۱۸۴۱م. د نومبر په لومړی ورځ شپه د لوی پاڅون وه
پنځم لړ
د مغولۍ نه زما د واپس ستنیدو سره هممهاله، ایلفنسټون چې په افغانستان کې تازه د پوځي ځواکونو قومندان ټاکل شوی ؤ، له کلکتې نه کابل ته ورسید… او شاه شجاع هغه ته د رسم ګذشت او د توپ د ډزو په مراسمو هرکلي وکړ،… او ایلفنسټون ماته د یرغملو کسانو په راوستلو مبارکی راکړه… له دې پیښې څخه څو اونۍ وروسته برنز زه مرکزي دفتر ته تبدیل کړم … ما سربیره له دې چې خلکو د پټو او ښکاره ګواښونو او د غوسې برګو سترګو نه احساس د خطر کولو، خو د نوموړي په سپارښتنې او لارښونې مې د کابل شاوخوا او د افغانستان نورو ښارونو ته، هغه د تحریري او تقریري مکتوبونو په ماموریتونو کې ګڼ سفرونه وکړل … همدا مهال ؤ چې مکناټن او ایلفنسټون به یو بل ته امنیت د ډاډ ورکولو پیغامونو سره تبادله کول، کابل د چوڼۍ او بالاحصار انګلیسي پوځیانو ترمنځ به کرکټ او اس ځغلونې د لوبې سیالۍ ترسره کیدلي او برنز به زما په راپورونو اکتفاُ کوله او ماته به د خوندورو میلمستاوو په ضيافت کې، نوې، نوې فاحشې او ډمانې ګډولي. …
مګر په عین وخت ما لیدل چې په غرونو کې اکبرخان د عام ولس په خواخوږۍ او ملاتړ باندې، زموږ په وړاندې د جنګ پاره عسکر راټولول او هیچا لا اټکل نه شو کولای چې، ظاهراً له دې سوله یز وضعیت څخه به مهلکه دوزخي اور راپورته شي او د ویکتوریا د پوځ ګڼشمیر سرسپارلي افسران به تباه کړي. …
یو وار د کلکتې نه په مکناټن باندې امر وشو چې کابل کې پوځي لګښت کم کړي او هغه غازیانو ته باج ورکولو مبلغ ټیټ کړ، غازیانو د مکناټن په پریکړې وخندل او په درېمه ورځې یې د پوځي مهماتو یو کاروان چې، درې-څلور ټنه باروت او نور پوځي مهمات یې له پیښور نه کابل ته انتقالول، د خورد-کابل په سیمه کې لوټ کړل، لاکن مکڼاتن دې خطر ته د ګډوډۍ په سترګه وکتل او د کمندو دوه غڼډونه یې مؤظف کړل چې غازیانو ته په دروندو ګوزارنو داسې سزا ورکړئ، چې دا ډول بي عقلي تکرارولو ته بیا زړه ښه نه کړي.
… موده تیره شوه او د دواړو کنډکونو د بری او یا نابری څرک نه څرګندیده چې بالاخره، برنز زه د مکناټن په لاسلیک شوي حکمي پیغام سره، چې په محتوا کې په جنرال سیل او ډګروال براډفوټ باندې د تصفوي عملیاتو تر سرکولو کې د سرعت تاکید شوي ؤ واستولم، په لار کې لومړی هرڅه په بشپړ ډول ارام بریښیده او ما ګومان کاوه چې جنرال سیل کابل ته په خپلو راپورونو کې وضعیت د خرابوالي په اړوند مبالغه کوي، خو کله چې جګدلک ته یو کیلو متر نا رسیده، تورې په لاس غازیانو یوه ډله په ما پسې د غرونو نه راښکته شوه او زه یې د ویرې په حالت کې په نیمچه مړ ځان د ډګروال براډفوټ کمپ پوری په منډو وځغلوم، بیا مې ایله حقیقت درک کړ. …
ما د پیغام ځواب چې په هغه کې د زور او ځواک په وسیله د لارې خلاصول او امنیت ساتلو بهیر ناشوني ښودل شوی ؤ، پرته د دمې او بې له ځنډه نه بیرته برنز ورسلو، برنز دوې دواړه نالایق بیړاګان ونومول.
لس ورځي ورسته برنز د بل لیک سره چې په هغې کې د جنرال سیل نه د امنیت په پاتې راتلو کې ګیله شوی وه او په هغه ېي ټینګار کړي ؤ، چې ژمي د رسیدلو څخه وړاندې لار باید د غازیانو له وجود څخه پاکه کړي، زه جلال اباد ته ولیږلم، دا ځل ما د ګلدریم نه وغوښتل چې زما د سفر ملګرتیا وکړي، … لاکن د سرخکانو هاخوا ټول هیواد زموږ (انګریزانو) په وړاندې بغاوت کړی ؤ او ما سیل ته د رسیدو هیڅ چانس نه لید. … همدا شان ګلدریم ام نه ملامتوم چې د پخوا په پرتله د خپلو هیودوالو سره د هر ډول شخړې څخه ډډه کوله او ماته د وړاندې تګ له خطر څخه خبر داری راکړ او له ما نه یې هیله وکړه چې لیک هغه ته ورکړم، ښایې هیوادوال یې هغه ته د تېرېدو اجازه ورکړي او هغه به یې جنرال سیل ته وسپاري، دا دومره معقول وړاندیز و چې ما پرته له دلیله څخه ومانه او په هماغه شیبه زه د پاتې څلورو غلجي یرغملانو په ملتیا د شپې په تیاره کې کابل ته راغلم … دغه شپه په ټول کابل باندې حیرانونکي چوپتیا خپره وه، … په ټوله لار کې مې هیڅ بنده ذات په مخه رانغی… زه خوشاله وم چې ستړی او ستومانه د برنز استوګنځی ته ورسیدم… د برنز ټول وسله وال ساتونکي او کارمندان انګړ ته راټول شوي وو او داسې ښکاره کیده چې د کوم چا محاصرې پاره چمتووالی نیسي. … پخپله دی په خپل کاری اطاق کې لکه ماهي غوندې غلی ناست ؤ، خو چې زما د راتګ نه خبر شو، سالون ته راغی او په غوسه یې پوښتنه وکړه چې
– ته په دا بې وخته وخت کې، په دا نیمه شپه کې دلته څه بد کوي؟ تا زما لیک سیل ته ورساوه؟
– د لارې امنیت د خرابوالي به ورسته پخپله خبر شي او لیک مې ګلدریم ته ورکړ، چې سیل ته یې ورکړي …
– لیک د لاس په لاس د رسولو خو دنده ستا وه او تا څنګه په یو پردي افغان باندې اعتبار وکړ؟
– په یو دوست افغان او ډاډه یم چې هغه به له موږ سره کله ام غداري ونه کړي. …
– تا عقل لا لاسه ورکړي! ایا نه پوهیږي، چې افغان باندې هغه که دوست وی یا دښمن اعتبار نشته؟
ما ځواب ته خوله جوړوله، چې دغه سکاتلندي بدماش، ما ته لکه کلنګي چرګ غوندې راوړاندې او را نیغ شو او په تغیدو یې وویل چې:
– فلشمن، تا د یو انګلیسي افسر د باور سره خیانت وکړ… دا مزخرفي ببولالي دی لطفاً په پوځي څارنوالي او پوځي محکمي کې زمزمه کړه چې د جرم په سپیناوي کې در سره مرسته وکړي او هلته ممکن د نورو تورونو په تور ام تورن شئ، په هر حالت زه به د محکمې د پریکړې ورسته فکر وکړم، چې په تا باندې تکیه کولی شم یا خیر، مګر د اوس پاره ته زما د امر نه د سرغړونې په تور محبوس یې او نشې کولی چې دا کور پریږدئ. …
هغه په داسې انداز کې له ما سره برخورد کاوه چې ګڼي ما هیڅکله دی د فاحشو پسې سپی غوندې په تعقیب لیدلي نه وي. خو خیر د څو شیبو خاموشۍ له ځند ورسته هغه بیا وویل چې:
– افغانانو د ښار او د چوڼۍ ترمنځ په تګ او راتګ بندیز لګولي. فلهذا اوس خو موږ ټول د هغوي په امر نه شو کولی چې دا کور پریږدو…
– ما د ختیځ ولایت د وضعیت په اړه ته پوه کولي، خو موقع دی رانه کړه، داسې ښکاري چې د هغې ځای بغاوت اوس کابل ته ام سرایت وکړ…
– په کابل کې وړه ناکراری چې چندان د اندیښي وړ نه ده، بغاوت ګڼلې نه شو او د دې په عاملینو به ام سبا ته په پښو وخیژم … ښايي تا ته به په زړه پورې وي چې نن مازیګر او ماښام دوه وارې ما ته مخامخ د مرګ ګواښونه شوي او قسم خوړل شوي دی چې تر سبا پوري به ورنه ژوندی پاتې نه شم، خیر په دې تړاو به وګورو چې څوک چاته څنګه جزا ورکوي…
– زه پوه نه شوم چې په کابل کې به دومره باجرئته زورمند څوک وی، چې تا مخامخ په مرګ ګواښي، مګر ممکنه چې اکبر خان پخپله راشي!!!.
برنز په سړه سینه وخندل او ویې ویل:
– نه، هغه نن کابل ته راغلی دی او په دې قضیه کې لاس نه لري، البته یو شمیر مرتدین شته چې هغوی ته به سبا سهار د سړیتوب درس ورکړم. …
په هر حال زه د خپلې محکمې په اړه اندیښمن وم او کله چې ما د اعتراض کولو هڅه وکړه، دغه هوښیار خره زما د خبرو لړۍ غوڅه کړه او خپلي خبرې یې په دې تمامي کړي چې ته محبوس یئ او د خپل اطاق نه د وتلو اجازه نه لرئ . …
دغه روغ لیونی لا تصور ام نه شو کولای چې افغانانو سره د سپکاوي چلند تاوان به ایله څو ساعته ورسته، په ډیر تحقیر سره د خپل سر په بیه تادیه کړي. …
فلشمن له یادښتونو څخه/څلورم لړ
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.