په دې لیکنه کې د اغلې رڼا پکتیانۍ د «تنور» لنډه کیسه او وروسته پر همدې کیسې د څوارلسو لیکوالو تحلیل لوستلی شئ.
تنور
اوس چې هرکله د ګرم تنور مخې ته کېنم او ډوډۍ پرې پورې کوم، د مور وړوکی کور او تنور مې سترګو ته ودرېږي. د مور کور مې کوچنی و او تنور هم پکې کوچنی و، مور به مې ويل وړکی تنور په دې ښه دی، چې نجونې پرې ډوډۍ پخول زده کړي.
لومړیو کې مې د تنور له اوره وېره درلوده او په تنور د ډوډۍ له پخولو مې تېښته کوله، زما لاسونه تک سپين وو، نه مې غوښتل چې د مور په شان يې بدرنګه کړم. خو د مور زور به و، راته ويل به يې چې که د بل کور ته واده شوې، بيا به دې ډوډۍ پخول نه وي زده او کنځا به ما ته کوي، اخېر يې ورته مجبوره کړم. راته ويل به يې:
ـ بايد د تنور له اور سره پخه شې.
په لومړي ځل مې چې ډوډۍ پخوله، مخ به مې د تنور انګار تک سور کړ، لوګيو يې له سترګو اوښکې او له تندي خولې رابهولې. زما اوښکې به چې په انګار پرېوتې د چز چز اواز به ترې راپورته شو.
ما وليدل چې د وړو پيړې به مې چې مور جوړولې، خولې به وه او لوګيو به يې سترګو څخه اوښکې بهولې، ما ليدل چې د وړو له پيړې سره مې د مور اوښکې او خولې هم ګډې شوې.
ما به ورته وويل:
ـ مورې وړه لږ ايسته کړه، چې اوښکې او خولې دې پکې پرېوتې.
هغې چې نغن ته يې څپيړۍ ورکولې وويل:
ـ لورې په ډېرو وړو کې مې خپلې اوښکې غږلې دي، مه پسې ګرځه…
اول مې چې په تنور ډوډۍ پورې کوله، د زلفو څوکې د تناره انګار راته وسوې، زه به چې د ډوډۍ په پورې کولو پسې تنور ته ورټيټه شوم، مور به مې شا ته له لمنې نيولې وم، چې تنور ته ور ونه غورځېږم. خو زما څنګلې چې بنګړي مې پکې اچولي وو، د تنور په څنډه تور او داغي شوې. خو مور به راته ويل چې خير دی لورې؛ دلته که سختي تېره کړې، خسرګنۍ کره به په ارام یې، د خلکو د خندا به نه یې. ځان بايد پوخ کړې…
ما چې ډوډۍ پسې پورې کوله تنور ډېر ګرم و، ډېر تاب مې و نه شو، ترې راپورته به شوم، هغه به ډوډۍ وغورځيده، مور به مې پرې ورټوپ کړ، له سره انګاره به يې راوويسته، څنډې به يې له ايرو او سکرو پاکې کړې، خرابه شوې څنډه به يې پټه ومنډله، چې څوک يې و نه ګوري او ډېره به زما له انا ډارېده.
په لومړيو کې مې وړې ډوډۍ پخولې، د کور په هرې وړې ډوډۍ کې زما د لاسونو د ګوتو نښې پاتې وې.
اوس چې دلته را واده شوې يم، د ميړه کور مې ستر دی، دا چې کور ستر دی، تنور يې هم ستر دی، بايد ډوډۍ هم سترې او ډېرې پخې کړم. دلته په څو ورځو کې له تنور سره بلده او له اور انګار سره يې پخه شوم. اوس هم چې کله تناره ته په ډوډۍ پسې ورټیټېږم، داسې احساس کوم لکه مور مې چې له لمنې نیولې يم او تنور ته له ورغورځېدو مې ساتي.
اوس د تنور له اور سره دومره پخه شوې یم، چې تېزه لمبه پکې تاوېږي زه ورټیټیدای شم، ډوډۍ پسې پورې کولې او ترې راخېستلی شم. زما د لاسونو پوستکي هم د مور په شان دومره پاخه شوي او کلک شوي دی، چې ګرمه ډوډۍ پرې راخلم هم نه سوزېږي، له ما هم د مور په شان خولې بهېږي او د تنور په انګار کې د چز چز اواز کوي، چې کله د وړو له پيړو سره يو ځای کېږي او زما له څپېړو سره پکې ورکېږي.
د ډوډيو مخونه چې سپين وي، زه يې په تنور کې چاپېره ودروم، نغنو کاږه سرونه نيولي وي او زما د لاسونو نښې پکې ښکاري، زه ورته ګورم، د سره انګار باندې يې مخونه سره کېږي او پخېږي. زه د دې نندارې سيل کوم، خدای زده چېرته چېرته لاړه شم، چې کله په همدې چورتونو کې د يو نيمې ډوډۍ مخ رانه تور شي.
د تنور د ديوالونو چاودونه لوی شوي دي، خواښې مې لګيا ده، خټې په ترښځه باندې وهي او د وزو د وژغنو تر څنګ يې له ديواله زما وېښته هم راووېستل په خټه کې يې وغږل، چې تنور چاودونه ونه کړي او ښه پوخ راشي.
پای،
———
فرشته صالحي:
د رڼا پکتیانۍ د تنور لنډه کیسه د ژبې، تصویر جوړونې او د ښځې د ژوند د بیان له مخې د پام وړ ده.
۱. د الفاظو انتخاب او ژبه:
تر ټولو ډېر چې مې خوښ شول، د الفاظو انتخاب و. لیکوالې ډېر سوچه او خالص الفاظ کارولي دي. د کلي ژبه یې کارولې او ښاري الفاظ یې ورسره نه دي ګډ کړي. همدې کار د کیسې فضا طبیعي ساتلې او د لوستونکي د ذهني تصویر په جوړولو کې یې مهم رول لوبولی دی. الفاظو کیسه روانه ساتلې ده او ژبه د کیسې له فضا سره بشپړه همغږي لري.
۲. د ژوند د پړاوونو انځورول:
لیکواله په دې کې بریالۍ شوې چې په کمو الفاظو کې د کلي د یوې پېغلې ژوند له پېغلتوبه تر واده پورې په روښانه ډول د لوستونکي ذهن ته وړاندې کړي. دا لنډوالی خو بیا هم اغېزناکوالی د کیسې له مهمو ځانګړتیاوو څخه دی.
۳. د زنانګي لطافت او ټولنیزو توقعاتو ټکر:
بل مهم اړخ چې مې خوښ شو، د ښځې د لطافت او د ټولنې د توقعاتو ترمنځ د ټکر بیان دی. لیکوالې د یو تکراري ژوند څرخه په ښکلي ډول انځور کړې ده. دا چې ټولنه د یوې ښې ښځې په نوم له یوې ښځې څه تمې لري خو دا چې دا تمې د یوې ښځې د هیلو او طبیعت سره څومره ټکر کې دي د لیکلو ډیر ښکلی کوښښ یې شوی، دا جمله چې “لورې په ډېرو وړو کې مې خپلې اوښکې غږلې دي، مه پسې ګرځه…” د یوې ښځې د تنهایي، درد او مړه شوو ارمانونو بیان په ډیرې ښکلې استعارې کې شوی. یا د کیسې دا برخه چې”اول مې چې په تنور ډوډۍ پورې کوله، د زلفو څوکې د تناره انګار راته وسوې، زه به چې د ډوډۍ په پورې کولو پسې تنور ته ورټيټه شوم، مور به مې شا ته له لمنې نيولې وم، چې تنور ته ور ونه غورځېږم. خو زما څنګلې چې بنګړي مې پکې اچولي وو، د تنور په څنډه تور او داغي شوې. خو مور به راته ويل چې خير دی لورې؛ دلته که سختي تېره کړې، خسرګنۍ کره به په ارام یې، د خلکو د خندا به نه یې. ځان بايد پوخ کړې” زما لپاره دا د کیسې د اوج ټکی دی نړۍ د ښځو لپاره اوږدې زلفې، زیورات، بنګړي د ښایست او سلیقې معیارونه ټاکلي، خو بیرته همدا ټولنه د ښې ښځې لقب ګټلو لپاره ښځه دې ته مجبوره کوي چې دغه ښایستونه وسوځوي کنه بیا یې ژوند سخت دی.
یوازینی څه چې کېدای شوای لا زیات شوی وای، د ښځې د کرکټر دنني حقیقي غوښتنو ته ژوروالی ورکول و. که څه هم تر یوه ځایه هڅه شوې — لکه دا چې وایي: «اوس د تنور له اور سره دومره پخه شوې یم» او «لاسونه مې لکه د مور پاخه شوي دي» — خو زما په اند د هغې داخلي احساسات او ارمانونه لا زیات وضاحت ته اړتیا لرله.
په ټوله کې، کیسه د ژبې د سوچهوالي، د فضا د طبیعي انځور، او د ښځې د ژوند د تکراري څرخ د اغېزناک بیان له امله د ستاینې وړ ده، خو که د کرکټر دنني نړۍ ته لا ژوره کتنه شوې وای، اثر به لا پیاوړی شوی وای.
ګلالۍ مومند:
لومړی خو پکتیانۍ جانې ته د دې ښکلې کيسې مبارکي وايم. دا کيسه يوازې د تنور او ډوډۍ کيسه نه ده، بلکې د يوې ښځې د ژوند انځور دی. تنور دلته د سوځېدو، زغم او پخېدو سمبول دی، لکه ښځه چې له کوچنيوالي تر واده پورې د ټولنيزو فشارونو په اور کې ورو ورو پخيږي. د مور دا جمله «بايد د تنور له اور سره پخه شې» په حساب د کیسې هغه کوچ دي.
تنور د مورني ميراث په توګه هم انځور شوی. د مور اوښکې، خولې او کلک لاسونه لور ته لېږدېږي او لور هم هماغه درد تکراروي. د تنور پراخوالی چې د مور له کوچني کوره د مېړه تر ستر کوره پورې بدلېږي، د ښځې مسؤليتونه او بار هم په کې زیاتېږی، ښکلې بیان شوی.
د کيسې په پای کې د ښځې وېښته چې د تنور په خټو کې ګډېږي، دا ښيي چې ښځه ورو ورو د همدې اور برخه ګرځي او تنور د ښځې د چوپ زغم او نسل په نسل تکرارېدونکي درد پاتې کېږي.
د مور او لور اړيکه هم په ډېره واقعي بڼه انځور شوې ده. مور ظالمه نه ده، بلکې له زمانې مجبوره ده. هغه خپله له همدې اوره تېره شوې، نو ځکه لور د سبا د سخت ژوند لپاره چمتو کوي. د لمنې نيول، د خرابې ډوډۍ پټول او د انا وېره د مينې او فشار تر منځ توازن ښيي چې له يو نسل نه بل ته لېږدول کېږي.
په ټوله کې، د تنور تودوخه او خطر دومره ژوندی انځور شوی چې لوستونکي يې احساسولی شي. يوازينی څه چې ښايي لا سم شي، د تنور د کلمې لږ تکرار او د انا د کرکټر لا روښانه کول دي.
شېبه ګهېځ:
د «تنور» کیسه د ښځې د ژوند یوه ژوره سمبولیکه او ټولنیزه کیسه ده، چې د فردي تجربې له لارې د ښځو پر وړاندې د دودیزو ټولنیزو تمو او جبري روزنې انتقادي انځور وړاندې کوي. کیسه که څه هم په ساده، طبیعي او له تصنعه لرې ژبه لیکل شوې، خو د انځورګرۍ له پلوه خورا پیاوړې ده. لیکواله د حسي ژبې له عناصرو(لکه تودوخه، لوګی، غږ او درد)هوښیارانه کار اخلي، څو لوستونکی د متن فعاله برخه وګرځوي.
لیکواله لوستونکی د تنور مخې ته دروي؛ د اور تاوده لمبې، د لوګي تریخ بوی او د اوښکو سوځېدنه ور احساسوي، او هغه د کیسې له فضا سره ژور عاطفي تړاو پیدا کوي. کیسه په اصل کې د جبر او ټولنیزو دودونو د تسلسل کیسه ده؛ دا ښيي چې هغه درد او تجربه چې مور یې تېروي، لور یې هم وراثتاً زغمي. همدا تکرار د ډېرو کورنیو ګډ واقعیت دی چې لا هم دوام لري.
هغه څه چې دا کیسه ځانګړې او اغېزمنه کوي، د هغې رښتینولي ده؛ ځکه دا یوازې ادبي خیال نه، بلکې ژوندی حقیقت انځوروي. «تنور» د ښځې د ژوند خاموش تاریخ مستندوي او څرګندوي چې څنګه درد د عادت بڼه خپلوي او له یوه نسل څخه بل نسل ته لېږدي. د دې کیسې هنري بریا په همدې کې نغښتې ده چې لوستونکی نه یوازې پوهوي، بلکې د فکر کولو او پوښتنې کولو ته یې هم اړ باسي.
نظیفه اتل:
کیسه ډېره ښکلې لیکل شوې ده. جملې له یو بل سره تړلي دي. په ډېرو ساده او روانو جملو کې یې د وطن او اطراف د پېغلو او نجونو ژوند انځور کړی دی. د (تنور) کیسه یوازې د ډوډۍ پخولو په اړه نه ده، بلکې دا د افغانو ښځو د ژوند د تسلسل، زغم او له کورنۍ سره د عاطفي تړاو یو ډېر ژور او سمبولیک انځور دی.
په کیسه کې تنور یوازې د پخلي ځای نه دی، بلکې د ژوند د ازمېښت یو سمبول دی. مور چې لور ته وايي: باید د تنور له اور سره پخه شې مقصد یې یوازې د ډوډۍ د پخولو زده کول نه وو بلکې هغه یې د ژوند هغو سختیو ته چمتو کوله چې یوه ښځه یې په ټولنه او په ځانګړې توګه د خسرګنۍ په کور کې تجربه کوي.
یو ځای کې یې ویلي چې باید د تنور له اور سره پخه شې. داسې چې یعني ستا راتلونکی ژوند له همدې تناره او اور سره تړلی دی باید پکې دومره تکړه شې چې که په تناره کې لمبې هم وي، یا انګار هم وي باید ډوډی پخه کړای شې او درنه خرابه نشي. شاید یې هم د تنور له اور سره د پوخوالي مطلب یې د ژوند په سختیو او کړاوونو کې صبر او زغم وي.
بل ځای کې یې ویلي:اوس چې ډوډۍ پخوم داسې فکر کوم چې مور مې له لمنې نیولې یم. دا د مورنۍ د مینې او محافظت هغه حس دی چې لور یې ان له واده وروسته هم حس کوي. دا ښيي چې د مور لارښوونې او دعاګانې د ژوند په هر پړاو کې د انسان مل وي.
په کیسه کې د لاسونو د پوستکي کلکېدل او د اور په وړاندې د وېرې له منځه تلل د دې نښه ده چې انسان څنګه د وخت او ستونزو په ګاللو سره پخیږي «هغه نازک لاسونه چې یو وخت یې له سوځېدو وېره درلوده، اوس دومره کلک شوي چې ګرمه ډوډۍ هم پرې اثر نه کوي.»
همدارنګه په کیسه کې لیکوالې په ډېر مهارت سره د کار (ډوډۍ پخولو) او رنځ (اوښکو) ترمنځ اړیکه ښودلې. کله چې مور وايي: په ډېرو وړو کې مې خپلې اوښکې غږلې دي دا د هغو بې شمېره مېرمنو غږ دی چې خپل دردونه په خاموشۍ او چوپتیا کې تېروي.
بله دا چې که چېرې نجونې درس ونه وایي نو د دوی ټولو په ژوند کې څرخه تکراریږي. هېڅ بدلون نه راځي لومړۍ مور ورپسې لور بیا لمسۍ همداسې دوام کوي. همغه اور همغه تنور همغه زحمتونه. زما په نظر ډېر ښکلی یې پای ته رسولې ده.
کامله عزیزي:
د دې کیسې د خوږوالي تر ټولو مهمه ځانګړتیا دا ده چې د رښتینې ژوند انځور نه دی، بلکې چې لولې یې پوهېږې خپله رښتینی ژوند دی، هغه ژوند چې موږ تجربه کړی خو ور فکر شوی مو نه دی.
مثلا: “اوس چې هر کله د ګرم تنور مخې ته کېنم او ډوډۍ پورې کوم د مور وړوکی کور او تنور مې سترګو ته ودرېږي.” ما چې په اولو کې په تناره ډوډۍ پخوله د کور تنور د کوټې کړکۍ ته نژدې و، مور به مې راته ویل:
چې کله دې ډوډۍ سمه یا خرابه کړې وي زه هغه وخت لا پوهېږم چې ته د تناره له غاړې سره یې!
ما وېل: څنګه؟
ویل به یې: په کومه ورځ چې غلې یې یا غوسه یې په هماغه ورځ ډوډۍ درنه خرابه شوې وي خو کله چې زمزمه کوې په هغه ورځ ډوډۍ هم سمه وي خو زمزمه ځکه مه کوه چې که دغسې عادت شوې بیا به د هر چا تر مخ همداسي کوې.
اوس چې سمه ډوډۍ هم پخوم زمزمه نه کوم، ځکه کله چې د تناره په غاړه کېناستلې یم، د مور هماغه خبر رایاده شوې ده.
تاسو پوهېږئ؟ کلیوالې ښځې د فکر کولو لپاره بېخې کم وخت لري او ډېر کم داسي وخت به راځي چې دوی دي تنها وي. یوازې د تناره غاړه هغه ځای دی چې فکر کول ورته اسانه وي، خو دا فرصت هم فقط د هغو ښځو لپاره دی چې هغوی له ډوډۍ پخولو سره عادي شوې دي، چې د لاس سوځېدل او د تنور لمبې فقط پرې یوه شېبه اغېز کوي..
دلته هم لیکواله چې نوره عادي شوې، د ډوډۍ د پخولو پر وخت ورته هماغه وخت ښه یادېږي، ښايي هغه ارامي چې د خسر په کور کې یې مور د دې لپاره غوښته هغه په راحت سره د تېر وخت په اړه فکر کول و.
بله خبره دا چې دلته چا اشاره کړې وه چې په دې کیسه کې د ښځې رواني اړخ باید ډېر تشریح شوی وای. زه وایم همدا یوه جمله هم کولی شي موږ وپوهوي چې د دې رواني حالت څنګه دی؟ دا ښځه په ورځني ژوند دومره زیاته مصروفه شوې چې نور د بل څه په اړه فکر کول یې هم له یاده وتلي. موږ له همدې یوې جملې پوهېږو چې د دې فکر هم د دې د ژوند غوندې عادي شوی، تکراري دی او نور چې هر کله د تنور د غاړې غوندې ارام ځای هم کېني فقط د تناره په اړه به فکر کوي او بس!
د کیسۍ نورې کامیابۍ دا دي چې قضاوت نشته پکې چې دا کار ښه دی که نه؟ سخت دی که اسان؟ یا هم زده کړه یې سخته وه که همداسي دایمي کېدل یې؟ دلته فقط له ماشومتوبه تر ناویتوبه د تناره کیسه ده خو له دې سره زموږ ذهن ته ټولې هغه پېښې او سختۍ تداعي کېږي چې پر یوې ښځې تېرېږي.
ولوله دهقان:
کیسه ښکلې لیکل شوې ده. لکه څنګه چې نورو دوستانو وويل روانه او ساده ده. د يوې پېغلې فکر یې په روانه ژبه بیان کړی چې نه یې غوښتل سپین لاسونه یې تور شي خو د ژوند بهیر هغه د تنور د اور په شان پخه کړه او زده یې کړل چې څنګه باید د ژوند بېلابېلو حالتونو سره مخامخ شي.
دې کیسې د خپلې ادې د لاسونو داغونه راپه یاد کړل چې د موږ له سمبالولو سره سره د ژوند سختیو څنګه پاخه کړې ول او اوس یې زه باید زده کړم چې څنګه مخته لاړه شم. دا کیسه د ډیرو پېغلو کیسه ده چې نه غواړي لاسونه یې بدرنګه شي. زما په نظر د مېرمنو ژوند په کې په ښه توګه انځور شوی دی.
فرزانه زيار:
ما چې کله دا کيسه لوستله خپل ځان مې هم پکې ليده. ميندې پر دې پوهيږي چې تنور کې ډوډۍ پخول سخت وي، مخ سوزيږي،لاسونه داغ کيږي او که اوړۀ ښۀ نۀ وي نو څاڅي هم مګر څنګه امکان لري چې مور دې د خپلې د زړه ټوټې نازکې لور باندې دومره مشکلات ولوروي!؟ دا ځکه چې هره مور د لور د راتلونکي پر اړه فکر کوي.
پکتيانۍ خور په کيسه کې د تنور انځور ډير ښکلی وړاندې کړی. په رښتيا هم نجونې چې کله وړې وي يا نوې په ځوانۍ راشي، نو تنور ته نږدې کيدل ورته لږ سخت وي، وجود يي سوزی،لاسونه يي په تنور داغ داغ شي.
او کله چې تنور کې دود پاتې وي نو رښتيا هم د انسان مخ ټول له اوښکو ډک شي او کله چې دا اوښکې پر اور لويږي يو رقم خاص غږ ځغ کوي.
په دې کيسه کې دا هم ويل شوي چې اوس مې لاسونه له اور سره پاخه شوي دي. په رښتيا هم انسان پخيږي کله د ژوند له مشکلاتو، غمونو او کله هم اور سره. هغه نجلۍ چې مخکې له تنور نه ډيره ډاريده اوس چې پکې لمبه هم وي نو ډوډۍ پرې پورې کولای شي.
کيسه ډيره روانه او ښکلې ليکل شوې ده. داسې ليکل شوې چې څوک يي لوستل پيل کړي نو خامخا يي تر پايه لولي.
زموږ په ټولنه کې ټولې ميندې په همدې فکر وي چې لور مې بايد ښه کار زده کړي. ښې ډوډۍ زده کړي څو پس له واده خسرخيلو کې ښۀ نوم ولري. نو ځکه د خپلې عاطفی له مخې خپلې لور ته وړې ذغالې جوړوي او ورته وايي چې په تنور يي پورې کړي ترڅو ورو ورو ډوډۍ زده کړي او اور سره پخه شي .
دا صحنه څومره ښکلې ليکل شوې چې کله په چورتونو کې لاړه شم نو د يوې نيمې ډوډۍ مخه هم سوزيدلې وي، چې واقعا هم همداسې کیږي. کلیوالې ښځې تل له چورتونو سره وي خو سخته يي دا چې کله همدا ډوډۍ وڅاڅي يا وسوزي نو همدا خرابه ډوډۍ هغه نجلۍ خوري چی خپله يي پخه کړي وي او يو ډول د کورنۍ پر وړاندې د شرم احساس کوي.
دا خبره هم پکې ښکلې ده چې کله د تنور غاړه ماته شي نو د جوړولو لپاره يي اکثريت په خټه کې ويښتۀ ګډوي او دا د دې لامل کيږي چې خټه ښه کلکه شي او بیا ژر د تنور غاړه خرابه نه شي.
په دې کيسه کې د يوې نجلۍ د ژوند سختۍ بیان شوي چې ټول عمر به پر تنور لګيا وي او ډوډۍ به پخوي. وايي چې اول کې مې سمې ډوډۍ نه شوای پخولای مګر اوس چې غټه شوم، واده شوم نو ښې غټې ډوډۍ هم پخولای شم. دلته د کور د کار د زده کړې لپاره يو ډول تشويق هم ده او دا ښکاروي چې يوه نجلۍ له ماشومتوبه دا هڅه کوي چې د پردي کور لپاره کار زده کړي.
نو موږ خپله د خپل ځان لپاره څه وخت کار زده کوو؟ کاش چې دې کيسه کې د تنور تر څنګه نجلۍ سره کتاب هم وای. ډوډۍ يي پر تنور پورې کولای او ځان سره يي درس لوستلای. ورځ راغلې وای چې د يوه لوی دفتر ريسه وای او ښکلې لاسونه يي بیا تک سپين وای.
کاش د خسر په کور کې يي د تنور پرځای پخپله موټر چلولی او له ځان سره يې توده ډوډۍ له نانوايي راوړې وای، نو بیا به يي ښکلې تشويقي بڼه درلوده. په ټوله کې رڼا جانې ډيره ښکلې کيسه ليکلې ده. په دې هيله چې داسې نورې ښکلې کيسې هم وليکي.
صفیه صدیقي:
تنور او رڼا! یو ښکلی شعر ی تناسب، ښکلې تشبهات او ښکلې رنګونه لکه د شعر غزلېز رنګ، لکه سپرلنۍ وږمي او پېغلوټي بچي د تناره پر صفه ناسته او د نغن د سوزېدا ننداره. عجب خوندوره کیسه ځکه وه چې مونږ زړي دې خپل پرون ته بوتلو.
ښاده او اباده اوسي پکتيانۍ صاحب
فاطمه اعظم:
دا کیسه مې چې کله د لنډو کیسو چینل کې ولوسته سخت خوند یې راکړ، خوشحاله سوم چې اوس پرې لیکنه کوم.
د کیسې نوم (تنور) سمبولیک دی، لکه څنگه چې نورو ملگرو یادونه وکړه؛ ښځینه مسوولیت، درد، بې وسي، واده، بلوغ او د ژوند سختي ده.
(تنور) یوازې کیسه نه ده؛ تنور د ښځو د ژوند استعاره ده، دلته غواړم په یو څو شمېرولو خبرو د کیسې اړین ټکي بیان کړم.
په دې کیسه کې لیکوالې په ډېرې هنري ژبه دا موږ ته وویل چې زموږ مېندې، خویندې او خورلڼې د مور له کوره د خواښې تر کوره پورې څنگه له سختیو سره پخېږي.
د ښځې قرباني، ښکلا او ظرافت له لاسه ورکول، د مور زړه خوږوالی، مهرباني مینه، درد او اندیښنه په ډېره ساده ژبه موږ ته ښکاره کوي.
په کیسه کې زموږ د ټولنې ځینې خاص رواجونه هم ډېر ښکلي او سمبولیک راغلې دي. مثلا، ویښتان؛ دلته جلۍ د کور د بقا یوه برخه شوه. څنگه چې په خټه کې ویښتان رول لري دغسې ښځه د کور روح ده. د کور په پاتې کیدلو کې رول لري. ښځه د کور رڼا ده!
کریکټره د خپلو سپینو تنکیو لاسونو په اړه د کیسې په پیل کې وایي چې نه غواړي لاسونه یې خراب داغ داره، تک تور شي لکه د مور یې…خو وروسته د دې لاسونه هم کټ مټ لکه د مور لاسونه شوي اوس د پخوا په څېر نه سوځي د تنور په سرو لمبو کې دا ډوډۍ پخوي. اوس ورته مهمه نه ده چې لاسونه یې خراب شي اوس لکه خپله مور غواړي ډوډۍ یې ښایسته راسي چې څوک یې ونه رټي.
د کیسې ژبه ډېره ساده ده، د هرې لهجې لوستونکی کولای شي په ډېرې اسانۍ سره ولولي او مفهوم ترې واخلي.
کیسه فوق العاده انځوریزه او شاعرانه خوږه ده. د الفاظ اوډون یې دومره په هنر کارولي چې هر لفظ سره یې په ذهن کې تصویرونه جوړېږي. په خاصه توگه زما یې یو څو جملې ډېرې خوښې شوې لکه:
«زما اوښکې به چې په انگار پرېوتې د چز چز اواز به ترې راپورته شو.» دې جملې لوستلو سره زما ذهن کې تصویر جوړ سو ما احساس کړه هغه صحنه.
بله برخه یې: «زه به چې د ډوډۍ په پورې کولو پسې تنور ته ور ټیټه شوم، مور به مې شاته له لمنې نیولې وم.»
دا برخه یې ډېره ښایسته لیکلې د مور مینه حتی تر دې حده چې دا لویه شوه واده شوه اوس هم چې په تنور ډوډۍ پخوې فکر کوي مور یې اوس هم د دې لمن نیولې، ترڅو ونه لویږي او دا په ډاډه زړه ډوډۍ پخوي.
زه د لیکوالې انځور کښنه ډېره قوي گڼم په هره جمله کې کتاب، کتاب خبرې دي.
جلۍ په ډېره زړورتیا سره وایي چې اوس زه هم کولای شم بل تنور سرو لمبو نه ډوډۍ راوباسم، زما لاسونه اوس نه سوځي، اوس زه هم خپلو اوښکو او خولو کیسه کې نه یمه.
مجبوریت د ژوند بل نوم دی. نجلۍ مجبوره ده چې دا هر څه زده کړي، لکه څنگه چې مور مجبوره وه راتلوونکي کې هم ډېر امکان لري چې دا هم خپلې لور ته ووایي ډوډۍ پخول زده کړه، داسې نه چې ستا له لاسه خسرگنۍ دې ماته کنځا وکړي، لکه څنگه چې مور یې دې ته ویلي و.
دلته یوه ټکي ته متوجه شوم چې د دې مور هم له خپلې خواښې سخته ډاریږي چې داسې نه سوځیدلې ډوډۍ وگوري او سپکه مې کړي. نه پوهېږم شاید ځینې زما په دې خبره نیوکه وکړي او ځینې یې راسره ومني؛ زموږ په ټولڼه کې ښځې هم ظلم کوي. په ځینو کورونو کې زیاتره په کلیو کې موږ مشرانې ښځې گورو چې له خپلو ږنندو سره زیاتی کوي. په کیسه کې د ټولنې دغه حقیقت هم ښه انځور شوی دی. لیکواله دې الله ځلانده لري، قلم یې روان او تاند اوسه!
معصومه غرنۍ:
په تنوره مې نغن وسوو
شوله لمیشن شې زه خو تا لیونۍ کړمه
پکتیانۍ خور د تنور په کیسه کې د پښتنې ټولنې د نجونو او ښځو د ریښتنې ژوند یوه څنډه په ډیرې ښکلې انځوریزې او سمبولیکې بڼې انځور کړې .
کیسه د یوې واده شوې ښځې روایت دی چې خپل ژوند یې له پیغلتوب نه بیا د میړه تر کوره انځور کړی. په کیسه کې لور ته له مور نه د ژوند ستونزو او کړاونو ته د صبر او زغم لرل او د ژوند ټولې بیوسې په پټه خوله تیرول په میراث رسیدلي. په اوړو او تناره کې د خولو څڅول، د تناره د اور لمبو نه د ډوډې را ایستل، د اور له لمبو څخه نه ډاریدل او د تناره له تودخي سره د لاسونو او مخ پخیدل ټول هغه ټکي دي چې لور ته له مور نه رسیدلی میراث یې تایید کړی. ښځه د میړه په کور کې داسې ژوند تیروي څنګه یې چې دپلار په کور کې په تکرار او تکرار له موره اوریدلی او زده کړی.
په کیسه کې د مور او لور مینه د لمنې په نیولو کې انځور شوې. دا چې کیسه د یوې پښتنې ټولنې روایت دی نو د پلار او بیا د میړه په کور کې د لور ټول ښه او بد په مور پورې تړلي دي نو ځکه خو باید مور هر وخت او په هر حالت کې کله د یوې لارښودې په توګه او کله بیا د یوې څارونکې په شان د لور تر شا ولاړه وي .
په کیسه کې ښکلي لهجوي الفاظ کارول شوي چې په زړه خواږه لګیږي.د کیسې په لوستلو ماته د تنور او کلیوالي ژوند ډیر انځورونه تر سترګو شول .
پورتنې ټپه کیدای شي د یوې مینې پیغلې غږ وي چې خپل مین نه په ګیلو ده. یا د یوې کوژدن شوې پیغلې غږ وي چې د ژوند ملګری یې د هغې د واده کولو وس نلري.
او یا هم کیدای شي د څلورو،پنځو بچو مور وي چې خاوند یې کلونه له کوره مساپر دی او دا د خپلو بچو په خاطر په ګډ کور کې ژوند تیروي. یا هم کیدای شي د هغې مور د زړه درد وي چې ژڼکی زوی یې بې لارې شوی.
ما په دې ټپه کې هغه ښځه ولیده چې د تناره د لوګي تر شا یې خپلې ژړیدلې سرې سترګې پټې کړي.
د کیسې په لوستلو ماته هغه نوې واده شوې پیغله هم رایاد شوه چې د واده په اوومه ورځ یې د کلا ښځې د تناره تر څنګ په ګلانو ګنډل شوی د ډوډې پخولو لستوڼي سیل ته راټولې دي او دا په سرو لاسونو او پټ مخ په تناره ډوډې ښخوي .
کیسه په پیل کې مونږ ته د ښځې نیا د خواښې په نوم راپیژني چې مور یې ترینه ویره لري. او د کیسې آخر مو له یوې بلې خواښې سره چې د اینګور له ويښتو او خټو نه د تناره چاودونه پټوي مخامخ کوي . دلته د کیسې لیکوالې په ډیر هنر او ځیرکتیا په یوې ښځې د بلې ښځې واکمني بیان کړی. پکتیانۍ خور دې ځلیدلې او غوړیدلې وي.
ډاکټره شریفه شریف:
د تنور پر کیسې ډیرې ښې تبصرې وشوې. هم کیسه ډیره هنري او عالي کیسه ده او هم دا لنډې لیکنې عالي ادبي نقدونه دي. د اور سمبولونه، د اور سره پخیدل – روږدي کیدل ډير ښه په نښه شول.
ماته هم د کیسې ښایسته او طبیعي انځورونو خوند راکړ او زه یې په کلي کې د ماما کور تناره خواته بوتلم.
د کیسې پیغام لکه چې ډیرو ورته اشاره وکړه د ښځو د هغه ژوند د څرخ تکرار دی چې میندې یې د میړه او خواښې تر فرمان لاندې د تناره په خوا کې د اور او لوکو په منځ کې تیروي. هماغسې چې د میندو لیاقت او ظرفیت د ښه ډوډۍ پخولو او د تناره د اور سره په پخیدو اندازه کیږي، لوڼو ته هم دا څرخ انتقالیږي.
د لور د لمنې نیول ، د دې انځور د ښکلايي اړخ نه ها خوا ماته د کیسې تر ټولو عمده او مرکزي انځور ښکاري. لمن زموږ په فرهنګ کې د عزت او حتا د ښځو د هویت مفاهیم لري. دا چې مور د لور لمن نیسې د کیسې د پیښو په روند کې د لور د ساتلو او حفاظت معنی لري. لور وړه ده. مور یې ساتنه کوي چې اور ته ونه لویږي. خو د کیسې د عمومي پیغام په چوکاټ کې د لور د ژوند، عزت او راتلونکې د حمایت او ساتنې معنی هم لرلی شي. که څه هم دا مور ده او مورنۍ احساس یې دې ته اړباسي چې د لور ساتنه وکړي، خو د ښځو په منځ کې د معمولو کړاوونو او سختیو په وړاندې د یوې بلې ساتنه هم ده. منم چې خواښې هم ښځه ده او ډیر ځله ظلم هم کوي خو هغه به هم همداسې یې د تناره يه خوا کې ډوډۍ پخول زده کړي وي او مور به یې د لمنې نیولې وي.
په دې کیسه کې د ښځو د استقامت او مقاومت پیغام هم پروت دی. د اور سره دومره عادي کیږي چې ډوډۍ پخولو ته لاس تناره ته ښکته کوي خو نه سوځیږي. دا که د درد سره د عادي کیدلو یا منلو معنی لري ، د زړورتیا او پر اور د برلاسي مفهوم هم افاده کولی شي.
ښځه د کور او کورنۍ چلونکې هم ده. تنور د کور محور دی. د کورنۍ د ژوند څرخ دی. هلته ډوډۍ پخیږي. د انسان د ژوند او بقا اړتیا. مور ده چې د تناره او ډوډۍ پخولو اداره کوي او راتلونکې مور روزي.
که دا ټول نقدونه او تبصرې او شننې چې د تنور پر کیسه وشوې هم یوې خواته کړو، ییا هم د ا کیسه یوه هنري ادبي پنځونه ده چې د ژبې، انځورونو او سمبولونو کارول یې د ادبي ښکلا خوښونې تنده ماتوي او لوستونکي زموږ د ټولنې د کلیوالي ژوند یوې څنډې ته بیایی. رڼا پکتیانۍ ته د نورو ادبي پنځونو بریاوې غواړم.
فتانه ژوند:
د اغلې پکتیانۍ کیسه زموږ د ټولنې یو ژوندی تصویر دی. په کیسه کې موږ په ظاهر کې د تنور او ډوډۍ یو عادي مجلس وینو، خو په پټه توګه لیکواله د ښځې د دردناک، تکراري او خاموش ژوند اعتراف کوي. د ورځني ژوند یوه وړوکې شېبه داسې پکې انځورېږي چې نه پکې ښکاره اعتراض شته او نه شعار، بلکې د ښځینه بدن له لارې یو ژور ادبي احتجاج وړاندې کېږي.
د کیسې تر ټولو پیاوړی اړخ دا دی چې کریکټره د احساساتي وینا پر ځای، یوازې د صحنو او جزییاتو په زور خبرې کوي. د لاسونو سوځېدل، د اوښکو «چز چز» غږ، د بنګړو تورې شوې څنډې او د وړو په پیړو کې د ګوتو نښې هغه حسي انځورونه دي چې لوستونکی یې نه یوازې لولي، بلکې ویني او حس کوي یې. دا تخنیک کیسه له روایت نه تجربې ته اړوي.
په کیسه کې درې اساسي کریکټرونه شته: راوي، مور او خواښې. مور په ظاهره له راوي سره سخته ښکاري؛ هغه وایي: «باید د تنور له اور سره پخه شې»، خو دا سختي بیا د مهربانۍ بله بڼه ده. مور خپله قرباني شوې ده او د همدې تجربې پر بنسټ باور لري چې د ژوند کولو لپاره باید انسان له مصیبتونو سره ځان عیار کړي. له همدې امله، د مور کریکټر د ټولنیز جبر شعوري نه، بلکې وراثتي انتقال څرګندوي.
د خواښې کریکټر، زما په اند، د کیسې تر ټولو قوي او مانا جوړوونکی عنصر دی. ځکه چې د کیسې سمبولیک افق بشپړ افشا کوي. راوي وایي: «خواښې مې لګیا ده، خټې په ترښځه باندې وهي او د وزو د وژغنو تر څنګ یې له دیواله زما وېښته هم راووېستل، په خټه کې یې وغږل.»
دا صحنه کیسه له فردي تجربې راوباسي او د ټولنیز جوړښت کچې ته یې رسوي.او بیا که مور د روزنې د مرحلې استازیتوب کوي، نو خواښې د تثبیت مرحله ده. د خواښې په لاس د ویښتو په خټه کې ګډول یو پیاوړی سمبول دی چې دا ښيي، په دې ټولنه کې ښځه یوازې کار نه کوي، بلکې خپله فزیکي هستي هم د ژوند د دوام لپاره په داو لګوي. ښځه د کور د بقا برخه ګرځي، نه یوازې د هغه اوسېدونکې.
او بل که ووایم د کیسې ژبه طبیعي ده، کلیوالي فضا یې ډیره د باور وړ ده. د ښځینه تجربې بیان پکې مصنوعي نه ښکاریږي. که یو محدود نقد پرې وشي، هغه دا چې په ځینو ځایونو کې د الفاظو تکرار د لوست پر رواني فشار بدل شي؛ خو دا ستړیا خپله د متن له معنا سره همغږي ده، ځکه چې هغه ژوند چې کیسه یې انځوروي، هم تکراري، ستړی کوونکی او نه خلاصېدونکی دی. نوره کېسه ډېره ښکلې ده د لا بریاوو په هېله یي.
لېمه ودان:
د غوره لنډې کيسې يوه مهمه ځانګړنه دا ده چې ليکوال هر څه ښکاره نه وايي، بلکې يوه برخه لوستونکي ته پرېږدي چې خپله یې درک او تحليل کړي. «تنور» يوازې د اور او ډوډۍ پخولو کيسه نه ده، بلکې د هغو ټولو ميندو او لوڼو د ژوند انځور دی چې د دود، فشار او تمو تر سيوري لاندې ژوند کوي. لور بايد له کوچنيوالي ځان د خسرګنۍ د کور لپاره «پوخ» کړي او د ژوند له سختيو سره رالويه او عادت شي. مور هم د خپلې تېرې تجربې دروند بار پر اوږو لري او هم د لور د راتلونکي په اندېښنه کې ژوند کوي.
که څه هم نجلۍ له واده وروسته خپل کور او کورنۍ پرېږدي او هڅه کوي له نوي چاپېريال سره ځان عيار کړي، خو خسرګنۍ ترې بشپړتيا غواړي؛ داسې بشپړتيا چې ګواکې هېڅ نيمګړتيا ونه لري. د کيسې اصلي کرکټر هغه څه زغمي چې مور يې زغملي وو، او دا تکرار د ښځې د ژوند يو دوامداره دوره څرګندوي.
په دې کيسه کې اضافي خبرې نشته؛ انځورونه د اړتيا په اندازه او اغېزناک وړاندې شوي دي. د پنځو حواسو کارونې کيسې ته ژوندۍ بڼه ورکړې ده. د بېلګې په توګه، په انګار د خولو د تويېدو «چز چز» اواز نه يوازې يو غږيز انځور جوړوي، بلکې د سختۍ او سوځېدنې احساس هم لوستونکي ته لېږدوي.
د کيسې کرکټر ته نوم نه دی ټاکل شوی، چې دا چاره کيسې ته عموميت ورکوي او ښيي چې دا يوازې د يوې نجلۍ کيسه نه ده، بلکې د زرګونو نجونو ګډه تجربه ده.
«تنور» له ګڼو سمبولونو ډکه ده؛ لکه تنور، اور، پخېدل او لمن. دا سمبولونه د ژوند له سختيو، زغم او تدريجي بدلون سره تړاو لري. په کيسه کې لولو:
«د کور په هرې وړې ډوډۍ کې زما د لاسونو د ګوتو نښې پاتې وې.»
که څه هم د نښو پاتې کېدل عموما د يو څه د اوږدمهاله حضور لپاره کارېږي، خو دلته د لاسونو نښې يوازې فزيکي نښې نه دي، بلکې د اغېز، هويت او نه ورکېدونکي نقش استازيتوب کوي؛ لکه څنګه چې د نوي جوړ شوي کور په دېوالونو کې د لاسونو نښې د جوړوونکي حضور ثابتوي.
يو ژبنی ټکی چې د يادونې وړ دی، د «ترښځه» کلمه ده. ښايي دا کلمه د ټولو لهجو ويونکو ته اشنا نه وي، نو ښه به وي چې يا یې مانا په قوسونو کې راوړل شي او يا د کيسې په پای کې لنډ وضاحت ورکړل شي، ترڅو لوستونکي له ابهام سره مخ نه شي.
په ټوله کې، «تنور» يوه هنري، سمبوليکه او ټولنيزه لنډه کيسه ده چې د ساده انځورونو تر شا ژور مفهوم وړاندې کوي.
هیله پسرلی:
موږ چې پر کیسو بحث کوو معمولا مو تمرکز په اصولو وي. مثلا وایو د کیسو د اصولو په حساب دا ښه مکالمه نه ده یا بشپړه کیسه نه ده. ګومان کوم تر دې سوال چې دا لنډه کیسه ده که نه ده دا سوال مهم دی چې دا ادبیات دي که نه دي؟ یوه لیکنه ممکن د لنډې کیسې ټول چوکاټ او اصول مراعات کړي خو بیا به هم اوچت ادبیات نه وي. دا چې کوم متن ادبي دی، دا اسانه سوال نه دی خو یوه نخښه یې ادبي اصالت کېدای شي. د تنور کیسه اصیل ادبیات دي. د کیسې طرز او تجربه کتابي او کلیشه شوې خبرې نه دي بلکې یو نوی او اصیل اواز دی.
د کلیشې په هکله یو غلط درک دا دی چې موضوع باید تکرار نه وي. ګومان کوم داسې نه ده، موضوعات محدود دي، هغه فکر چې زرګونه کلونه پخوا یې د یونان په کوڅو کې هومر سرګردانه ساتلی و، نن یې هم موږ سرګردانه ساتلي یوو. ټولنېز موضوعات هم همداسې دي. هغه لیکوال چې د وطن د ښځو کیسو ته اهمیت ورکوي معمولا هڅه کوي چې د ښځو سره روان تاوتریخوالی بیان کړي. د خشونت بیان کلیشه نه دی خو که یې نورو ته په ورته انداز بیانوو، بیا کلیشه کېږي او متاسفانه زموږ د کیسو ډېری ښځینه کریکټرې او طرزونه په همدغو کلیشو کې بند دي.
ښه کیسه مو په یوې تجربې کې شریکوي، احساسوي یې راباندې، او که تجربه هر څومره زموږ ژوند او زړه ته نژدې وي، داسې احساس راکوي لکه یو نوی څه چې لولو. زه ډېره ماشومه وم چې له انا سره مې غزني ته تللې وم او په قره باغ کې مې تنور لیدلی و. د هغه تنور مې هېڅ نه دي یاد، یوازې مې دا یاد دي چې مازدیګر به له تازه پاستو سره کوچ خوند کاوه. د رڼا جانې په متن کې دا قدرت و چې له یاده وتلی تنور یې راباندې داسې تجربه کړ چې اوس احساس کوم له تنور سره بلده یم، لاسونه یې را داغلي دي، د هغه لمبې مې پر مخ لګېدلي او خولې مې ورته تویې کړې دي.
د دې کیسې کمال یوازې دا نه و چې یوه اصیله وطني تجربه وه بلکې متمرکزه تجربه وه چې د لنډې کیسې غوښتنه ده. که یو څوک ووايي دا کیسه په یوې کلمې کې تشریح کړئ؟ نو ښايي د ډېرو ځواب «تنور» وي. همدا کلمه د دې کیسې زړه ده. متمرکزه کیسه د محدوې کیسې په معنا نه ده، برعکس په دې کیسه کې تجربه په داسې انداز بیان شوې چې نورې معناوې هم ترې راوځي او دا د ادبي اثر غوښتنه ده.
د «تنور» په کیسه کې لیکواله خبرې نه کوي، کیسه خبرې کوي. شخصا پر ما هغه کیسې ډېرې اثر کوي چې احساس کړم لیکواله نه بلکې کیسه راته خبرې کوي. کیسه د اول لیدلوري ده. دغه لیدلوری ځینې محدودیتونه لري، یو یې دا دی چې کله کله د کریکټر خبرې داسې راشي چې مقصدي لګېږي، احساس کوې چې لیکواله د کیسې د موضوع لپاره یا د تلوسې لپاره یا د کوم بل مقصد لپاره بس هسې دا خبرې کوي..د تنور کیسه داسې نه ده. کیسه ډېرې خبرې درته کوي خو په داسې طرز یې کوي چې فکر کوې چې د کوم خاص مقصد د رسولو هڅه نه ده روانه. له دې کیسې دا زده کولی شو چې ډېر کله که صحنې سمې او دقیقې انځور شي اثر یې تر ډېرو هغو خبرو ممکن ډېر وي چې د محاورې او ویلو په زور یې تر لوستونکو رسوو. د احساساتو دقیق بیان کمال وي خو د احساساتو پارول لا لوی کمال دی دا کیسه دا دواړه کاره کوي.
زما لپاره د کیسې هر جمله یوه خښته ده. د هرې لیکوالې ارزو دا وي چې د ودان کړي دیوال هره خښته یې پخه، په خپل ځای او ښکلې وي خو دا کار سخته دی… کله کله یوه ډېره ښکلې جمله په کیسه کې اضافه غوندې ولګېږي او حیف شي. کله کله یوه نیمه جمله د لیکوالې په فکر کې اړینه وي خو پر لوستونکو بوج شي… دا کیسه مې چې لوسته داسې احساس مې وکړ لکه د دې دیوال هره خښته چې مهمه، پر خپل ځای او پخه وي.. دغسې تناسب ته رسېدل اسانه کار نه دی خو رڼا جانه پکې ډېره کامیابه ده.
په لنډو کیسو کې یو ډېر سخته کار له یوه زمانه بل زمان ته تګ دی. دغه تګ کله کله دومره سخت شي چې لیکوال دیشونو (- – – ) ته پناه وړي. په یوې جملې کې له یوې زمانې بلې زمانې ته داسې تګ چې لوستونکو ته کاملا طبیعي ښکاره شي، کامیابي ده او په دې کیسه کې همداسې شوې دي؛ ((اوس چې دلته را واده شوې يم، د ميړه کور مې ستر دی، دا چې کور ستر دی، تنور يې هم ستر دی)).
د دې کیسې په سمبولیک اړخ او زموږ په ټولنه کې د ښځو پر تکرار برخلیک ډېرې مهمې خبرې وشوې. ګومان کوم دا ډېره مهمه ده چې موږ کیسې له ښځینه لیدلوري وشاربو او کره کتنه پرې وکړو خو په ورته وخت کې یې باید په یو خاص لیدلوري کې محدودې نه کړو. یو ادبي متن باید دا قدرت ولري چې هر انسان پکې ځان شریک وګني. زه چې یوه کیسه لولم پر دې فکر نه کوم چې ښځه لولم که سړی فکر کوم چې یو انسان لولم. د هر انسان تجربه په نهایت کې له جنسیت نه ورها خوا مشترکه انساني تجربه ده. په دې کیسې کې د ژوند تکراري څرخ یوه انساني تجربه ده چې ممکن هر څوک ځان پکې وویني.
د رڼا جانې تخیل دې تر ډېرو وځلېږي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.