… د اټک نه په اباسین واوښتولو … په دې غاړه کې د خلکو له څهرو، رنګونو او دودونو نه نیولي تر هر شي پوري، سیند د بلي غاړې دخلکو او شیانو سره توپیر لرود، … د پیښور په لور روان شو … مخ ته«اویټابیل» د پيښور حاکم ولاړ ؤ، دغه د غواي غوندې پنډ، پوخ عمره سړي په خټه ایټالوی ؤ، ده خړه لنډه ږیره او غټ کاږه برېتونه لرلودل، غوړ او ارت پتلون یې په تن او د زري تارونو څخه اودل شوې فرانسوي ډوله شپو خولۍ په سر وه، په ډیرې غلیظی لاتیني لهجې یې په انګلیسي خبرې کولې، دی هند ته اجیر پوځي راغلی ؤ او هغه مهال یې زموږ (انګریزانو) او د شاه شجاع د پوځ سره په شریکه، د کلکتې او کابل تر منځ د غځیدلي لوي لاري څوکیداري کوله. د ده نه به سیکان او افغانان دومره وریدل لکه د دجال نه. … ښار ته د ننوتلو د دروازه سره مو د پنځو ظاهراً افغانانو د جسدونو بوږنونکی او هیبتناکه منظره ولیدله چې د دار په حلقو کې ځوړند او باد زنګول … اویټابیل ما ته راوکتل او وویل چې ښاغلیه: څه فکر کوې؟ که زه داسې لوټمارانو ته چې د هیڅ ډول اصولو پابندي نه کوي، په دې طریقه سزا ور نه کړم؟ ایا امنیت ټینګولې شم! ویې ویل چې «زور» او «ویره» هغه څه دي چې دوی کنترولولي شي، …بیا یې په خپله سینه ګوته کیښوده، … پوهیږم، چې دا ډول وژنې ظاهراً خورا ظالمانه او وحشي ښکاري، خو دلته د پخوا نه د پیښور ښار او ښار د شاوخوا په چاپیریال کې، د پخوانیو افغان واليانو د بېغورۍ یا سستۍ او یا ښایې د بې وسۍ له کبله، د دغو شوکمارانو له لاسه، د ځایی خلکو په ګډون د هیڅ سوداګر او مسافر سر او مال خوندې نه ؤ، … ما چې کله امنیت د ټینګولو په موخه د دا ډول جنایتکارانو په وړاندې، په همدا ډول ویرونکو اعدامونو لاس پورې کړ او د نورو د عبرت پاره مې یې جسدونه په عام محضر کې نندارې ته وړاندې کړل، دې کار د پیښور په نظم او ثبات باندې مثبت اغیز وکړ. … هغه بیا په خبرو، خبرو کې ماښامنۍ ته وبللم…، خوندوره میلمستیا یې جوړه کړي وه ،… هغه کیسه کوله چې: « کله پیښور ته راغلم، ما باندې ملنډې وهل کیدې چې د سپین پوټکی به څه حکومتداري وي!، … سپاهیانو ته امر وکړ چې د ښار له دیوالونو نه بهر د اعدام ستنې ودروی، بیا ام د چا را نه سترګه نه سوزیده او جنایتونو د شمیر کچه به لا پسې لوړه شوله، بیا مې د افغان، هندو او سیک د قاضیانو او مخورو مشرانو ګډه شورا جوړه کړه، چې ټول قومي او مذهبي ډلې په یوې اجماع کې، سمیز نامتو بدماشان او بدنام داړماران نغوته کړي، هغوې د پنځوس یاغیانو نوملړ راکړ … په یو سپین سهار چې عام ولس د خوبه راویښ شو او د دار په حلقو کې زوړند لعنتیان ولیدل، … ایله پوه شول چې زه چغړبه نه کوم، … هو په دې کاته کې زما غشي دوه غبرګې نښې وویشتلي، … ام مې د خطرناکو جلادانو له دښمنۍ نه ځان خلاص کړ او تر څنګ یې د جرمونو په قضیو کې د پام وړ کمښت راغی، … دې پسې مې د دروغجنو مخبرانو او اضافه ګویه تبلیغیانو د ژبو څوکې بڅې او غوڅې کړلي. … »
د ده د خبرونه نه ما درک کړه چې د دې ځناورو (افغانانو) په مذهب یواځې د اویټابیل په شان خونکار قصابان ښه پوهیږي.
موږ د شپې تر ناوخته پورې یو بل ته ډیرې کیسې وکړي، … زه خوبولی شوم او دی زما په بدرکه راووت، په دهلیز کې هغه زما په اوږه خپل غوړ لاس کیښود، نیغ یې سترګو ته راوکتل او په ډیر جدیت وویل چې، ګوره ځوانه: څومره مې چې وپیژندې، ته د ما سره یو څه ورته والی لرې، دا چې څومره په هغې خداې پوهیږي! … نن تا زما د خولي، د افغانانو په اړه ډیرې کیسې واوریدلي، ما وویل چې زور او ویره دوی مهارولي شي او داسې نورې…
سبا ته د کابل په لور روان یږي، ته پوه شه چې دا یاغیان کوم چې ما په زور او ویرې د قانون تابع یا اعدام کړي، دوې خو لا د هغو یاغیانو په پرتله، کوم چې په غرونو کې ستا لار څاري، ډیر ښه یاغیان وو، هغوې بیا نه ویره لري او نه د چا زور مني … دلته په پیښور کې تر ما وړانډې والي هري سینګ نومیده، هغه د ټول خالصستان(پنجاب) یو مغرور اتل او لوی بدماش ؤ چې ټوله خالصه (سیکان) یې د مټو په زور نازیدله او په جنګ نامو کې ستاینې کولي … او هغه کله چې د دوی په وړاندې په زور زیاتي لاس پورې کړ، د کابل د پخواني پادشاه ځوی (اکبر خان) پخپله پسې راښکته شو او دوه په دوه مقابله کې، دوه ځایه د سر او درې ځایه د پوښتې هډوکي داسې مات کړل چې، څلویښت ورځې په ټول خالصستان کې، ماتم او ژړا ګانې وي او له هغې نه پس نه یې چا په پهلوانی او اتلولۍ ویاړ وکړ او نه یې په کارنامو سرودنه ستاینه وکړه، … په جنګ کې اتلان… د نورو په څیر مري … که ستا په ذهن کې د قهرمان یدو هوس پاریدلې وي، هغه عاجل محوه کړه… دمګړۍ د افغانانو په منځ کې یو ډول ګونګه خاموشي واکمنه ده … حدس وهل کیږي چې په دې خاموشي کې یو ډول چاودیدونکي توکې د یو لوی انفجار د پاره راټولیږي … او هغه ورځ ژر یا ورسته راتلونکي ده، چې هغوې د زغم کاسه ډکه شي، نو څنګه چې زه دوی ښه پیژنم، زما مشوره یاد لره چې بیا ته د دوې په وړاندې د جګړې په ډګر کې، د عزتمن مرګ انتظار مه باسه، په هغې وخت تر ټولو ګړندی آس ستا په درد خوري، چې پښې په سپکې کړي … . بیا یې په اوږه ټیل وهلم او وویل، چې:
– نور دې په خداې سپارم او په مخه دې ښه.
(… هغه سات زما سر د شرابو په نشه کې ګرم ؤ او سپارښتې ما چندان جدي نه ګڼلې، … لاکن کله چې مې دا ټول حقیقونه په خپلو سترګو ولیدل… ایله په هوښ شوم.)
… سهار موږ د چرګ په اذان له خوبه پاڅیدلو او د خیبر په لور رهي شولو. …
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.