ولې امریکا مخکې ده یا د نړۍ مخکښه اقتصادي او نظامي قوت شو؟

شاه محمود میاخیل

62

پرون   امریکا متحده ایالاتو د نیویارک مهم تجارتي ښار چې د امریکا د پانګونې تقریبا دیرش سلنه سرمایه دلته ښکته پورته کیږي، یو ۳۴ کلن مسلمان مهاجر یا immigrants، زهران ممداني او همدا شان  دویرجینیا ایالت د والي مرستیاله، غزاله هاشمي چې هغه هم مسلمانه او هندي الاصله مهاجره ده، منختب کړل.

همدا شان د نیوجرزي او ویرجینیا والیان ښځې انتخاب شولې چې دواړه یو ځل لپاره د کانګریس غړې وې. د نیوجرزي والي مخکې پیلوټه هم وه.

هغه کسان چې د امریکا تاریخ یې مطالعه کړې، او امریکا یې لیدلې، د امریکا راز په دې کې دی چې استعدادونه جلب او جذب کوي او تر وزارتونو او جمهوري ریاسته پورې رسیږي. البته د جمهوري ریاست او معاون د جمهوري ریاست کاندیدان باید په امریکا کې پیدا شوي وي خو وزیران، والیان او نور انتصابي او هم منتخبو چارواکو لپاره یوازې تابعیت د امریکې شرط دی. د مهاجرو لپاره دومره زمینه د دنیا په هیڅ یو بل هیواد کې مساعده نه ده. البته کانادا، استرالیا او انګلستان هم تر یوه حده ښه دی.

د امریکا د بهرنیو چارو مهم وزیران لکه کیسنجر او البرایت په اوله ځوانې کې امریکې ته مهاجر شوي و. همداسې نور ډیر مهم کسان، لوړو چوکیو ته رسیدلي دي.

خبره دې کې ده چې د دوی لپاره دا مهمه نه ده چې ته د کوم ځای یې، په کوم دین او مذهب یې، ښځه یې که نر،  تور پوستې یې او که سپین پوستې خو چې استعداد دې درلود، نو ستا د مختګ مخه څوک نیولې نشي. البته د دغه حقوقو د لاسته راوړلو لپاره دوی اوږده مبارزه هم کوي او چې استعداد ونه لرې نو وړتیا هم نشې ثابتولې.

اوس دا حالت د افغانستان سره مقایسه کړله.

د افغانستان استعدادونه د ظالمو حاکمانو له لاسه د هیواد نه همیشه وتلي دي لکه سید جمال الدین افغان، مولانا رومي او په لس ګونو نور مهم شخصیتونه او علما.

زمونږ په ژوند کې دا پنځوس کاله کیږي چې استعدادونه د وطن نه وځي او خواره واره په نورو هیوادونو کې ژوند کوي. تیره ورځ مونږ هم د ویرجنیا په ایالت کې د کابل پوهنتون پخوانې استاذ، عبدالواجد عادل خاورو ته وسپاره او سبا ته که ژوند و، نو د افغانستان پخوانۍ د جمهوري ریاست مرستیال او د مالي وزیر، هدایت امین ارسلا هم خاورو ته وسپارو.

له بده مرغه، په افغانستان کې مشرانو همیشه د قدرت د دوام او ساتلو لپاره، کوښښ کړې چې افغانان سره په بیلابیلو نومونو لکه یو تابعته او دوه تابعته، ځوان او زوړ، نر او ښځه، مکتبي او غیر مکتبي، ملا او عامي، ښاري او اطرافي، بهرمیشتي او داخل میشتي او سلو نورو نومونو وویشي او مجاهد ملت هم دغه ویشلو ته چکچکې کوي. ولس او مشرانو دا نه وایي چې افغان افغان دی او هغه افغان مهم دی چې فاسد نه وي چې کار او خدمت کولې شي باید موقع ورکړل شي او حمایه شي.

ځیني به سمدستي درته د یو څو کسانو مثالونه راوړي چې احمد او محمود داسې وکړل او یا هسې وکړل خو بیا دا نه وایي چې نور چې په هیواد کې و، څه توره کړیده؟ یا وایي چې ته خو وتښتیدلې نو ولې خبرې کوي. ښه چې زه وتښتیدم نو ته چې پروت یې څه کولې شې؟ یوه خبره هم د خدای او خلکو د حقوقو نشي کولې فقط دومره کوي چې د ظالم خاکمیت د خوشالولو لپاره نورو ته پیغورونه ورکړې.

خبره د سیستم او زغم ده. که زغم او سیستم نه وي نو نه د بهر نه کسان څه کولې شي او نه په داخل کې چې هلته پراته دي، څه کولې شي.

سیستمونه او نظامونه په یوه ورځ یا په دم هم نه جوړیږي خو یو رژیم تهداب ږدي، بل پرې ودانې جوړوي او دریم دور کې خلک د جوړو شوو وسایلو او ساختارونو نه استفاده کوي. د افغانستان مشکل دا دی چې د قدرت وږې او تږي حاکمان، هرې نوې دورې سره، د تیرې دورې تهدابونه ورانوي او بیا د سره نوې نقشې اچوي. دا جوړول او نړول ارزانه نه تمامیږي.

زما په اند، یو ملت او چارواکي چې د خپل هیواد کسان نشي زغملې، هغه په بیلابیلو نومونو ویشي، نو هغه ملت به څنګه پرمختګ وکړي. همداسې به د خپل ولس ځپلو ته زمریان او پردو ته ګیډران او محتاج وي.

په دې خو بحث نه کوو چې د یو  طالبانو حاکم مشر څوک نه پیژني او نه کتلې شي. یو ملک چې اساسي قانون ونه لري او د ټاکنو مخالف وي نو څنګه به مخکې لاړ شي. یوازې الله تعالی به په غیبو منې نه د یو ملک حاکم.

عاقبت بخیر

شاه محمود میاخیل

د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول او د ننګرهار پخوانۍ والي

ذهني پوښتنه؟

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.