په انځوریزه او خوږه ژبه مخاطبینو ته وړاندې شي؛ تاثیر به یې څوچنده شي.
خاطرې که له احساس او عاطفي سره مل وي، تعلیمي ارزښت هم لرلای شي. کېدای شي چې کله کومیکه بڼه غوره کړي او کله تراژیکه بڼه، نو په ډاډ سره باید وویل شي چې ادبي ارزښت هم لري.
په خاطره لیکنه کې ادبي انځور جوړونه ډېره مهمه ده، د همدې لامل په وجه هغه خاطرې چې د ادبي ــ هنري انځورونو په ملتیا وړاندې کېـږي، لوستونکي یې ډېرې خوښوي. د بېکسیار د کتابونو د مخکاته محفل په ترڅ کې یوه گډونکونکي راته وویل چې:
«ډېره تلوسه مې هغه کتاب ته وه چې «شرم له سپي» نومېـږي، دا دی ترلاسه مې کړ اوس به یې په مزه ولولم.»
تجربو ثابته کړې ده چې د ادبي ارزښت لرونکې خاطرې خلک ډېرې لولي او باور هم پرې کوي، خو برعکس هغه خاطرې چې ځینې سیاسیون یې د خپل کاري دوران د رپوټ په بڼه لیکي او اصلي موخه یې د ځان سپیناوی وي، ډېر لوستونکي نه لري، ځکه چې له ریښتیا نه دروغ په کې ډېر وي او هېڅ ادبي ارزښت نه لري چې د لوستونکو پام ورواوړي.
هغه خاطرې چې د ټولنیز ژوند له متن نه انتخاب شوې وي د داسې کلماتو او جملاتو په چوکاټ کې وړاندې شي چې هنري ــ ادبي ښکلا او ارزښت ولري؛ خلک یې خوښوي، باور پرې کوي او ډېرڅه ورنه زدهکوي.
خاطره لیکنه په ادبیاتو کې ځانگړی ځای لري. ډوکتور غفور لېوال د خاطره لیکنې د هنري ارزښت په باب داسې نظر لري:
«هغه خاطرې چې ادبيسینگار او بلاغي ارزښتونه ولري، په ادبیاتو کې شاملېـږي. په خاطرو کې له منځپانگې وراخوا، د خاطراتو د لیکلوبڼه، تصویري ارزښتونه او د ژبې خوږوالی مهم دی. ادبي خاطرات ژبنیهنر دی یا غوره ده ووایو: خاطرات که د یادونو او تېرو پېښو روایتونه د خوند او ښکلاپنځونې په په گاڼه پسوللي ارایٔه کړي، نو ادبي متون یې گڼلای شو، په ادبي خاطرو کې د تشریحي او معلوماتي حاشیو په نسبت، زیات تصویري روایت او خوږوالي ته اهمیت ورکول کېـږي.»
خاطره د تېرو وختونو د پېښو بیان دی، خو هغه وخت ادبي ارزښت پیدا کوي چې له احساس او هنري او تصویر جوړونې سره مل شي او لیکوال یې هغه وخت لیکي چې یادې پېښې د ده پر ذهن او ژوند باندې اغیز پرېباسي، همدا دلیل دی چې په خاطره لیکنه کې د لیکوال لیدلوری ډېر رول لري او د خاطرې په متن کې یې اثر ښکارېـږي.
کله چې خاطرې ولیکل شي، دې لیکلې بڼې ته کېدای شي د لیکوال د ژوند د اړخونو یو تتشاتې انځور هم ووایو.
بیکسیار خپلې لیکنې له سانسور او ډار نه پرته لیکلې دي. د ده داسې ژوندپېښې دي چې یا دی خپله په پېښو کې د یوه کورکتر په ډول حضور لري او یا یې د سترگو لیدلی حال دی، روایت یا د بل له خولې لیکل په کې د گوتو په شمار دی، څوبېلگې یې په «چکـرنامه» کې ماولیدې:
ــ «د مورزړه» (۹۳ ام مخ)،
ــ «قضایي لمونځ» (۱۳۹ ام مخ)،
ــ «کرتۍ» (۱۴۴ ام مخ)،
ــ «د پښتنو بېډۍ بیا میره شوه» (۱۶۷ ــ ۱۷۰مخونه)،
ــ «شرم له سپي» (۱۸۳ ام مخ)،
«د مورزړه» یې یوه بېلگه ده چې په پیل کې یې لیکلي دي: «راوي کیسه کوله» (بېکسیار عبدالمالک، شرم له سپي، کلاسیک خپرندویه ټولنه، ۱۴۰۴ هـ ل ـ ۲۰۲۵ م کال، ۹۳ ام مخ)
ژوندپېښې که په هنري بڼه ولیکل شي، ادب ورته ویلای شو او د بېکسیار «شرم له سپي» ژوندپېښې له ښې هنري ــ ادبي تومنې سره په عالي احساس لیکل شوې دي، نو ځکه یې حق کېـږي چې په هنري ادبیاتو کې وشمېرل شي.
د ډنمارکي کلچر یو له مثبتو اړخونو نه دا دی کوم قانون چې نافذ شي، بیا نو ټول یې مراعاتوي، حتی سپي. په ډنمارک کې سپیو ته ورزده کړای شوي دي چې سرې اشارې به ته درېـږي او شنه اشاره د تگ یا تېرېدلو علامه ده، که د کوم سپي نه وي زده، نو خاوند یې له پړي نیسي چې څه ورانی ونهکړي؛ خو هغه څوک چې له بېقانونه ټولنې نه راغلي وي، بیا ډېـری شیانو ته پام نه کوي.
د بېکسیار په «چکـرنامه» کې د «شرم له سپي» په سرلیک کې پر همدې موضوع باندې غږېدلی دی، چې ژور انتقادي بار لېـږدوي. دلته به یې زه بشپـړ متن راواخلم:
«شرم له سپي»
زما د یوه ډېرگران دوست او زړه ته رانږدې ملگري کیسه ده چې ګټمټ یې لیکم:
تازه ډنمارک ته راغلیوم، بلڅه کار مې نه و، بس کې یوڅوساعته د ډنمارکي ژبې زدکړې یوکورس ته تلم او سیده بېرته راتلم. زما د تگراتگ ۱۱ نمبربس ته د یوه وړوکې څلورلارې په یوه غاړه ورختم او په هغه بله غاړه بیا ترې کوزېدم، له دواړو لورو باید د ترافیکو له یوه څراغه اووښتی وای چې ډېر کم موټرونه پرې تلل راتلل، په همدې وجه او کابل و پېښور کې د خپلې تېرې قانوني بډایې سابقې له برکته ما چندان د دغه څراغ خیال نه ساته، ډېر ځله به خو څوک و هم نه، خو کله به که څوک سره څراغ ته ولاړ هم و نو ما به یو خوا بل خوا موټرو ته سترگې وغړولې، چې نه به و نو سیده به واوښتم.
یوه ورځ داسې وشول چې زه ــ یو سپی او د سپی خاوند یو ځای له بسه راکوز شوو، په لاره سپی مخکې، زه ورپسې او د سپي خاوند ترما لا پسې راروان یو مخ په څراغ. څه گورم چې نه گورم سپی سم سیده بنیادم پلو لارویو د پاره د ایستلې کرښې شا ته تم شو او نېغې نېغې سره څراغ ته ورگوري څو زرغون شي او بیا واوړي، د سپي له تمېدلو سره ما هم په دا خپل زړه کې وویل چې که له انسانانو حیا نه درځي نو کم له کمه لدا سپي خو وشرمېـږه.
ودرېدم او له هماغې ورځې بیا تر ننه د ترافیکي څراغونو خیال ساتم.
(بېکسیار عبدالمالک، شرم له سپي، کلاسیک خپرندویه ټولنه، ۱۴۰۴ هـ ل ـ ۲۰۲۵ م کال، ۱۸۳ ام مخ)
د بېکسیار د «چکـرنامې» ځانگړنې:
۱ ــ د بېکسیار د «چکـرنامې» ډېره برخه د سترگو لیدلي حال دی او ښايي چې له کمونې زیاتونې پرته یې لیکلې وي، ځکه ښې او طبعي راغلې دي،
۲ ــ د ژوندپېښو په لیکنه کې باید ساده ژبه چې د کرکترونو له ځانگړنو سره سمه وي، وکارول شي او د لیکوال د ژبې او پرسوناژ د ژبې توپیر باید په دقیق ډول وشي او دا کار د بیکسیار په «چکـرنامه» کې له ورایه لیدل کېـږي،
۳ ــ د بېکسیار د «چکـرنامې» بله ښېگڼه دا ده چې لنډې یې لیکلي او په لنډون کې یې د موضوع حق هم ورادا کړی دی،
۴ ــ کله چې بېکسیار د مهاجرت په چاپېریال کې ځینې پېښې وینې، نو د تېر وطني ژوند داسې پېښې ورپه یاد کېـږي چې ورتهوالی سره ولري، نو دی یې په ځانگړي مهارت سره په پرتلیز ډول داسې بیانوي چې هم لنډې وي او هم یوځانگړی پیام پهکې وي،
۵ ــ څنگه چې ژوندپېښې د یوڅه په اړه د لیکوال انفراديلیدلوری دی، بیکسیار همدا اصل په «چکـرنامه» کې له پیل نه ترپایه پورې مراعات کړی دی او د هرې پېښې په باب یې خپل نظر په انځوریزه ژبه څرگند کړی دی،
۶ ــ بیکسیار په خپله ټوله «چکـرنامه» کې پېښې داسې لیکلي دي چې لوستونکی ځان د پېښې په منځ کې داسې احساسوي لکه دی خپله چې عیني شاهد وي،
۷ ــ ځینې خلک د ژوندپېښو لیکل د لیکوالۍ لومړنۍ پوړۍ او لومړنی تمرین گڼي، خو بیکسیار «چکـرنامه» د قلمچلولو په پوخوالي کې پیل کړې او ښې په تول تللې لیکنې په کې دي،
۸ ــ بېکسیار د ژوندپېښو په لیکنه کې روزنیز اړخ ته هم پاملرنه کړې او په لیکنو کې د پاموړ روزنیز پیامونه شتهدي،
۹ ــ بېکسیار پېښې په داسې مهارت تشریح کوي چې لوستونکی لاس نیولی د پېښې ځای ته بیايي او له ځان سره یې گرځوي،
۱۰ ــ بیکسیار په ډېری لیکنو کې هنري او انځوریزه ژبه کارولې ده، سره له دې چې مطالب په نثر لیکل شوي دي، خو ځینې داسې نوي ترکیبونه او انځورونه یې کارولي دي چې تر اوسه ما بل ځای نه دي لیدلي، دا یې څو بېلگې دي:
ــ د زاړهخرهشا نموهلې (په هگۍ کې چوڼېدلی، چکرنامه ۲۳ ام مخ)،
ــ اوازې دروازې (په هگۍ کې چوڼېدلی، چکرنامه ۲۵ ام مخ)،
ــ دوه زېړه وطني هگۍ قدرې مړۍ (په هگۍ کې چوڼېدلی، چکرنامه ۲۶ ام مخ)،
ــ په څلوروژامو خبرې کول (کټمټ، چکرنامه ۲۷ ام مخ)،
ــ یو کوناټیځای (سونا، چکرنامه ۴۸ ام مخ)،
ــ نیمکوناټی په کرایه ورکول (اشتهار، چکرنامه ۷۹ ام مخ)،
ــ په نريرنځ اخته کتابونه (یوشعر ـ دوهشعره ـ لسشعره…، چکرنامه ۹۷ ام مخ)،
ــ د مهاجرتونو غوبل (جانبيعوارض، چکرنامه ۱۵۴ ام مخ)،
ــ کنډواله غاښ، (غاښدرد، چکرنامه ۱۵۶ ام مخ)،
۱۱ ــ کله، کله بېکسیار د خپلو لیکنو په منځ کې، د مطلب د لا جالبېدو او غوړېدو لهپاره یوه نیمه لنډه ټوکه هم لکه مالگه مرچ د مطلب په منځ کې وروټومبي لکه دا:
«چا له ملا پوښتي په ډېران لمونځ کېـږي؟
ملا ویل نه.
پوښتونکي ویل ما خو پرون کاوه، ښه کېده.»
(بېکسیار عبدالمالک، شرم له سپي، کلاسیک خپرندویه ټولنه، ۱۴۰۴ هـ ل ـ ۲۰۲۵ م کال، ۱۰۲ ام مخ)
۱۲ ــ بېکسیار په خپلو لیکنو کې کله، کله د اروپايي هېوادونو د ارامه چاپېریال، انسانانو او حتی څارویو ته درناوی، مدني قوانین، د ښکار محدویت، د طبیعت په قوانینو کې ډېرې گوتې نهوهل او… یادونه په دې نیت کوي چې د خپلې جگړه ځپلې ټولنې وگړي خبر کړي او په دې یې وپوهوي چې دلته څاروي د انسانانو کره ورمېلمانه کېـږي، خو «زموږ په وطنونو کې انسانانو وحشت ته مخه کړې او ورځ تربلې یې د خونخوارۍ او ځناورتوب درجه لوړېـږي.» (شرم له سپي، ۱۴۳ ام مخ)
۱۳ ــ په چکرنامه کې د ځینو پېښو یا ترسره شوو کارونو یادونه د یورپوټ په چوکاټ کې هم شوې ده لکه: «کتابپېژندنه، ۱۵۷ ــ ۱۶۰ مخونه مخونه»،
او نور…
د ژوندپېښو لیکل، د سترگو لیدلي حال په لیکلې بڼه خپلو مخاطبینو ته وړاندې کول دي، که د ژوندپېښو لیکوال د ژوند همدې تجربو ته هنري ـ ادبي انځوریزه بڼه ورکړي د ادبي متن بڼه غوره کولای شي او بېکسیار دا ګار تقریباً په ټوله «چکرنامه» کې کړی دی.
د ژوندپېښو په لیکلو کې د بیسکسیار مهارت دا دی چې دی په څو لنډو پروگرافونو کې مطلب رالنډوي او په همدې لڼده لیکنه کې دی د یوه یا څو کرکترونو کړهوړه هم بیانوي او بله ښیگڼه یې لا دا ده د هنري نثر مالگه مرچ هم پرې دوړوي.
بیکسیارد «شرم له سپي» نه په مطالبو کې ډېره هڅه کړې ده چې پېښې رالنډې کړي، په لڼډوالي کې یې د موضوع حق هم ادا کړی او پېښې داسې بیانوي چې لوستونکی له ځانسره د پېښې ځای ته بیايي او پېښه په ژوندۍ بڼه ورښیي، لوستونکی داسې انگېري چې د پېښې په ځای کې حاضر دی.
د بیکسیار «شرم له سپي» د ده د ستركو لیدلو حالونو د همداسې پېښو یوه باوري ټولگه ده چې له پیل نه ترپایه د ادبي ــ هنري ارزښت په لرلو سره ژوند پېښې په کې انځور شوې دي.
د بیکسیار د ژوندپېښو لیکنې تومنه د ده له شخصي، رسمي او هنري ژوند څخه اخیستل شوې ده او دی پر هغو پېښو غږېـږي چې ډېره سلنه یې ده په سترگو لیدلي دي.
که بېکسیار پلان لري چې د خپل ژوندپېښو نورې برخې هم له لوستونکو سره شریکې کړي، باید د دې کتاب (شرم له شپي، چکرنامه) تر سرلیک لاندې یې لیکلي وای: لومړټوک.
د بیکسیار د نورو چکرنامو په هیله!
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.