روژه د انسان د وجود هغه حالت دی چې په کې بدن له څو ساعتونو لوږې، تندې او فزیکي محرومیت وروسته د بېرته تغذیې مرحلې ته داخلېږي. دا مرحله د بدن لپاره یوازې د لوږې ختمېدل نه دي، بلکې دا د بدن د فزیولوژیکي توازن د بیا پیل حساس پړاو دی. په همدې حساسه لحظه کې دا پوښتنه مهمه ده چې بدن ته لومړی څه داخل شي. د انساني تاریخ، د دیني لارښوونو او د معاصر ساینس ګډ ځواب یو دی. خرما، کجهوره.
کجهوره یوازې یوه مېوه نه ده، بلکې دا د طبیعت له خوا د انرجۍ یو متوازن او حکیمانه خوراک دی. کله چې بدن د اوږدې مودې لپاره له خوراک څخه محروم وي، د وینې د شوګر کچه ټیټېږي او حجرې Cells د انرجۍ کمښت احساسوي. په دې حالت کې بدن ناڅاپي درنې غذا ته چمتو نه وي، ځکه معده او هاضمي سیسټم د ارام حالت څخه فعال حالت ته د بېرته ستنېدو لپاره وخت ته اړتیا لري. که په همدې وخت کې درنه او زیاته غذا داخله شي، نو دا د هاضمې پر سیسټم فشار راوړي او د ناارامۍ، دروند والي، ګېس او حتی د میټابولیک ګډوډۍ سبب کېدای شي.
کجهور دلته د یو طبیعي حل په توګه څرګندېږي. دا د ګلوکوزو او فروکټوزو طبیعي سرچینه ده، هغه ساده شکرونه چې بدن یې په اسانه جذبوي او سمدستي یې د انرجۍ په بڼه کاروي. دا د انرجۍ ناڅاپي او خطرناک لوړوالی نه رامنځته کوي، بلکې په تدریجي ډول بدن بېرته خپل عادي حالت ته راولي. دا د بدن او خوراک ترمنځ د بیا پېژندنې لومړنی سلام دی.

له بلې خوا، خرما یوازې انرجي نه ورکوي، بلکې دا د بدن د داخلي توازن په بیا جوړولو کې هم مهم رول لري. د دې مېوې فایبر د هاضمې سیسټم بېرته فعالوي، کولمې تحریکوي او د غذا د راتلونکي هضم لپاره چاپېریال چمتو کوي. پوټاشیم او مګنیزیم، چې په خرما کې په کافي اندازه موجود دي، د عضلو، اعصابو او زړه د فعالیت په تنظیم کې مرسته کوي، په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې بدن د اوږدې مودې لپاره له مایعاتو او منرالونو محروم پاتې شوی وي.
په همدې ځای کې د کجهور یو بل مهم راز هم څرګندېږي، او هغه د اشتها کنټرول دی. لوږه یوازې فزیکي حالت نه دی، بلکې یو رواني شدت هم لري. کله چې انسان روژه ماتوي، د ډېر خوراک تمایل زیات وي. خرما د خپل طبیعي ترکیب له امله د مړښت لومړنی احساس رامنځته کوي او انسان ته فرصت ورکوي چې خپل خوراک په شعوري او متوازن ډول پیل کړي، نه دا چې د لوږې تر فشار لاندې بې کنټروله غذا وخوري. همدا ځانګړنه د وزن په کنټرول او د روغ ژوند په ساتلو کې مهم رول لري.
خو د خرما اهمیت یوازې تر بیولوجي پورې محدود نه دی. دا د انسان د فطرت او د طبیعت ترمنځ د همغږۍ یو سمبول هم دی. دا حقیقت چې زمونږ پیغمبر ﷺ د روژې ماتول په خرما سره غوره بللي، نن ساینس هم تایید کړی دی. دا مونږ ته دا درس راکوي چې د انسان د فطرت، دیني حکمت او طبیعي نظام ترمنځ ژوره اړیکه شته.
خرما د اعتدال استازیتوب کوي. دا بدن ته وايي چې له محرومیت څخه بېرته مړښت ته په تدریجي ډول داخل شي. دا د افراط او تفریط ترمنځ منځنی حالت دی. دا د بدن د درناوي پیل دی.
کجهوره د روژې ماتولو لپاره یوازې یو دودیز انتخاب نه دی، بلکې دا د بدن د فزیولوژیکي اړتیا، د طبیعت د حکمت او د انساني تجربې یو ګډ حقیقت دی. دا د بدن لپاره د انرجۍ لومړنی څرک دی، د هاضمې لپاره لومړنی حرکت دی او د توازن لپاره لومړنی ګام دی. همدا وجه ده چې خرما د روژې پای نه، بلکې د بدن د بیا ژوندي کېدو پیل دی.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.