د «نعیم آزاد» فکري کائنات، تخلیق، څېړنو او ژباړو، ته يوه کتنه؛
په هر تاريخي پړاو کې، په هر ځپل شوي او بحرانځپلي ټولنه کې، د قدرت، جبر او لوږې تر سيوري لاندې، تل داسې کسان زېږي چې د وخت له عادي بهير څخه لوړ ولاړ وي. دا کسان نه د شتمنۍ استازي وي، نه د واک، بلکې د فکر، شعور او ژبې ساتونکي وي. داسې نادر انسانان زېږي چې د خپل وخت له شور، ګټې او شخصي اسانتیاوو تېرېږي او خپل ټول ژوند د ټولنې شعوري بیدارۍ ته ورکوي. دوی خپل ټول ژوند د ټولنې فکري بيدارۍ ته وقفوي، بې له دې چې د بدلې-متبادل تمه ولري. «نعيم آزاد» همداسې يو نادر او غيرمعمولي انسان دی، يو ادیب، ژباړن، څېړونکی او شاعر ، چې خپل ځان يې د پښتنې ټولنې د شعوري ارتقا لپاره وقف کړی دی.
په هغه ټولنه کې چې یوه ګوله ډوډۍ موندل اسانه نه وي، چې طبقاتي بېعدالتي، ټولنیز بحران، فکري جمود او سیاسي غلامي تر خپل اوج رسېدلي وي، هلته د کتاب لیکل، خپل ځان و تخليقي ادبي کار ته سپارل او ژباړل یوازې ادبي کار نه وي، بلکې یو تاریخي مقاومت وي. «نعیم آزاد» د همدې مقاومت نوم دی. هغه د یوه فرد په توګه داسې رول لوبولی چې ګواکې یو بشپړ فکري اکاډمي ده، ژباړه کوي، تخلیق کوي، څېړنه کوي، ترتیب او سمون کوي، او تر ټولو مهمه دا چې فکر ته لاره پرانیزي.
د نعیم آزاد تر ټولو لویه ځانګړنه دا ده چې هغه ژبه یوازې د اظهار وسیله نه ګڼي، بلکې د شعور د انتقال یو مقدس امانت یې بولي. د ده په لیکنو او ژباړو کې پښتو ژبه نه یوازې خوندي پاتې کېږي، بلکې لا پسې شتمنه، روښانه او عصري کېږي. هغه خالصه، روانه او ژوندي پښتو کاروي، هغه پښتو چې لوستونکی ترې خوند اخلي، پرې ویاړي او ورسره فکري تړاو پیدا کوي. څوک چې د اصیلې پښتو مینهوال وي، د «نعیم آزاد» په متنونو کې یو ځانګړی ذوق، خوند او فکري سکون مومي.
نعیم آزاد یوازې خپل تخليق هم کړې دي او ډيري مهمي ژباړو د افکارو انتخاب کوونکی هم دی. هغه هغه کتابونه دې ټولنې ته راوړي چې ټولنه سوچ ته اړ باسي، له تمدني نرګسیت نه تر فکري مغالطو، له تاریخ او سیاست نه تر علما او سیاست، له افغان تاریخ نه تر فلسفې، انقلاب او امپیریالیزم پورې. دا ټول اثار د یو ګډ هدف لپاره ژباړل شوي، د تقلید پر ځای تفکر، د تقدس پر ځای پوښتنه،
او د جمود پر ځای حرکت.
د استاد احمد علي کوهزاد د تاریخي اثارو ژباړه، د علي عباس جلالپوري او ډاکټر مقبول طارق د فکري مغالطو انتقال، د ډاکټر مبارک علي تاریخي او سیاسي تحلیلونه، او د راز محمد راز ادبي ـ، فلسفي تخلیق، دا ټول د نعیم آزاد د فکري جرأت، ذوق او شعوري انتخاب ښکاره نښې دي. هغه لوستونکي ته د فکر کولو جرأت ورزده کوي. د هغه تخلیقي او تحقیقي کارونه، شاعري، ناول، څېړنه، یونلیک، ژباړه او ترتیب، دا ښيي چې «نعیم آزاد» د فکر یو بشپړ نظام لري. هغه د شاعر په توګه حساس دی، د څېړونکي په توګه دقیق، د ژباړن په توګه وفادار، او د مفکر په توګه بېوېرې. د هغه شاعري د احساس ژبه ده، خو ژباړې یې د عقل رڼا ده.
تر ټولو د قدر وړ دا ده چې نعیم آزاد دا هر څه د خپل وخت د اسانه لارو پر ځای د ستونزمنو، خو رښتینو لارو انتخاب کړی دی. داسې انسانان ملتونه نه بدلوي په یوه شپه کې، خو تاریخ ته داسې تخمونه پرېږدي چې نسلونه ترې رڼا اخلي.
موږ، د دې ټولنې ځوانان، مکلف یو چې د داسې انسانانو قدر وکړو، نه وروسته، بلکې د هغوی په ژوند کې. که موږ پخپله ډېر څه نه شو کولای، لږ تر لږه دومره خو کولای شو چې د هغوی کار ووایو، ولولو، خپور یې کړو او ومنو چې دا خاوره لا هم ژوندي ضمیرونه لري.
د «نعیم آزاد» فکري کائنات: تخلیق، څېړني او ژباړي؛
شاعري:
۱: پښتني انځور ۲۰۰۱ز کال
۲: د ميني چينه ٢٠٠٩ز کال
۳: د خيال پېرزويني ۲۰۱۵ز کال
4. (د خيال څو توري مزل ۲۰۱۶ز کال)
5. نوې شعري ټولګه يې راره وانه ده
څېړنه:
۱: د ملا قلندر شعري ټولګه ۲۰۰۶ز کال
۲: د مبارز شاعر ملا عبدالسلام اشېزي اند او هنر ۲۰۱۵ز کال
٣: ازاد نظرونه،،، لومړى ټوک ٢٠١٨ز کال
٤: ازاد نظرونه: دويم ټوک ٢٠١٩ز کال
٥: ازاد نظرونه: دريم ټوک ٢٠٢٠ز کال
٦: خان شهيد د خپل ژوند ليک په روڼا کي ٢٠٢١ز کال
ناول: ۱: نېکمرغه خاوره ۲۰۱۲ز کال
پنځ: ۱: زر زريني خبري ۲۰۱۴ز کال
ژباړي:
1:تهذيبي ځان خوښونه ۲۰۱۳ز کال
«تهذیبي ځانخوښونه» (۲۰۱۳ز) هغه ژوره او فکري تصنیف ده چې د تمدني نرګسیت پټ او خطرناک اړخونه رابرسېره کوي. دا کتاب لوستونکی د یوې داسې ذهني ناروغۍ له واقعیت سره مخامخ کوي چې یوازې په فرد پورې نه ده محدوده، بلکې کولای شي ټوله ټولنه، تاریخ او تمدن له دننه وخوري. نرګسیت، چې په کلاسیکه ارواپوهنه کې د ځانمینې افراطي بڼه بلل کېږي، د انسان د واقعیت درک ګډوډوي او له نورو سره د اړیکو سالم جوړښت له منځه وړي. سیګمنډ فرویډ دا حالت د انساني ودې په لومړیو پړاوونو کې یو طبیعي تمایل ګڼلی، خو ټینګار یې کړی چې کله دا ځانمینه د برترۍ احساس او د نورو د انکار بڼه خپله کړي، نو په رواني ناروغۍ بدلېږي. معاصره ارواپوهنه همدا حالت د نرګسي شخصیت اختلال (NPD) په نوم پېژني، چې نښې یې مبالغهامېزه ځانانګېرنه، د همدردۍ نشتوالی، پر نیوکې شدید حساسیت او د ځان د تلپاتې سپیناوي وسواسي اړتیا ده.
دا اصطلاح خپل سمبولیک ریښې له یوناني اساطیرو اخلي. نارسس هغه څېره وه چې لومړی نور پرې مئین وو، خو وروسته پخپله د خپل انځور پر مینه اخته شو او بالاخره یې ځان له ژوند څخه وایست. دا کیسه د ځانغرقېدو د وژونکو پایلو ژوره نښه ده، چې ارواپوهنې هغه یوازې د افسانې په توګه نه، بلکې د انساني چلند د پوهې د یو مهم تمثیل په توګه ومنله.
که څه هم نرګسیت تر ډېره د فردي روانپوهنې په چوکاټ کې څېړل شوی، خو معاصرو ټولنپوهانو او فکري مفکرانو د هغه جمعي/اجتماعي او تمدني بڼې هم تر جدي څېړنې لاندې راوستې دي. مفکران لکه اېریک فروم او کرسټوفر لاش استدلال کوي چې ټولنې هم، لکه افراد، د خپل زوال، ناکامۍ او ناامنۍ د پټولو لپاره ستر ذهني فریبونه جوړوي او له واقعیت څخه د تېښتې په موخه ځان ته مصنوعي عظمتونه خلقوي.
په همدې فکري چوکاټ کې «تمدني نرګسیت» هغه ذهني حالت ته ویل کېږي چې یوه ټولنه ځان اخلاقي، تاریخي او ذاتي پلوه بېعیبه ګڼي، خو له ځاننقد او ځاناصلاح څخه انکار کوي. دا ډول ټولنې یو افسانوي تېر ستایي، د اوسنیو ناکامیو پړه پر نورو وراچوي، او هر انتقادي غږ د اصلاح پر ځای د دښمنۍ او ګواښ په سترګه ګوري. تمدني نرګسیت ځان په افسانوي ډول ایډیالسازي کوي: «موږ په فطري ډول غوره یو، نور فاسد او شاته پاتې دي.» ناکامي هېڅکله داخلي نه ګڼي، بلکې تل یې د دښمن، توطیې او یا پردیو ځواکونو کار بولي.
دا ذهنيت له رواني پلوه د احساساتي بېثباتۍ لامل ګرځي؛ ځانستاينه غرور زېږوي او نیوکه یا قهر راپاروي او یا د مظلومیت احساس. په همدې بهیر کې عقل او انتقادي فکر دښمن ګرځول کېږي، نقاد مفکرین د خاین، ملحد یا پردي اجنټ په نوم نومول کېږي، او اخلاق د عملي ژوند پر ځای په تشو شعارونو بدلېږي. ټولنیزه ارواپوهنه دا بهیر تاییدوي؛ د جمعي نرګسیت په اړه څېړنې ښيي چې هغه ډلې چې ځان ته لوړ ذهني انځور جوړوي خو عملي کارکردګي یې کمزورې وي، تر نورو ډېر د تاوتریخوالي، انکار او استبداد پر لور ځي.
دا کتاب په ټینګار څرګندوي چې تمدنونه یوازې د بهرنیو یرغلونو له امله نه نړېږي، بلکې هغه مهال له دننه زوال مومي چې ځانغولونه د ځاناصلاح ځای ونیسي. ابن خلدون پېړۍ وړاندې خبرداری ورکړی و چې ټولنې هغه وخت لوېږي، چې غرور د نظم، انضباط او واقعبینۍ ځای ونیسي. وروسته ارنولډ ټوینبي همدا حقیقت په دې ژورو ټکو بیان کړ: تمدنونه «نه وژل کېږي، بلکې ځان وژنه کوي».
«تهذیبي ځانخوښونه» لوستونکي دې ته متوجه کوي چې هغه ټولنه چې د نرګسیت ښکار شي، د تلخ حقیقت پر ځای د تسليبښونکو افسانو مینهواله کېږي؛ د نیاګانو ستاینه کوي، خو هغه زحمت، تخلیق، اخلاقي سختګیري او ځاننقد هېر کړي چې هماغه نیاکان یې د عظمت لوړو پوړیو ته رسولي وو.
2: مهالنی افغانستان د تاريخ په ګوښو کي ۲۰۱۳ز کال
مهالنی افغانستان د تاريخ په ګوښو کې د ارواښاد استاد «احمد علي کوهزاد» له مهمو تاريخي آثارو څخه دی. دا کتاب د نعيم آزاد په ژباړه خپور شوی او سريزه يې حبيبالله رفيع ليکلې ده.
حبيب الله رفيع ليکلي چې ؛
استاد کوهزاد هغه عالم و، چې خپل ټول ژوند يې افغانستان ته وقف کړی و. ده نه د شتمنۍ فکر وکړ او نه د شخصي هوساينې، بلکې د خپل هېواد د تاريخ د روڼولو لپاره يې له هرې تيارې سرچينې اسناد را وايستل او د افغانستان د بېلابېلو دورو مستند تاريخ يې وليکه، يوه داسې علمي پانګه چې باور پرې کېدای شي.
د استاد کوهزاد د ژوند يوه تر ټولو دردونکې خاطره مې لا هم له سترګو نه وځي. د ۱۳۵۴هـ کال د ژمي په ورځو کې، له خپل ملګري پروفيسر ولي محمد خان سيال کاکړ سره د استاد کور ته ولاړو. هلته مو وليدل چې دا لوی علمي شخصيت د سختې ناروغۍ، بېوسۍ او يخنۍ سره مخ و؛ نه يې د درملو وس درلود او نه د کور د تودولو. سره له دې، په ډېره عاجزۍ يې وويل چې دی يو بېارزښته انسان دی او موږ بايد نورو علماوو ته ورشو. دا زما د استاد کوهزاد لومړنی او وروستی ملاقات و، خو انځور يې تر ننه راسره دی.
دا هغه سړی و چې موږ يې په ژوند کې ونه پېژاند، آن يو وخت راډيو د هغه د اثر پر تبصره کې نوموړی وفات شوی اعلان کړ، حال دا چې ژوندی و. همدغه انسان زموږ تاريخ را ژوندی کړ، زموږ ویاړونه يې رابرسېره کړل او د خپل قلم ډيوه يې د خپل تن په وينو بل ساتله.
د استاد کوهزاد اروا دې ښاده وي او ياد دې تلپاتې وي.
3: اولسي فکري تېروتني ۲۰۱۴ز کال
نعیم آزاد د علي عباس جلالپوري نوموتې، فکري ځلا لرونکې او ذهن راویښوونکې تصنیف «عام فکري مغالطې» (۲۰۱۴ز) په پښتو ژبه ژباړلې ده او په دې توګه یې د لوستونکو لپاره د نوو فکري افقونو کړکۍ پرانیستې دي. دغه ژباړه د نعيم آزاد لخوا یو مهم فکري او تمدني خدمت دی، چې د انسان له لاسو نیول شوو موروثي عقایدو، جامدو/په ټپه ولاړ تصوراتو او ذهني سستي سره مخامخ حساب کوي. جلالپوري لوستونکی دې ته رابولي چې د ذهن پر هندارو ناست کلن دوړ پاک کړي، څو د فکري صداقت رڼا په بشپړ ځلا سره دننه ننوځي.
په دې کتاب کې د هنرونو تاریخ، تمدن او تهذیب، ارتقا/تکامل، ازادي، اخلاق، مذهب، دولت، تصوف، مینه، جنسیت، انساني فطرت او د دولت او مذهب اړیکه په ژوره خو ساده او منطقي ژبه څېړل شوې ده. لیکوال هغه عام منل شوي خو ناسم باورونه تر پوښتنې لاندې راولي لکه دا چې تاریخ ځان تکراروي، بېلارې تګ ازادي ده، تېر وخت زرین و، وجدان له عقل نه لوړ دی، دولت خوشالي راولي، اخلاق ابدي دي، ښځه له سړي کمه ده، او دا چې انسان په فطرت کې خودغرض دی. دا ټول تصورات د دلیل، مثال او ژور تنقید په رڼا کې ازمویل کېږي.
دا کتاب د ولاړو اوبو په څېر د فکر پر ساکن سطحه وړې ډبرې غورځوي؛ له دې سره فکري څپې راپورته کېږي، غځېږي او لوستونکی فکر کولو ته اړ باسي. د نعیم آزاد روانه، روښانه او اغېزناکه ژباړه دغه فکري تحریک پښتو لوستونکو ته په پوره وضاحت رسوي، او همدا لامل دی چې دا اثر نن هم د شعوري بیدارۍ، ذهني ازادۍ او فکري پرمختګ لپاره یو ارزښتناک او ژوندي کتاب بلل کېږي.
4: ژوري فکري تېروتني ۲۰۱۶ز کال
«ژورې فکري تېروتنې» هغه فکري شاهکار دی چې نعیم آزاد یې په پښتو ژبه ژباړلی او د معاصر انسان د ذهني، ټولنیزو او تمدني کړکېچونو پر زخمونو یې بېپروا ګوته ایښې ده. دا اثر نن تر بل هر وخت د لوستلو، شنلو او پرې فکر کولو اړتیا لري، ځکه چې دا د انسان د فکر ژور بنسټونه لړزوي او هغه مسلم ګڼل شوي تصورات تر پوښتنې لاندې راولي چې زموږ فردي او ټولنیز ژوند یې کلونه کلونه تړلی ساتلی دی.
اثر د اجتهاد له مفکورې څخه بحث پیلوي او د اسلامي نړۍ او اروپا د فکري او ساینسي بهیر ترمنځ تاریخي توپیر روښانه کوي. لیکوال ښيي چې څنګه د ملا او سلطنت اتحاد د عقل، علم او ساینسي ودې مخه ونیوله، حال دا چې په اروپا کې د کلیسا او واکمنۍ ترمنځ ټکر د علم او ازاد فکر لپاره زمینه برابره کړه. کتاب ټینګار کوي چې اجتهاد د مذهب روح ته زیان نه رسوي، بلکې د وخت له غوښتنو سره د تهذیبي او ټولنیزو ارزښتونو د سمون یوازینۍ لاره ده.
په دې کتاب کې فلسفه او منطق، مذهب او تصوف، مثالیت او مادیت، فردي او ټولنیز ژوند، احساسات، اراده، جنسیت، قانون، تاریخ، اخلاق، پوهه او تمدن په ژور خو روښانه انداز څېړل شوي دي. «ژورې فکري تېروتنې» لوستونکی له تقلیدي فکر څخه راباسي او د پوښتنې، عقلانیت او فکري ازادۍ پر لور یې هڅوي. د نعیم آزاد روانه ژباړه دا اثر د پښتو فکري ادب له مهمو او اغېزناکو کتابونو څخه ګرځوي.
5: ملايان او سياست ٢٠١٩ز کال
«علما او سیاست» د نامتو مورخ ډاکټر مبارک علي هغه مهم او بصیرت افروز اثر دی چې نعیم آزاد یې په پښتو ژبه ژباړلی او د دین او سیاست د پېچلو اړیکو تاریخي حقیقتونه یې لوستونکو ته روښانه کړي دي. دا کتاب د تاریخ له ژور مطالعې سره ښيي چې څنګه مذهب، په ځانګړي ډول د علماوو یوه برخه، د واکمنو له خوا د سیاسي موخو لپاره کارول شوې او فرقوي وېش د واک د ساتلو یوه اغېزمنه وسیله ګرځېدلې ده.
ډاکټر مبارک علي په زغرده څرګندوي چې په برصغیر کې د بېلابېلو دورو واکمنانو د خپلې واکمنۍ د ټینګښت او د سیالانو د کمزوري کولو لپاره مذهبي اختلافاتو ته لمن وهلې ده. د علماوو د یوې ډلې ملاتړ تر لاسه کولو سره، مذهب د سیاست خدمت ته داخل شو او ټولنه په ژورو فرقوي کرښو ووېشل شوه. دا وېش د ولس د یووالي مخه نیسي او واکمنو ته د «وېشه او واکمن شه» تګلارې د عملي کولو زمینه برابروي. کتاب روښانه کوي چې کله مذهبي اتھارټي سیاسي آله وګرځي، نو ټولنیزه همغږي له منځه ځي او د واکمنې طبقې اجارهداري لا پیاوړې کېږي. دا بهیر د مغلو له دورې نیولې، د نوآبادیاتي واکمنۍ تر زمانې او تر جوړېدو پورې په بېلابېلو بڼو تکرار شوی دی.
دا اثر د تاریخ بېلابېل پړاوونه په منظم او تحلیلي بڼه څېړي او د علماوو رول د دولت، دربار، مدرسې او ټولنې له زاویو رااخلي. په کتاب کې د علماوو او دفتري نظام اړیکه، د علماوو عروج، مدرسه او نصاب، شریعت او د بادشاهي نظریه، بنسټپالنه او اصلاحي تحریکونه، د صفوي او عثماني دور علما، د سلطنتي زمانې مذهبي جوړښت، د ابو الفضل کورنۍ، اکبر او اورنګزېب سره د علماوو اړیکې، نوآبادي دور، حدیث، ټولنیزه هوساینه او د مسلم امت تصور په ژوره تاریخي څېړنه کې راڅېړل شوي دي.
«علما او سیاست» لوستونکی دې ته رابولي چې د دین او واک اړیکې د تقدس له پردې بهر، د تاریخ او عقل په رڼا کې وویني. د نعیم آزاد روانه او دقیق پښتو ژباړه دا اثر د پښتو فکري ادب له مهمو کتابونو څخه ګرځوي، چې نه یوازې د تاریخ زدهکوونکو لپاره، بلکې د معاصر ټولنیز او سیاسي شعور د ودې لپاره هم ارزښتناک دی.
6: هغه سپېڅلي ګناهګاران؛
«هغه سپېڅلي ګناهګاران» د پروفېسر راز محمد راز یو ځانګړی او فکري شاهکار دی، چې پروفیسر راز محمد راز پخپله په اردو ژبه لیکلی دی. دا کتاب د دودیزو اخلاقي چوکاټونو پولې ماتوي او د ګناه، وجدان، جنس او انسانې وجود ته په نوې او ژورې زاویې ګوري. د کتاب له نوم څخه څرګندېږي چې دا اثر د هغو مفاهیمو پر ضد ولاړ دی چې ټولنه یې بېله پوښتنې منلې ده، هلته چې «ګناه» مقدسه بڼه خپلوي او «سپېڅلتیا» تر بیا کتنې لاندې راځي.
په دې اثر کې راز محمد راز خپل فلسفي افکار او انساني تجربې د ادبي ژوروالی او فکري جرأت سره یو ځای کړي دي. د کتاب کیسې او لنډ ناولونه د انسان د داخلي ټکرونو، جنسي هویت، د فاحشې د کردار، د ګناه او ګناهګار ترمنځ اړیکې، او له ګناه سره تړلې شرمندګۍ (guilt) او وجدان ته ننوځي. لیکوال ښيي چې څنګه ټولنه ځینې ګناهونه محکوموي، خو په پټه یې ژوندی ساتي، او څنګه انسان د اخلاقي شعارونو تر سیوري لاندې له خپل ځان سره په جګړه کې وي.
«هغه سپېڅلي ګناهګاران» یو دودیز ناول نه دی، بلکې یو ځانګړی ټولګه ده چې هره برخه یې د انسان د پټو احساساتو، تضادونو او ټولنیزو ریاکاریو پر وړاندې پوښتنه راپورته کوي. دا کتاب لوستونکی دې ته اړ باسي چې د ګناه، سپېڅلتیا او اخلاقو ماناوې له سره تعریف کړي او د انسان د باطن نړۍ ته بېتعصبه نظر واچوي.
7: تاريخ او سياست ٢٠٢١ز کال
«تاریخ او سیاست» د نامتو مورخ ډاکټر مبارک علي هغه بنسټیز او فکري اثر دی چې نعیم آزاد یې په پښتو ژبه ژباړلی دی. دا کتاب ځکه بېساري اهمیت لري چې سیاست یوازې د شعارونو په وسیله نه سمېږي، بلکې د اصولو، احتساب او د تېرو تېروتنو د ژورې ارزونې غوښتنه کوي، او دا کار یوازې تاریخ کولای شي.
ډاکټر مبارک علي د کتاب په پیل کې په ډاګه کوي چې تاریخ ولې اړین دی، تر څو خلک د تېر وخت له پېښو او تاریخي بهیرونو سره بلد شي، ذهني او شعوري بلوغ ترلاسه کړي، او هغه تېروتنې بیا تکرار نه کړي چې پخوانیو ټولنو کړې دي. د تاریخ مطالعه قومونو ته دا وجدان وربخښي چې د ماضي تجربې د حال د درک او د راتلونکي د سم لوري ټاکلو لپاره وکاروي.
کتاب په درې مهمو برخو وېشل شوی دی. لومړۍ برخه د تاریخ پر مانا، جوړښت او د هغه پر معاصر ارزښت بحث کوي. دوهمه برخه د امپیریالیزم، په ځانګړي ډول د نوې امپیریالیزم (New Imperialism) تحلیل وړاندې کوي او ښيي چې څنګه له دویمې نړیوالې جګړې وروسته لوېدیځو ځواکمنو هېوادونو، د نړیوالو مالي ادارو له لارې، درېیمه نړۍ په اقتصادي، سیاسي او دفاعي پالیسیو کې تر خپل نفوذ لاندې راوستله. درېیمه برخه د انقلاب په موضوع راڅرخي، هغه پوښتنه څېړي چې ایا په فاسدو او نابرابرو ټولنو کې اصلاحات ممکن دي که بدلون یوازې د انقلابي بهیر له لارې راتلای شي؟ د فرانسې، روسیې او چین د انقلابونو بېلګې لوستونکی له خپل اوسني حالت سره مخامخ پرتله کولو ته اړ باسي.
ډاکټر مبارک علي په دې کتاب کې په ټینګار وایي چې په هغو ټولنو کې چې معاصره تاریخي حافظه نه لري او ولس تر ناپوهۍ لاندې ساتل شوی وي، هماغه مجرم اشخاص او ظالم سیاسي ډلې بیا بیا واک ته رسېږي. ځکه چې تاریخ د هغوی کړنې نه ساتي او ولس خپله دردناکه ماضي ژر هېروي. د ده په اند، یوازې تاریخ د دې بهیر مخه نیولای شي او یوازې همدا د سیاسي مشرانو او ګوندونو د احتساب ریښتینی وسیله ده.
کتاب همدارنګه دا روښانه کوي چې ساینسي او فني اختراعات څنګه د ټولنیزو جوړښتونو بڼه بدله کړې ده. هغه مسلکونه چې پېړۍ پېړۍ سپک ګڼل کېدل، د ټکنالوژۍ له راتګ سره له منځه ولاړل او همدا بدلونونه وو چې انسانان یې له تاریخي ذلت څخه خلاص کړل، دا ثابته وي چې مساوات یوازې د شعارونو نه، بلکې د تمدني پرمختګ له لارې عملي کېږي.
«تاریخ او سیاست» لوستونکی دې پایلې ته رسوي چې بغاوت هغه وخت زېږي چې نظام یوازې د واکمنو ګټو ته خدمت وکړي او محرومې طبقې د ټول نظام، ارزښتونو او ادارو انکار ته اړ شي. دا کتاب د تاریخ، امپیریالیزم، انقلاب، ساینسي بدلونونو، قومي شعور او انساني عظمت په اړه داسې فکري بصیرت وړاندې کوي چې نننۍ ټولنې ورته تر بل هر وخت ډېرې اړتیا لري.
د نعیم آزاد روانه او فکري ژباړه دا اثر د پښتو ژبې لوستونکو لپاره په یوه مهم فکري ماخذ بدلوي، یو داسې کتاب چې نه یوازې د تاریخ د مطالعې بلنه ورکوي، بلکې د سیاست د سمون او د ټولنیز شعور د راویښېدو غوښتنه هم کوي.
8: تاریخ او د تاریخ فلسفیان (يوه نوې ژباړه)
9: لوېديځ شعريات ۲۰۱٨ز کال
10:هاري کي بيټي ٢٠١٠ز کال
11: د جعفر ودان په ملتيا د ارواښاد نورمحمد ترکي د لنډو کيسې ژباړه
يونليک:
۱: د بودا تر ټاټوبي ۲۰۱۷ز کال
چاپ زيار سمون او سريزه:
۱: د پښتونخوا داستاني ادبيات (د بېلا بېلو ليکوالو مقالې) ۲۰۱۲ز کال
۲: سياسي او ټولنيزي ګړني (سياسي او ټولنيز اصطلاحات) ۲۰۱۴ز کال
۳: تابان (د ارواښاد امان الله تابان شعري ټولګه) ۲۰۱۱ز کال
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.