… لومړۍ میاشت مې د کرکټ په لوبه او د ژبې په محاوري سرګرمې وي، … پښتو ویلو مې سیاسي استازې سکندر «برنز»، چې د انګريزانو او افغانانو په بارسوخه ملکي او نظامي کړیوي کې د پراخ نفوذ او دروند وزن سیاستوال ؤ، نیږدې اشنایې ته وهڅاوه … هغه محلي جامې راکړي … بیا مو د پګړۍ په شفونو خپل مخونه پټ کړل او د بازار په ګڼه ګوڼه کې مو چکر ووهلو، په ضمن کې زه لیوال وم چې له هغه نه افغانانو د نسب او ځانګړتیاو په اړه مالومات تر لاسه کړم، … هغه مسلکي درس کې تشریح کړه، کله چې د ویکتوریا امپراتوري، د پوځي اقدام په مټ بل هیواد فتح کوي، … د پوځ بریا یا ماتې په سوق کولو کې استخبارات مخکښه او ټاکونکي ونډه لوبوي، … هو پوځیان ډیر ښه خلک دي، خو هغوي ته چې څه لارښونه استخبارات وکړي، همهغه تر سره کوي او دا موږ (استخبارات) یاستو چې د مهمو خلکو سره ګورو، هغوی د کمزورتیا او پیاوړتیا نبض او د خوږ ګوته پېژنو، موږ اصلاً د پوځیانو سترګې، غوږونه او ژبه یاستو. پرته له موږ څخه، پوځ ړوند، کوڼ او ګونګ دی او څومره چې موږ فعال اوسو، هغومره پوځ د بریا چانس لا ډیر وي، فلهذا ژبه باید د استخبارتي مامورینو تر کچې پورې تقویه کړم، … په ښار کې کوڅه په کوڅه ځان بلد کړم، هیواد ښه وپیژنم، د مخورو اشخاصو سره اړیکې جوړې کړم… بیا هغه وعده راکړه چې له چوڼۍ څخه ما خپل دفتر ته تبدل وي، … ده د ښځو په اړه وویل چې افغانانې پرته د مصنوعي سینګاره څخه په خپلې طبیعي ښکلا کې ځانګړۍ ښایست لري، لاکن په بده سترګه ورکتل د سړي د سر په بیه تمامیدلای شي، (څنګه چې خپل د سر په بیه تمام شول) … موږ ګرځیدلو او راوګرځیدلو، چې دوه سپینې بوجۍ پوشه ښځې چې یوازې د سترګو لید برخه کې، لارې د کتلو پاره واړه، واړه سورې کړي وو، په مخه راغلي، ما وه انګیرله چې ښایې دوی د «وبا» ساري ناروغانې وي، مګر برنز یې تر غږو په ټيټ اواز تیره کړله چې موږ تعقیب کړي، … دوې د برنز زړې یاراني وی… ، ما تعجب وکړ او پوښتنه مې وکړه چې: – په دې نقاب کې دی څنګه وپیژندي؟ او ولې نقاب اغوستې دی؟…
– دې مبارک نقاب ته حجاب نوم ورکړل شوي، ازمایښتې پړاو کې یې ښه نتیجه ورکړه، … مګر عامیانه ولس کې هیڅ چسپ نه اخلي.
– د داسې وحشتناک رواج په مروجولو کې زموږ څه ګټه او یا څه مو هدف دی؟
– د دوې د ټولنې ځوانان په مختلف النوع خرافاتو کې مصروفول، دوی د یووالي مزاحمت کوی، څومره چې دا خلک په اتفاق وي، هغومره زموږ د بریا چانس ختمیږي، … بل هدف د دوې په وجود کې، په تدریج سره د خپل نسل تکثیرول دی، پخوا دلته ان رسوا بدلمنو ښځو د خپلو وطنوالو له ډار او یا پیغور څخه، زموږ سره د اړیکو جوړولو څخه انکار کاوه، مګر د همدې نقاب برکت دی چې زموږ د ښځینه کارمندانو او همکارانو ژوند او حیا! یې خوندي کړله او اوس هڅه روانه چې په کابل کې استعمال رسمي کړو، … برنز د ښار په مرکزی برخه کې استوګن ؤ… او هلته به تل د بدلمنو ښځو په عیاشۍ محفلونه ګرم وو…
***
کرکټ مې کولو، چې کاټن د تمرین میدان ته راپسې خپل ملازم راولیږه، ورغلم، وه مې کتل چې د هغه دفتر مخې ته، هغه او برنز سره ولاړ دی او زما د کاټن خبرو نه دومره تر غوږه شول چې «…دی لا ډیر تنکی ځلمی دی، او برنز ویل چې زما لومړي ماموریت ته په کتو سره، زه د ده په پرتله لا کم عمره وم.» بیا کاټن را وکتل او وویل چې، فلشمن: – برنز وایې چې کومه چادريپوښه (ښځه) دې انډواله کړې!
– غوښتل مې د پښتو ګړ دود ورسره تمرین کړم، … د هغې پخپله نه وه زده …
– خیر، زه تا ته د «لوی لوبې» په مسلک کې، یوه اسانه دنده سپارلی شم… بیا ام وایم چې خبره د خپلې خوښې ده، که ته لیوال نه یې نو نور هلکان ور ته په دوه پښو ناست دي، خو څنګه چې ته زما د پخواني نږدې انډیوال زوی یې، د هغه په احترام دا مې تا باندې پېرزو ده چې ته په دې لوبه کې، یوه پوړۍ پورته ګام اوچت کړي او ام به ژبه تقویه کړئ،. … ما پرته د توافق نه بله چاره نه لروده او هغه راته د بریالیتوب هیلې څرګندلو برسیره وویل چې، په جزیاتو باندې به برنز در سره وغږیږي. برنز دفتر بوتلم، هغه وویل چې
فلشمن: – تاسو شاید د شیر افضل په اړه اوریدلي وي، هغه د کابل- جلال اباد لار کنټرولوي او همدا لار ده چې موږ له هند سره نخښلوي، … موږ د خپلو اکمالتي کاروانو د امنیت پاره، هغته په پټه د کال اته زره روپې د شکراني په نامه باج ورکوو … نورې خبرې ګرچې مکناټن هغته په لیک کې لیکلي، ما صرف ته ملتفت کولي چې پخپله بوډا سره له دی چې یو رګ د لیونتوب لري او عصاب خرابۍ په موقع یې احساسات په عقل باندې غلبه کوي، خو هغه زموږ خوشبین دی، مګر د هغه وراره «ګلشاه»، اکبر خان د پرې پخوانی انډیوال دی او موږ ډاریږو که دی د اکبر خان په حکم زموږ په مخ دغه حیاتي لار وتړي، موږ ته به مرګوني ستونځه پیښه کړي. … موږ تا هغه د تسکین او اضافي تظمین په څیر لیږو او ستا د دندې موخه دا ده چې، که هغه کوم نوي شرطونه او غوښتنې وړاندې کول، چې ته هغه ته د مثبت ځواب ورکولو د پاسه بله غوړه وعده ام ورکړئ، … همداشان په یاد لره، چې دا بوډا … نمک حرامي او بې لوظي، بې غیرتي او بې ننګي ګڼي او ته باید هغه د انګلیس د سخاوتونو او احسانونو تر اغیز لاندې داسې مالش کړئ چې، له موږ سره د دوستۍ او وفادارۍ ژمنه بیا له سره تازه کړي… په دې چل سره هغه خود به خوده زموږ د احسان په لومه کې لکه د مچ غوندې بندیوان پاتې کیږي،…
په دې تړاو هغه د احتیاط پاره راوښوده چې څه ووایم او د هغه خبرو ته په کوم شان غبرګون وښایم ، … بیا یې د دیوال ځړوندې لویې نقشې ته ودرلم او وویل، سره له دې چې تا به زما یو اعتباري لار بلدي کارمند بدرګه کوي خو د مبادا پاره، هغه ماته شیر افضل د استوګنې کلا چې «مغلګۍ» نومیده او دکابل نه شاوخوا ۵۰ میله (۸۰ کیلومتر) لرې، د جګدلک درې سویل ته پرته وه او هغې ځای ته د تګ را تګ لار راښودله، بیا یې مهر شوی کڅوړه راکړه او ټینګار وکړ چې امانت هغه ته لاس په لاس وسپارم.
***
په سباوون کې، محلي لاربلدی تر موږ وړاندې، اقبال او بسیت مې په څنګونو او د خوردضابط هدسون قومندانې لاندې د نظام قراول پنځه سیار ساتونکي راپسې شاته روان شول …. شپه مو خورد کابل کې تیره کړه، بیا د جګدلک سویل خوا ته، د وچو غرونو او رغونو، په نریو او تنګو لواړو او ژورو ۶۰ کیلو متری تراړې، چې ځمکې د تودخي له وجې اسانو ګامونه چابک نشو اوچتولي، موږ تر مغولي پوری، په نامه ادمي ذات یا کوم بل ژوندی موجود ونه لیدل. … بالاخره د شیرافضل د وړې پادشاهي ماڼې ته ننوتلو، هغه د شپیتو کلنو په منګ لڼډه توره شوی ږیره او ګرد غونجې، غونجې مخ سره په خپل کوچني تخت ناست، … درباریان یې په راټول او زموږ یې تود هرکلی وکړ، … هغه مکناټن د لیک لوستلو ورسته خوشاله ښکاریده، … بیا انګړ (حویلۍ) ته ووت چې د مکناټن ډالۍ شوی تومانچه وه ازماي، … ده یو زرک چې پښه یې د بوټې پورې تړل شوی وه، په نښه او هغه یې په دریم ډز بختور کړ. په دې اثنا کې، د هغه ۱۷ کلن زوی ګلدریم چې په ډیر شوق سره د خپل پلار تومانچې ته کتل او پسخیده، ما خپله تومانچه هغه ته ډالۍ کړه … ډیر خوشاله شو … د شیرافضل تومانچه لا لاس کې وه، چې انګړ ته یو دنګ سپورتي اندامه ځوان راننوتو … زموږ په لیدو سره ناخوښ ښکاره شو، هو، ما سم حدس وواهه دا د شیرافضل وراره ګلشاه د چا په مورد چې برنز ملتفت کړی وم ؤ، شیرافضل بې له ځڼډه خبرداری ورکړ چې، زه خپل میلمانه د چا بې عزتۍ ته نه پریږدم، هغه ما ته په ناخوشاینده سترګه وکتل او وړاندې لاړ، … زموږ لومړۍ دوه ورځې، د اس سواری سیالۍ او د میخ ټک په نیزه وهني لوبه کې ښې تیرې شوې، د سفر په دریمه ورځ موږ په شل کسیزه قافله کې د تازي سپیانو او ښکارې بازانو سره، هوسیو د ښکار پسې ووتلو، د ښکار ساحه ډیر لویه، موږ په پنځه شپږ ډلو وویشل شو، کله چې زه، اقبال او بسیت د یوه ناو په تړانګه کې د نورو ښکاریانو څخه بیل شولو، … دریو ناڅرګندو کسانو موږ تعقیب کړو، په دې کې اقبال زه د یو بوټې خواته ټیل وهلم چې ځان پټ کړم… هغه او بسیت د هغوې مخ ته ورغلل، هغوې بې له ځڼډ څخه بسیت د نیزې په وهلو سره په یو ګوزار وواژه، مګر اقبال مقاومت وکړ او ترڅو چې ما ځان ورساوه هغه د هغو کسانو دوه کسان وژلي یو زخمي او خپله ام د ځنکدن په حالت کې په ځمکه پروت ؤ، ما په منډه د اقبال نیزه راواخستله او دریم ټپې مهاجم مې په وواژه،… د لږ ځڼډ ورسته د قافلي نورو کسانو ځان راورساوه او کله چې شیرافضل زه د پنځو جسدونو په سر باندې په وینو ککړو نیزې سره ولیدم، هغه ډیر خفه شو او وویل چې، زه تاته دومره خجالت او شرمندیم چې نه پوهیږم په کومه خوله بخښنه وغواړم، … د دې پيښې عاملین پیدا او د دې بې عزتۍ بدل اخلم، په دې کې زوی ګلدریم د پلار خبره غوڅه کړه او وویل چې عامل ګلشاه دی، پلار وویل هر څوک چې وي په خدای قسم، چې زه به یې ړندوم، غوږونه او پوزه به یې پرې کوم. په هر صورت ما د هغه بخښنه ومنله او هغه ښایې قصداً د اقبال نوم وانخست او ما ته یې د دریو دښمنانو د قتل په بنأ د زړور توریالي لقب راکړ او وویل چې، پس له دی به زما زوی ګلدریم ستا د نفر خدمت په څیر هر ځای ستا په څنګ کې حاضر وی، … ما دلته ولیدل چې دوې خورا میلمه پال خلک، … بل څه چې ما په دوې کې ومندل، … دوې د پردیو خلکو سره ملګرتوب نه کوي، مګر کله چې د چا ملګری شي، بیا په نړۍ کې له هغه نه غوره او وفاداره ملګری نه شې موندلي. … په دې توګه د لوی لوبي په ډګر کې زما تجروبو د ماڼۍ بڼسټیزه خښته په بریالیتوب سره خښه شوله چې نه یوازی شیرافضل د موږ (انګریزانو) سره د دوستۍ ژمنه پیاوړي کړه، بلکې په دې راسته کې، خپل نازنین زوی سره د لسو ساتونکو ام موږ ته د یرغمل په څیر راوسپارل … .
د فلشمن له یادښتو څخه
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.