د راډيو نړيوالې ورځې په مناسبت

باز محمد عابد

33

زه د لسو کلونو په عمر اوم چې د راډيو له اورېدو سره مې سخته لیونۍ مینه پيدا شوې وه. وجې يې ډېرې وې. يو دا چې زما مرحوم پلارجان کلي کې دوکان لرلو او زه به له مکتب نه وروسته له پلارجان سره په دوکان کې مرستيال اوم. پلار مې مخکې له دې نه چې ۵۳۰ ټيپ واځلي، له ارواښاد ميا غلام سخي نه يې پلپس راډيو اخيستې وه. ميا صاحب ډېر پاکیزه خاصيت لرلو. ويل يې دا راډيو يې لس کاله اورېدلې، خو د تعجب خبره وه چې په لاستي پورې يې هغه د‌ کمپنۍ لېبل په ليلوني تار کې ځوړند و او د‌ کمپنۍ پلاستيک يې لا هم راډيو ته اغوستل شوی و.
زما پلارجان هم د راډيو اورېدو شوقي و او زموږ نورو مشرانو عزیزانو به هم د خبرونو اورېدو لپاره زموږ د‌ دوکان په دېره کې کټونو کې تکيه وهلې وې.
بله وجه زما د راډيو د اورېدو دا وه چې ما به د کليوالو ځوانانو عزيزانو لپاره چې اکثره يې بیسواده وو، د آل انډيا راډيو ډهلي فرمايشي سندرو ته ليکونه ليکل او د نومونو په کتار کې به مې خپل نوم هم ليکه او چې کله به مې د شپې لخوا له پلار سره په ګډه د هندي فلمونو د فرمايشي سندرو خپرونه اورېدو او زموږ فرمايش به منور سينګ بترا لوسته او د نومونو په کتار کې به يې په اخر کې وويل ،،،، او وړوکی بازمحمد نو پلار جان به مې په موسکا راوکتل.
هغه وخت راديو افغانستان کابل، آل انډيا راډيو ډهلي، پېښور راډيو او دوچويلی يا المان غږ راډيوګانې وې، بي بي سي او امريکا غږ راډيوګانو بيا د خلقيانو له کودتا وروسته پښتو خپرونې پيل کړې.
بله وجه يې دا ده چې ما به د پېښور راډيو نه د‌ احمد‌خان، خيال محمد استاد، ګلنار بېګم، کشور سلطان، معشوقه سلطان هدايت الله استاد او …. په غږونو کې په کتابچه کې سندرې ليکلې او داسې وخت راغلی چې شپږ اوه کتابچې مې په سندرو ليکلو ډکې کړې وې.
په لومړې ځل په ۱۹۹۹ ز کال په لومړي ځل زما غږ د بي بي سي راډيو د تعليمي پروژو د نوي کور، نوي ژوند په ډرامه کې د ممثل په توګه خپور شو. خو دې کرکټر ډېر دوام وکړ، زه په کې د موټرو د مستري شاګرد اوم دوه که دری ځل پېښور راډيو ته د سکرپټ د ثبت لپاره تللی اوم، هغه وخت عمر ناصر د‌ دې ډرامې پروډيوسر و.
بيا په ۲۰۰۲ ز کال زه هم د بي بي سي راډيو تعليمي پروژو ته جلب شوم، خو کار مې له غږ ايستلو سره نه و، بلکې د‌ چاپي نشراتو څانګه کې مې د ۲۰۱۰ کال د‌ جنوري تر پای پورې کار وکړ او د فيبروري په لومړۍ نيټه د ازادې اروپا ازادي راډيو د‌ مشال څانګې سره د افغانستان په ختيځ کې د خبريال په‌توګه وګمارل شوم او د ۲۰۲۴ کال د جنوري په ۲۶ مه نېټه چې المان ته راورسېدم، مشال راډيو سره مې دنده پای ته ورسېده.
په دې څوارلس کلونو کې مې د روزانه اړينو زرګونو راپورونو تر څنګ شپږ کاله د باختر ستوري په نوم ادبي او کلتوري خپرونه وچلوله چې د لر او بر په ادبي هلو ځلو سربېره مې په لسګونو کلتوري راپورنه‌ جوړ کړي وو چې بيا ترې د لونګين په نوم کتاب خپور شو او د لونګين له برکته مې بيا د‌ مشال راډيو د‌ مهمو خپرونو څلور نور کتابونه د اتلان، ګندهارا، مشالونه او نه هيرېږي، نه به هېر شي په نومونو کتابونه خپاره کړل.
د راډيو نړيواله ورځ دېد راډيو ټولو کارکوونکو او مينه والو ته مبارکه وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.