د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو اټکل شوی

27

کابل (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۴): د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو او ناڅاپي سېلابونو راتلو اټکل کړی ډی.
دغه وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې نن ورځ په بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، سمنګان، پروان، بلخ، فاریاب، سرپل، جوزجان، بادغیس، هرات، فراه، غور، هلمند، دایکنډي، اروزګان او بامیان ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو او تندر او برېښنا اټکل شوی دی.
د سرچینې په خبره، په بېلابېلو سیمو کې د باران اندازه له ۱۰ تر ۳۰ ملي‌متره او د واورې له ۱۰ تر ۳۵ ملي‌متره اټکل شوې ده.
دغه وزارت ویلي چې په مرکزي ولایتونو کې، د سالنګونو په ګډون، د سختو بادونو لګېدو احتمال شته چې د باد سرعت په بېلابېلو سیمو کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومتره په ساعت کې اټکل شوی دی.

 

Our Pashto-Dari Website

دعوت میډیا ۲۴

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.