د ۲۰۲۶ کال په پیل کې، د ایران اسلامي جمهوریت ځان په یوه خورا حساسې مرحلې کې وموند؛ داسې مرحله چې د ژورو او مزمنو جوړښتي بحرانونو د راټولېدو او د دولت او ټولنې ترمنځ د زیاتېدونکي واټن پایله ده.
هغه پراخ لاریونونه چې د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په وروستیو کې پیل شول او د جنورۍ په لومړیو ورځو کې یې شدت وموند، یوازې د لنډمهاله ټولنیزو غوښتنو په توګه نه شي ارزول کېدای؛ بلکې دا د مشروعیت د یوه ژور بحران نښه ده، چې پکې اقتصادي، ټولنیز او سیاسي عوامل د یوه نامساعد سیمهییز او نړیوال چاپېریال سره یوځای شوي دي.
د تهران په بازار کې د لاریونونو پیل، د هغوی د اقتصادي اړخ تر څنګ، ژور سمبولیک اهمیت لري. په تاریخي لحاظ، بازار د رژیم د ملاتړ او د ټولنیز ثبات د ستنې په توګه پېژندل شوی دی. د اسعارو د سقوط او د لوړې انفلاسیون پر ضد د اعتراض د مرکز په توګه د بازار راڅرګندېدل دا څرګندوي چې نارضایتي اوس د دولت د دودیزو ملاتړو جوړښتونو تر زړه رسېدلې ده.
کله چې دا خوځښت پوهنتونونو، کاري طبقو او پراخو ښاري ټولنو ته وغځېد، وضعیت د څوپوړیزو عامه شکایتونو انځور وړاندې کړ، حتا که یو واحد مشرتابه یا همغږی بدیل سیاسي پروګرام موجود نه وي.
په غبرګون کې، د ایران رژیم یو ځل بیا خپلو دودیزو د بحران مدیریت وسایلو ته ور وګرځېد، چې تر ټولو مهم یې امنیتمحور چلند دی. د انټرنېټ محدودیتونه، ډلهییزې نیونې، او په ځینو سیمو کې مرګژوبله هغه تکراري بڼه منعکس کوي چې پخوا هم لیدل شوې ده. خو ننګونه نور یوازې جبر نه دی، بلکې د جبر د ستراتیژیک لګښت زیاتوالی دی.
که څه هم ایران په تاریخي ډول اعتراضونه ځپلي دي، خو اوسنی نړیوال چاپېریال لږ چمتو دی چې دا ډول اقدامات یوازې کورنۍ چارې وبولي. برعکس، تمایل دا دی چې دغه کړنې د پولې هاخوا سیاسي او حقوقي مسایلو په توګه مطرح شي.
رسمي څرګندونې هم دغه تناقض ښه روښانه کوي. ولسمشر مسعود پزیشکیان د خبرو اترو او نرمې ژبې پر اړتیا ټینګار کوي، په داسې حال کې چې امنیتي بنسټونه پر سخت دریځ ولاړ دي او روانې ناکرارۍ د ملي امنیت لپاره مستقیم ګواښ بولي. دا توپیر د رژیم دننه د ژورې سیاسي وېش نښه نه ده، بلکې د بندیزونو او جوړښتي نابرابرۍ تر فشار لاندې د عملي سیاسي او اقتصادي حللارو محدودیتونه څرګندوي. په همدې اساس، جبر له ستراتیژیک حل څخه ډېر، یو تاکتیکي انتخاب ګرځي.
د بنسټیز سیستماتیک بدلون سناریوګانې لا هم مبهمې دي. د پراخې مدني نافرمانۍ نشتوالی او په نظامي او امنیتي بنسټونو کې د معنا لرونکو درزونو نه شتون، په نږدې راتلونکي کې د ناڅاپي سقوط احتمال کموي. تر ټولو محتمله سناریو د اوږدمهاله فرسایش پړاو دی؛ داسې پړاو چې د ناکرارۍ او کنټرول د تکراري دورو او د مشروعیت د تدریجي زوال له لارې، بې له یوې روښانه پایلې دوام مومي.
هغه څه چې اوسنی پړاو ځانګړی کوي دا دی چې د ایران بحران نور یوازې د دې هېواد تر پولو محدود نه دی. شاوخوا سیمهییز چاپېریال لږ احساساتي او ډېر عملي شوی دی. ګاونډي هېوادونه وضعیت د خپلو ملي ګټو له زاویې څاري او ځانونه د دې انګېرنې پر بنسټ بیا تنظیموي چې ایران ښايي د داخلي کمزورۍ یا شاتګ مرحلې ته داخل شي، بې له دې چې په مستقیمه توګه ښکېل شي یا د ښکاره مداخلې لګښت ومني.
پاکستان په دې لړ کې د پام وړ بېلګه ده. اسلاماباد، چې په تاریخي توګه یې له تهران سره په اړیکو کې محتاط توازن ساتلی و، اوس د موجود وضعیت د ساتلو لپاره لږه لېوالتیا ښيي. د ګډې پولې امنیتي اندېښنې، په افغانستان کې پټه سیالي، او له واشنګټن او خلیجي هېوادونو سره د اړیکو د ښه کولو اړتیا، د هغو لوبغاړو سره د ضمني همغږۍ زمینه برابروي چې د ایران له نفوذه اندېښمن دي. که څه هم دا دریځ ښکاره دښمني نه ده، خو دا معنا لري چې د تهران پر وړاندې هر ډول نړیوال اقدام به له جدي عملي مقاومت سره مخ نه شي.
نور سیمهییز لوبغاړي – له خلیج څخه تر ترکیې او مرکزي اسیا پورې – د «فعال انتظار» ستراتیژي غوره کړې ده. دوی نه د ایران ګډوډ سقوط غواړي او نه هم د اوسني نظم دوام د ثبات تضمین بولي. دا وضعیت د خاموش تفاهم او پټو جوړجاړیو لپاره فضا رامنځته کوي، څو د نفوذ بیا تنظیم د بېثباتۍ له مخنیوي سره توازن ومومي.
د دې معادلې په مرکز کې واشنګټن ولاړ دی، چې د بحران د پایلو په شکل ورکولو کې پرېکنده رول لري. د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوې دورې اداره، د ایران پر وړاندې سخت دریځ غوره کړی او داخلي فشارونه یې د «اعظمي فشار» له پراخې ستراتیژۍ سره نښلولي دي.
د امریکا تګلاره د پراخ نظامي یرغل پر بنسټ نه ده ولاړه، بلکې پر دقیقو او ټیټلګښته وسایلو تمرکز لري: هدفمند بندیزونه، شدید دیپلوماتیک فشار، او محدود ستراتیژیک عملیات چې د ملکي وګړو د ساتنې یا د ډلهییزو ظلمونو د مخنیوي تر عنوان لاندې حساسې زېربناوې په نښه کوي. موخه دا نه ده چې رژیم په مستقیم ډول نسکور شي، بلکې دا چې د هغه د کنټرول وړتیا کمزورې او د ایرانیانو په مشرتابه د اصلاحاتو لپاره مناسب داخلي چاپېریال رامنځته شي.
هر ډول بنسټیز بدلون په ایران کې به حتمي ډول د دې هېواد له پولو هاخوا اغېزې ولري. ایران له خلیج څخه تر سویلي اسیا پورې د توازن په سیمهییزه شبکه کې مرکزي موقعیت لري. په ځانګړي ډول افغانستان به له دې بدلونونو ژور اغېز واخلي. د ایران د نفوذ کمېدل یا داخلي کمزوري کېدل به د ځواک توازن بدل کړي؛ که د طالبانو سره د اړیکو، که د اقلیتونو، د اوبو سرچینو، کډوالو او غیر رسمي اقتصاد په برخو کې. دا نسبي تشه ښايي د پاکستان، ترکیې او نورو سیمهییزو لوبغاړو ترمنځ سیالي هم زیاته کړي، چې افغانستان به د ایران د بدلونونو مستقیم انعکاس وګرځي.
د دولت د دودیزو وسایلو د کمزورۍ یو بل مهم عامل د ټکنالوژۍ او ډیجیټل فضا پر وړاندې د کنټرول له لاسه ورکول دي. سره له دې چې انټرنېټ سخت محدود شوی، دولت نور نشي کولی د معلوماتو بهیر په بشپړه توګه کنټرول کړي. بدیلو مخابراتي شبکو، سپوږمکۍ پلیټفارمونو او پولې هاخوا ډیجیټل چینلونو لاریون کوونکو ته د تحرک او نړیوال افشا فرصتونه برابر کړي، چې د رسنیزو بندیزونو اغېز کم او د جبر سیاسي او نړیوال لګښت لوړوي. دا جوړښتي بدلون دولت یوې نوې معادلې ته داخلوي: یوازې فزیکي امنیتي کنټرول نور د ډیجیټل فضا د مهارولو یا د کورنیو ناکراریو د نړیوال کېدو د مخنیوي لپاره بسنه نه کوي.
په پایله کې، ایران د یوې پېچلې بدلونیزې مرحلې پر سر ولاړ دی، چې یوازې د رژیم د بقا یا سقوط په ساده دوګانه کې نه شي راټولېدای. کورني فشارونه، منفي سیمهییز چاپېریال او د متحده ایالاتو رول سره یوځای، د غیر دودیزو وسایلو له لارې د ستراتیژیک توازن د بیا جوړولو لور ته روان دي.
که څه هم جبر ښايي لنډمهاله ثبات رامنځته کړي، خو په اوسني نړیوال شرایطو کې دا نور د ټیټ لګښت انتخاب نه دی. د یوه داسې دولت ترمنځ چې د جبري وړتیاوو څښتن دی خو د جوړښتي حل لارو له کمښت سره مخ دی، او یوې داسې ټولنې ترمنځ چې د بدلون غوښتونکې ده خو سازماني ټوټه ټوټه ده، د ایران راتلونکی د اوږدمهاله فرسایش سناریو ته پرانیستی دی؛ داسې سناریو چې اغېزې به یې د هېواد له پولو هاخوا پراخې شي او ټوله سیمه به تر اغېز لاندې راولي.
یادونه: اصلي مقاله د سپینې ماڼۍ د واشنګټن په فلیټ بڼه خپره شوې ده (په عربي ژبه).
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.