د فلشمن له یادښتونو څخه

همایون دوست

62

درندو دوستانو: [ یادونه کوم چې ما د فلشمن د زیږیدو (۱۸۲۲م.) کال څخه نیولي، د ده په ابتدایې او حربي ښونځیو کې زده کړو او د یو یهود پانګوال د لور سره د واده او ورپسې د الکولو په نشه کې د مېري سره د کورني جنجال او د یو همزولي سره د فزیکې شخړی او د انګلستان نه په سمندر کې تر هندوستان پورې د څلور میاشتني مزل پورې، بشپړه برخه د ده د خاطراتو څخه غوڅه او پاتې مې ام په ډیرو زبیښلو سره تر نهایې حد پورې لنډه کړی‌ ده چې، ستاسو ګران بېه وخت په اوږدو او بیهوده اپلتو ضایع نه شي].

***

فلشمن د برتانوي هند د هغه مهال پلازمینې کلکتې په مرکز کې، د خولو نه لوند خیشت او د سختې ګرمي نه په عذاب کې، خپل د بد حالت خاطره په دې ټکو کښلي چې: « ۱۸۴۰م. کال … په هرې خوا کې د چټلیانو او ناولتوبونو د پنډ، پڼډ انبارونو نه څرګندیدله، چې غونډ ښار د کثافاتو او فاضلاتو یو لوی ډیران دی… یو خو مې د ازادې هوا په فضا کې د خوسا او بد بوی د ککړتیا له امله په ډیر تکلیف سره سا راښکله او بل ما د ذهني پلوه ام د داسې ستوغې تودوخي په وړاندې امادګي نه لرود… او کله به چې لمر د سوزینده وړانګو، د جګې درجې حرارت په تپ کې کباب کړم، ما به توبې ویستلي او د ځان سره به ویل چې زه دې د دوزخ په سرو لمبو کې سوی وای خو دلته نه. د دې له پاسه زما د دوی د خواړو نه کرکه کیدله‌ او حیران به شوم چې، د دغه پلیت مخلوق څنګه د «دالو پېتي» په نامه لیټۍ، چې ګټ مټ د اسهالي ناروغانو مردار ګند ته ورتوالې لري، په خپلو خیرنو لاسونو خولي ته ننه باسي او د مچانو او نورو رنګارنګو مضرو حشراتو د سیلاونو په غوبل کې له ستونی نه تیر یږي، زما به یې د زیړ رنګ او تریخ بوی په لیدو او حس کیدو سره، په وږي نس زړه راهسک شو، مګر دوې به یې له خونده لا پسې خپلې ناولې ګوتې وڅټلي. ..

په هر حال ما د اروپایانو په حومه کې، یو مناسب باغچه دار کور په کرایه ونیو او څنګه چې هندوستانیان هر سپین پوټکي ته د بادار په سترګه ګوري، ما ام ځان د خدمت پاره نیم درجن مزدوران او یو اشپز وټاکه. اشپز «ټیمبو» نومیده، د هغه ښیګڼه دا وه چې په انګلیسي پوهیده او ما ور باندې د نظافت په برخه کې د لاسونو او سبزیجاتو په وینځلو ټینګار کولی شواي، … د هغه په مرسته مې ژر درک کړه چې، زه ژبو د زده کولو ښه وړتیا لرم، … بل زما د نیکو طالعو نه په هغه وختونو کې یو بنګالي بړوا چې په کلکته کې د برتانوي افسرانو او ملکي کارمندانو پاره د کنجرو ښځو دلالي کوله، … هغه نه ما په خپلې سلیقې برابره، یوه شپاړس کلنه خرمایې رنګه نڅاګره (ډمه) په پنځه سوه روپۍ کنیزه کړه، … نوم یې «فتناب» ؤ ، … ټیمبو مو له کاره وشاړه او دې سره مې خپل ژوند رنګین کړ، … ګډ ژوند کې ما ته ثابته شوه چې، د سمیزو نجونو سره دوامداره اړیکې، د بهرنۍ ژبې د ژر زده کړي ښه اسانه او کامیابه طریقه ده . … په هر صورت د مودو انتظار او ځڼډ نه ورسته بلاخره زما د سوانحو سجل او د خدمت رسمي مکتوب د انګلستان نه د بنګال سوار غونډ ته راورسید، ما د دې غونډ قومندانۍ ته مراجعه وکړه، هغوې د نیزه زنې بلوک ته واستولم، ما په توره وهنه کې ښه مهارت لرود، خو د نیزه وهنې سره نابلد وم او په دې څانګه کې د تخصص تر لاسه کولو پاره، قومندانۍ ما ته د اقبال په نوم یو مربي (استاد) راوپیژند، اقبال یو نري اندامه مضبوط ځوان او با تجربه شهسوار ؤ، … ده د میخ زنی تمرین راسره پیل کړ، میخ زنی داسې لوبه ده چې په یو میدان کې د لرګي ۶-۷ دانې موګي خښیږي او اس سوار باید د ځغلنده روان اس له پاسه، دا موګي د نیزې په څوکه ووهي، … د یو څو ورځو تمرین نه ورسته موږ د موګیو په ځای، د صحرایې سوی (خرګوش) ښکار پیل کړ ، اقبال ډیر خوش طبعه ځوان ؤ او ما د میخ زنۍ تر څنګ د ده نه هر ورځ لږه، لږه پښتو ام زده کوله، یو ورځ چې ما د ده په پرتله اضافي سوۍ ښکار کړه، نو ده ما ته په خندا کې وویل، چې «صاحب» په میخ زنۍ کې اوس زه باید ستا شاګردی وکړم نه ته زما. خو خیر یو سهار موږ په تمرین بوخت وو، له موږ نه لږ لري د سپینو اسانو واله سپینه ګاډۍ تم شوه او له هغې نه دوه پاخه عمر مامورین چې له وریه د لوړ پوړو چارواکو غوندې ښکاره کیدل راکښته شول او دوې په ډیر مؤدبانه انداز کې زموږ په لوري خپله د شپو خولې څو وارې د سرنه پورته او لاس په نامه یې تعظیم وکړ، موږ یې خوا ته ورغلو، دوې ځانونه را وپیژندل او ماته یې د نیزه وهلو په څانګه کې د کامیابۍ مبارکي او د غرمني ډوډې بلنه راکړه او بیا یې له ځان سره هند د ویسرا مقر ته بوتلم. …

د ویسرا په ماڼۍ کې د غرمنۍ ډوډۍ د خوړلو پس د سکرترانو په دفتر کې، یو سکرتر بل سکرتر ته وویل چې:

– ای کاشکې موږ د ښاغلی فلشمن غوندې د نیزه بازانو یو بشپړ کنډک درلودلی، بیا به مو افغانانو ته ښودلي وای چې د یوی ډوډۍ نه څو پتیري پخیږي!

– هو، په ټول کال کې مو، چې څومره لټه وکړه، موږ ته د ښاغلي فشمن نه پرته بل داسې لایق او مستحق کس په لاس رانغي، چې موږ په ډاډه زړه ورباندې اړخ لګولی وای.

بیایې مخ ما ته راوړو چې:

– ښاغلي فشمن ته پوهیږي چې د اتلولۍ لقب په اسانۍ سره نه ګټل کیږي. دا چې ستا استعداد په وړو، وړو دندو کې حبس ضایع نه شي، په دې خاطر موږ پتیلي ده چې د هغه د پیاوړی کیدو پاره، تا ته لازمي او ضروري شرایط مساعد‌ کړو او تا ته ښه موقع په لاس درکړو چې ته د دې سهولت نه سمه ګټه پورته کړي او زه باوري یم چې، هلته به ستا د قهرماني ستوری لا پسې روښانه وځلیږي … .

زه حیران شوم او پوښتنه مې وکړه چې:

– چیرته ؟.

– البته چې کابل کې، بل داسې عملي ډګر نشته چې ته هلته په کې خپل د قهرمانۍ بخت امتحان کړي، فلهذا تا پاره دا طلای فرصت دی…

دغه زاړه بیړا فکر کاوه، چې زه به د دې خبر په اوریدو سره خوشاله او د هغه منندوی شم، په ښکاره خو مې هغه ته د رضایت موسکا وکړه، مګر په اصل کې د زړه نه مې یو خدای خبر ؤ او اعصابو مې داسې جوش وکړ چې که د وسه مې پوره وای ما به دا بیړا بوډا همهغه ځای کې زیندۍ کړی وای ځکه چې، هغه وخت په کلکته کې، په ټولو وړو او غټو غونډو کې، ټولې خبرې او مرکي او د مطبوعاتو راپورنه او تبصرې، نړۍ د همدې خطرناک هیواد د سرکښو او ناړامه اوسیدونکو د بغاوتونو په محور تاویدلي، ما استدلال کاوه چې مسؤلیت لوي او زه کم عمره او بې تجربې یم، ما په زړه کې لا تمه لرده چې شاید دوی به ما همدلته یا بنارس کې پریږدي؛ مګر نه داسې وه نه شول او ما ته یې یوه اونۍ مهلت راکړ چې زه ځان ته سفری تیم جوړ کړم.

ماښام تیاره وه چې کور ته راغلم او د غوسې نه مې، وچ په وچه کور د څوکیدار په سر باندې د اوبو کولالي کنډول مات کړ او فتناب مې په لغتو، لغتو دومره ووهله چې تر سهار پوري یې سلګۍ وهلي. …

… ما په یوه اونۍ کې د افغانان په مورد ګڼ مالومات راټول کړل، اکثراً ویل کیدل چې دا خلک له طبیعته خدای ازاد پیدا کړي او هیڅکله ام د چا بادارۍ ته غاړه نه ږدي …

د کمپنې له خوا ما ته اقبال او هندي توکمه «بسیت» را وپیژندل شول او ما د دوې په علاوه، د فتناب په ګډون خپل نوکران ام د خپل تيم په ترکیب کې ګډ کړل، زه د اقبال په ملګرتیا خوشاله وم، یو خو هغه د لاري په اوږدو کې پښتو را زده کوله، او بل هغه خوش خلقه او د ګپ شپ ښه انډیوال سړی ؤ، …. اقبال، بسیټ او زه په اسانو سپاره ؤ او فتناب او نوکران موږ د نور سفري سامان سره یو ځاي شاته په کجاوه کې، د ځان پسې راښکودل …. ګرمي ډیره وه او دوی زموږ د چټکتیا بهیر بیخي بڅ کړی ؤ، نو په دې دلیل د درې شپو او ورځو مزل ورسته، د نوکرانو عذر او زاریو پروا ونه ساتله او واپس مې ولیږل، خو فتناب ما پاره تش یوه نڅاګره ډمه نه وه، هغه زما د همبسترې او مینې د داستان یوه رنګینه ټوټه وه چې سخت ورسره عادت شوی وم، خو د سفر په اوږدو کې، ستړتیا ما ته شپې د کوروالۍ تفریح پاره شیمه نه پریښوده او هغې ام راباندې یو رنګ ناز او نخرې بنأ کړي، همدا لامل شو چې، هغه د لاری په یوې امنیتي پوسته کې، د توپچي په یو جګړن خرڅه کړم. …

پس له هغې زموږ د حرکت چټکتیا ګړندۍ شوه، .. موږ. سیکانو د هیواد (پنجاب) له لارې اټک ته راغلو، دا هغه ځای دی چې د هند او افغانستان تر منځ اباسین طبیعي پوله (سرحد) جوړوي…

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.